د DNA بارکوډ کول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د DNA بارکوډ کول، له یوه ځانګړي جېن یا جېنونو څخه د DNA د یوې لنډې برخې په کارولو سره د [ژویو] د نوعو پېژندنې یو مېتود دی. د DNA په بارکوډ کولو کې داسې فرض کېږي چې، د DNA دغو برخو له یوې مرجع ټولګې سره د پرتله کولو له‌لارې (چې دغه مرجع ټولګه د «لړیو» په نامه هم یادېږي)، یوه واحده لړۍ کېدای شي په ځانګړې توګه نوعو ته د یوه ژوندي موجود د پېژندلو لپاره وکارول شي، کټ‌مټ هغسې چې په یوه سوپر مارکېټ کې یو سکنر د UPC بارکوډ د تورو کرښو له‌مخې او د مرجع ډېټابېس په مرسته په ګودام کې د یوه توکي پېژندلو لپاره کارول کېږي. دغه «بارکوډونه» ځینې وخت د ناپېژندل شویو نوعو او د یوه اورګانیزم ناڅرګندو برخو د معلومولو، یا د امکان تر بریده د ژویو یا بوټو ډلبندي کولو، یا د نوعو ځانګړتیاوو د ګډو پولو معلومولو په موخه د [ژویو] له دودیزې ډلبندي سره د پرتله کولو لپاره کارول کېږي.[۱]

د بارکوډ کولو په مرسته، د بېلابېلو اورګانیزمي ډلو د پېژندلو په موخه، د جېن بېلابېلې برخې کارول کېږي. د ژویو او ځینو پروټستاګانو (لومړني ژوندي موجودات) لپاره د بارکوډ کولو په موخه تر ټولو متداوله برخه د سایتوکروم C اکسیدېز I (COI یا COX1) جېن یوه برخه ده چې په مایتوکاندریایي DND کې موندل کېږي. سربېره پر دې، د DNA بارکوډ کولو لپاره نور مناسب جېنونه، د فنجي‌ګانو لپاره د rRNA دنني ترانسکرپ شوي جلا کوونکي (ITS) او د نباتاتو لپاره RuBisCO دی. مایکراورګانیزمونه د جېن د بېلابېلو برخو په کارولو سره معلومېږي. د بېلګې په توګه: د 16S rRNA جېن په پراخه توګه د پروکاریوتونو د پېژندلو لپاره کارول کېږي، په داسې حال کې چې د 18S rRNA جېن په مرسته، ډېري وخت مکروبي یوکاریوتونه پېژندل کېږي. د جېن دغه برخې له‌دې امله غوره ګڼل کېږي چې د نوعو «دننۍ» تنوع یې د نوعو «ترمنځ» تنوع په پرتله لږه ده، چې د «بارکوډ تشې» په نامه هم یادېږي.[۲][۳][۴][۵]

د DNA بارکوډ کولو ځینې کارونې په لاندې ډول دي: د نباتاتو د پاڼو پېژندنه، ان هغه مهال چې ګل یا مېوه یې نیولې نه‌وي؛ د ګرده خپروونکو ژویو پر جسم باندې د راټولو شویو ګردو پېژندنه؛ د حشرو د لاروا پېژندنه، چې کېدای شي د بالغو حشرو په پرتله لږې تشخیصي ځانګړنې ولري؛ یا د یوه ژوي د معدې دننه توکو، لعاب یا فاضله موادو له‌مخې د نوموړي ژوي د خوراکي رژیم څېړنه. کله چې له یوه څخه زیات اورګانیزم د DNA لرونکې یوې نمونې په مرسته د اورګانیزمونو د پېژندلو لپاره له بارکوډ کولو څخه ګټه واخېستل شي، هغې ته «د DNA مېتابارکوډ کولو» ګړنه کارول کېږي؛ د بېلګې په توګه: په سیندونو او لښتیو کې د دیاتومي ټولګو لپاره د DNA مېتابارکوډ کول، چې د اوبو د کیفیت ارزولو لپاره کارول کېږي.[۶][۷][۸][۹]

