سافټویر نووښتال
سافټویر نووښتال هغه بهیر دی چې پکې انسټال یا (لګول) شوی سافټویر د لا ښه او پرمختللي کولو په موخه رامنځته کېږي. دا هغه زېرمه شویو مالوماتو ته هم ویل کېږي چې د سافټویر د نووښتال لپاره کارېږي. کله چې ذخیره کول خورا ګران وو، د فایلونو پیچ کول کله چې د زېرمه کولو وسایل خورا ګران وو، د فایلونو پچ کول د نوښتال تر ټولو عامه بڼه وه.
د وېش لپاره د لویو زېرمه رسنیو او د انټرنېټ د لوړ بینډوېت له رامنځته کېدو سره، د پچ کولو پر ځای د بشپړو فایلونو بدلول عام شول.
یو نووښتال ښايي د پلي کېدو لپاره د نورو نووښتالونو له مخکې پلي کولو سره تړاو ولري، یا ښايي د څو برخو لپاره د نورو نووښتالونو له مخکې یا هممهاله پلي کولو ته اړتیا ولري. د نووښتالونو د پلي کولو د اسانتیا لپاره، عملیاتي سیسټمونه ډېری وخت د اوتومات یا نیمهاوتومات نوښتال اسانتیاوې برابروي. د کڅوړو د سمبالښت سیسټمونه او د کاریالونو پلورنځی هم د نووښتالونو د اوتومات پلي کولو اسانتیا برابروي.
یو نوښتال هره اندازه لرلی شي. یو نوښتال هغه مهال نسبتاً لوی کېدای شي چې په بدلونونو کې د انځوریزو او غږیزو فایلونو لکه ګرافیک او غږ انځوریز فایلونه، د بیلګې په توګه د لوبې نووښتال. د نووښتال پلي کول معمولاً د سافټویر د لومړني نصب په پرتله لږ وخت نیسي.
که څه هم په لوړه کچه نووښتال ډېری وخت د سافټویر د ښه کولو لپاره وړاندې کېږي، خو کله ناکله یې پایله د سافټویر د سرعت د کچې ټېټېدو لامل هم کېدای شي. ځینې وخت د سافټویر نووښتال کول ښايي د سافټویر د پخوانیو برخو د ناغوښتل شوو ستونزو د بېرته راپیدا کېدو لامل شي. په ځینو مواردو کې، نووښتال په قصدي توګه د سافټویر ځینې فعالیتونه غیرفعالوي؛ د بېلګې په توګه، هغه برخې لرې کوي چې کاروونکی یې نور د کارولو جواز نه لري.