ريزين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ريزين په اړوند عمومیات[سمول]

Cedar of Lebanon cone showing flecks of resin as used in the mummification of Egyptian Pharaohs.
Insect trapped in resin

ريزين د ځنګلي ونويو مهم محصول دي.څرنګه چې دا شيره د ساقود زخمي کولو څخه په لاس راوړي او بيا ئي په يو مخصوص ظرف (لوښي) کې ذخيره کوي.ترڅو چې ريزين ترې لاسته راوړي.ددې مادې لاسته راوړل د ځنګل د سکتور د مهمو حياتي وظايفو څخه شميرل کيږي.ددې په لاس راوړل،د لاسته راوړلو ډول او بيولوژي د ځنګلي ونو پورې تړلې دی.په عملې ساحه کې د ريزين لاسته راوړل د يو پلانپورې تړلې وي او د قطع کونې د اصلې سيتمونواو د هغوې په طريقو باندې بايد پوهه ولرو.څرنګه چې ښکاره خبره ده چې د ځنګلداصلي محصول (لرګي) څخه زياته استفادهکيږي.نوهغه د ونوټولنېکومې چې ريزين ترې په لاس راوړو.بايد د کالنۍ قطعه کونې په پلان(Plane) کې مخکې تر مخکې په نښه او پيشبينئ شي.چې دغه کار دساحی دپلان او د ځنګل ادارئ تنظيم پورې اړه لري.دريزين استحصال(په لاس راوړل)اساسي توليد دغه دوه(۲) عمده کيمياوې مرکبونه ترپنتاين او کولوفون دي کوم چې د استعمال پراخه ساحه لري.چې په مختلفو مواردو او موادو کله:برق،لاک،خوش بوې داره غوړي،دواګانو،د کاغذ په صنعت،د ربړ پ صنعت کې او داسې نورو کې استعماليږي. (۱)شکل:د ريزين څرګندونه او ښودنه کوي.

د ريزين پيژندنه[سمول]

