روی جېنکېنز
| روی جېنکېنز | |
|---|---|
| [[language|]]: Roy Jenkins | |
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم | [[language|]]: Roy Harris Jenkins |
| پيدايښت | ۱۱ نومبر ۱۹۲۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱] |
| مړینه | 5 جنوري 2003 (83 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱] |
| د مړینې لامل | د زړه حمله (ناروغي) |
| تابعیت | |
| رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال ، تاریخ پوه ، ليکوال |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲] |
| پوځي خدمت | |
| برخه | د برتانيا فوځ |
| جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
| سمول |
|
روی هرېس جېنکېنز، د هېلهېډ بارون جېنکېنز د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د د مېریت /OM (دا هغه نښان دی چې د غوره خدماتو لپاره یو کس ته ورکول کېږي) ګټونکی، د ۱۹۲۰ز کال د نومبر په ۱۱ زېږېدلی او د ۲۰۰۳ ز کال د جنوري په ۵ مه مړ شوی. یو بریتانوي سیاستوال چې له ۱۹۷۷ ز کال څخه تر ۱۹۸۱ ز کال پورې يې د اروپا د کمیسیون د رئیس په توګه خدمت وکړ. په بېلابېلو وختونو کې د کارګر ګوند، سوسیال دیموکرات ګوند (SDP) او لېبرال دیموکرات ګوند لپاره د پارلمان غړی (MP) و. هغه د وېلسون او کالاګان په دولتونو کې د هېواد د ماليې وزیر و.
جېنکېنز د زغالو د معدنچي او د کارګر ګوند د استازي ارتور جېنکېنز زوی و، د اکسفورډ په پوهنتون کې يې زدهکړې وکړې او د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې يې د اطلاعاتي افسر په توګه خدمت وکړ. په ۱۹۴۸ ز کال کې لومړی د مرکزي ساوتوارک د استازي په توګه وټاکل شو. جېنکېنز د ۱۹۶۴ ز کال تر ټاکنو وروسته د هارولډ وېلسون په ټاکنو کې د هوايي چلن د وزیر په توګه منصوب شو. یو کال وروسته یې کابینې ته ارتقا وکړه، تر څو د کورنیو چارو وزیر شي. جېنکېنز په دې موقف کې د سموونو/اصلاحاتو یوه لویه برنامه پیل کړه؛ نوموړی د هغه څه په لټه کې و چې د یوې«متمدنې ټولنې» په توګه یې تشرېح کول، هغه پر ځينو اغېزمنو قانوني ګامونو، لکه: په بریتانیا کې د تياتر سانورول او د اعدام سزا، په نسبي توګه همجنس پالنه جرم نه ګڼل، د طلاق د قانون اسانتیا، د سزا ورکولو لپاره د یو ډول ځانګړو ونو ځنډول او د ماشوم د سقط کولو پر حق څار درلود.
د ۱۹۶۷ ز کال په نومبر کې د ارزښت د کمولو تر کړکېچ وروسته، جېنکېنز د جېمز کالاګان پر ځای د مالیې وزیر شو. جېنکېنز په ټول هغه مهال کې چې د مالیې وزیر و، د تورم د کنترول له هڅې سره یې پر سخت دریځ مالي سیاست څار درلود او د ۱۹۶۸ ز کال پر سخته بودیجه یې څار وکړ، چې د مالیاتو د سخت ډېروالي شاهد و. په پایله کې يې د دولت جاري حساب په ۱۹۶۹ ز کال کې مازاد ته د ننه شو. د ۱۹۷۰ ز کال په ټاکنو کې د تمې خلاف، د کاګر ګوند تر ماتې وروسته، جېنکېنز په ۱۹۷۰ ز کال کې د کارګر ګوند د مشر د مرستیال په توګه وټاکل شو. هغه وروسته په ۱۹۷۲ ز کال کې د کارګر ګوند د پرېکړې پر بنست، وروسته له هغې له خپل موقف څخه استعفا ورکړه چې د ګوند خلاف یې اروپايي ټولنې ته د بریتانیا د ننه کېدلو سخت ملاتړ وکړ. کله چې د ۱۹۷۴ ز کال تر ټاکنو وروسته کارګر ګوند واک ته راستون شو، وېلسون د دویم ځل لپاره جېنکېنز د کورنیو چارو د وزیر په توګه منصوب کړ. دوه کاله وروسته، کله چې وېلسون د لومړي وزیر له موقف څخه استعفا وکړه، جېنکېنز د مشرتابه په ټاکنو کې د هغه د ځای ناستۍ لپاره ګډون وکړ او تر مایکل فوټ او جېمزکالاګان وروسته درېیم ګټونکی شو. چې په دوام يې له پارلمان څخه د ګوښه کېدلو پرېکړه وکړه او د بریتانیا سیاست یې پرېښود تر څو د اروپا په کميسیون کې د لومړي بریتانوي رییس په توګه منصوب شي، هغه د ۱۹۷۷ ز کال په جنوري کې دنده پر غاړه واخیسته. [۱۲]
