روښانتیا په بودیزم کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د روښانتیا د انګریزې اصطلاح (enlightenment) د بېلابېلو بودايي اصطلاحاتو لویدیځه ژباړه ده، چې تر ټولو مهم یې بودي او ویموتي دي. د بودي د خلاصه شوي نوم معنا پوهه یا عقل دی یا له یوه بودا څخه راو ېښ شوی عقل. د بود لفظي ریښه د «راوېښیدو» معنا ورکوي، چې د هغه لغوي معنا له راوېښیدو سره نږدې ده. که څه هم د بودي اصطلاح په نورو هندي فلسفو او دودونو کې هم کارول کېږي، خو تر ټولو ډېر د بودایزم په برخه کې کارول شوې ده. vimukti  بیا له بندونو او خنډونو څخه د ازادي یا رهايي په معنا ده.

د «روشنګري» اصطلاح په لویدیځه نړۍ کې په ۱۹مه پیړۍ کې د الماني فیلسوف ماکس مولر د ژباړې له لارې مشهوره شوه. دغه اصطلاح د واقعیت یا حقیقت د تعالی د لویدیځ د عمومي بصیرت ضمني مفهوم ده. همداشان دا اصطلاح د ګڼو نورو بودايي اصطلاحګانو او مفاهیمو د ژباړې لپاره کارول کېږي، کوم چې د (لومړي) بصیرت د معنا کولو (prajna (سانسکریټ)، wu (چینیايي)، kensho او satori (جاپاني)) لپاره کارول کېږي؛ پوهنه (vidya)؛ د ځورونکو احساساتو او غوښتنو «له منځه وړل» (Nirvana)؛ او د عالي بودایت لاسته راوړل (samyak sam Bodhi)، چې دا ټول د Gautama Buddha له خوا په نمونه یې ډول سره بیان شوي دي.[۱][۲]

دا تراوسه پورې نه ده مشخص شوې چې د بودا بیداري په دقیقه توګه څه شی له ځانه سره لري. ښایي دا کار د پوهې په ښکېلولو سره وکړای شي چې ازادي د ذهن او dhyāna په ترکیب کېدو تر لاسه کړي او د هوس د را پورته کېدو او پای ته رسیدو په اړه پوهیدو لپاره کارول شوې وې. د بودیزم په مطالعه کې د dhyāna او بصیرت تر منځ اړیکه یوه له اصلي ستونزو ګڼل کېږي، چې د بودايي تمرینونو له بنسټونو څخه یو ګڼل کېږي.

په لویدیځه نړۍ کې، د (معنوي) روښانتیا مفهوم عاشقانه معنا ځان ته نیولې ده. دا مفهوم د ځان غوړیدنې او ځاني حقیقت او ځاني کذب په مترادفو کلیماتو باندې بدل شوی دی، چې د یوه اساسي جوهر په توګه په پام کې نیول شوی چې د ټولنیزو شرطونو تر پوښښ لاندې راغلی.[۳][۴][۵][۶]

د صرف علم[سمول]

بودي، چې په سانسکریټ کې ورته बोधि ویل کېږي، د «بیداریدو»، «بشپړې پوهې»، «بشپړې پوهې یا عقل په معنا ده (چې له امله یې یو سړی बुद्ध [بودا] یا जिन [جینا، اراهنت؛ «فاتخ»، «بریالی» کېږي]، منور یا روڼ اندی فکر (د یوه بودا یا जिन)».[۷]

دا یوخلاصه شوی نوم دی، چې د budh له لفظي ریښې جوړ شوی او په سانسکریټ کې ورته बुध «راویښیدل، پوه کېدل»، «رابیداریدل، راپورته کېدل، وېښ اوسیدل»، «د هوشیاري تر لاسه کول (له یوه استراحت وروسته)»، «مشاهدې کولو، توجه، پاملرنې» څخه جوړ شوی دی.

