منځپانگې ته ورتلل

راني گټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

رانيګاټ، راڼي ګټ يا راني ګټ د خيبر پښتونخوا ايالت په بونير دره کې د دوهمې زېږديزې پېړۍ د بودايي دور کنډوالې دې چې په ۴ کېلومتره مربع (۱.۵ ميل مربع) سيمه کې خپرې دي او د گندهارا تمدن پورې اړه لري.[۱] د لرغونپوهانو په وينا، رانيگاټ د پېړيو لپاره د بودايي هنر او کلتور مرکز پاتې شوی وو، راڼي گاټ د وخت د فولکلور يوه مهمه برخه وه چې په اړه يې ګڼ شمېر کيسې او سندرې هم ليکل شوې دي.[۲]

راني گټ
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځای
اداري سیمه
هېواد
تاريخي اثار
د ميراث ډول
د ميراثېدو کال
۲۰۰۴ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
میراثونه
(ii) (en) ژباړل — (iv) (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
د پېژندنې شمیره
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۱۴′شمال ۷۲°۲۷′ختیځ / 34.23°شمال 72.45°ختيځ / 34.23; 72.45 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

نومريښې

[سمول]

راني گټ يا راڼيگاټ کره پښتو ويوکی دی چې د دوه بېلابېلو نومونو له يوځای کېدو څخه جوړ شوی دی، چې يو يې راڼي يا راني چې د ملکې په مانا ده او بل يې د ګټ چې د لويې ډبرې په مانا ده، مطلب د ملکې اړوند ډبرې. راني گټ د ګندهارا کلتور يوه ښه پخوانی پاتې شونی دی چې د غونډۍ په سر کې پروت دی، چې ورختلو لپاره اړياست چې په زينو ورپورته شئ، کومې چې په دې وروستيو کې د جاپانيانو له خوا جوړې شوې دي. دا چې دا ډبره د غونډۍ په داسې برخه کې ده چې تر لرې لرې ټوله سيمه ترې په ښه شکل ښکاري، نو دا هم کېدای شي چې له همدې وجې دې ځای ته راڼي گټ يانې هغه ډبره چې ټوله سيمه ترې ښه رڼه ښکاري، ايښودل شوی وي. د ځايي خلکو کيسه ده چې په هغې غونډۍ يوه راڼۍ اوسېده چې هر ماښام به په هغه گټ کېناستله چې د غر په څنډې ولاړه ده.[۳]

جوړښت

[سمول]

د راني گټ د ستوپا د پام وړ برخه يوه لويه ډبره ده چې د پخوانيو خلکو له خوا جوړې شوه ده، چې شايد دوی يې عبادت کاوه، دا ښارګی په خپله وخت کې په ډېره ښه بڼه جوړ شوی وو او د ځايي غرونو ډبرې پکې په ډېر مهارت سره کارول شوې وې، دا ځای له سوابۍ څخه ۲۰ کيلومتره او له پېښور اسلام اباد څخه ۱۰۰ کيلومتره واټن سره پروت دی.[۴][۵] د راني گټ ودانۍ په څلورو برخو وېشل شوې ده، چې د لومړيو درېوو برخو نه يې اووه متره لوړ دېوال راتاو دی.[۶] سوېي برخه د غونډۍ په ټيټه سطحه کې ده، ختيځه برخه چې د ۴۰ او ۴۵ متر کې ده، تر ټولو لويه برخه ده او سمې ودانۍ لري دلته يوه لويه ستوپا ده چې چاپېر ترې د نذر ۵۰ وړې ستوپې جوړې دي.منځنۍ ستوپا وړه وه، خو وروسوته له پلټنو پکې د دې د بهرني دېوال نه اته سکې وموندل شوې، چې د لومړي کشان باچاهانو (۱ او ۲ مې ز پېړۍ) د وخت نه پکې نذر لپاره اېښودل شوې وې او داسې ښايي چې هماغه وخت د دې د پراخولو په موخه پرې دوهم دېوال جوړ شوی دی.[۷] په لوېديځه برخه کې څو پوړۍ يو لوی تالار ته ختلي دي چې ښايي هلته به خلک د عبادت لپاره راټولېدل. دلته تر ټولو زړه ستوپا او څلورو خواوو ته وړې سټوپې دي. ورسره ځينې زيارتونه او د دهليز نه بهر يوه د تيږې کوټنۍ ده.[۸]

تګلاره

[سمول]

دا ځای د بونير ولسوالۍ په نوګرام کلي کې پروت دی چې د نوګرام څخه د يو کوچني کليوالي سړک په مرسته هلته ورتللی شئ، په ياد ځای کې د جاپان حکومت په مرسته د موټرو تمځی جوړ شوی چې په يو وخت کې ۱۵ کوچني موټر هلته ځايېدلی شي، له هغه ځايه بيا د هغه ۵۰۰ پوړيو په مرسته چې يادې غونډۍ ته د ختلو په موخه د جاپان حکومت له خوا جوړې شوي ورختلی شئ. په اصلي ځای کې ستوپا، خانقاګانې، اوبو ايستلو سيستم او يوه لويه ډبره ده چې شايد هغوی به ورته عبادت کاوه، شامل دي، دا ښارګی په ډېره ښه بڼه جوړ شوی دی او د ځايي غرونو ډبرې پکې په ډېره ښه بڼه کارول شوې دي. دا ځای له سوابۍ څخه ۲۰ کيلومتره او له پېښور اسلام اباد څخه ۱۰۰ کيلومتره واټن سره پروت دی.[۴]

راڼي ګټ د ځايي غونډۍ په سر یوه لویه ډبره ده او د خیبر پښتونخوا ايالت دوه ولسوالۍ، سوابۍ او بونیر، سره جلا کوي. د راني ګټ لوړوالی تقریبا ۴۰ متره (۱۳۰ فوټه) دی، او پلنوالی یې کابو ۲۵ متره (۸۲ فوټه) دی، چې د يو کوچني منار بڼه لري، ځايي خلک د سياحت په موخه دې سيمې ته ورځي او د ځايي سيمو د ښکلي او شنه طبيعت ننداره کوي.[۹]

ساتنه

[سمول]

د ۱۹۸۰ لسيزې راهيسې د يونېسکو او جاپان د گډ کلتوري ټيم د کيندنو راهيسې دا ځای د ورانکارۍ او له منځه تللو گواښ سره مخ دی[۱۰] ، چې اوسمهال تر څار لاندې دی او د اغزن تار په وسيله تړل شوی دی.[۴] دا ځای د ۲۰۰۴ ز کال د جنورۍ په ۳۰ مه د يونېسکو نړيوالو ميراثځايونو په نوماند نوملړ کې ورگډ .[۴]

د راني گټ انځورونه

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. "راني ګټ د بونیر لرغونې شتمني". مشال راډيو.کام. ۲۰۱۷ اکتوبر ۱۸ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. "Ranigat: Mystical beauty of ancient Buddhist ruins - Pakistan - DAWN.COM".
  3. "راني ګټ". صفيه حليکم.کام. ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۵.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ Archaeological Site of Ranigat - UNESCO World Heritage Centre
  5. "راني ګټ". صفيه حليکم.کام. ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۵.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  6. Archaeological Site of Ranigat - UNESCO World Heritage Centre
  7. "راني ګټ". صفيه حليکم.کام. ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۵.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  8. "راني ګټ". صفيه حليکم.کام. ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۵.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  9. "راني ګټ د بونیر تاریخي لرغونې اثار". مشال راډيو.کام. ۲۰۱۸ سېپتمبر ۱۵ مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  10. Ranigat: 2nd to 6th Century AD