جېنکېنز په کمیسیون کې د خپلې دورې تر بشپړولو وروسته په ۱۹۸۱ز کال کې، په ناببره ډول د بريتانیا سیاست ته ورګرځېدل اعلام کړل. هغه چې د مایکل فوټ په مشرۍ کيڼ لور ته د کارګر ګوند له حرکت څخه ناهیلی و، د څلورکسیز بانډ په یو غړي بدل شو، د کاګر ګوند پخوانۍ وتلې څېرې چې ګوند يې پرېښی و او SDP یې رامنځته کړه. جېنکېنز په ۱۹۸۲ ز کال کې په منځمهاله ټاکنو کې بریالی شو، چې د ګلاسکو هېلډ په استازیتوب پارلمان ته راستون او په مشهوره پایله کې یې له محافظه کارانو څخه چوکۍ ترلاسه کړه. هغه د ۱۹۸۳ ز کال تر ټاکنو مخکې د SDP مشر شو او په دې بهیر کې يې له لېبرال ګوند سره ټاکنیز اتحاد رامنځته کړ. په ټاکنو کې د SDP له کړنو څخه تر ناهیلي کېدو وروسته هغه له مشرتابه څخه استعفا وکړه او په دوام یې په ۱۹۸۷ ز کال کې په پارلمان کې خپله چوکۍ له لاسه ورکړه او تر لنډمهال وروسته يې د مشرانو جرګې غړیتوب ترلاسه کړ هغه د یو لېبرال دیموکرات په توګه په مشرانو جرګه کې حضور درلود. [۱۳]
هغه وروسته د پخواني لومړي وزیر هارولډ مکمېلان تر مړينې وروسته د اکسفورډ پوهنتون رییس وټاکل شو او دا موقف یې تر خپلې مړينې پورې د ۱۶ کلونو لپاره خوندي کړ. د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې هغه د لومړي وزیر توني بلېیر نږدې سلاکار و او د ټاکنیزو سمونونو د لوی کمیسیون ریاست یې پر غاړه و. هغه د سیاسي فعالیتونو سربېره، تاریخپوه، ژوندلیک لیکونکی او وتلی ليکوال هم و. د یو ژوند په مرکز په نوم د هغه اثر چې په ۱۹۹۱ کال کې خپور شوی، د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د [طاووسی نثر] یو له تر ټولو غوره ژوندلیکونو څخه دی، چې «هغه مهال به په ډېر خوند سره ولوستل شي کله چې د دغه ژانړ ډېری نمونې هېرې کړای شي» جېنکېنز په ۲۰۰۳ کال کې د ۸۲ کالو په عمر ومړ. [۱۴]
لومړنی ژوند (۱۹۲۰-۱۹۴۵ز کلونه)
[سمول]روی جېنکېنز د ابرسیکان په مونموث شایر کې، د ولز په سویل ختيځ کې نړۍ ته راغلی. هغه د ارتور جېنکېنز په نوم د معدن د کارګرانو د اتحادیې د یو چارواکي یوازینی زوی و. پلار يې په ۱۹۲۶ ز کال کې د عمومي اعتصاب د لاریون په بهیر کې د خپلې ادعايي لاسوهنې له امله زنداني شو. ارتورجېنکېنز وروسته د سویلي ولز د معدنچیانو د فدراسیون رییس او د پونتیپول د پارلمان غړی، د کلمېنت اتلي د پارلمان خصوصي منشي او په ۱۹۴۵ کال کې د لنډې مودې لپاره د کاریګرانو په دولت کې وزیر شو. د روی جېنکېنز مور، هټي هاریس د پولادو د یو سرکاریګر لور وه. [۱۵][۱۶][۱۷]
جېنکېنز د پېنټوين په لومړني ښوونځي، د ابرسیچان ښارګوټي د ګرامر په ښوونځي، د کارډيېف پوهنتون په کالج، او د اکسفورډ په بالیول کالج کې زدهکړې وکړې، چېرې چې هغه دوه ځله د اکسفورډ اتحادیې د ریاست لپاره له ماتې سره مخ شو، خو په سیاست، فلسفه او اقتصاد (PPE) کې يې لومړۍ درجه سند ترلاسه کړ. ټوني کروسلانډ، دینېس هېلي او اېډوارډ هېث د هغه د پوهنتون له همکارانو څخه وو، هغه له درې واړو سره ملګری و که څه هم له هېلي سره کله هم ډېر نږدې نه و. [۱۸]
د جان کمپبېلز د یوه ښه ژوند په نوم ژوند لیک کې د جېنکېنز او کراسلنډ تر منځ عاشقانه اړیکې له جزئیاتو سره ذکر شوې دي. مدرون سلیګمن، نیکالاس هندرسون او مارک بونهام کارتر، نورې هغه څېرې وې چې هغه په اکسفورډ کې ملاقات کړې. [۱۹][۲۰][۲۱]
جېنکېنز د خپلې افسرۍ زدهکړې د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې د التون په برجونو کې ترلاسه کړې او د ۵۵مې سومېرېست لويديځې ډلې سره لویدیځ وېلېنګټون او وېلتشایر ته ولېږل شو. جېنکېنز د ۱۹۴۴ ز کال په اپرېل کې د خپل پلار د نفوذ له لارې بلچلي پارک ته واستول شو تر څو د کوډماتوونکي په توګه کار وکړي. هغه هلته د تاریخ لیکونکي اسا برېګز سره ملګرتیا وکړه. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
لومړنۍ سیاسي دنده (۱۹۴۵- ۱۹۶۵)
[سمول]هغه چې په ۱۹۴۵ کال کې د سولیهول له ټاکنیزې حوزې څخه بریالی نه شو، له هغه وروسته یې د لنډې مودې لپاره یو مالي صنعتي او سوداګریز شرکت ته کار وکړ. د ۱۹۴۸ کال په ضمني/منځ مهاله ټاکنو کې په ولسي جرګه کې د ساوتوارک د پارلمان د استازي په توګه وټاکل شو، چې د ولسي جرګي «تر ټولو ځوان استازی» شو. د ۱۹۵۰ کال د عمومي ټاکنو لپاره د هغه ټاکنیزه حوزه د پولو له بدلون سره له منځه لاړه، چې پر ځای يې هغه مهال د بیرمنګام اتنګفورډ له نوې ټاکنیزې حوزې څخه ودرېد. نوموړي دا چوکۍ ترلاسه کړه او تر ۱۹۷۷ کال پورې د یادې ټاکنیزې حوزې استازی و.
