زيورالدين زيور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوهاند ډاكتر زيورالدين زيور (۱۳۱۸ ل ل کال، ننگرهار ولايت، کوټ ولسوالي-د ۱۳۹۰ ل ل کال د چنگاښ ۲۱) د افغانستان يو لوی او نامتو پښتو ژبی ليکوال، څېړونکی او د پوهنتون استاد وو.

مخينه[سمول]

زيورالدين زيور د ارواښاد ملك معراج الدين زوى او د ملك معزالدين لمسی دی چې پر ۱۳۱۸ ل ل کال د ننگرهار ولايت په كوټ ولسوالۍ كې زېږېدلى وو. لومړنۍ زده كړې (لومړى دويم او درېيم ټولگي) يې د خپلې سيمې په كليوالي ښوونځي كې، څلورم، پېنځم او شپږم ټولگي يې د ميرانو په لومړني ښوونځي كې سر ته رسولي دي. منځنۍ زده كړې يې د شپږم ټولگي تر فارغېدو وروسته د كابل په دارالمعلمين كې وکړې. د دولسم ټولگي تر پاى ته رسولو وروسته د هغه وخت د پوهنې وزير ښاغلي دوكتور علي احمد خان پوپل په امر يو كال په كندهار كې د ميرويس خان هوتک د ليسې ښوونكى وو.

د كابل پوهنتون د كانكور تر ازموينې وروسته د دغه پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي كې شامل شو، چې د ليسانس د سند تر اخيستلو وروسته په ۱۳۴۶ ل ل کال کې د كابل پوليتخنيك انستيتوت په علمي كدر كې د تدريسي مدير او د كتابخانې د آمر په توگه په دنده وگومارل شو. د نورو لوړو زده كړو لپاره په ۱۳۴۸ ل ل كال کې پخواني شوروي اتحاد ته واستول شو.

زيور صاجب د شوروي اتحاد په پخواني لينينگراد کې د ماسترۍ او دوكتورا (Ph. D) له اخيستلو وروسته خپل هـېواد ته راستون شو او د هېواد د خدمت لپاره يې مټې راونغښتې. ښاغلي استاد زيور په ۱۹۷۵ ز کال کې د دوكتورا له دسرتيشن څخه ډېره ښه دفاع وكړه. هېواد ته له راستنيدو سره سم په ۱۳۵۵ کال کې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي كې استاذ شو، چې له ناروغۍ سره سره يې دغه سپېڅلې دنده په پوره اخلاص، امانتدارۍ او ايماندراۍ سر ته ورسوله.

پوهاند ډاكتر زيور د تدريسي چارو تر څنگ له ۱۳۵۵ ل ل کال څخه د ۱۳۵۷ ل ل کال تر وږي مياشتې پورې د «وږمې» مجلې د مسوول مدير او چلوونكي په توگه دنده هم درلوده. استاد له خپل مسلك او دندې سره مينه له هر څه لوړه گڼلې، د منصب او څوكۍ شوق يې د علمي کارونو خنډ شوي نه ول.

پوهاند زيور تر ۱۳۶۸ ل ل کاله پورې په كابل پوهنتون كې تدريسي، علمي او څېړنيزې چارې پر مخ بيولې. د همدې كال د زمري (اگست) په مياشت كې د افغان – هند كلتوري تبادلې د پروگرام له مخې د هندوستان د جواهر لعل نهرو پوهنتون ته د پښتو ژبې او كولتور د تدريس لپاره واستول شو، چې د گران هېواد افغانستان د سياسي بحران او اړو دوړ له لامل يې تر ټاكلې مودې په کې ډېر تدريس كړى دى. نوموړی تر شپږو كلونو وروسته په ۱۳۷۴ ل ل کال کې خپل هېواد ته راستون شو، خو په هېواد كې د خونړيو جنگ جگړو له كبله په ننگرهار پوهنتون كې د خدمت لپاره پاتې شو. هغه مهال يې د ننگرهار او کابل پوهنتونونو د ژبو او ادبياتو په پوهنځيو كې له وياړه ډک تدريس وكړ.