Lumps of dried frankincense resin
Protium Sp. - MHNT

ريزين يوه غليظه او شفافه عضوي ماده ده.کوم چې هميشه د وني کړسن (Brittle) د بربنډيدو يا لوڅيدو څخه په لاس راځي.چې دا ماده د مختلفو ستنو پاڼو ونو په واسطه توليديږي.خصوصاً د ناجوګانو اوداسې نورو مخروطيانو په واسطه توليديږي.او د يو ځنګل دغيرې لرګينو (Non_wood) محصولاتوڅخه شميرل او حسابيږي.په تاريحي لحاظ د ريزين زيات او ستر توليدونکې مخروطيان (Conifers)يعني ناجوګان دي.چې دغه د اوبو ضد خاصيت لرونکې د کشتو لرګې توليد وی.دغه ذخيروې غوټي (Navel Store)د ناجو د ِيو ټاکلې اندازې ريزين ورکوونکې دي.مخروطيان د ريزين د لومړنۍ منبع په توګه حيثت لري نسبت نورو مخروطيانو او يو څو پلن پاڼو ونو ته د کومې چې د تجاراتي ريزين د توليد سترې او مهمې منبع دي.زياتره د ريزين په لاس راوړلو دمناسبو کاريګرو او ډير سخت د پروسيس عمليې ته ضرورت لري.دغه ملوث او زخمې کرښي د ونو د ريزين ستر جمع کوونکې دي.که چيرې وغواړو دغه عمل تر سره کړو نو بايد کوچنۍ سوري يا د ونې يوه مناسبه برخه بايد زخمي شي.د Overtapping (د ونو سوری کول په زياته اندازه)تر سره کول د ونو د ضعيف کيدو او د مړو کيدو سبب ګرځي.په هر حال سره دغه نمونه د نړۍ په پراخه ساحه کې موندل کيږي.چې له شک پرته ئي محلي مهمې منابع شتون لري.نن ورځ د ريزين زياته اندازه د کيمياوې موادو په ترکيب او جوړول کې، رنګونو،په ځلا وربخښلو(Varnishes)،دچتونو او ديوالونو،صابونو،او ضروري تيلو (Essential oil) او داسې نوروکې د استعمال لاندې نيول کيږي په حاصه توګه د Amberيا Fossil په نوم ريزين د جواهرو او نورو حاصو توليداتو کې د استفادې لاندې نيول کيږي.ددې د ځينو ډولونو څخه د حشراتو په مخنيوې او کنټرول کې هم استفاده کيږي.دريزين مصنعوعې توليد هم کولاې شوچې د د طبيعېريزين يوه غليظه او شفافه عضوي ماده ده.کوم چې هميشه د وني کړسن (Brittle) د بربنډيدو يا لوڅيدو څخه په لاس راځي.چې دا ماده د مختلفو ستنو پاڼو ونو په واسطه توليديږي.خصوصاً د ناجوګانو او داسې نورو مخروطيانو په واسطه توليديږي.او د يو ځنګل د غيرې لرګينو (Non_wood) محصولاتوڅخه شميرل او حسابيږي.په تاريحي لحاظ د ريزين زيات او ستر توليدونکې مخروطيان (Conifers) يعني ناجوګان دي.چې دغه د اوبو ضد خاصيت لرونکې د کشتو لرګې توليد وی. دغه ذخيروې غوټي (Navel Store) د ناجو د ِيو ټاکلې اندازې ريزين ورکوونکې دي.مخروطيان د ريزين د لومړنۍ منبع په توګه حيثت لري نسبت نورو مخروطيانو او يو څو پلن پاڼو ونو ته د کومې چې د تجاراتي ريزين د توليد سترې او مهمې منبع دي.زياتره د ريزين په لاس راوړلو دمناسبو کاريګرو او ډير سخت د پروسيس عمليې ته ضرورت لري.دغه ملوث او زخمې کرښي د ونو د ريزين ستر جمع کوونکې دي.که چيرې وغواړو دغه عمل تر سره کړو نو بايد کوچنۍ سوري يا د ونې يوه مناسبه برخه بايد زخمي شي.د Overtapping (د ونو سوری کول په زياته اندازه)تر سره کول د ونو د ضعيف کيدو او د مړو کيدو سبب ګرځي.په هر حال سره دغه نمونه د نړۍ په پراخه ساحه کې موندل کيږي.چې له شک پرته ئي محلي مهمې منابع شتون لري.نن ورځ د ريزين زياته اندازه د کيمياوې موادو په ترکيب او جوړول کې، رنګونو،په ځلا وربخښلو(Varnishes)،دچتونو او ديوالونو،صابونو،او ضروري تيلو (Essential oil) او داسې نوروکې د استعمال لاندې نيول کيږي په حاصه توګه د Amberيا Fossil په نوم ريزين د جواهرو او نورو حاصو توليداتو کې د استفادې لاندې نيول کيږي.ددې د ځينو ډولونو څخه د حشراتو په مخنيوې او کنټرول کې هم استفاده کيږي.دريزين مصنعوعې توليد هم کولاې شوچې د د طبيعې ريزين په ډول د استفادې او استعمال لاندې ونيسو.د مارګيت د تقاضا او زياتې غوښتنۍ وړ ريزين د ناجو ريزين او هغه ريزين چې د زياتې مودې لپاره ساتل شوي او ذخيره شوي وي لاسته نه راځي.نن ورځ د نړۍ د ريزين توليد د مخروطيانو په حساب ۱.۲ ميليونه ټنه پر کال تخمين او اټکل شويدې.ددې احصائي څخه تقريباً ۳۰۰۰۰۰ ټنه ئي ناجوګان تشکيلوي.د ريزين توليد د ۱۸۹۵ـ ۱۸۹۰ کالونو ترمنځ په هندونستان کې پرمختګ او انکشاف وکړ. (۱) شکل:د ريزين د پيژندنې څخه نماينده ګې کوي.

د ريزين په لاس راوړل د مخروطيانو څخه[سمول]

انځور د مخروطیانو د یوې نوعې ریزین ښئ

ريزين په عمومې ډول د ناجوګانو څخه په لاس راوړل کيږي.چې د Naval Stores په نوم ياديږي.يو څه وخت مخکې برطانيه سمندري ځواکپه زيات مقدار سره ريزين استعمال کړل.نن ورځ د Naval Stores دري (۳) غټ ډولونه لري کوم چې د دوې د منبعې په اساس طبقه بندي کيږي.

۱ـ Gum Naval Stores : کوم چې د ژونديو ناجوګانو څخه په لاس راوړل کيږي.


۲ـ Sulphate Naval Stores:دغه د تغير شوو ناجوګانو د لرګيو څخه پلاس راوړل کيږي.


۳ـStores Wood Naval: دغه د درانده او اشباع شوي ناجوګانو څخه له لاس راځي.




