Jump to content

زاپیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
زاپیا
نښان
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
نور مالومات
وېب‌پاڼه

زاپیا (انګلیسي : Zapya ) په ځیرکو مبایلونو کي د ملګرو سره د فایل شریکولو یو پروګرام دی چي کار کوونکو ته اجازه ورکوي ترڅو د انټرنیټ سره له نښلېدو پرته د هري اندازې او هر ډول فایلونو لېږد رالیږد ترسره کړي.

د معلوماتو پر بنسټ Zapya په هغو هیوادونو کي لمړئ شهرت ترلاسه کړ چي د انټرنیټ ټیټ نفوذ او د انټرنیټ ضعیف جوړښت یې درلود، ځکه چي دا پروګرام انټرنيټ ته د لاسرسي پرته د فایلونو په لېږلو کي ډېر اغېزمن ثابت سو. په وروستیو کلونو کي ددغه پروګرام نوی ورژن د پوستغالي په بڼه د کمپیوټرانو لپاره هم جوړ او فعاله سوی دی.