مخینه[سمول]

د DNA بارکوډ کولو تخنیکونه، د 5S rRNA جېن په مرسته پر مکروبي ټولګو باندې د DNA لړۍ‌موندنې له لومړنیو فعالیتونو راهیسې وپنځول شول. په ۲۰۰۳ز کال کې، د نوعو د پېژندلو او همدا راز په بالقوه توګه د آرډر او فایلم په څېر لا لویو ډلو ته د ناپېژندل شویو لړیو ځانګړي کولو لپاره، د DNA نومهاله بارکوډ کولو ځانګړې ګړنې او مېتودونه د یوه معیاري شوي مېتود په توګه، د کاناډا د انټاریو ښار د ګوېلف پوهنتون پروفېسور پاول د. ن. هېبرت او مرستیالانو له‌خوا د یوې مقالې له‌لارې وړاندې شول. هېبرت او مرستیالانو یې د سایتوکروم C اکسیدېز I یا COI جېن کارونه وښودله، چې د لومړي ځل لپاره د فولمر او مرستیالې ډلې له‌خوا په ۱۹۹۴ز کې وکارول شو او په دغه فعالیت کې یې، د مېتازوان بې‌شمزیو ژویو ترمنځ د مناسب توپیر معلومولو په موخه د نوعو په کچه، د فایلوجنټیک تحلیلونو لپاره، د DNA خپور شویو پرایمرونو څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخېست.د COI جېن د «فولمر برخه»، په ټولیز ډول، د DNA په کچه د بېلګو ترمنځ د تنوع پر بنسټ د ډلو ترمنځ توپیر معلومولو لپاره کارول کېږي. د COI ځینې ښېګڼې، د لړۍ بیاموندنې نسبي اسانتیا او د نوعو ترمنځ د تنوع او ثابت پاتې کېدلو ترکیبي حالت دی. هېبرت او مرستیالان یې پروفایلونه د «بارکوډ» په توګه یادوي او د COI د داسې یو ډېټابېس پراختیا وړاندوینه یې وکړه چې کېدای شي د «نړۍ په کچه د بیولوجیکي پېژندنې سیسټم» لپاره د یوه بنسټ په توګه وکارول شي.[۱۰][۱۱][۱۲]

مېتودونه[سمول]

نمونه‌اخېستنه او ساتنه[سمول]

د بارکوډ کولو عملیه کېدای شي د یوې ځانګړې نوعې د نسج، د اورګانیزمونو د یوه ترکیب (لویې نمونې)، یا د چاپېریال په نمونو کې (لکه: اوبه یا خاوره) د شته DNA له‌لارې ترسره شي. د نمونې د بېلابېلو بڼو ترمنځ، د نمونه‌اخېستنې، ساتنې او شننې مېتودونه سره توپیر لري.

د نسج نمونې

د یوې ځانګړې نوعې د نسج نمونې د بارکوډ کولو په موخه، په ډېر احتمال سره د پوستکي یوه کوچنۍ ټوټه، یو مقیاس، یوه پښه یا حس کوونکی کفایت کوي (د نوعې د اندازې په پام کې نیولو سره). له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، اړینه ده ترڅو د نمونو ترمنځ استعمال شوې وسیلې ضد مکروبي شي. توصیه کېږي چې له یوې نوعې څخه دوه نمونې واخېستل شي: یوه په آرشیف کې د ساتلو او بله د بارکوډ کولو پروسې لپاره. د DNA د تخریب مسألې د حلولو لپاره، د نمونې ساتنه اړینه ګڼل کېږي.