د ريزين بيولوژي او په لاس راوړل[سمول]

ريزين د ستن پاڼو ونو(Needle leaves trees)په مخصوصو انواعو کې چې د ريزين کانال (Resin canal) په نوم سره ياديږي توليديږي او دغه کانالونه په درې(۳) مهمواو عمده ډولونو ويشل شويدي چې په لاندې ډول سره دي. الف ـ د ريزين کانالونه په لرګينو نباتاتو کې. ب ـ د ريزين کانالونه د پوستکې په اولنئ حصه کې. ج ـ ـ د ريزين کانالونه په ستن پاڼو ونوکې. دريزين استحصال (په لاس راوړلو) مواردو کې يوازې او يوازې د لرګينو ونود کانالونو څخه کوم چې په ژوندۍ ساقه کې موقيعت لري استفاده کيږي.چې دا د ډير اهميت وړ دي.هغه ريزين چې د ستن پاڼو ونواوساقې په اولني پوستکې کې موجود وي له هغې څخه خوشبيوداره غوړو په استحصال (په لاسته راوړلو) او توليد کې استفاده کيږي او په دغه ډول ونو کې د ريزين کانالونه په دوه (۲) شکله وجود لري.چې يو ئي عمودې يا طولی کانالونه دي.کوم چې د ونې د تنې(ساقې) په محور باندې قرار لري او بل ئي همدارنګه افقې يا عرضی کانالونه دي کوم چې د لرګې په شعاعې(راديال)يا محوري جهت او په ډيره زياته اندازه په مرکزي جهت کې قراراو موقيعت لري.هر يو له پورته يادو شووْ کانالونو څخه د نلکې په شکل او دواړه (۲) طرفونو ئي سره نښتې يا تړلې وي موجود دي چې په کمه يا زياته اندازه ريزين ترې لاسته راوړي.هغه حجرات کومې چې د ريزين د کانال په ديوال کې موجود دي عبارت دي له:ترشحي حجرات،مړه حجرات اوذخيروي حجرات څخه.ترشحي حجرات د غليظې پلازم لرونکې او دانه داره دي.يو تعداد زياتې کوچنې د نشايستي او شحم دانې لري.چې په دې ډول حجراتو کې خام (ناخالص)ريزين توليديوي او د يادو کانالونو په داخل کې ترشح کيږي.ددې ترشحي حجراتو ديوالونه کلک او لرګين دي.چې دغه د ريزين د ترشح خاصيت له لاسه ورکوي .ترشحي حجرات ډير نژدې اوپه يو قشر کې موقيعت لري چې په مستقيم او محکم يعني کلک قشر د ريزين کانالونه تشکيلوي.د ترشحي حجراتو د اطرافې ديوال حجرات د نورو حجراتو سره اتباط او رابطه لري چې د ريزين کانال (Resin canal) جوړوي.مړه حجرات د ترشحي حجراتو اطراف احاطه کړي دي. د مړو حجراتو ارتباط د پورته او په څنګ کې د ترشحي حجراتو سره وي ډيرې محکمې او کلکې حجرئ دي.مړو حجراتو خپله پلازما له لاسه ورکړي ده.او د هوا څخه ډکې دي.ديوالونه ئي کلک او (لرګين)دي.دوې مخانيکې وظيفه په غاړه لري.چې وظيفه ئي د ريزين د کانالونو محافظت او ساتنه ده او د ريزين د جريان مخنيوي کوي نژدې يا همسايه انساجو ته. د مړو حجراتو د قشر څخه وروسته ذخيروي حجرات قرار لري او دا د څو قطارونو په شکل موجود وي چې دغه حجرات له نورو حجراتو څخه جدا او بيلوي.ذحيروي حجرات د ترشحي حجراتوپه شان د غليظې پلازما لرونکې دي او ددې حجراتو محتويات کوچني شحمي او نشايستوې دانې تشکيلوي کومې چې په دې کې موجودې وي.داسې فکر کيږي چې دغه به د نسج يا انسجونو محافظوې وظيفه هغه مواد چې ريزين توليد وي محافظت کوي.د ذخيروي حجراتو اطراف د تراکيدونو پواسطه احاطه شوې دي چې له دې ځاې د ريزين کانالونه د ونو په تاج کې يعنې په هغه لرګې کې چې په پسرلئ کې توليديږي موقيعت لري.د طولی قطعه کونې په اثر د ريزين کانالونهصريحاءْ د ملاخظې وړ دي. ترشحي حجرات تر ټولو حجراتو کوچنې حجرات دي.چې طول ئي د عمق يا ژوروالې څخه کم (لږ) دي.د ذخيروې حجراتو غرض او طول نسبت مړو حجراتو ته زيات وي.د ريزين د کانالونوجسامت او اندازه يو تر بله فرق کوي چې د ونې(Tree)د عمر پورې اړه لري. د ونې برخې د ونې عمر د کال په حساب د عمودې کانالونوقطر د متر په حساب وړه ښاخونه او دساقې داخلې قشرونه 80-70 0.08-06 د ساقې خارجې قشرونه 85 0.10-0.09 د ساقې خارجې قشرونه 130 0.13-0.11 اول جدول:د ځنګلئ ونود عمر په اساس د ريزين د کانالونوقطر. په هغه وخت کې چې د ساقې څخه پوست يا پوستکې لرې شي.نو د ريزين کانالونه د لرګې په مخ د نوې ساقې په شکل د سپينو خطونو په ډول چې طول ئي ۱۰ـ۸۰ سانتې متره ته په بلوغ کې رسيږي کيږي ليدل کيږي.د طولی کانالونو اوسطه اندازه د ۵۰ سانتی مترو په شاوخوا اواعظمې اندازه ئي تقريباْ يو(۱) متر ته رسيږي.د افقی کانالونو متوسط قطر د ۰.۰۴ملی متره په شاوخوا کې اندازه شوي دي چې دا د ريزين څخه ډکً وي.د داخلې برخه ئي د قطر ۳.۴ برخه په برکې نيسي يا تشکيلوي. ۱.تراکيد يا تراکيدونه. ۲.د پارانشيم ذخيروې حجرات. ۳.مړه حجرات. ۴.د ترشحي حجراتو داخلې ديوال. ۵. د ترشحي حجرات. ۶.د ريزين د کانال داخلې برخه. (۴) شکل:د ريزين بيولوژي او په لاس راوړل