دا د bujjhati (Pāli) او bodhati، बोदति په فعلونو پورې اړوند ده چې د «خبریدو یا اګاه کېدو، درک، زده کړې، پوهیدو، راویښیدو» یا budhyate (سانسکریټي) په معنا ده.

د سانسکریټ د budh مؤنث نوم बुद्धि، buddhi ده چې د «پیش بیني، شهود، ادراک او لیدلوري» په معنا ده.

ژباړه[سمول]

رابرټ ایس. کوهن وايي چې د بودیزم په اړه زیاتره په انګریزې ژبه لیکل شوي کتابونه د «روشنګري» اصطلاح د Bodhi  د اصطلاح د ژباړلو لپاره کاروي. د  budh ریښه، چې دواړه Bodhi او بودا ترې مشتق شوي دي، د «بیداریدو» یا«د هوښیاری د تر لاسه کولو» معنا ورکوي. کوهن دا هم وايي چې Bodhi د یوې روښنايي پایله نه ده، بلکې د عملي کولویو تګلوری یا درک ته رسیدل دي. د «روښانتیا » اصطلاح د پیښې له مخې ده، په داسې حال کې چې د «بیداریدو» اصطلاح بیا د یوه بهیر له مخې ده. د «روشنګر» له اصطلاح څخه د لویدیځ کاروونه مسیحې ریښې لري، لکه کالوین چې وايي: «دا یوازې خدای (ج) دی چې زموږ ذهن د هغه د حقایقو په اړه پوهیدو لپاره روښانه کوي».[۸][۹]

د ۱۹مې پیړۍ په لومړیو کې د Bodhi اصطلاح د «ذکاوت» په معنا ژباړل شوې وه، خو د «روڼ اندي» اصطلاح بیا د لومړي ځل لپاره په ۱۸۳۵ زکال کې د یوې فرانسوۍ مقالې په انګریزې ژباړه کې کارول شوې وه، په داسې حال کې چې د «روشنګري» د اصطلاح لومړی ځل ثبت شوې کارونه بیا د بنګال د اسیايي ټولنې ژورنال (۱۸۳۶ز، فبروري) ته (د اکسفورډ د انګریزې ډیکشنري) له خوا ځانګړی شوی. په ۱۸۵۷ کال کې، د The Times ورځپاڼې په یوه لنډه مقاله کې د بودا لپاره د «روشنفکر» اصطلاح وکاروله، چې بیا په دا بل کال کې د مکس مولر له خوا بیا چاپ شوه. له هغه وروسته، د همدې اصطلاح کارول له کاره ولویدل، خو له یوه الماني ورکشاپ وروسته د مکس مولر د یادښتونو په چاپیدو سره چې د Times مقاله کې یې په کې راوستې وه، بیا راښکاره شوه. دغه کتاب په ۱۹۶۹ کال کې الماني ژبې ته وژباړل شو، چې د "der Erleuchtete" اصطلاح یې کارولې وه. مکس مولر یو ذات ګرا کس و چې پر طبیعي دین باندې یې اعتقاد درلود او دین یې د انسانانو د ذاتي ظرفیت په توګه پیژانده. «روشنګري» داسې یوه وسیله وه چې د طبیعي دین حقایق یې تر لاسه کول، کوم چې له یوازې اسطورې پیژندنې څخه بېل ؤ.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ۱۸۷۰ زلسیزې په نیمايي کې، بودا ته د «روڼ اندي» خطاب کول ډېرعام شوي وو او د ۱۸۸۰ ز لسیزې په پای کې بیا د «روڼ اندي» او «روښانتیا » اصطلاحات په انګریزې ادبیاتو کې ډېر غالب وو.