لویې نمونې

لویه نمونه د د چاپېریالي نمونې یوه بڼه ده چې د مطالعې اړوند د ډلبندۍ ډلې څوګوني اورګانیزمونه په‌کې شامل وي. د لویې نمونه (په هغه معنی چې دلته کارول کېږي) او نورو چاپېریالي نمونو ترمنځ توپیر دا دی چې له لویې نمونې څخه، په ټولیز ډول، د ښه کیفیت لرونکې DNA یو لوی مقدار ترلاسه کېږي. د لویو نمونو په بېلګو کې د جال په واسطه د اوبو لوی بې‌شمزې (غیرفقاریه) ژویو، یا د مالایز دام په مرسته د حشرو راټولې شوې نمونې شاملېږي. د فلټر شویو یا تجزیه شویو اوبو نمونې، د وحیدالجروي یوکاریوتونو په څېر بشپړ اورګانیزمونه په‌کې شتون ولري، هم ځیني وخت د لویو نمونو په توګه پېژندل کېږي. دغه نمونې کېدای شي د همهغو طریقو له‌لارې راغونډې شي، چې د دودیزو نمونو ترلاسه کولو لپاره د مورفولوجیکي پېژندنې لپاره کارول کېږي.

کارونې[سمول]

د DNA بارکوډ کولو کارونې عبارت دي له: د نویو نوعو پېژندنه، د خوراکي توکو د خوندیتوب ارزونه، د ناڅرګندو او مرموزو نوعو پېژندنه، د پردیو او نااړوندو نوعو تشخیص، د خطر او ګواښ سره مخ شویو نوعو پېژندنه، د بالغو نوعو او د تخمې او لاروا ترمنځ د اړیکو موندنه، د ژوند اړوند سرچینو لپاره د فکري ملکیت حقونو خوندیتوب او د ساتنې ستراتیژیو او د تغذیې په ځنځیر کې د هر ژوي د ځای معلومولو لپاره د نړیوال مدیریت پلان‌جوړونه. د DNA بارکوډ نښې کېدای شي په سیسټماتیک، اېکولوجي، تکاملي بیولوجي او ساتنه، د ټولګې د یوځای کولو په شمول، د نوعو د تعامل شبکو، د ډلبندیو کشف، او د چاپېریال ساتنې لپاره د سیمو د لومړیتوب په ارزونه کې اړوندو پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره وکارول شي.[۱۳][۱۴]

د نوعو پېژندنه[سمول]

د جېنوم له یوې معیاري شوې برخې څخه د DNA ځانګړې لنډۍ لړۍ یا نښې کولای شي د نوعو د پېژندنې لپاره د DNA یو بارکوډ وړاندې کړي. مالیکولي مېتودونه په ځانګړې توګه هغه وخت ګټور دي چې دودیز مېتودونه د کارولو وړ نه‌وي. د هغه لاروا په پېژندنه کې، چې په ټولیز ډول لږشمېر تشخیصي ځانګړنې لري، او د زیات شمېر ژویو د ژوند بېلابېلو پړاوونو ترمنځ (لکه: د لاروا حالت او بلوغ) د اړیکې په موندنه کې، د DNA بارکوډ کول ډېرې کارونې لري. د «له خطر سره مخ نوعو د سوداګرۍ نړیوال کنوانسیون (CITES)» په ضمیمو کې د لېست شویو نوعو په پېژندنه کې د بارکوډ کولو له تخنیکونو څخه کار اخېستل کېږي ترڅو د نوعو غیرقانوني سوداګري وڅارل شي.[۱۵][۱۶][۱۷]

د بریدګرو نوعو پېژندنه[سمول]

پردۍ (بهرنۍ) نوعې د بارکوډ کولو له‌لارې د تشخیص وړ دي. په لاندې حالت کې د نوعو د تشخیص لپاره بارکوډ کول ګټور تمامېدلای شي: [د نوعو د ځانګړنو] ګډو پولو کنټرولول، چېرې چې چټکه او دقیقه مورفولوجیکي پېژندنه د بېلابېلو نوعو ترمنځ د ورته‌والي شتون، د کافي تشخیصي ځانګړنو کمښت او یا د ډلبندنۍ د تخصص نه‌شتون له‌امله تر ډېره ناشونې برېښي. د دې ترڅنګ، بارکوډ او مېتابارکوډ کول کېدای شي د بریدګرو نوعو لپاره د اېکوسیسټمونو په جلا کولو کې، یا د هغو اصلي او پردیو نوعو ترمنځ د توپیر کولو لپاره وکارول شي چې له مورفولوجیکي پلوه سره ورته‌والی لري.[۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. "What is DNA Barcoding?". iBOL. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Irinyi, L.; Lackner, M.; de Hoog, G. S.; Meyer, W. (2015). "DNA barcoding of fungi causing infections in humans and animals". Fungal Biology. 120: 125–136. doi:10.1016/j.funbio.2015.04.007. PMID 26781368. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Schoch, Conrad L.; Seifert, Keith A.; Huhndorf, Sabine; Robert, Vincent; Spouge, John L.; Levesque, C. André; Chen, Wen; Fungal Barcoding Consortium (2012). "Nuclear ribosomal internal transcribed spacer (ITS) region as a universal DNA barcode marker for Fungi" (PDF). Proceedings of the National Academy of Sciences. 109 (16): 6241–6246. doi:10.1073/pnas.1117018109. ISSN 0027-8424. PMC 3341068. PMID 22454494. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. CBOL Plant Working Group; Hollingsworth, P. M.; Forrest, L. L.; Spouge, J. L.; Hajibabaei, M.; Ratnasingham, S.; van der Bank, M.; Chase, M. W.; Cowan, R. S. (2009-08-04). "A DNA barcode for land plants". Proceedings of the National Academy of Sciences. 106 (31): 12794–12797. Bibcode:2009PNAS..10612794H. doi:10.1073/pnas.0905845106. ISSN 0027-8424. PMC 2722355. PMID 19666622. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Paulay, Gustav; Meyer, Christopher P. (2005-11-29). "DNA Barcoding: Error Rates Based on Comprehensive Sampling". PLOS Biology. 3 (12): e422. doi:10.1371/journal.pbio.0030422. ISSN 1545-7885. PMC 1287506. PMID 16336051. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Soininen, Eeva M; Valentini, Alice; Coissac, Eric; Miquel, Christian; Gielly, Ludovic; Brochmann, Christian; Brysting, Anne K; Sønstebø, Jørn H; Ims, Rolf A (2009). "Analysing diet of small herbivores: the efficiency of DNA barcoding coupled with high-throughput pyrosequencing for deciphering the composition of complex plant mixtures". Frontiers in Zoology. 6 (1): 16. doi:10.1186/1742-9994-6-16. ISSN 1742-9994. PMC 2736939. PMID 19695081. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Creer, Simon; Deiner, Kristy; Frey, Serita; Porazinska, Dorota; Taberlet, Pierre; Thomas, W. Kelley; Potter, Caitlin; Bik, Holly M. (2016). Freckleton, Robert (المحرر). "The ecologist's field guide to sequence-based identification of biodiversity" (PDF). Methods in Ecology and Evolution. 7 (9): 1008–1018. doi:10.1111/2041-210X.12574. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "ScienceDirect". Advances in Ecological Research. 58: 63–99. January 2018. doi:10.1016/bs.aecr.2018.01.001. hdl:1822/72852. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Vasselon, Valentin; Rimet, Frédéric; Tapolczai, Kálmán; Bouchez, Agnès (2017). "Assessing ecological status with diatoms DNA metabarcoding: Scaling-up on a WFD monitoring network (Mayotte island, France)". Ecological Indicators. 82: 1–12. doi:10.1016/j.ecolind.2017.06.024. ISSN 1470-160X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Woese, Carl R.; Kandler, Otto; Wheelis, Mark L. (1990). "Towards a natural system of organisms: proposal for the domains Archaea, Bacteria, and Eucarya" (PDF). Proceedings of the National Academy of Sciences. 87 (12): 4576–4579. Bibcode:1990PNAS...87.4576W. doi:10.1073/pnas.87.12.4576. OCLC 678728346. PMC 54159. PMID 2112744. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hebert, Paul D. N.; Cywinska, Alina; Ball, Shelley L.; deWaard, Jeremy R. (2003-02-07). "Biological identifications through DNA barcodes". Proceedings of the Royal Society B: Biological Sciences. 270 (1512): 313–321. doi:10.1098/rspb.2002.2218. ISSN 1471-2954. PMC 1691236. PMID 12614582. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Folmer, O.; Black, M.; Hoeh, W.; Lutz, R.; Vrijenhoek, R. (October 1994). "DNA primers for amplification of mitochondrial cytochrome c oxidase subunit I from diverse metazoan invertebrates". Molecular Marine Biology and Biotechnology. 3 (5): 294–299. ISSN 1053-6426. PMID 7881515. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Schnell, Ida Bærholm; Thomsen, Philip Francis; Wilkinson, Nicholas; Rasmussen, Morten; Jensen, Lars R.D.; Willerslev, Eske; Bertelsen, Mads F.; Gilbert, M. Thomas P. (April 2012). "Screening mammal biodiversity using DNA from leeches". Current Biology. 22 (8): R262–R263. doi:10.1016/j.cub.2012.02.058. PMID 22537625. S2CID 18058748. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Subrata., Trivedi (2016). DNA Barcoding in Marine Perspectives : Assessment and Conservation of Biodiversity. Ansari, Abid Ali., Ghosh, Sankar K., Rehman, Hasibur. Cham: Springer International Publishing. OCLC 958384953. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783319418407. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Hebert, Paul D. N.; Stoeckle, Mark Y.; Zemlak, Tyler S.; Francis, Charles M. (October 2004). "Identification of Birds through DNA Barcodes". PLOS Biology. 2 (10): e312. doi:10.1371/journal.pbio.0020312. ISSN 1545-7885. PMC 518999. PMID 15455034. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Costa, Filipe O; Carvalho, Gary R (December 2007). "The Barcode of Life Initiative: synopsis and prospective societal impacts of DNA barcoding of Fish". Genomics, Society and Policy. 3 (2): 29. doi:10.1186/1746-5354-3-2-29. ISSN 1746-5354. PMC 5425017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lahaye, R.; van der Bank, M.; Bogarin, D.; Warner, J.; Pupulin, F.; Gigot, G.; Maurin, O.; Duthoit, S.; Barraclough, T. G. (2008-02-26). "DNA barcoding the floras of biodiversity hotspots". Proceedings of the National Academy of Sciences. 105 (8): 2923–2928. doi:10.1073/pnas.0709936105. ISSN 0027-8424. PMC 2268561. PMID 18258745. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Xu, Song-Zhi; Li, Zhen-Yu; Jin, Xiao-Hua (January 2018). "DNA barcoding of invasive plants in China: A resource for identifying invasive plants". Molecular Ecology Resources. 18 (1): 128–136. doi:10.1111/1755-0998.12715. PMID 28865184. S2CID 24911390. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Liu, Junning; Jiang, Jiamei; Song, Shuli; Tornabene, Luke; Chabarria, Ryan; Naylor, Gavin J. P.; Li, Chenhong (December 2017). "Multilocus DNA barcoding – Species Identification with Multilocus Data". Scientific Reports. 7 (1): 16601. Bibcode:2017NatSR...716601L. doi:10.1038/s41598-017-16920-2. ISSN 2045-2322. PMC 5709489. PMID 29192249. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Nagoshi, Rodney N.; Brambila, Julieta; Meagher, Robert L. (November 2011). "Use of DNA barcodes to identify invasive armyworm Spodoptera species in Florida". Journal of Insect Science. 11 (154): 154. doi:10.1673/031.011.15401. ISSN 1536-2442. PMC 3391933. PMID 22239735. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)