هغه په ۱۹۴۷ ز کال کې د کلمېنټ اتلي د ویناوالۍ ټولګه اېډت کړه چې د سیاست او موخې له سرلیک سره خپره شوه. وروسته اتلي جېنکېنز ته اجازه ورکړه چې د هغه خصوصي مقالاتو ته لاسرسی ولري تر څو وکولی شي چې د هغه ژوندلیک ولیکي، چې په دا ژوندلیک په ۱۹۴۸ کال کې د (ښاغلي اتلي: یو لنډمهال ژوندلیک) په نوم را څرګند شو. په ترېبون مجله کې د جورج اوروېل د لیکنو په ګډون بیاکتنې په عمومي ډول مطلوبې وې. [۲۶][۲۷][۲۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 119202328 — خپرېدونېټه: ۲۷ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb121441805 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6bz92nb — سکالو پېژند: Roy Jenkins — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p19147.htm#i191463 — سکالو پېژند: Roy Harris Jenkins, Baron Jenkins of Hillhead — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Roy-Jenkins-Baron-Jenkins-of-Hillhead — سکالو پېژند: Roy Jenkins Baron Jenkins of Hillhead — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/jenkins-roy-harris — سکالو پېژند: Roy Harris Jenkins — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0034459.xml — سکالو پېژند: Roy Harris Jenkins — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/29006 — سکالو پېژند: Roy (Harris) Jenkins — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000011379 — سکالو پېژند: Roy Jenkins (of Hillhead) — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ UK Parliament ID: https://beta.parliament.uk/people/k6GCchmd
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ UK Parliament ID: https://beta.parliament.uk/people/wFlnG6y9
- ↑ "Jenkins Labour deputy leader". The Glasgow Herald. 9 July 1970. بياځلي په 24 August 2012.
- ↑ Cawood, Ian J. (21 August 2013). Britain in the Twentieth Century. Routledge. p. 437. ISBN 978-1-136-40681-2.
- ↑ Marquand, David (8 January 2003). "Lord Jenkins of Hillhead". The Guardian. بياځلي په 26 September 2014.
- ↑ Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, p. 11.
- ↑ Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, pp. 9–10.
- ↑ John Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life (London: Jonathan Cape, 2014), p. 9.
- ↑ Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, p. 17, p. 25, p. 60.
- ↑ Perry, Keith (10 March 2014). "Roy Jenkins' male lover Tony Crosland tried to halt his marriage". Daily Telegraph (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0307-1235. بياځلي په 5 November 2017.
- ↑ Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, p. 33.
- ↑ Saunders, Robert (March 2015). "Roy Jenkins: A Well-Rounded Life". Reviews in History. doi:10.14296/RiH/2014/1741. بياځلي په 20 October 2020.
- ↑ Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, p. 67, p. 71.
- ↑ Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, p. 78, p. 81.
- ↑ PBS Nova, "Decoding Nazi Secrets", 27 November 2015 (interview of Jenkins); BBC Obituary: Roy Jenkins, Sunday, 5 January 2003
- ↑ Saunders, Robert (March 2015). "Roy Jenkins: A Well-Rounded Life". Reviews in History. doi:10.14296/RiH/2014/1741. بياځلي په 20 October 2020.
- ↑ Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, p. 106.
- ↑ Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, p. 105.
- ↑ Campbell, Roy Jenkins: A Well-Rounded Life, pp. 105–106.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 2003ز مړينې
- 5 جنوري مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- د عسكري معلومات د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- CS1 بريتانوی انګلیسي-language sources (en-gb)
