Jump to content

د ۱۹۱۳ز کال عثماني خلافت کودتا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۹۱۳ز کال عثماني خلافت کودتا ، چې په لوی دربار (په ترکي کې: Bâb-ı Âlî Baskinı) د برید په نوم هم یادیږي په عثماني خلافت د یو شمېر کړیو له خوا ترسره شوې کودتا و، چې په مرکزي عثماني حکومتي ودانیو، لوی دربار باندې  اسماعیل انور بیګ او محمد طلعت بیګ په مشرۍ د اتحاد او پرمختګ ګوند (CUP) غړو ناڅاپي بریدونه پیل کړ. د یادې کودتا په ترڅ کې د جګړې وزیر ناظم پاشا ووژل شو او لومړی وزیر کمال پاشا استعفا ته اړ شو. له کودتا وروسته حکومت د CUP په لاس سقوط وکړ، چې د «درې پاشا» په نوم پېژندل یادېده، چې د انور، طلعت او کیمل پاشا نه جوړ شوی و.

په ۱۹۱۱زکال کې د ازادۍ او موافقې ګوند (چې د لیبرال اتحادیې په نوم هم پېژندل کېده) د کمال پاشا په مشرۍ، د CUP ګوند په مخالفت کې جوړ شو او سمدستي یې په قسطنطنیه (اوسنۍ استانبول) کې ضمني ټاکنې وګټلې. اندېښمن CUP د ۱۹۱۲زکال په عمومي ټاکنو کې په ټاکنو کې درغلۍ او د ازادۍ او موافقت په وړاندې تاوتریخوالي سره درغلي وکړې، خو په ځواب کې د پوځ د ژغورنکو افسرانو (ترکي: Halâskâr Zâbitân) چې د ازادۍ او موافقې ګوند پلويان و او د CUP د راپرځولو هوډ يې درلود، په غوسه راپاڅېدل او د محمد سعيد پاشا د ګوند له ټاکنو وروسته حکومت يې نسکور کړ. په دې ډول د احمد محتار پاشا په مشرۍ نوی حکومت جوړ شو، خو د بالکان د لومړۍ جګړې له ناڅاپه پیلېدو او پوځي ماتې وروسته د ۱۹۱۲ زکال په اکټوبر کې له څو میاشتو وروسته ړنګ شو.[۱][۲][۳]

د ۱۹۱۲ز کال د اکټوبر په وروستیو کې د نوي حکومت د جوړولو لپاره د پنځم سلطان محمد نه د اجازې ترلاسه کولو وروسته کمال پاشا د ازادۍ او موافقت ګوند مشر، د بالکان د لومړۍ ناکامې جګړې وروسته له بلغاریا سره ډیپلوماټیکې خبرې اترې وکړې. د بلغاریا غوښتنه د ادریانوپل ښار د نیولو لپاره، د پخوانۍ عثماني پلازمینې (نن او په ترکیه کې، د ادرین په نوم پیژندل شوی) او د ترکي خلکو او همدارنګه د CUP مشرتابه په غوسه کړل او له امله یې په  ۱۹۱۳ز کال د جنورۍ په ۲۳ نېټې کې CUP یوه کودتا وکړه، چې له یادې کودتا وروسته اپوزیسیون ګوندونه لکه ازادي او موافقې ګوند په کلکه وځپل شول. دغه راز د محمود شوکت پاشا په مشرۍ نوي حکومت د متحدینو په ملاتړ یې عثماني امپراتورۍ د لندن د سولې له کنفرانس نه وویستله او له بالکان هېوادونو سره یې د ادرین او پاتې رومیلیا د بیرته نیولو لپاره جګړه پیل کړه، خو هېڅ ګټه یې ونه کړه. په جون میاشت کې د محمود شوکت له وژنې وروسته، CUP د امپراتورۍ بشپړ کنټرول ترلاسه کړ او د اپوزیسیون مشران یې ونیول یا یې اروپا ته جلاوطن کړل. [۴]

شالید

[سمول]

د اپریل ۱۹۱۲ز کال ټاکنې او وروسته

[سمول]

د ۱۹۰۸زکال په ټولټاکنو کې د اتحادیې او پرمختګ ګوند (CUP) د استازو جرګې (ترکي: Meclis-i Mebusân) او مشرانو جرګې د عمومي اسامبلې له ۲۸۸ څوکیو نه  شاوخوا ۶۰ څوکۍ وګټلې، چې  دا په پارلمان کې ترټولو لوی ګوند شو. 

د ازادۍ او موافقې ګوند (لیبرال اتحادیه) په ۱۹۱۱ز کال کې د نومبر په ۲۱مه د CUP د مخالفینو له خوا رامنځته شو او سمدلاسه یې ۷۰ استازي خپلو لیکو ته جذب کړل. یاد ګوند د خپل جوړېدو نه یوازې ۲۰ ورځې وروسته په ۱۹۱۱ز کال  ډسمبر کې په قسطنطنیه کې د منځمهاله ټاکنو په پایله کې ضمني ټاکنې په یوې رایې وګټلې. دغه راز واکمن CUP ګوند د راتلونکي کال د عمومي ټاکنو د ګټلو لپاره د ازادۍ او موافقې ګوند د بریا احتمال ته په کتلو سره، یو شمېر احتیاطي تدابیر ونیول. CUP له پنځم سلطان محمد نه وغوښتل چې د ۱۹۱۲ز کال په جنوري کې یې له وخت نه مخکې د عمومي ټاکنو غوښتنه وکړه.[۵][۳][۶][۷] 

یادې عمومي ټاکنې د ۱۹۱۲ز کال د اپریل په لومړیو کې وروسته له هغې ترسره شوې چې د استازو جرګې لپاره د اپوزیسیون ګوند (ازادۍ او موافقې) نوماندان په لرګیو او لښتو ووهل شول او همدارنګه د اپوزیسیون (ازادۍ او موافقې) کاندیدانو له خوا د «لرګیو ټاکنو» په نوم یاد شو. همدارنګه یادې ټاکنې د CUP له خوا په ټاکنو کې د درغلۍ او تاوتریخوالی له امله هم نامتو شوې، چې په دې درغلیو کې د رای ورکولو دمخه رای ورکول، د رایو پټ شمیرل او راپور ورکول، د رایو پانو ډکول، د ټاکنیزو حوزو بیا وېش او نور ډېر څه شامل و، که څه هم CUP بیا هم د ښارونو نه بهر ریښتینی ملاتړي درلودل. د ټاکنو پایلو کې CUP د پارلمان له ۲۷۵ څوکیو نه ۲۶۹ څوکۍ ترلاسه کړې په داسې حال کې چې ازادي او موافقې استازو یوازې ۶ څوکۍ ترلاسه کړي.[۸][۹]

د ازادی او موافقې ګوند د خپلې ټاکنیزې ماتې له امله په غوسه شوي و. له دې امله د یاد ګوند مشرتابه له CUP نه د واک د بیا ترلاسه کولو لپاره د قانوني لارو په لټه کې و او په ښکاره ډول یې د ټاکنیزو درغلیو شکایت وکړ. په ورته وخت کې د پوځي افسرانو یوې ډلې، چې په پوځ کې یې له بې عدالتۍ نه ناخوښه و او ځانونه یې د «ژغورونکي افسران» (ترکي: Halâskâr Zâbitân) په نوم وسله وال سازمان کې تنظیم کړل او امپراتوري حکومت ته یې خپل شتون اعلان کړ. دا  ژغورونکي افسران چې په چټکۍ سره د ازادۍ او موافقې پلويان شول، ډېر ژر په پلازمېنه استانبول کې ناکراري رامنځته کړه. د شهزاده صباح الدین د ملاتړ له ترلاسه کولو وروسته د اپوزیسیون بل مشر، د ژغورونکي افسرانو په ورځپاڼو کې عامه خبرتیاوې خپرې کړې.[۱۰]

په پای کې د ژغورونکي افسرانو نظامي شورا ته د یادداشت په ورکولو سره د لومړي وزیر محمد سعید پاشا په نیولو بریالی شو (چې دوی  محمد سعید پاشا له دې امله تورن کړی و چې مخکې له وخت نه یې ټاکنې په لاره واچولې او د دې له امله CUP ګوند په پارلمان کنټرول تر لاسه کړ) او هغه د CUP وزیرانو حکومت رامنځته کړی و، په دې توګه هغه د ۱۹۱۲ز کال د جولای په میاشت کې استعفی ورکړه.[۱۱][۲][۱۲]

د کمال پاشا حکومت او د کودتا رهبري

[سمول]

که څه هم په بالکان کې بهرني کړکېچ په موقتي توګه د کورني سیاست مخه ونیوله، خو د کمال پاشا مخه یې ونه نیوله او دۍ د خپل مخکني احمد محتار پاشا په خلاف چې بې طرفه و، د ازادۍ او موافقې د ګوند یو هوښیار غړی و او هوډ یې درلود چې د صدراعظم په توګه له خپل موقف نه د CUP د ویجاړولو لپاره کار واخلي.[۱۳]

له برټانیا سره د خپلو دوستانه اړیکو په کارولو سره کمال پاشا د بالکان لومړۍ جګړې ته د ډیپلوماټیک پای په اړه خبرې وکړې. په هر حال د جګړې په لړ کې په عثماني پوځ کې سختې ناکرارۍ د هغوی د مورال کمزوری کولو لامل شو دغه راز داسې اوازې هم خپرې شوې وې چې پلازمینه به له قسطنطنیه نه اناتولیا ته انتقال شي. همدارنګه د بلغاریا پوځ د عصري استانبول لوېدیځې سیمې چتالکا پورې پرمختګ وکړ. په دې وخت کې د کمال پاشا حکومت د ۱۹۱۲ ز کال په ډسمبر کې له بلغاریا سره اوربند لاسلیک کړ او د لندن د سولې کنفرانس کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو تړون لاسلیک کړ.[۱۴]

CUP د لږ سیاسي ځواک او انعطاف پذیرۍ سره پاتې شو، نو ځکه یې د کمال پاشا د ازادۍ او موافقې حکومت پر وړاندې د کودتا پلان پیل کړ. برسېره پر دې، د ۱۹۰۸ز کال د ځوان ترکي انقلاب راهیسې د کمال پاشا او CUP ترمنځ دښمني شتون درلود. له هغه وروسته کمال پاشا د څلورو کلونو په اوږدو کې، یو لړ هڅې وکړې چې د CUP غړي د حکومت او اردو نه لرې وساتي. د ۱۹۱۳ ز کال د جنورۍ میاشت کې CUP په بشپړه توګه له کمال پاشا او د ازادۍ او موافقې حکومت نه مایوسه شو. که څه هم دا کودتا باید یو ناڅاپي برید وي، خو CUP لا دمخه د ترسره کولو لپاره مشخصې پریکړې کړې وې.[۴][۱۵]

سرچينې

[سمول]
  1. Bağcıoğlu, Fatih. "İttihat ve Terakki Üzerine Düşünceler-2" (in ترکي). Sızıntı. خوندي شوی له the original on 26 جنوري 2010. بياځلي په 16 مارچ 2013.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Birinci 1990، م. 164-177.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Burak، م. 307.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Kuyaş 2013، م. 26.
  5. Kayalı, Hasan (1995). "Elections and the Electoral Process in the Ottoman Empire, 1876-1919" (PDF). International Journal of Middle East Studies. 27 (3): 265–286. doi:10.1017/s0020743800062085.
  6. Hasan Kayalı (1997) Arabs and Young Turks University of California Press
  7. Birinci 1990، م. 84.
  8. Kayalı, Hasan (1995). "Elections and the Electoral Process in the Ottoman Empire, 1876-1919" (PDF). International Journal of Middle East Studies. 27 (3): 265–286. doi:10.1017/s0020743800062085.
  9. Kuyaş 2013، م. 28.
  10. Aymalı, Ömer (23 January 2013). "Modern dönemin ilk askeri darbesi: Bab-ı Âli baskını". dunyabulteni.net. خوندي شوی له the original on 4 December 2014. بياځلي په 15 March 2013.
  11. Kayalı, Hasan (1995). "Elections and the Electoral Process in the Ottoman Empire, 1876-1919" (PDF). International Journal of Middle East Studies. 27 (3): 265–286. doi:10.1017/s0020743800062085.
  12. Dumont، Georgeon او Tanilli 1997، م. 56.
  13. Kayalı, Hasan (1995). "Elections and the Electoral Process in the Ottoman Empire, 1876-1919" (PDF). International Journal of Middle East Studies. 27 (3): 265–286. doi:10.1017/s0020743800062085.
  14. Şimşir, Bilal. "Ankara'nın Başkent Oluşu". atam.gov.tr. خوندي شوی له the original on 4 May 2013. بياځلي په 15 March 2013.
  15. Kuyaş 2013، م. 32.