منځپانگې ته ورتلل

سرائیکی ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سرايکي (هندي: सराइकी، انګريزي: Saraiki, Siraiki, Seraiki) د هندو-اروپايي ژبو سره تړاو لري. په دې ژبه يوازې د سرايکستان په سيمه کې له شپږ کروړه زيات خلک خبرې کوي. دغه سيمه د اوسني سرايکي وسېب (سرايکستان او جنوبي خيبر پښتونخوا)، شمالي سند او ختيځ بلوچستان کې موقعيت لري. د پاکستان هغه سيمې چې په کې سرايکي ويل کېږي سرايکستان بلل کېږي. سربېره پر دې په هند کې هم د خلکو يوه لويه شمېره سرايکي وايي، چې د وېش پر مهال کډه شوي وو. سربېره پر دې د سرايکي مهاجرين (ډېر يې په منځني ختيځ کې) هم شته. په افغانستان کې هم يو شمېر هندوګان سرايکي ژبه وايي، خو هلته د دوی شمېر نامعلوم دی. د ۲۰۱۷م د شمېرنې له مخې سرايکي د پاکستان يوه لويه ژبه ده.

سرايکي (هندي: सराइकी، انګريزي: Saraiki, Siraiki, Seraiki) د هندو-اروپايي ژبو سره تړاو لري. په دې ژبه يوازې د سرايکستان په سيمه کې له شپږ کروړه زيات خلک خبرې کوي. دغه سيمه د اوسني سرايکي وسېب (سرايکستان او جنوبي خيبر پښتونخوا)، شمالي سند او ختيځ بلوچستان کې موقعيت لري. د پاکستان هغه سيمې چې په کې سرايکي ويل کېږي سرايکستان بلل کېږي. سربېره پر دې په هند کې هم د خلکو يوه لويه شمېره سرايکي وايي، چې د وېش پر مهال کډه شوي وو. سربېره پر دې د سرايکي مهاجرين (ډېر يې په منځني ختيځ کې) هم شته. په افغانستان کې هم يو شمېر هندوګان سرايکي ژبه وايي، خو هلته د دوی شمېر نامعلوم دی. د ۲۰۱۷م د شمېرنې له مخې سرايکي د پاکستان يوه لويه ژبه ده.

تاریخ

[سمول]

د سرائیکي د نوم د اشتقاق په اړه ډېرې څېړنې شوې دي. د "سرائیکي" کلمه د سنسکرت له "سوریـا" څخه اخستل شوې ده، چې د لرغوني هند يوه مشهوره سلطنت وه او يادونه یې د هندو مقدسې کتاب "مهابهارت" کې هم شوې ده. د "کی" لاحقې په زیاتېدو سره دا کلمه "سوریـاکي" شوه، وروسته د اسانتیا لپاره د "و" غږ لرې شو او په وخت سره دا کلمه "سرائیکي" ته واوښته.

جورج ابراهیم گریسن "سرائیکي" د سندهي ژبې له یوې کلمې "سِرو" سره تړلې ګڼلې، چې مانا یې "شمالي" ده، خو کرسټوفر شیکل د هغه څېړنه ناسم بولي. یوه بله څېړنه وایي چې "سرائیکي" د "سرائي" له کلمې څخه جوړه شوې ده.

سرائیکي یوه پخوانۍ ژبه ده، چې د پاکستان په جنوبي سیمو کې ویل کېږي. په پاکستان کې یې ویونکي شاوخوا اته کروړه دي. د پاکستان ترڅنګ په هند، افغانستان، عرب هېوادونو، برتانیا، امریکا، کاناډا او اسټرالیا کې هم ویونکي لري. د ادب له اړخه سرائیکي یوه بډایه ژبه ده، هر کال په کې ډېر کتابونه چاپېږي او د "اکیډمي آف لیټرز" له خوا د ښه کتاب لپاره "خواجه فرید" انعام ورکول کېږي.

د جرمن عالم "سر آرل سیټن" د رائل جغرافیکل سوسایټي په ژورنال کې (اپریل ۱۹۴۲) د رګ وید په سندرو کې د "سرسوتي" سیند یادونه کړې، چې مانا یې "سویراس وتي" یعنې د اصحاب الرس سیند دی. له دې امله باور کېږي چې "سرائیکي" په اصل کې "سویراکي" وه چې ورو ورو بدله شوه. "سرسوتي" یا "هاکره" سیند اوس په چولستان کې وچ شوی دی او د سرائیکي کلتور منبع ګڼل کېږي. احمد حسن داني، یو مشهور محقق، دا نظریه تایید کړې ده او ویلي یې دي چې د "سویرا سلطنت" مرکز په کوټ مټهن کې و.

شوکت مغل لیکي چې په زړو کتابونو کې د دې ژبې لپاره نومونه لکه "سار، ایکی، ایکه، ایکم، واني، اسور، ساریکا، سارایکي، آسورا، اشورا" کارېدل. وروسته یې نوم "سرائیکي" شو. هغه زیاتوي چې کېدای شي د "سرائیکي" نوم د "ساراسین" څخه راغلی وي، کوم چې د هغو عرب قبایلو لپاره کارېده چې د ابادان تر سیمو پورې اوسېدل. "سراکین" په نوم یوه سیمه هم په عرب کې وه.

په افغانستان کې د "سرائیک" په نوم ښار هم شته، چې له دې څخه ښکاري چې دا ژبه تر کندهاره او حتی تر کشمیره پورې ویل کېده. د "سرائیکي" کلمه خپله د دې ژبې اصیل نوم دی، چې مانا یې "عزتمن، مشر، لوړ شمله لرونکی" دی. ځینې پوهان وایي چې د دراوړي قوم ژبه "اریک" وه، ځینې بیا وایي "شریک" وه، چې وروسته د "ی" په زیاتېدو سره "سرائیکي" شوه.

د سرائیکي ژبې لهجې

[سمول]

بلوچستان کې جعفري او کھیتراني، په سوات کې آجړي او په کندهار کې ملتاني هم د سرائیکي لهجې دي.

د Linguistic Survey of India (۱۸۹۴ – ۱۹۲۸) د جارج ګریرسن تر څارنې لاندې د لاندې لهجې د سرائیکي په بڼه یادې شوې دي:

اوانکاري (اټک جنوب)

بار دي بولي (ګوجرانواله)

څبالي

چناواري (جھنګ)

چنهاواري / هندکي (مظفرګړ)

دهنّي (لوېديځ جهلم)

دوآبي (شاهپور)

غېبي (اټک)

هندکي (ډيره اسماعیل خان)

هندکو (پېښور، هزاره)

جعفري (بلوچستان)

جغدالي (جټکي – ډيره غازي خان / بلوچستان)

جانګلي (جھنګ)

جټکي (ساهيوال او نورې برخې)

جټا تر (ګجرات)

کاڇهړي (جھنګ)

کالر بولي (راوي)

کهلوري

کيرالي

کھیتراني (بلوچستان)

کوهاټي اعوانکي، کوهاټي هندکي

لمې دي بولي (شيخوپورې)

لہندا (ډيره غازي خان، جھنګ، لاهور، ګوجرانواله...)

ملکي هندکو (ميانوالی، بنو)

ملتاني (معياري سرائیکي)

بهاولپوري (مظفرګړ، ډيره غازي خان، شمالي بهاولپور...)

نسواني (جھنګ)

پنډوچي (پنډ دادن خان)

پېشاوري

سرائیکي هندکي، سرائیکي لہندا (پنجابکې، ابیچي)

شاهپوري

تناؤلي (هزاره)

تھلي/جټکي (ميانوالی، جھنګ، شاهپور)

تھلوچړي (جھنګ)

اببهي دي بولي (ګوجرانواله)


---

د سرائیکي لوی لهجې

ملتاني سرائیکي په ملتان، مظفرګړ، بهاولپور، ډيره غازي خان، ډيره اسماعيل خان، صحبت پور، بارخان او درګ کې معياري لهجه ګڼل کېږي.

لموچړي یا لَمې دي بولي په رحيم يار خان، راجنپور، کشمور او ګوټکي کې ويل کېږي. سره له دې چې د سندهي اغېز لري، خو د ملتاني برخه ده.

سرولي یا سندهي-سرائیکي لهجه په جېکب آباد، سکر، کشمور، ډيره، ګوټکي، خيرپور، نصيرآباد، جعفرآباد او جھل مګسي کې ځايي خلک وايي. د کوټ سبزل نه تر راڼي پور پورې د خلکو محلي ژبه ده.

تھلوچي په بخکر، لېه او خوشاب کې د "تھل" د صحرا لهجه ده.

سرهنګي سرائیکي (خېلوي) په ميانوالی، لکي مروت او بنو کې د نيـازي قبيلو د شتون له امله د پښتني کلتور اغېز لري او "سرهنګي" يا "خېلوي" بلل کېږي.