اړوند اصطلاحات[سمول]

بصیرت[سمول]

بودي[سمول]

د یوهانس برانخورسټ، ټیلمن ویټر او K.R. نورمن په وینا: بودي په لومړي سر کې مشخص نه شوه. K.R. نورمن[۱۵][۱۶][۱۷]

وايي:

دا اصلاً هېڅ نه ده مشخص چې د بودي ترلاسه کول یعنې څه؟ موږ پردې عادت شوي یو چې بودي «روشنګري» ته وژباړو، خو دا ډېره ګمراه کوونکې ده... دا تر اوسه پورې واضح نه ده چې بودا د څه شي په اړه راوېښ شوی و؟ یا هم دا چې په کومه ځانګړې نقطه کې د هغه بیداري را منځته شوې وه. [۱۸]

د نورمن د خبرو له مخې، بودي ښايي په اصل کې په دې معنا وي چې د nibbana په تمرین سره nibbana پرې تر لاسه شوې وي. په لومړي سر کې ښايي یوازې "prajna" ذکر شوي وي، چې ټیلمان ویټر هان دا پایله ترې اخلي چې په اصل کې په خپله dhyana د خوشحالۍ یا درد په ارامولو سره په څلورمه jhana کې د ازادیدو په معنا وه نه د بشپړ عقل یا بصیرت تر لاسه کول. ګومبریچ هم دا استدلال کوي چې پر بصیرت باندې ټینګار کول وروستۍ پرمختیا ده.[۱۵][۱۶][۱۹][۲۰][۲۱]

د تیراوادا په بودیزم کې، بودي بیا د روشنګري د څلورو پړاوونو عملي کول او پر یوه Arahant باندې اوښتو ته اشاره کوي. د تیراوادا په بودیزم کې، بودي له ستر بصیرت سره برابر ګڼل کېږي او د څلورو شریفو حقایقو تحقق بیا د رهايي (ازادیدو) لامل ګرځي. د نیاناتیلوکا له مخې، هغه څوک چې له چورت وهلو او بې هوښۍ څخه د ناپاکي په مټ را وېښیږي او څلور شریف حقایق درک کوي.[۲۲]

له څلورو شریفو حقایقو سره د بودي دغه معادله د هندي مذهب په افکارو کې د رامنځته شوو پرمختګونو پروړاندې وروستی پرمختګ دی، چېرې چې «ازادوونکی بصیرت» د ازادۍ لپاره اساسي عنصر ګڼل کېده. د بودا د ازادیدو د بصیرت دغه څلور شریف حقایق بالاخره د Pratītyasamutpāda، د علیت د دولس ځلې ځنځیر له خوا لغوه شول او بیا وروسته د anatta، د خپل ځان خالي کېدو په مټ لغو شول. [۱۷][۱۶]

د Mahayana په بودیزم کې، بودي له prajna، د بودا په طبیعت کې له بصیرت، sunyata او tathatā سره برابر راغلی دی. چې دا د مطلق او نسبي له دوه ګونې نه عملي کېدو سره مساوي دی. [۲۳]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Gimello 2004.
  2. Fischer-Schreiber، Ehrhard او Diener 2008، ص. 5051, lemma "bodhi".
  3. McMahan 2008.
  4. Sharf 2000.
  5. Sharf 1995.
  6. Carrette او King 2005.
  7. Buswell 2004، ص. 50.
  8. Cohen 2006، ص. 2.
  9. Cohen 2006، ص. 1.
  10. Cohen 2006، صص. 6–7.
  11. Cohen 2006، ص. 4.
  12. Cohen 2006، ص. 9.
  13. Cohen 2006، ص. 3.
  14. Cohen 2006، صص. 2–3.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Norman 1997، ص. 29.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ Vetter 1988.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Bronkhorst 1993.
  18. Norman 2005، ص. 25.
  19. Gombrich 1997.
  20. Vetter 1988، ص. xxix, xxxi.
  21. Norman 1997، ص. 30.
  22. Fischer-Schreiber، Ehrhard او Diener 2008، ص. 50.
  23. Fischer-Schreiber، Ehrhard او Diener 2008، ص. 51.