پاتې دى نه وي، چې استاد پوهاند ډاكتر زيور د تدريس تر څنگ د پروگرامونو د مدير، د پوهنځي د مرستيال او د پښتو څانگې د مشر په توگه كار كړى او له تدريس سره سره د پوهنتون د علمي څېړنو د مركز آّمر او د علمي شورا فعال غړى وو، چې په ټولو ځانگړيو كميټو كې يې پوره ونډه درلوده. دغه راز د نشراتي بورډ آّمر او په لوړو زده کړو وزارت كې د ننگرهار پوهنتون استازى هم وو. ښاغلى پوهاند زيور د «پوهه» مجلې په كتونكې ډله كې هم برخه لرله او دغه راز يې د «سبا ستورى» او د «امن» مجلو د كتونكي او څارونکي په توگه څارنه او كتنه كړې ده.

پوهاند زيور د ليسانس او ماسترۍ د دورې او د شپې د پوهنځي په تدريسي چارو كې ستره برخه اخيستې ده. د كابل – ننگرهار او جواهر لعل نهرو په پوهنتونو كې يې د ادبپوهنې مضامين لكه د ادب تاريخ، متون، مقايسوى ادبيات، د ادب تيوري، فلكلور پوهنه، ولسي ادبيات، د افغانستان معاصر تاريخ، د افغانستان كولتور، پښتو ژبه او نور په نوموړيو پوهنتونونو كې تدريس كړي او په هېواد کې پرې بوخت پاتې وو. له محصلينو سره يې د مونوگرافونو په ليكلو او د موضوعاتو په ټاكلو كې لويه برخه لرله. د استادانو د علمي ترفيع گانو د آثارو په ليكنه، سمونه او د تقريظونو په ليكلو كې يې له هغوى سره پوره مرسته كړې ده. په هند كې يې د تدريس او څېړنې تر څنگ د ال اينډيا راډيو ډيلي له پښتو خپرونو سره علمي مرسته، لار ښودنې، مشورې او د پښتو پروگرامونو په تنظيم، ترتيب او د مضامينو د سمونې او ايډيت چارې يې هم تر سره كړې دي. همدارنگه يې په پېښور پوهنتون كې له پښتو اكاډمۍ او پښتو څانگې سره علمي اړيكې او مرستې كړې دي.

زيور صاحب د (Ph- D) د دسرتيشنونو په دفاع او تقريظونو په وركولو كې هم برخه درلودلې ده. په هره توگه نوموړی استاد او ليکوال سره له دې، چې ورپېښې ناروغۍ کمزورى کړى وو، د خپل خدمت په بهير كې گڼ شمېر علمي، ادبي، او څېړنيز آثار ليكلي او همدارنگه يې له نورو ژبو څخه پښتو ژبې ته ډېرې ښې ژباړې كړې دي. پوهاند زيورالدين زيور په يو گڼ شمېر کورنيو او نړيوالو سيمينارونو او غونډو کې هم گډون کړی دی.

مړينه[سمول]

چاپ شوي اثار يې[سمول]

لومړی: د كابل او ننگرهار پوهنتونونو د ژبو او ادبياتو د پوهنځيو پښتو څانگو ته چاپ شوي درسي كتابونه او لكچرنوټونه:

  1. د پښتو ادبياتو تاريخ (د روښانيانو دوره) (د دويم ټولگي لپاره)، گستتنر ۱۳۵۸ ل ل کال، كابل پوهنتون، چې په ۱۳۸۳ ل كال د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز له خوا چاپ او زده كوونكيو ته وړاندې شو.
  2. د پښتو ادبياتو تاريخ، د درېيم ټولگي لپاره (كلاسيكه دوره)، گستتنر ۱۳۵۹ ل ل کال، كابل پوهنتون، چې په ۱۳۸۴ ل كال د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز له خوا چاپ او د پوهنتونونو زده كوونكيو ته وړاندې شو.
  3. د پښتو ادبياتو تاريخ د څلورم ټولگي لپاره (اوسنۍ دوره) گستتنر ۱۳۶۰ ل ل كال، كابل پوهنتون، چې په ۱۳۸۵ ل كال کې د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز له خوا چاپ او زده كړيالو ته وړاندې شو.
  4. د پښتو ادبياتو تاريخ د لومړي ټولگي لپاره (لرغونې دوره) گستتنر، په ۱۳۸۶ ل كال د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز له خوا چاپ او خپور شو.
  5. د پښتو ادبياتو تاريخ منځنۍ دوره (د دويم او درېيم ټولگي لپاره)، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز پېښور، د ۱۳۸۶ ل کال چاپ.
  6. د پښتو ادبياتو تاريخ (معاصره دوره)، د ماسترۍ دورې لپاره، ۱۳۶۷ ل کال (قلمي).
  7. ولسي ادبيات، د كابل پوهنتون (گستتنر)، ۱۳۶۲ ل کال.
  8. د ادب پوهنې اصطلاحي قاموس، كابل پوهنتون (گستتنر)، ۱۳۶۱ ل کال.

