زرتشتيزم
ښکارېدونکې بڼه
زرتشتیان | |
---|---|
![]() ![]() ![]() | |
ټولیز معلومات | |
نوم | زرتشتیان |
نور نومونه | اشوزَرتُشت، اِسپنتمان (سپين تومان) |
آئین | مزدیسنا |
د ژوندانه سیمه | نامعلوم «په دودیزو متنونوکې آذربایجان، ری ښار او سیستان د هغه د زوکړی ځای ښودلی. نن ورځ ډیرو خوارزم او خراسان د هغه اصلی ټاټوبی ښودلی دی» او همدارنګه یوشمیر لویدیځ پوهانو بلخ د هغه د زوکړی ځای ښودلی. |
نور معلومات | |
پیژندل شوی | روحانی پیغمبر |
آثار | ګاتانیان |
د زوکړی نېټه | نامعلومه (احتمالاً ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ میلادی کاله پوری) |
کورنۍ | |
د پلار نوم | پورو شا سپه يا ( د زاړه اس څښتن) |
د مور نوم | دوغدو |
میرمن | هووی |
او لادونه | ایست واستر او دري لوڼې نومونه فرینی او ثریتی او پوروچیستا |
ورونه | دتوشتر، انگوشتر، نوتريکاني او وتيش |
زرتشتيزم، زردشتيزم، له زره ته سوتريزم يا مزديسنا يو زوړ اريايي دين دی چې د زردشت له خوا رامنځته شوی دی او اوس هم په هند، ايران، عراقي کوردېستان، امريکا متحده ايالات، اوزبکستان، کاناډا او تاجيکستان کې کافي شمېر پيروان لري.
اويستا د زرتشتي دين د سپېڅلي کتاب او هغه ژبې نوم وو، چې دا کتاب پرې ليکل شوی وو.[۱][۲] د زردشتيزم د تبيلغ د رامنځته کېدو ځای بخدي (بلخ)، هلمند او سيستان دی. د زردتشت پلار پورو شا سپه يا ( د زاړه اس څښتن) او مور يې دوغدو او څلور وروڼه يې دتوشتر، انگوشتر، نوتريکاني او وتيش وو.[۳] اوېستايي تمدن يو اريايي تمدن وو، ځکه دا د اريايانو دلارښود زرتشت پر دين او تگلاره راگرځي.[۴]
سرچينې