د ريزين کيمياوي او فزيکې خواص[سمول]

څرنګه چې ريزين د ستن پاڼو ونو(Needle leaves trees) د ساقو د زخمې کيدو څخه په لاس راځي.او ستن پاڼومحصول حياتي حيثيت لري.او د طبيعې خامو موادو له جملئ څخه شميرل کيږي. نو کله چې ستن پاڼو څخه ريزين په لاس.تيز خوند،خوشبيوداره او معين رنګ لري چې وروسته له دې مرکبات له منځ تګ سره دغه د سريښناکه شکل څخه په غليظ شکل يا ماده باندې بدليږي.چې په دې وخت کې دغه ماده د خامې غليظې مادې په نوم ياديږي.ريزين د اوبو څخه سپک او مخصوصه وزن ئي يو(۱) دي د ريژين کيمياوې جوړښت د جامدو تيزابو په شان سريښناکه دي.عمومې فارمول ئي C20H30O2دي.مرکبونه ئي د C10H16کيمياوې جوړښت لري او ددې مايع شکل د ترپنتاين د غوړو په نوم سره ياديږي.ريزين په پترولو(پطرولو)،بنزينو،ايتايل اوميتايل الکولو،کلوروفارم،اسيتون،دسرکې په تيزابواوداسې نوروکې دحل کيدو وړ دي.ديستيليسن د عمليې په اثر د اوبو د بخار په وسيله د ريزين څخه د ترپينتاين غوړئ جدا او کولوفون باقې پاتې کيږي.د ترپينتاين څخه د لاسونو د سوزيدو په معالجه کې استفاده کيږي .معيارې کولوفون او ترپينتاين څخه چې د ستن پاڼوونو(Needle leaves trees) څخه ئي په لاس راوړي کاملْ مختلف دي.ترپينتاين چې د ونود سور کاج په کانالونو(Canals) کې موحود دي چې دغه بعضې ئي حتېْ ۴۰ سلنه ريزين وي د ونو څخه د ريزين راوړل اوپه يو مخصوص لوښې(ظرف) کې د هغه راجمع کولو څخه وروسته دغه ريزين د يوې هفتې (۷يا اووه ورځو) لپاره په ازاده هوا کې ايښودل يا ساتل کيږي.چې دغه مقدار د ۱۸ سلنه څخه ۲۰سلنه ته زياتيږي او کله چې پرې نور وخت هم تير شي نو دغه مقدار د ۳ـ۵ سلنه ته ښکته کميږي.د پوستکې خوسا شوې شکل د ونې په زخمې ساقه باندې د ملاخظې وړ دي.له دې ځاې د ريزين د زخمې کانالونو د حاصل په وخت کې ډک وي.چې دغه بايد په ياد ظرف (لوښي) کې راجمع شي.دايران په هٍيواد کې د ريزين ماده د جلغوزو د ونو څخه په لاس راوړي.که چيرې د ياد شوې لرګينې ونې څخه ريزين په لاس راوړل شي د( زرنه) په نوم سره او که د ريښې څخه ئي استحصال (په لاس راوړل) راوړي د (ننحره) په نوم سره ياديږي.چې په دواړو(۲) صورتونو کې د ريزين جوړښت يو شانته وي او کوم د پام وړ توپير په کې نه ليدل کيږي.دغه يو ډول مرکبات لري.چې په نتيجه کې ويلې شو هغه ونې چې له منځه تللې وي د هغوې لرګې تراستفادې لاندې نشو نيولې. ريزين چې د صنعت د توليد په خاطر توليديږي معمولاْ يو مقدار اوبه،اضافې موادلکه:د ستن پاڼو ونو د پوستکې ځينې برخې،د حشراتو مړ پاتې شونې،خاوره او داسې نور.نو بايد لاندې جدول په نظر کې ونيول شي. دموادو اندازه د فيصدۍ په اساس د سرپ او کاج خامه مايع د کاج وچه مايع

د سرپ وچه مايع دترپينتاين د غوړو محتويات 13.0 5.0 0 د اضافې موادو اندازه بايد له دغې زياته نه وي 1.5 5.0 16.0 د اوبو مقدار بايد له دغه اندازې څخه زياتې نه وي 5.5 4.0 6.0 (۵) شکل:د ريزين کيمياوي او فزيکې خواص مربوط.


