ربع الخالي
ربع الخالي یوه صحرا ده چي د عربي ټاپووزمي د جنوبي دریمي حصې لویه برخه په ځان کي رانغاړي. دا صحرا شاوخوا 650000 کیلومتره مربع ځمکه پوښي چي د سعودي عربستان ، عمان ، متحده عربي اماراتو او یمن یوشمېر برخي پکښي شاملي دي. [۱] ربع الخالي د لویي عربي صحرا یوه برخه ګڼل کیږي.
معلومات
[سمول]جغرافيايي څرنګوالی
[سمول]د ربع الخالي صحرا ۱٬۰۰۰ کيلومتر (۶۲۰ ميل) اوږده او ۵۰۰ کيلومتر (۳۱۰ ميل) پلنوالی لري. د سمندر له کچي څخه ددې صحرا لوړوالی تر ۸۰۰ متر (۲٬۶۰۰ فوټه) پوري دی، او پکښي شته شګه د فیلډسپار د شتون له امله سور نارنجي رنګ لري. [۲]
د صحرا په ځینو سیمو کي د مالګي دښتي هم سته، لکه په ختیځه څنډه کي د ام الصمیم سیمه.
جهیلونه
[سمول]د ربع الخالي دښتي د منځني اوږدوالي په لړۍ کي د کلسیم کاربونیټ، جپسم، مارل یا سختي جوړي سوي سیمي هم شتون لري چي یو وخت د څه اندازه جهيلونو ځای وو. د اټکل له مخي دا جهيلونو د ۶۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ کالو دمخه او له ۳۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ کالو دمخه شتون درلود. داسي انګیرل کیږي چي یاد جهیلونه د اوسني موسمي غوندي بارانونو سره ورته د یو "وحشتناک باران" په پایله کي رامینځته سوي وي، او ښايي یوازي یې څو کاله دوام کړی وي.
شواهد ښيي چي په ربع الخالي کي جهيلونه د مختلفو نباتاتو او ژوو کورونه وه. دلته د ۳۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ کاله پوري پخوا د انسانانو د فعالیت شواهد هم سته، لکه د چقمقي ډبرو وسایل او داسي نور، خو د انسانانو اصلي پاتي شوني نه دي موندل سوي. [۱]
اقلیم
[سمول]ربع الخالي سیمه د " ډیري وچي " سیمي په توګه طبقه بلل سوې ده، چي کلنی اورښت یې په عمومي توګه د ۵۰ ميليمتر (۰٫۱۶ فوټه) او د جنوري په میاشت کي د ورځني اوسط نسبي رطوبت شاوخوا 52٪ او د جون - جولای په میاشت کې 15٪ وي.
تېل او نفت
[سمول]په ربع الخالي کي د شیبه د تیلو ساحه په ۱۹۶۸ کال کي کشف سوه. همدارنګه جنوبي غوار چي په ۱۹۴۸ کال کې کشف سو، په نړۍ کي د تېلو تر ټولو لویه سیمه ده او د سویل په لور د خالي کوارټر شمالي برخو ته غځېدلې ده. [۳]
تګ راتګ
[سمول]د عمان او سعودي عربستان ترمنځ یو سړک [۴] [۵] د ربع الخالي له لاري د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کي بشپړ سو. [۶] دا سړک ۷۰۰ او ۸۰۰ کيلومتر (۴۳۰ او ۵۰۰ ميل) ترمنځ اوږدوالی لري، چي د عمان له ابري څخه د سعودي عربستان په ختیځ کي تر الاحسا پوري غځېدلی دی، او په په عمان کي د بت، الخټم او العین لرغونو ځایونو څخه هم تیریږي. [۶]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ . June 1989.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help); Missing or empty|title=
(help) - ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedDesert
- ↑ . Great Britain. 2016.
{{cite book}}
: Missing or empty|title=
(help)CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ . 2021-07-06.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . Dubai, the U.A.E. 2021-07-07.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ . 2021-09-06.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help)
- هغه پاڼي چې د P1705 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2043 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- CS1 errors: missing periodical
- CS1 errors: missing title
- CS1 maint: location missing publisher
- نخشه لرونکي مخونه