زلمی رسول

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
زلمی رسول
زلمی رسول
زلمی رسول

د بهرنیو چارو وزیر
د واکمنۍ دوران
۱۰ د جنوري په ۲۰۱۰ – ۲ د اکتوبر په ۲۰۱۳
ولسمشر حامد کرزی
رنگين دادفر سپنتا
 
د شخص معلومات
پيدايښت 1943 (۸۰–۸۱ کلن)
کابل، افغانستان
تابعیت  افغانستان
مذهب اسلام
عملي ژوند
تعلیم پاریس پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک ، سیاستمدار

ډاکټر زلمى رسول (په انگرېزي ː Dr. Zalmai Rasul) د ۲۰۱۴م زېږدي کال د افغانستان ټولټاکنو کې د پخواني جنگسالار احمد ضيا مسعود په مرسته نوماند دی او دی ۱۹۴۳ زېږديز کال د اکتوبر پر ۱۱مه، په کابل ښار کې زېږېدلى دى.

مخینه

ښاغلی زلمی رسول د پلار لخوا يې نسب محمد زيو سره گډېږي . د ښاغلي د پلار نوم ډاکتر عبدالقیوم رسول دی . دی ځان د امیر دوست محمد خان په پښت کې گډوي خو تر اوسه يې بشپړ مالومات په لاس کې نشته او نه هم په افغانستان کې پرته د تېرو ديارلسو کالونو د کومې نوموتې کورنۍ مخينه لري . د زلمی رسول پلار په افغانستان کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصص و چې له استقلال لېسې وروسته یې په فرانسه کې زده کړې کړې وې. بیا تر یوه وخته د کابل په طب فاکولته کې استاد و . ښاغلی رسول د تېرو درې لسیزو په بهیر کې د وخت د وطن گوند د لومړنیو غړو څخه شمېرل کېږي چې په افغانستان کې یې د گوندي او سياسي ولسواکۍ د لپاره مبارزه بلل کېږي. نوموړى د یوه گوندي لاريون په ترڅ کې ونیول شو او دوه نیمو کالونو لپاره په زندان کې واچول شو. په دغه مهال ډاکتر زلمى رسول د استقلال لېسې د پينځم ټولگي زده کوونکى و. د رخصتیو په ورځو کې چې به د هغه نور ټولگیوال د پغمان او نورو مېله ځایونو ته تلل، نو تنکى زلمى به زندان ته روان و چې د خپل پلار ډاکټر عبدالقیوم رسول وويني. دا هغه څه ول چې کوچني زلمي ته یې د حالاتو په اړه مخامخ لارښوونه کوله او د سیاسی تجربو لړۍ یې له همدې ځایه سرچینه اخلي. پلار یې د ولسواکۍ په لسیزه کې د نوي اساسی قانون د کمیسیون غړى و. په ۱۹۶۴م زېږدي کې د دغه اساسي قانون تر تصویب وروسته په ایټالیا او بیا په یوگوسلاویا کې سفیر و. په ۱۹۷۰م کې کابل ته راغى او د سناتور په توگه یې خپل خدمت ته دوام ورکړ خو د شهید داؤد خان په کودتا کې له کاره گوښه شو او د کمونیستانو په واکمنۍ کې یې له نړۍ سره مخه ښه وکړه.

زده کړې

ډاکتر زلمى رسول او کورنۍ یې د یوه خورا روښانې، مبارزې، ولسواکې او هېوادپاله چاپېريال کې لوى شوى دى. دی له استقلال لېسې په لومړۍ درجې راووت او په ۱۹۷۳مزېږدي کال یې د فرانسې له طبی پوهنتون څخه دوکتورا سند ترلاسه کړ.

