ستراهوف صومعه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ستراهوف صومعه په پراگ کی
د ستراهوف کتابخانه

ستراهوف صومعه (په چېکي: Strahovský klášter) د پرېمونټرېسو نارينو صومعه ده چی په پراگ کی د ستراهوف په برخه کی پرته ده. نوموړي صومعه د چېک د جمهوريت تر ټولو مشهوره مذهبي یادگار دی. په دی صومعې کی د ملی ادبیاتو موزيم او تاريخي کتابخانه هم ترته چی ۲۰۰،۰۰۰ تارخی او قیمتی کتابونه لري.

تاریخ[سمول]

ستراهوف صومعه په ۱۱۴۳ کال کی د شاهزاده وراتيسلاف او اسقف یان ۱ لخوا جوړه شوه. په ۱۱۴۲ کال کی د پرېمونټرېسو راهبان د فراسسې څخه پراگ ته ورسېدل او په ۱۱۵۸ کال کی د کلیسا او صومعې د جورولو کار پای ته ورسېده. په ۱۴۲۰ کال کی ستراهوف صومعه د کاتولیک د مخالفینو لخوا ويچار شوه. په ۱۷ پېړی کی د بیا جوړولو کارونه پېل شول او په ۱۶۱۳ کال کی د ابوت لوی باغ جوړ شو.

تاريخی کتابخانه[سمول]

تاریخی کتابخانه چی د ستراهوف کتابخانې په نوم هم پېژندل شوي ده د دی صومعې تر ټولو مشهوره برخه ده. ستراهوف کتابخانه د دوو سالونونو څخه جوړه شوي ده چی د دینی سالون او فلسوفی سالون په نومونو پېژندل شوي دي. په کتابخانه کی ۳۰۰۰ نسخې او ۲۰۰،۰۰۰ چاپ شوي کتابونه شته.