سلطان مراد (دریم)
سلطان مراد دریم، دریم مراد خان یا مراد III (زوکړه 4 جولای 1546 –مړینه 16 جنوري 1595) د عثماني امپراتورۍ سلطان وو چي له 1574 څخه تر 1595 پوري یې ددغه واکمنۍ چاري په لاس کي درلودې. د نوموړی په واکمنۍ کي د اروپا د هابسبورګ او د پارس له صفویانو سره خونړي جګړې ترسره سولې. همدارنګه د مراکش هیواد هم د یو څه وخت لپاره د عثماني امپراتورۍ برخه وه، خو په 1582 کي بیرته خپلواک سو.
| زېږونځای | |
|---|---|
| ښاروندتوب | |
| زېږون نېټه | |
| مړينې نېټه | |
| مړينې ځای | |
| استوګنځی | |
| ژبې | |
| دنده |
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| وروڼه او خويندې |
Şehzade Abdullah (en) |
| دین |
| برخه د |
|---|
د مراد خان واکمني د افریقا په ختیځ ساحل کي زیاته پراختیا پیدا کړه، او تر لیري سیمو یې ځواک وغځېدی. څرنګه چي عثماني امپراتورۍ د وخت په تېرېدو سره د معاصري نړۍ د محاصرې ترڅنګ د فساد او انفلاسیون څخه هم کړېدل، نو ځکه د مراد په وخت کي د عثماني واکمنۍ اړوند د یني چري پوځ او عامو خلکو ترمنځ پراخ اختلافات رامنځ ته سول. مراد خان په بهرني سیاست کي د انګلستان سره ټینګي اړیکي ورغولې، دا ځکه چي دواړه د هسپانوي واکمنې ګډ دښمنان ګڼل کېدل. مراد پخپله واکمني کي د هنرونو یو لوی ملاتړی هم وو، او هنر ته یې زیاته پراختیا ورکړه.
واکمني
[سمول]د مرادخان پلار سلیم په 1574 کي مړ سو او د نوموړي تر مرګ وروسته مراد د خپلو پنځو کوچنیو وروڼو په لمنځه وړلو سره خپله واکمني پیل کړه. د مراد واک د دولتی حرم او سلطاني کورنۍ د نفوذ له امله خورا کمزوری وو، په ځانګړې توګه د هغه د مور او همدارنګه د ژوند د ملګري صفیه سلطان له لوري چي ډیری وختونه یې په دولتي چارړ کي د سوکوللو محمود پاشا نفوذ ته زیان رساوه، په ځانګړې توګه د یادوني وړ دي. د سلیم واک د کورنۍ کمزوري سره سره د ځواکمن لوی وزیر سوکوللو محمود پاشا د اغیزمن مشرتابه لخوا بیخي ښه سمبال سوی، او د 1579 په اکتوبر کي یې تر خپل مرګه پوري په زړه پوري خدمات ترسره کړل.
د مراد د واکمنۍ پر مهال د هابسبورګ له پاچاهۍ سره د نښتو او شمالي پولو ساتنه د بوسنیا د والي حسن پریدوجیویچ لخوا سرته رسېدله. عثماني ځواکونو په دې دفاع او جګړو کي څو ځله ماته هم وخوړل. د مراد خان واکمني په عثماني تاریخ کي له کاواکه دورو څخه ګڼل کیږي چي نه یوازي یې د مراکش د لاسه ورکولو په پایله کي د افریقا په وچه کي نفوذ کمزوری سو، بلکي په ختیځ کي له صفوي واکمني او په لویدیځ کي د هابسبورګ واکمني سره جګړو او د عثماني ټولواکمني لوی پوځ سرغړونو یاد سلطنت ته لوی زیانونه واړول.
مړینه
[سمول]مراد د 1595 کال د جنورۍ په 16 د توپکاپي په ماڼۍ کي د ناروغۍ له امله مړ او د ایا صوفیا څنګ ته په یوه قبر کي ښخ کړل سو. په مقبره کي د سلطان ترڅنګ د هغه د میرمنو او ماشومانو 54 تابوتونه هم شتون لري.
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ ۱٫۶ ۱٫۷ سرچينې تړی: https://islamansiklopedisi.org.tr/murad-iii.
- ↑ ويل شوي په: IdRef. IdRef پېژند: 165829230. بياځلي سمون: ۴ مارچ ۲۰۲۰. خپروونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ سرچينې تړی: https://ttk.gov.tr/osmanli-padisahlari/.
- هغه پاڼې چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P551 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18