منځپانگې ته ورتلل

سلطان مصطفی (لمړی)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لومړی سلطان مصطفی
مصطفى اول (تورکي) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۴ جون ۱۵۹۱ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۲۰ جنوري ۱۶۳۹[۲] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې ځای
ښخولو ځای
ژبې
دنده
ruler (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
نور اړين مالومات
برخه د

مصطفی اول یا لمړی سلطان مصطفی ( زوکړه د جون ۲۴، ۱۶۰۰ - مړینه د جنوري ۲۰، ۱۶۳۹) د دریم سلطان محمد تر ټولو کشر زوی، د لومړي احمد ورور او د عثماني امپراتورۍ پنځلسم سلطان او واکمن وو. نوموړی د خپلي مور حلیمې سلطان او ورېنداري کوسم سلطان په مرسته واک ته ورسېدی، خو څرنګه چي یې خپل ژوند د توپکاپي ماڼۍ په حرم کي د کوسم سلطان تر سرپرستۍ لاندي تېر کړی وو، نو ځکه یې د دولتي چارو مخینه او تجربه نه درلوده.

مصطفی د ۱۶۱۷ کال له وروستیو څخه تر ۱۶۱۸ کال پوري درې میاشتې حکومت وکړ، او وروسته د کوسم سلطان لخوا د لیونتوب له امله له دندي ګوښه کړ. تر ګوښه کېدو وروسته وراره (سلطان عثمان) واک ته ورسېدی، خو په ۱۶۲۲ کال کي د فوځ له لوري د یو پاڅون په پایله کي بیا تخت ته ورسیدی. د عثماني سلطنت شیخ الاسلام تر یادي پیښي یو کال وروسته د یوې فتوا له مخي نوموړی بیا له واکه ګوښه کړ، او د عثماني کورنۍ څلورم سلطان مراد خان د خلیفه په توګه وټاکل سو. سلطان مصطفی په ۱۶۳۹ کال کي مړ او د ایا صوفیا په جومات کي خاورو ته وسپارل سو. دی په عثماني کورنۍ کي لمړی شخص وو چي د ورور تر مړیني وروسته یې واک په لاس راوړ، ځکه تر دې مخکي هر واکمن د پلار تر مرګ وروسته واک ته رسېدی.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ ۱٫۶ ۱٫۷ سرچينې تړی: https://islamansiklopedisi.org.tr/mustafa-i.
  2. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۲۷ اپريل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  3. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۳۱ ډېسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ سرچينې تړی: https://ttk.gov.tr/osmanli-padisahlari/.