د ريزين لرونکو ونوانواع يا ډولونه[سمول]

د ريزين لوي او غنې سرچينه يا منبع ستن پاڼې ونې (Needle leaves trees) دي. چې مشهورې انواعې عبارت دي له سپين کاج.سور کاج،جلغوره،بحری کاج،سرپ او داسې نور ئي د يادونې وړ دي.چې دغه ستنې پاڼې په ايکالوجيکې ډول سره متفاوتې دي او د ريزين د ذخيرې اندازه ئي هم متفاوته ده په دې مانا چې د هره ياده ونه د خاصو طبيعې عواملو تر تاثير لاندې ده. (۶) شکل: د ريزين لرونکو ونوانواع يا ډولونه. الف:طبيعي عوامل: ستني پاڼې ونی لکه:د کاجونو نوعې د ښه او بهترين محصول لپاره معتدل اقليم او اب وهوا ته ضرورت لري.د ريزين توليد او استخراج له ډيرو معلقو او سختو فزيولوجيکې پديدو څخه شميرل کيږي.چې په څه معيار او اندازې سره دا له محيطې شرايطو سره تړلې دي.څرنګه چې ځنګلې ونی د اناتوميکې ساختمان او فزيولوجيکې فعاليت له مخې د يو بل سره زيات فرق لري.چې دغه د ريزين د توليد په سطحه کې هم تغير راولې.دغه حالت نه يوازې د ځنګلې ونو په ټولنو کې بلکې خصوصاُ په جدا يا جلا ونو کې اګر که چيرې له يوې واحدې نوعې له جملئ څخه وي فرق کوي او مشاهده کيږي.که چيرې د هوا،حرارت درجه زياته شي ريزين د ونې په ساقه کې موجود وي په رقيق او غليظ شکل استخراج کيږي.که چيرې د حرارت درجه ښکته وي نو د هوا د حرارت هم فزيولوژيکې تاثيرات او اغيزې غورځويږي که په دې حالت کې نوره هم په پورته شي.نو د حجروې موادو د تبادلې سرعت د پيداکيدو امکان لري.چې د ريزين استخراج هم اسانه کيږي.او که چيرې ښکته شي د حرارت د درجې سرعت کم شي. نو د موادو نبادله ورو او ډيره کمه وي چې له دې وجې د ريزين استخراج هم کيږي چې د ريزين د توليد جريان ودريږي.بعضې ځنګلې ونې د زيات حرارت په واسطه په کې تبخير صورت نيسي. او خپل رطوبت (Humidity) له لاسه ورکوِي. يا د ونی خپل فزيولوژيکې فعاليت له لاسه ورکوي چې د ريزين د توليد سطحه ټيټيږي په هغه صورت کې چې د هوا د جريان درجه لوړه او نسبتي رطوبت کم وي د ونی د توليد شروع کمه او د کم يا لږ وخت لپاره دوام کوي.د حرارت درجه په هغه وخت کې لوړه موثره ده کله چې د هوا او ځمکې رطوبت زيات وي د ځمکې او هوا رطوبت د ريزين په توليد باندې ژوره اغيزه او تاثير لري هغه ساقه يا د هغې پورې مربوطې برخې چې ريزين ترې په لاس راوړل کيږي.بايد کافې اندازه رطوبت ولري.چې دغه رطوبت په غير مستقيم ډول د حجراتو په توازن کې هم کومک او همکاري کوي نموئ فصل د نباتاتو د ژوند په سطحه او د ريزين په توليد باندې مفيد او مضره اغيزې لري. مترولوجيکې تغيرات هم په زياته اندازه تاثيرات او اغيزې لري.د ريزين په توليد باندې چې عبارت دي له:حرارت،د ځمکې او هوا رطوبت،رڼا،باد او د اتموسفير فشار د ريزين د توليد په سطحه باندې ژوروې اغيزې او تاثيرات لري. څرنګه چې ونی د رڼا يا د لمر د وړانګو په واسطه د فوتوسنتيز عمليه انجام کوي.چې دغه په غيرې مستقيم ډول د ريزين په توليد کې کومک کوي.برسيره پردې لمر ونی تنه ګرمه وي. چې داخلې حرارت د ريزين توليد ته زياتوالي ورکوي.او همدارنګه رنګړي کونه (Thinning) هم رِيزين د توليد سطحه لوړه وي چې ددې په وجه د ونو نمواو قطر هم زياتيږي. د شديد ګرم بادونه جريان د ريزين د توليد سطحه تبخير لکه:ترپينتاين شديد ريزين غليظه کوي. او په غيرې مستقيم ډول د تبخير عمليه هم چټکه او تيزه کوي.چې له دې وجې د ابئ حجراتو تعادل له منځه ځي.رطوبت او حرارت د مترولوجيکې اساسې فکتورونو له جملئ څخه دي.چې د ريزين د توليد په زياتوالې باندې اثر اچوي.داخلې زخمي کول بايد اول د ظهر (غرمي) يا په اخر د غرمي تر سره شي. او په ګرمه هوا کې ددې څخه بايد مخنيوې وشي.د ځنګلدارې علايم،عمر،بونيتت،انبوهي،د تاجونو نژدې والي،Crown density ،تشکل او Form او داسې نورهم د ريزين په توليد اغيزه او تاثير کوي.ستن پاڼې د عمر په اوايلو کې په زياته اندازه او مقدار ريزين ورکوي.چې بيا په محتلفو وديزو فصلونو کې محتلف اندازه توليدات ورکوي.په هر اندازه چې دغه وني زيات قطر او لوړيږي.په همغه اندازه د ريزين د توليد مقدار او اندازه زياتيږي.او په اخرد عمر دغه اندازه او مقدار کميږي او بالاخره بنديږي. که په ځنګل کې وني د يوې نوعې څخه وي.او يو ډول مقاومت کوونکې وي دا به ډيره ښه وي. هغه تجربې چې د اندکانورونو د استعمال په اساس لاسته راغلې دي.وائي چې د ريزين وظيفه نه يوازې محافظوي ده بلکې د انتې سپتيک خاصيت هم لري د ونو د رشد او نمو په سيستم کې حياتي رول لري. يوله طبيعي خاصيتونو د ستن پاڼو ونو څخه دادي. چې په شفاخانو کې د توبرکلوز د مريضانو په تداوې کې ترې استفاده کيږي. ب: تخنيکې عوامل: د ريزين توليد او استخراج نه يوازې په اقليمې،محيطې او جينټکې فکتورونواو نورو پورې تړلې دي.يعنې بلکې د نورو عواملو پورې تړلې دي.چې دغه عوامل عبارت دي له : د ساقې زخمې کول، او د زخمې ساقې څخه د ريزين لاسته راوړل.او همدارنګه دغه عوامل راجمع کول بيدون د کوم ضرره څخه سره سروکار لري. چې دغه يو لړ بيالوژيکې،فزيولوژيکې او اناتوميکې مشخصات لري.لدې ځاي زخمي ساقې بايد په فوري صورت سره چې د مايع جريان په صعودې (د اوبو او غذائي موادو جريان بايد د ريښې نه د پاڼو په پورې وي) او نزولې جريان (چې د غذائي موادو جريان د پاڼو څخه د ريښو په لورې) وي.دې عمليه ته توجه د صنعتې ونو د ارزښت حافظت کوي. د هغو ونو مهم ډولونه او نوعې کوم چې ريزين توليد وي: دنوعئ نوم محلي نوم ئي طبيعي ساحه ئي پيدا کيدونکې هيواد يا ساحه ئي P.brutia Calabrian pine Crete,Cyprus,Turkey,Black sea Region ترکيه P.caribaea Calabrian pine Caribbean Islands and Central America کينيا،جنوبي اقريقا،وينزويلا P.elliotti Slash pine Southeastern United States جنوبي افريقا،ارجنټاين،کينيا،برازيل P.halapensis Aleppo pine Mediterranean Europe and North Africa يونان P.kesiya

Southeast Asia چين P.massoniana Masson pine China چين p.merkusii Merkus pine Southeast Asia چين،اندونيزيا،ويتنام p.oocarpa

Mexico,Contral America مکسيکو،هندوراس P.pinaster Maritime pine Southern France,Portugal,Spain پرتګال P.radiata Radiata or Monterrey pine California کينيا P.roxburghii Chir pine Himalayas پاکستان،هندوستان P.sylvestris Scotch pine Eurasia پولنډ،روسيه او لاتونيا دريم:جدول د مخروطيانو د تجارتي او ارزښت لرونکو ريزيني ونو ښودنه کوي.

هغه طرز او رويش چې د ريزين د استحصال په تخنيک کېورڅخه استفاده کيږي[سمول]

لومړې بايد د ونی هغه ځاي صاف او پاک شي.چې زخمې کيږي.او له هغې وروسته د زخمې کيدو ځای انتخاب او بيا د ضرورت په اندازه (د ونی د ډول،د ريزين د توليد په ډول) زخمې شي.چې بايد دغه کار په اختياط سره شي.البته کوشش وشي.چې ددې عمل جريان کې باِيدد کمبيوم (Cambium) ساقه متضرره نه شي.د ونی د قطر په اندازه چوکاټ جوړيږي.او بيا د يو انتقالې کانال په واسطه په دوه (۲) مساوې برخو وويشل کيږي.ددې عمليې په تعقيب اولني خطونه د زخمې کيدو د ۵ـ۷ ملي متره په ژورولي د ۳۰ درجې په زاويه د ښي او چپ انتقالې کانال په دواړو طرفونو زخمې کيږي.وروستې خطونو فاصله ۵.۰(صفر اعشاريه پنځه) نه تر يو (۱) ملي متره پورې د اولې خطونو د طبقې سره مراعات شي.چې دا ژوروالې د عمر،طول او د زخمي فاصلي پورې اړه لري.په مختلفو حالاتو او مواردو کې د ريزين توليد تغير خوري. کله مو چې د وني د ساقي څخه د ريزين استحصال شروع کړو دغه د ريزين توليد بيا د ونی د ساقي څخه دريږي.او ختميږي.او د هغوې ذخيرې پای ته رسيږي.وروسته د دري (۳) ورځو او شپو د توقف (د ونی د استراحت) نوې خطونه ويستل کيږي.او پورته عمليه په تکراري ډول بيا تکراريږي.د ريزين کانانونه معمولاً يو معين مقدار ريزين لري.چې وروسته د زخمي کيدو څخه په لاندې طريقو سره خارجيږي. ۱ـ د ريزين استخراج په اولني ساعتونوکې په سريع ډول وي او په تدريجې شکل سره بطي کيږي. ۲ـ له ۵۰ سلنه ريزين زيات د وني د ساقي څخه معمولاً ۲۴ ساعتونو څخه وروسته خارجيږي. ۳ـ د ونی د ساقي څخه د ريزين جريان وروسته له ۴۸ ساعتونو څخه ودريږي.او توقف مومي.د ريزين لرونکو ونو د ريزين ورکولو زياته موده د ۱ـ۱۵کاله او کمه موده ئي ۶ کاله وي.د لنډ مهاله ريزين د استحصال طريقه په فرانسه کې ‌‌‌ډيره عامه او مروجه ده چې په لاندې ډول تشريخ کيږي دغه رويش او ميتود معمولاً په دوه (۲) لاندې شکلونو صورت نيسي.لومړي دبحري کاج د ونو يوه ټولنه احداث کيږي.او د عمر د ۴ـ۵ کلني کې د عملياتو لاندې راځي کله چې ځواني ته ورسيږي.د ونی ساقي قطع کيږي او له يو څه وخت څخه وروسته د اصلې محصول(لرګي) ان استفاده کوي چې دغه رويش د ريزين استحصال د مړو ونو څخه په دې نوم هم ياديږي.دوهم هغه ونی چې د عمر په ۳ کلني کې بلوغيت ته ورسيږي د ۸ـ۹ فيصده ساقه ئي زخمي کيږي او د ميلان عرض ئي ۹ ملي مترو پورې پراخوالې لري.وروسته د ۴ـ۵ کالونو د تيريدو دغه ساحي ۳ مترو ته رسيږي.چې دغه بيا استراحت ته ځي.وروسته د استراحتي دوري د تيريدو نوي زخمي کيدنه صورت نيسي.چې بيا ترې ريزين د توليد زيات (۵۰ فيصده ساقه د ونی او وروسته له هغې نه په کميدو پيل کوي.چې دغه طريقه د ريزين استحصال د ژوندو ونو څخه په دې نږم هم ياديږي. ۴ـ د ريزين د توليدې سطحې موقيعت:د ريزين توليدي سطحه د طبيعې او تخنيکې عواملو پورې اړه لري.چې په معينه اندازه له هري واحدې سطحې څخه تر لاسه کيږي.چې طبيعې عوامل عبارت دي له انسان او تخنيکې عواملو کې د انسان د تخت او کنټرول لاندې دي.


(۷) شکل:هغه طرز او رويش چې د ريزين د استخراج په تخنيک کې ورڅخه استفاده کيږي. د ريزين توليدې سطحې د لاندې اساساتو مطابق محاسبه کيږي. د ريزين توليد د زخمې ميدان يا ساحې څخه: د ريزين د توليد مقدار د يو زخمې ميدان څخه نموئ فصل د نباتاتو په اوږدوکې،د ريزين توليد د يوې ونې څخه،ريزين محاسبه د ټولو زخمې ميلانونو څخه د يو نموئ فصل کې د ريزين زخمي ميدان ونی د ساقې په مخ ليدل کيږي. ۱ـ د دوو (۲) زخمونو ترمنځ فاصله. ۲ـ د زخمې کيدوخط. ۳ـ د زخمې ميدان يا ساحی چوکاټ. ۴ـ انتقالئ کانال. ۵ـ د ريزين د ذخيرې لوښي. ۶ـ د دوو زخمونو ترمنځ زاويه. الف:د زخمې ميدان ارتفاع. ب:اوسني زخمي ساقه.

د ريزين استعمال[سمول]

ريزين په لاندې موادو او شيانو کې د استعمال او استفادې لاندې نيول کيږي. ۱ـ د کيمياوي رنګونوپه جوړولو صنعت کې. ۲ـ په Pharmaceuticals کې. ۳ـ د چتونو او ديوالونو د رنګونو په جوړولو کې. ۴ـ د صابون او ضروري تيلو د جوړولو په صنعت کې. ۵ـ د زرو د ځلا ورکولوکې. ۶ـ د ربړ په جوړولو کې. ۷ـ د فرنيچرد پاشلو ورکولو کې. ۸ـ د حشراتواو افتو ضد درملوپه جوړولوکې. ۹ـ د مات شوو او درز لرونکولوښو په جوړولو او بيا نښلوکې.

لنډيز[سمول]

ريزين د ځنګلي ونو يو مهم محصول دي.څرنګه چې دا شيره د ساقو د زخمي کولو څخه په لاس راوړي او بيا ئي په يو مخصوص ظرف (لوښي) کې ذخيره کوي.ترڅو چې ريزين ترې لاسته راوړي.ددې مادې لاسته راوړل د ځنګل د سکتور د مهمو حياتي وظايفو څخه شميرل کيږي.ريزين يوه غليظه او شفافه عضوي ماده ده کومه چې د ستن پاڼو ونو څخه ئي په لاس راوړي.لومړي د ستن پاڼو ونو يوه ونه د ريزين د لاسته راوړلو لپاره انتخاب او په نښه کيږي.دغه ونه بيا پاکه او صافه کيږي چې له هغې وروسته د مسلکي اشخاصو په واسطه د ستن پاڼو ونو څخه ريزين په لاس راوړي. مثلث ته ورته شکل په ونه کې د ريزين د استحصال لپاره يو شکل جوړيږي.چې ددې مثلث ورته شکل په اخره کې ورته مخصوص لوښي کيښودل کيږي.چې له هغه وروسته دغه ماده مارګيت ته وړاندې کيږي.دغه ماده زيات اقتصادې او صنعتي ارزښت او اهميت لري.ريزين د استعمال پراخه ځايونه لري لکه د رنګونو په جوړولو،زرو ته د ځلا په ورکولو،د ربړ په جوړولواو د افتو او حشراتو ضد درملو په جوړولو او نورو کې استعماليږي.




سپارښتنې[سمول]

۱ـ لومړي په هيواد (افغانستان)کې بايد د ريزين ورکوونکو ونو د کرلو او رواج لپاره کارتر سرهاوموسمي شرايط برابر شي.

۲ـ د ستن پاڼو ونو يا مخروطيانو د ونو په زياتولو کولاې شو ډير ريزين توليد کړو. ۳ـ د ريزين د توليد لپاره بايد سالمي او روغې ونې تر څارني او نظر لاندې ونيول شي. ۴ـ بايد د ريزين د خرڅولو لپاره داخلې او خارجې مارکيټونه پيدا او ولوټول شي. ۵ـ بايد د ريزين د استخراج لپاره د مسلکې او علمي طريقونو او رويشونو څخه استفاده وشي که چيرې دغه کار تر سره نشي د ډير زيات وخت په مصرفولو به د يوې ونی څخه ډير کم مقدار ريزين په لاس راوړل شي.او دا امکان هم لري چې د يو څه وخت د تيريدو وروسته د ريزين جريان توقف ومومي. ۵ـ د هيواد په داخل کې بايد د ريزين د پروسيس او ذخيري ځايونه جوړ شي ترڅو ددې لارې د هيواد وګړو ته د کاروبار زمينه مساعده شي. ۶ـ بايد د ريزين د استخراج لپاره د زراعت وزارت او د سوداګرې وزارت په مشترکه توګه علمي او مسلکي اشحاص وروزي. ۷ـ بايد د ريزين څخه د وسايلو او شيانو په جوړولو کې استفاده او ګټه اخستنه ترسره شي.


اخځليکونه[سمول]

سید جماالدین افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی