منځپانگې ته ورتلل

سلطان احمد (اول)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سلطان احمد (اول)
آحمد اول (عثماني تورکي) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
Manisa (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۸ اپريل ۱۵۹۰[۲] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۲۲ نومبر ۱۶۱۷[۲][۳][۴] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
استوګنځی
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
غړی د
دین

سلطان احمد خان یا لمړی سلطان احمد (زوکړه ۹ مۍ ۱۵۸۸ یا ۱۸ اپریل ۱۵۹۰ - مړینه ۲۲ نومبر ۱۶۱۷) څوارلسم عثماني واکمن وو. نوموړی د ۱۶۰۳ کال د دسمبر په ۲۲مه د خپل پلار، دریم محمد له مړیني وروسته واک ته ورسېدی او د ۱۶۱۷ کال د نومبر تر ۲۲مي پوري یې واکمني وکړه.
احمد سره له دې چي لږ عمر یې درلود، خو د عثماني سلطنت یو له سترو واکمنانو څخه ګڼل کېږي،[۸] چي د واکمنۍ پر مهال یې ځان په بشپړه تړګه د ودانیو او جوماتونو جوړولو ته وقف کړی وو، او تر ټولو مشهور جومات یې یې په استانبول کي اوس وخت (د سلطان احمد جومات) په نامه یادیږي. احمد ددې ترڅنګ د کعبې شریفي او د فاطمه زهرا د زیږون ځای په رغونه کي هم برخه واخیستل. [۸] نوموړي د خپلي واکمنۍ په لړ کي حجاز ته ډیرې پیسې ولېږلې ترڅو پر غریبانو باندي ووېشل سي. سلطان احمد د علم او عالمانو ټینګ ملاتړ کاوه او ددې ترڅنګ توند سیاست مداره شخصیت وو. د سلطنتي کارونو په هاخوا په ادبیاتو کي دده ونډه خورا زیاته وه او پخپله یې د یو شاعر په توګه په ترکي او عربي ژبو لیکني کولې. [۸]عثماني سلطنت د سلطان احمد په وخت کي د صفوي واکمن شاه عباس سره د سولي تړون لاسلیک کړ، او په آذربایجان او قفقاز باندي یې د هغوی واکمني یوځل بیا په رسمیت وپیژندله. همدارنګه یې د هابسبورګ ځواکونو سره د کلونو جګړه هم پای ته ورسوله او د زیتاو په تړون کي یې عثماني دولت ته د اتریش خراج لغوه اعلان کړ. احمد په ۱۶۱۷ کال کي د ټایفس له امله مړ سو.

د سلطان احمد مور خندان سلطان د خپل زوی په واکمني کي هر وخت هڅه کول ترڅو د سلطنت په چارو کي لاسوهنه وکړي. احمد که څه هم د خپلي واکمنۍ په لومړیو کي یو پیاوړی او ځواکمن شخصیت درلود، خو د نوموړي واک د زیتوتوروک د تړون له امله سخت زیانمن سو، چي په ۱۶۰۶ کال کي لاسلیک او د اتریش د ارچډوچي لپاره یې کلنی خراج چي عثماني واکمنۍ ته یې ورکاوه، لغوه کړ.

  1. 1 2 3 4 5 6 7 8 سرچينې تړی: https://islamansiklopedisi.org.tr/ahmed-i.
  2. 1 2 ويل شوي په: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Ahmed-I. سکالو پېژند: Ahmed I. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ويل شوي په: Brockhaus Enzyklopädie. Brockhaus Enzyklopädie online ID: ahmed-ahmed-i. سکالو پېژند: Ahmed (Ahmed I.). خپروونکی: F.A. Brockhaus. اثر ژبه: جرمني ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۷۹۶.
  4. ويل شوي په: Gran Enciclopèdia Catalana. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): 0001251. سکالو پېژند: Ahmet I. خپروونکی: Grup Enciclopèdia. اثر ژبه: کاتالونيايي ژبه.
  5. 1 2 3 ويل شوي په: Národní autority České republiky. NL CR AUT پېژند: xx0330989. بياځلي سمون: ۶ اپريل ۲۰۲۵.
  6. 1 2 3 4 سرچينې تړی: https://ttk.gov.tr/osmanli-padisahlari/.
  7. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 11850116X. بياځلي سمون: ۲۰ اپريل ۲۰۲۶. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  8. 1 2 3