دويم: پوهنيز او څېړنيز اثار:

  1. د ننگرهار ولسي شاعران، د ليسانس دورې مونوگراف، ۱۳۶۴ ل کال، كابل پوهنتون.
  2. د پوشكين د اشعارو خصوصيت، د ماسترۍ دورې تيزس، ۱۹۷۱ ز كال، لېنينگراد.
  3. د پښتو په كلاسيك ادب كې د هندي سبك اغېزه، د دوكتورا (Ph.D) د سرتيشنر ۱۳۶۱ ل کال، كابل پوهنتون.
  4. د پښتو د هنري اّثارو پيدايښت او پرمختيا، د پوهاندۍ علمي ترفيع اثر، ۱۳۷۷ ل ل کال، ننگرهار پوهنتون.
  5. په پښتو ادب كې د ناول پيدايښت او پرمختيا، ۱۳۶۵ ل كال (قلمي).
  6. انگيرنې، كركې، كږنې، كابل پوهنتون د څېړنو مركز، ۱۳۶۴ ل كال.
  7. د ادب پوهنې اصطلاحي قاموس، په درې ژبو (پښتو، روسي، انگليسي)، كابل پوهنتون د څېړنو مركز، ۱۳۶۸ ل کال.
  8. په پښتو ادب كې د سفرنامو تاريخي بهير، ۱۳۶۶ ل کال (قلمي).
  9. پرتليز ادبيات، ۱۳۶۷ ل کال (قلمي).

درېيم: مقالې او رسالې: پوهاند ډاكتر زيورالدين زيور پر چاپي اثارو او کتابونو سربېره گڼ شمېر څېړنیزې مقالې هم ليکلې چې د هېواد په بېۍلابلو رسنيو چې چاپ شوې، لکه د حميد ماشوخېل په اشعارو كې پښتو متلونه، كابل مجله، ۱۳۵۲. حميد ماشوخېل او هندي سبك لومړۍ برخه، كابل مجله، ۱۳۵۲ ل کال، ۱۱-۱۲ گڼې. حميد ماشوخيل او هندي سبك دوه يمه برخه، کابل مجله ۱۳۵۳ ل کال، ۹ گڼه. قيصې د ايسپ الحكيم – وږمه مجله، ۱۳۵۶ ل کال. سرياني دعا؟ وږمه مجله، ۱۳۵۶ ل کال،۱ گڼه. د استاد الفت ليكوالي، وږمه مجله، ۱۳۵۶ ل کال، ۴ گڼه. د پښتو اّثارو بين المللي سيمينار، وږمه مجله، ۱۳۵۶ ل کال، ۲ گڼه. پښتو خپرونې، وږمه مجله، ۱۳۵۷ ل کال. نوى كال، وږمه مجله، ۱۳۵۶ ل کال، ۱ گڼه. روښاني جگړن جلال الدين، وږمه مجله، ۱۳۵۷ ل کال ۲ گڼه. فرهنگيالى خوشحال، كابل مجله، ۱۳۶۰ ل کال، ۴ گڼه. د دولت لواڼي په ديوان كې ادبي تېروتنې (تنقيد او تحقيق)، كابل مجله، ۱۳۶۲ ل کال، ۱۱ گڼه. په تاريخ مرصع كې د پښتو اشعارو منابع (تحقيقي)، كابل مجله، ۱۳۶۵ ل کال، ۱۱-۱۲ گڼې. او داسې نورې.



اخځليک[سمول]

  1. https://www.nunn.asia/2451/2011-07-13-15-34-46/
  2. http://ns.tolafghan.com/posts/22174 Archived 2019-10-20 at the Wayback Machine.