مولوي سلطان عزيز عزيز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له سلطان عزيز (عزيز) نه مخ گرځېدلی)

سلطان عزیز عزیز د افغانستان له نامتو مفسرینو څخه دی چې په پښتو ژبه یې په ۱۳ټوکو کې ستر تفسیر کښلی. عزیز التفاسیر د نامتو عالم مولوي سلطان عزيز (عزيز) اوولس كلن زيار پایله ده چې په ديارلسو ټوكو او څه د پاسه اوه نيم زره مخونو کې یې لیکلی دی. دا تفسیر د احاديثو په گاڼه سمبال، مستند، او له اسرائيلياتو او ضعيفو اقوالو څخه پاك او له ژوندنيو مسايلو سره تړلى تفسير دى. دا تفسیر د خلكو د پوهې مختلفو طبقو ته په پام سره په روانه پښتو ژبه د ايتونو ژباړه او تفسير، فقهي او عقيدوي احكام، شان نزول، صرفي او نحوي تحليلونه، د كلمو لغوي او شرعي معناگانې، عبرتناکې كيسې، د قرآن په رڼا كې ساينسي څيړنې او په روانو مختلفو پېښو تبصرې، د افغاني ټولنې ستونزو ته كتنه، او د هغو پوښتنو ځوابونه په خپل غېږ كې ځايوي چې د تلاوت په وخت كې چا ته په ذهن كې راپورته كېږي، او دې ته ورته گڼې نورې ځانگړتياوې لري.‬ د "عزيز التفاسير" ستره ځانګړينه دا ده چې هغه په پښتو ژبه لومړنى تحليلي او تشريحي تفسير دى چې له (146) علمي مستندو مراجعو څخه په كې استفاده شوې ده.

علمي آثار:[سمول]

د عقايدو په ارتباط کتاب، چې لا چاپ شوی نه دی. د میراث کتاب چې د مريضۍ له امله نه دی بشپړ شوی. المشکلات فی تفسير القرآن (د مريضۍ لامله تقريبا په نيمایی کی پاتې شوی). صرف العزیز، چې تر اوسه پورې درې ځلې چاپ شوی دی او په لومړي ځل په ۱۳۴۳ هـ ش کال چاپ شو. عزيز التفاسیر، د قران كريم پشتو ترجمه او تفسير.

د تفسیر تګلاره:[سمول]

اول: په روانـه ژباړه کې ځنـې قـيدونو ته د قوسـونو تر منځ ځاى ورکړل شوى دى، تر څو ترې هغه لـوستونكي ګټه پورته کړي ،كوم چې زيات فرصت نه لري او د وخـت د كـمـبـود له كبـله یې پـه مضـامـينو باندې په ځغرده خپل ځان پـوه كول غواړي. دوهم: د ژباړې څخه وروسته د اياتونو د مضامينو خلاصه ليكل شوې ده. البته دا د هغه چا لپاره چې وخت ورسره زيات وي او اوږده بيان ته یې زړه نه تنګېږي. درېم: بيا وروسته د (توضيحات) عنوان ايښودل شوى دى ،تر څو د هغو لوستونكو عمومًا او د هغو علماوو كرامو خصوصًا تنده ماته کړي ،كوم چې په موضوعاتو کې ډېر تحقيق او تدقيق خوښوي. د همدې كبله د ذكر شوي عنوان لاندې مختلف مطالب. لكه فقهي احكام، صرفي او نحوي تحليلونه، لغوي او شرعي معناګانې، ځنې ګټورې کیسې او متلونه او داسې نور.

د تفسیر طريقه او طرز یې[سمول]

د سلفو صالحينو او ثقه مفسيرينو غوندې په لاندې ډول دی : الف: د قران کریم تفسير په قران کریم سره. ب: د قران کريم تفسير د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په احادیثو سره. ج: د قران کریم تفسير د صحابه کرامو رضی الله عنهم په اقوالو او تر هغو را لاندې د معتبرو او لویو مفسرينو په اقوالو سره، خو د دې تر څنګ يې د عربي لغت او عربي ژبه او نور قوانين هم په تفسير کې له پامه نه دې غورځولې. د مشکلو آیتونو په تفسير کې يې د معتبرو مفسروینو تفسيرونه د حوالې سره را نقل کړي ، او په پای کې يې ځینو او یا یوه تفسير ته ترجیح ورکړي ده، خو اکثره يې د جمهورو رائې ته ترجیح ورکړي ده. هـ: د متشابهاتو په هکله يې تګلاره د اصحابو رضی الله عنهم او سلفو صالحينو ده. و: د اسرائیلیاتو څخه بېخي پاک دی. ز: فني اصطلاحات يې په ساده ژبه تشریح کړي دي. ح : د معاندينو اعتراضاتو ته يي غاښ ماتوونکي ځوابونه ويلي دي. ط: داهل سنت والجماعت دعقايدو يې کلـــــکه دفاع کړې ده. ک: د لوستونکي په ذهن کې چې کومې احتمالي پوښتنې پــيداکيـږې هغه يې ځواب کړيدي . ل: د شان نزول او د سورتونو ترمنځ يـــې د ارتباط يادونه کړيده. م : د لغاتو معنی، صرفي او نحوي تحليلونه يې کړي دي. ن : فقهي احکام، دفقهاوو آراء او په پای کې يې د خپل حنفي مسلک فيصله ذکر کړې ده. س: د تفسير ليکلو په جريان کې د معتبرو او ثقه مأخذونو او مراجعو څخه استفاده کړي ده چـــي شمېريې (۱۴۹) ته رسيـږي.

د وفات نيټه:[سمول]

۲۰۱۳/۵/۵م د شپې تقريبا ۳نيمې بجې د پيښور په نارت ويست هسپتال کې چې بیا دخیبر پښتونخواپه نصرت مېنه شمشتوکې ددرنو اسلامي مراسمو په لړ کې خاورته وسپارل شو .

تړلې لیکنې[سمول]