ستر قاضي
ستر قاضي یا قاضي القضاة یو اسلامي او مذهبي مقام دی چي د عباسیانو په دوره کي د هارون الرشید د خلافت پر مهال رامنځته سو. یاد موقف وروسته له هغه رامنځته سو چي په اسلامي نړۍ کي د قضایه قوې او اجرایوي قوې ترمنځ د جلا کولو بیړنۍ اړتیا راپورته سوه.
په اسلامي تاریخ کي د لومړي ځل لپاره عباسي خلیفه هارون الرشید امام ابو یوسف د قاضي القضات په توګه وټاکه، او نوموړی امام لومړنی کس ګڼل کېدی چي د اجرایوي ادارې څخه یې د یو څه خپلواکۍ سره سم قضایي چارې تنظیم کړې. هغه د قاضیانو لپاره ځانګړې جامې جوړي کړې او په بغداد کي یې د قاضي القضات دندي خلکو ته وروپېژندلې. ابویوسف د قضا په برخه کي د خپل استاد امام ابو حنیفه تګلاره مخ ته وړله. د بغداد د عباسي خلافت تر کاواکه کېدو وروسته په مصر کي د فاطمی دولت له راڅرګندېدو سره هلته هم یو قاضي القضات وټاکل سو چي د اسماعیلي شیعه عقیدې تګلاره یې پلي کوله. په مصر کي ددې دولت تر پرځېدو وروسته د مملوک سلطنت پر مهال د څلورو سني مذهبونو مسلمانانو په جلا جلا ډول خپل ستر قاضيان درلودل. [۱]
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedشبارو1