Jump to content

د یهودا پاچاهي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د یهودا پاچاهي یا بیت داوود د اوسپني په عصر کې د سویلي شام یوه اسراییلي پاچاهي وه. د دغې پاچاهۍ پلازمېنه د یهوړا په لوړو کې محاصره شوی اورشلیم و. یهودان هم د یهودا له نوم څخه را اخیستل شوې کلیمه ده.[۱]

د عبریانو سپیڅلی کتاب، د یهودا پاچاهۍ د اسراییلو د متحده شاهي د ځایناستي په توګه بولي، هغه اصطلاح چې د ساول، داود او سلیمان او د یهودا او اسراییلو د قلمرو په ګډون کې متحده سلطنت ته کارول کېږي. که څه هم د ۱۹۸۰ لسیزې په اوږدو کې، د سپیڅلي کتاب ځینو څېړونکو استدلال کاوه چې له میلاد څخه وړاندې اتمه پېړۍ کې د یوه پراخ سلطنت لپاره لرغوني شواهد ډېر کمزورې دي. له میلاد نه مخکې په لسمه پېړۍ او د نهمې پېړۍ په لومړیو کې، داسې ښکاریده چې د یهودا قلمروهومره وګړي نه درلودل او هغه هم یواې څو محدود کوچني کلیوالي ښارونه وو. Tel Dan Stele چې په ۱۹۹۳ کال کې کشف شوه، ښیي چې هلته موجود سلطنت په یو ډول له میلاد نه مخکې د نهمې پېړۍ په نیمايي کې موجوده وه، خو د هغه سلطنت کوم خاص واک او ځواک ته یې اشاره نه ده کړې. خو د لرغون کېندونکو په باور، په دې وروستیو کې په Khirbet Qeiyafa کې تر سره شوې کېندنې بیا ښیي چې له میلاد نه مخکې په ۱۰ پېړۍ کې هلته یو مرکزي منسجم او ښاري سلطنت موجود و.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

له میلاد نه مخکې په اوومه پېړۍ کې د همدې سلطنت وګړي د اشوري پاچا سنناچریب پر وړاندې د حزقیا د بغاوت باوجود یو دم زیات شول او د اشوري واسالاژ تر چتر لاندې یې رونق وموند. جوزیا د اشور د حکمراني د کمښت له امله د رامنځته شوې سیاسي خلا نه په ګټې اخیستنې او په سیمه کې د مصر د حکومت په رامنځته کېدو سره د خپلو مذهبي اصلاحاتو د تصویب لپاره ګټه واخیسته. د تثنیې تاریخ، چې د ملت تاریخ له جوشوا څخه تر یوشیا پورې بیانوي او په تثینه کې د شته حقوقي اصولو له مخې، جهان بیني بیانوي هم په دغه دوره کې لیکل شوی ده او له هغو څخه د ملاتړ پر اهمیت باندې ټینګار کوي. له میلاد څخه ۶۰۵ کاله وړاندې د نوي اشوري سترواکۍ په سقوط سره، د مصر او د نوي بایلي سترواکۍ تر منځ پر شام باندې د کنټرول لپاره سیالۍ پیل شوه، چې پایله یې د یهودا چټک کمښت شوه. له میلاد څخه مخکې د شپږمې پېړۍ لومړي کلونه د مصریانو په ملاتړ د بابلیانو د حاکمیت پر وړاندې د جودایته بغاوتونه له خاورو سره خاورې شول. له میلاد نه ۵۷۸ کاله وړاندې، دویم نبوچادنیزر اورشلیم محاصره او هغه یې وران کړ او په دې سره یې هلته حاکم سلطنت ته د پای ټکی کېښود. په زیات شمېر سه یهودیان بابل ته تبعید شول او دا نوی فتحه شوی سلطنت د بابل د یوه ولایت په توګه ملحق شوه.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

وروسته له هغه چې بابل سلطنت د ایران هخامنشیانو څخه ماتې وخوړه، نو ستر کوروش یهودانو ته اجازه ورکړه چې بېرته جودا ته ولاړ شي. هغوی ته اجازه ورکړل شوې وه چې د فارس تر حکمراني لاندې خودمختار واوسي. وروسته بیا د مکابین د بغاوت په ترڅ کې یهودانو خپله بشپړه خپلواکي تر لاسه کړه.

جغرافیه

[سمول]

د یهودا سلطنت د یهودا په غرونو کې موقعیت درلود، چې له اورشلیم څخه تر الخلیل او بیا تر نقب صحرا پورې غځیدلی و. دا مرکزي خط الراس له ځنګلونو او بوټو څخه له پوښل شوو غرونو څخه تېریږي او د لویدیځ پر خوا غونډیو پورې غځیدلی او بیا د یهودیه له وچو منظرو او وچې دښتې څخه تېریږي چې د اردن درې پر خوا ځي دا ټوله سیمه د همدې سلطنت جغرافیه وه.[۱۳]

اورشلیم (بیت المقدس)

[سمول]

له میلاد څخه مخکې په لسمه پېړۍ کې د اورشلیم وضعیت یوه د بحث لویه موضوع ده. د اورشلیم تر ټولو لرغونې برخه او د همدې ښار اصلي برخه د داود ښار ده چې هلته په لسمه پېړۍ کې د اسراییلیانو د اوسېدو د فعالیتونه د پام وړ شواهد شته. ځینې بې سارې اداري جوړښتونه لکه د ډبرو د زینو ودانۍ او د سترې ډبرې ودانۍ، چې په اصل کې دواړه یوه ودانۍ دي، د اوسپنې د لومړني عصر کلتوري مواد له ځان سره لري. اسرائیل فینکلشتاین له میلاد څخه مخکې په لسمه پېړۍ کې د ښارجوړونې نشتوالي ته په کتو سره داسې استدلای کوي چې اورشلیم هغه وخت کې یو کوچنی کلی و چې د یهودا په غونډیو کې جوړ شوی وی، نه کومه پلازمېنه او اوسیشکین بیا استدلال کوي چې دا ښار په بشپړه له اوسېدونکو څخه خالي و. امیهاي مزار بیا پر دې اند دی چې که چېرې د داود د ښار اداري جوړښتونه د اوسپنې د لومړي او  دویم عصر اړوند کره خبره وي، چې د هغه په اند دا کره خبره هم ده، نو بیا «اورشلیم نسبتاْ یو کوچنی ښار او د یوه ستر ارګ لرونکی و چې کېدای شي همدا د داود ښار وي. ویلیام جي. ډیور بیا استدلال کوي چې اورشلیم یو کوچنی او مستحکم ښار و چې په زیات احتمال سره هلته یوازې سلطنتي دربار، کشیشان او منشیان په کې مېشت وو. [۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې

[سمول]
  1. Finkelstein, Israel (2001). "The Rise of Jerusalem and Judah: the Missing Link". Levant. 33 (1): 105–115. doi:10.1179/lev.2001.33.1.105. ISSN 0075-8914. S2CID 162036657. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Garfinkel, Yossi; Ganor, Sa'ar; Hasel, Michael (19 April 2012). "Journal 124: Khirbat Qeiyafa preliminary report". Hadashot Arkheologiyot: Excavations and Surveys in Israel. Israel Antiquities Authority. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جون ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Finkelstein, Israel; Fantalkin, Alexander (May 2012). "Khirbet Qeiyafa: an unsensational archaeological and historical interpretation" (PDF). Tel Aviv. 39: 38–63. doi:10.1179/033443512x13226621280507. S2CID 161627736. لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Mazar, Amihai. "Archaeology and the Biblical Narrative: The Case of the United Monarchy". One God – One Cult – One Nation. Archaeological and Biblical Perspectives, Edited by Reinhard G. Kratz and Hermann Spieckermann in Collaboration with Björn Corzilius and Tanja Pilger, (Beihefte zur Zeitschrift für die Alttestamentliche Wissenschaft 405). Berlin/ New York: 29–58. لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Grabbe, Lester L. (2007-04-28). Ahab Agonistes: The Rise and Fall of the Omri Dynasty. Bloomsbury. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-567-25171-8. The Tel Dan inscription generated a good deal of debate and a flurry of articles when it first appeared, but it is now widely regarded (a) as genuine and (b) as referring to the Davidic dynasty and the Aramaic kingdom of Damascus. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Cline, Eric H. (2009-09-28). Biblical Archaeology: A Very Short Introduction. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-199-71162-8. Today, after much further discussion in academic journals, it is accepted by most archaeologists that the inscription is not only genuine but that the reference is indeed to the House of David, thus representing the first allusion found anywhere outside the Bible to the biblical David. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Mykytiuk, Lawrence J. (2004). Identifying Biblical Persons in Northwest Semitic Inscriptions of 1200–539 B.C.E. Society of Biblical Lit. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-589-83062-2. Some unfounded accusations of forgery have had little or no effect on the scholarly acceptance of this inscription as genuine. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Garfinkel, Yosef (May–June 2011). "The Birth & Death of Biblical Minimalism". Biblical Archaeology Review. 37 (3). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Ben-Sasson, Haim Hillel, سمونګر (1976). A History of the Jewish People. Harvard University Press. مخونه 142. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-39731-6. لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۸. Sargon's heir, Sennacherib (705–681), could not deal with Hezekiah's revolt until he gained control of Babylon in 702 BCE. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Lipiński 2020، م. 94.
  11. Lipschits, Oded (2005). The Fall and Rise of Jerusalem: Judah under Babylonian Rule. Penn State University Press. مخونه 361–367. doi:10.5325/j.ctv1bxh5fd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-575-06297-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Lipschits, Oded (2005). The Fall and Rise of Jerusalem: Judah under Babylonian Rule. Penn State University Press. مخونه 361–367. doi:10.5325/j.ctv1bxh5fd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-575-06297-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Hardin 2014، م. 743.
  14. Dever, William G. (2020-08-18). Has Archaeology Buried the Bible? (په انګليسي ). Wm. B. Eerdmans Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4674-5949-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Mazar, Amihai. "Archaeology and the Biblical Narrative: The Case of the United Monarchy". One God – One Cult – One Nation. Archaeological and Biblical Perspectives, Edited by Reinhard G. Kratz and Hermann Spieckermann in Collaboration with Björn Corzilius and Tanja Pilger, (Beihefte zur Zeitschrift für die Alttestamentliche Wissenschaft 405). Berlin/ New York: 29–58. لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Sergi 2023، م. 197.