دندې

د کمونسیتي کودتا له کبله وطن ته ستون نشواو درې کاله یې په پاریس کې د زړه د ناروغیو په څېړنیز انستیتوت کې د ډاکټر په توگه کار وکړ.کله چې یې د کمونیستانو له کودتا سره پاسپورټ سلب شو، نو ډاکتر زلمي رسول د سیاسي پنااخیستنې لپاره په پاریس کې د مهاجرینو د ثبت دفتر ته ورغى، هلته ورته وویل شول چې باید فرانسوي پاسپورت واخلي ځکه چې نوموړي هلته زده کړې ترسره کړې وې او د وخت د قانون له مخې دی مستحق هم و. خو ښاغلي رسول د سیاسي تابعت او فرانسوي پاسپورټ ترلاسه کولو څخه ډډه وکړه او هیڅکله يې دغه ونشوای زغملاى، پر هماغه ځاى یې له فرانسوي پاسپورټه انکار وکړ او تر ننه یې د هیڅ یوه هېواد تابعیت وانخيست . په روم کې د پخواني پاچا محمد ظاهر خان د دفتر د رئیس په توگه کار کاوه او د جهادي ډلو سره يې هلې ځلې روانې ساتلې وې .ډاکټر زلمی رسول پر افغانستان تر شوروی یرغل وروسته له پاریسه روم ته ولاړ او له ځینو نورو هېوادپالو شخصیتونو سره یې د محمد ظاهر خان سره ولیدل او په جهاد کې د برخه اخیستو وړاندیز یې وکړ. هغه ته د افغانستان پخواني پاچا هم په روم کې د دفتر پرانیستلو اجازه ورکړه او په دې توگه د پاچا له دفتر څخه له افغان مجاهدینو سره دافغانستان د نجات په اړه د تماسونو لړۍ پیل شوه. همدارنگه یې په سعودی عربستان کې د یو ډاکټر په توگه دندې په غاړه لرلې .له دې څخه دوه کاله وروسته ډاکتر افغانستان او مجاهدینو ته د نږدې کېدو په نیت د سعودی عربستان د وسله والو ځواکونو په مرکزي روغتون کې کار پیل کړ او لس کاله یې طبي مرستې ترسره کولې. دې کار له ډېرو مجاهدینو سره د لیدو کتو او سلا مشورو فرصت ورکړ او په کډوالۍ کې یې داسې یو کلینیک هم پرانیست چې په پنجشنبې (پنځنۍ)ورځوکې به یې هلته د ځینو کډوالو افغانانو په وړیا توگه درملنه کوله.

د روم بهیر

ډاکټر زلمی رسول د طالبانو له راتگ سره سم روم ته ولاړ او د افغانستان د ستونزې اوارۍ په موخه یې د لویې جرگې جوړولو په خا‌طر له اویا تنو پخواني پاچا ته ورنژدې سیاسي کسانو څخه یوه جرگه د روم د بهیر په نامه جوړه کړه چې د افغانستان د ديارلس کالو په بهیر کې ولسمشر حامد کرزى یې هم غړى و. دغې ډلې د محمد ظاهر خان درې فقره ییزه پلان تصویب کړ چې بنسټ یې د افغانستان د ژغورنې لپاره د پخواني پاچا خپله سیاسي تگلاره او پرې اړوندو سياسي اويا تنو غړو تصمیم نیوه .دغه په لاندې توگه وه .

  1. د بېړنۍ لویې جرگې جوړېدل .
  2. د لنډمهال او لېږدبهیر په بڼه حکومت به رامنځته کېږي .
  3. د اساسی قانون لویه جرگه راغوښتل او افغانستان باید د یوه نوې بڼې اساسي قانون خاوند گرځېدل.

ډاکتر زلمی رسول په دې هڅو کې لومړی کندهار ته ولاړ او هلته یې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر مولوي متوکل او والي سره د محمد ظاهر شاه د پلان او لویې جرگې په باب خبرې وکړې خو له بده مرغه طالبانو خپله کوله د بل یې نه منله. بیا یې د بدخشان په فیض اباد کې د جمعیت ډلې له مشر برهان الدین رباني سره وکتل او وروسته یې په درقد کې له نظار شورا د بولندوی احمدشاه مسعود سره ولیدل او یوه شپه یې ورسره د افغانستان د معضلې د حل په باب خبرې وکړې.

د بن په کنفرانس کې د محمد ظاهر خان د استازي په توگه

کله چې په ۲۰۰۱ م.زېږدي کال کې د سپټمبر د يولسمې پېښه نیويارک کې وشوه نو د روم بهیر د تشکیلاتو په مرسته د بن کنفرانس جوړ شو چې ډاکټر زلمی رسول پکې د بابا ملت په لقب د شمالي ټلوالې لخوا ونومول شو او دی په غونډه کې يو فعال غړی و.

