ساحر اپريدی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ساحر اپريدی (زوکړه ۱۹۴۳ زېږدي کال - مړینه د ۲۰۱۱ زېږدي کال اکتوبر) د پښتو ژبې يو نامتو شاعر او ليکوال وو.

مخينه

د پښتو ژبې نامتو شاعر او ډرامه ليکونکی زینت ساحر اپریدی پر ۱۹۴۳ زېږدی کال د خبیر ایجنسۍ د جمرود د کوکي خیلو قبیله په سیمه کې زېږېدلی وو. هغه د ایم اۍ پښتو ایم اۍ انگریزي پولیټیکل ساينس په څانگه کې بری ليک ترلاسه کړی وو. د نوموړي شپږ کتابونه چاپ شوي، چې په هغو کې (پانزیب) د خلکو ډیر زیات خوښ شوی دی. هغه ډرامې، افسانې او ناولونه هم لیکلي دي چې د ریډیو پاکستان پېښور او پاکستان لروينون (ټیلي ویژن) نه یې یو شمیر د پښتو ډرامې خپرې شوې دي.

د ساحر اپرېدي د فن او شخصیت په اړه لیکوال او څېړونکي پروفیسر اسلم تاثیر مشال ریډیو ته وویل: « ساحر اپرېدی ډېر رومانوي شاعر وو، او لازواله غزلې يې لیکلې دي، او د پښتو د نظم سره سره یې نثر ته هم ډیره پام لرنه کړې وه، او د خپل چاپیرچل، او د دود دستور یې پوره پوره ترجماني کړې ده.»

د خیبر یو بل شاعر او لیکوال فضل ربي قیس د ساحر اپرېدي په باب وایي: «نوموړي د سندریزي کیسې په نوم یو نوی تخلیق هم کړی وو.»

د شعر بېلگې يې

سوزم په انگار له لرې لرې يې نه - خاندي راته يار له لرې لرې نه

زار دې د اقرار له بې لوظۍ نه شم - وكړې چې انكار له لرې لرې نه

تېر مې شو نظر ورته نږدې نږدې - ومې كړو ديدار له لرې لرې نه

ناز كوي، ادا، مسته نخرې كوي - اخلي مې ازار له لرې لرې نه

ستورو كتل ماته او ما لارې ته - تاته انتظار له لرې لرې نه

باغ ته د اميد ساحره رانغلو - تېر شولو بهار له لرې لرې نه


مړينه

ساحر اپریدی پنځه کاله وړاندي (۲۰۰۶ ز کال) کې د گورڼ (فلج) په ناورغۍ اخته شو چې په دی وروستيو کې یی مالي حالت ډېر خراب وو. بیا وروسته ورسره د خبیر پښتونخوا وزیر اعلی امیر حیدر خان هوتي د درملنې لپاره د درو سوو زرو روپو مرسته وکړه. نوموړي د ۲۰۱۱ ز کال په اکتوبر کې له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې. د ساحر اپریدي په جنازه کې زرگونو خلکو برخه واخسته، د ارواښاد جم کې خپله پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې

اخځليک

۱- https://www.nunn.asia/1864/2011-10-11-16-06-08/

۲-https://www.tolafghan.com/articles/4839

۳- https://www.mashaalradio.com/a/24355144.html