د بن وروسته حکومت کې ونډې

ډاکتر زلمی رسول په ۲۰۰۲ م.زېږدي کې د ملک هوایي چلن وزیر وټاکل شو. تر بېړنۍ لویې جرگې پورې چې څلور میاشتې یې ونیولې وزیر و. په دې لنډه موده کې یې لویه بریا دا وه چې کاناډا ته ولاړ او هلته یې آریانا افغان هوایي ونډتون (شرکت) له تور لسته وایست او افغانستان یې د ملک هوایي چلن د نړیوالې ادارې غړى کړ. همدارنگه د ملي امنیت د رياست فعالول وکړل. ډاکټر زلمی رسول تر بیړنۍ لویې جرگې وروسته د رئیس جمهور په سپارښتنه د ملي امنیت شورا(رياست) تاسیس کړ او د ملي امنیت د لومړي مشاور په توگه یې اووه نیم کاله پر دغه مقام کار وکړ. د ده د کار له پیل سره نه ملي پوځ و او نه ملي پولیس او نه هم ملي امنیت ملي بڼه خپله کړله خو زلمی رسول په دغه شورا کې د ملي ځواکونو د جوړښت او ستراتېژۍ بنسټ کېښود.ښاغلي رسول د ولسمشرۍ تر دوهمو ټاکنو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په توگه له خپلو اړوندو گوندي ملگرو په ولسی جرگې کې د تائید رایه واخیسته او دلته یې په درې نیم کلنه کاري موده کې د مهمو اصلاحاتو تر څنگ له مختلفو هېوادونو امریکا، هند، جرمني، ناروې، فنلنډ، ډنمارک، فرانسې، پولنډ او آسټرالیا سره د ستراتیژیکو اړیکو تړونونه لاسلیک کړل چې دا ټول ښاغلی رسول د افغانستان لپاره غټ چانسونه گڼي.

په نړېوالو کنفرانسونو کې ونډه اخیستل

داکتر زلمی رسول په دغه موده کې لومړی د ۲۰۱۰ م په جون کې کابل کنفرانس جوړ کړ چې اول ځل پکښې د ډېرو هېوادونو خصوصا د اسلامي هغو بهرنیو وزیرانو گډون وکړ. ورپسې دوهم بن کنفرانس و چې تر شپېتو د زیاتو هېوادونو بهرنیو وزیرانو پکښې گډون وکړ . تر ۲۰۱۴م.زېږدي کال وروسته یې پکښې د افغانستان د سیاسي ملاتړ اعلان وکړ. بل د امریکا په شیکاگو کې د ناټو او ایساف د مشرانو مهم کنفرانسونه ول چې یوه برخه یې افغانستان ته ځانگړې کړې وه. په دغه کنفرانس کې د ښاغلي رسولي لخوا لویه بریا دا وه چې د لسو کالو لپاره هر کال ۱، ۴ ملیارده ډالر د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز، تمویل او تقویې لپاره ومنل شول. همدارنگه بل ډېر مهم اقتصادی کنفرانس د جاپان په توکیو کې جوړ شو چې د هغه مهال د سخت نړیوال اقتصادي بحران په منځ- منځ کې ډاکتر زلمى رسول د مالیې وزارت په مرسته وتوانید چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره اته کاله، ۱۶- ۱۸ ملیاردو ډالرو ژمنه واخلي.

د ۲۰۱۴م زېږدي کال ټولټاکنو کې نوماند

ډاکتر زلمی رسول د ۲۰۱۳ م.زېږدي د جون پر پينځمه له بهرنیو چارو وزارت څخه گوښه شو او په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته یې ځان کاندید کړ. د ښاغلي رسول لومړى مرستیال د شورای نظار او جمعیت ډلې غړی ښاغلى احمد ضیامسعود دى چې د جنگسالار احمد شاه مسعود ورور او د کورنیو جگړو پر مهال د خپلسري ولسمشر برهان الدین رباني زوم دی . همدارنگه د کرزي په راوروستنو پینځو کالونو کې د ولسمشرۍ د مرستیالۍ تجربه هم لري. دوهمه مرستیاله یې د کورنیو جگړو پر مهال د جنگي ډلې وحدت غړې او تېرو ۱۳ کالونو په بهیر کې د بامیان والي آغلې حبیبه سرابي ده چې د اتو کالو راهیسې په افغانستان کې د لومړۍ ښځې او والي په توگه د بامیان ولایت کې دنده ترسره کړې چې د بهرنیو لخوا په نړیواله کچه ستایل شوې او شهرت لري.