د ګوانتانامو زندان
د ګوانتانامو د خلیج زندان چي په لنډه توګه د GTMO یا ګوانتانامو زندان په نوم هم پیژندل کیږي، د کیوبا هیواد اړوند د ګوانتانامو په خلیج (NSGB) کي دننه یو زندان یا د پلټني ځای دی. دا زندان د 2002 کال د جنوري په میاشت کي د متحده ایالاتو د ولسمشر جورج ډبلیو بوش لخوا رامنځ ته سو، او د 2001 کال د سپټمبر د 11 له بریدونو وروسته د تروریزم سره د نړیوالې جګړې په ترڅ کي د ترهګرۍ په تور شکمن یا ښکېل کسان ورته راوستل کېدل. د 2025 کال د جنورۍ تر میاشتي پوري دغه زندان ته لږ تر لږه 780 تنه د 48 هیوادونو څخه راوستل سوي دي چي په دوی کي 756 تنه یې بل ځای ته لیږدول سوي، 9 تنه په توقیف کې مړه سوي او 15 تنه لا هم پاته دي. [۱]
د سپټمبر د یوولسمې تر بریدونو لږ وروسته متحده ایالاتو د " ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې " له اعلان سره سم د طالبانو تر واک لاندي افغانستان باندي د القاعدې د له منځه وړلو او ددوی د مشر اسامه بن لادن د نیولو لپاره د څو اړخیزه ملي پوځي عملیاتو مشري پیل او افغانستان یې لاندي کړ. ددې یرغل پر مهال د ۲۰۰۱ کال د نومبر په ۱۳ مه ولسمشر بوش یو پوځي حکم صادر کړ چي له مخي یې د بهرنیو اتباعو د غیرمستقیم توقیف اجازه ورکړل سوه، او له قانوني پلوه د هغوی د توقیف د ننګولو مخه هم ونیول سوه.
د 2002 په جنورۍ کي په افغانستان کې د القاعدې د شکمنو غړو او طالب جنګیالیو د نیولو لپاره د " کمپ ایکس رې " په نوم یو لنډمهاله توقیف ځای جوړ، او ګټي اخیستني ته وسپارل سو.
د 2003 کال په می میاشت کي د ګوانتانامو زندان د یوه لوی او اوږدمهاله توقیف ځای په توګه له 680 څخه ډیر بندیان په ځان کي ځای کړه، چي په دوی کي ډیری د رسمي تورونو پرته بندیان سوي وه. د بوش ادارې ټینګار وکړ چي د امریکا د اساسي قانون او یا د جنیوا کنوانسیونونو پر بنسټ متحده ایالات یادو بندیانو ته د اساسي خوندیتوب چمتو کولو مکلفیت نه لري، خو د بشردوستانه او حقوقي سازمانونو بېلابیلو ډلو ادعا وکړه چي دا تګلارې غیر اساسي او د بشري حقونو له نړیوال قانون څخه سرغړونه ده. [۲]
د متحده ایالاتو تر راپور وروسته د 2003 کال د اکتوبر په لومړیو کي د سره صلیب نړیوالې کمیټې خبرداری ورکړ چي په ګوانتانامو زندان کي "د لوی شمیر بندیانو رواني روغتیا خرابه ده". [۳] د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو لکه د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان او همدارنګه د بین المللي بنسټونو لکه د امریکا د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو سازمان لخوا وروستي راپورونه په وروسته کي دې پایلي ته ورسیدل چي د ګوانتانامو بندیان په سیستماتیک ډول د دوی د بشري حقونو څخه پخپله سرغړونه کوي. [۳] [۴]
د معلوماتو پر اساس د ګوانتانامو زندان د بندیانو سره د چلند په اړه د پراخو نیوکو ترڅنګ له روانې قانوني، سیاسي او نړیوالي پلټني سره هم مخامخ سوی دی. په 2009 کي د بوش ځای ناستی ولسمشر بارک اوباما یو اجرایوي امر صادر کړ، چي له مخي یې د یو کال په موده کي باید د ګوانتانامو تاسیسات وتړل سي او د خپلو بندیانو لپاره قانوني بدیلونه وپیژني، خو د متحده ایالاتو د کانګرس قوې دوه اړخیزه مخالفت د ملي امنیت په اساس ددې کار مخه په کلکه ونیوله. [۵]
د اوباما د واکمنۍ پر مهال د بندیانو شمېر له ۲۵۰ څخه ۴۱ ته راټیټ سو، خو د پوځي محکمو د کارولو په څېر جنجالي تګلاري لا هم پر ځای پاتي وې. [۶] [۷] د 2018 په جنورۍ کي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګوانتانامو توقیف کمپ د نامعلومي مودې لپاره وغځاوه، او د نوموړي د ادارې په وخت کي یوازي یو بندي بیرته خپل هیواد ته ستون سو. [۸] په 2021 کي د واک لاسته راوړلو وروسته ولسمشر جو بایډن ژمنه وکړه چۍ د خپلي دورې د پای ته رسیدو دمخه به ګوانتانامو کمپ وتړي [۹] خو دا کار بیا هم ترسره نسو. [۱۰] [۱۱] [۱۲] [۱۳]
د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر میاشتي پوري له ګوانتانامو څخه د ۲۵ بندیانو له خوشي کیدو وروسته [۱۴] [۱۵] [۱۶] [۱۷] یوازي ۱۵ بندیان پاته سول؛ چي له دوی [۱۸] څخه یې ۳ تنه د ایله کېدو په تمه دي، او ۹ تنه یې بیا په جنګي جرمونو تورن پېژندل سوي دي. [۱]
د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۹ ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ګوانتانامو زندان له لوړ امنیتي پوځي زندان څخه بېل کړ، او امر یې وکړ چي تر ۳۰،۰۰۰ پوري غیر قانوني کډوال دي هلته ولېږل سي.
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ . 2021-05-18.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ Guantanamo and Illegal Detention Archived 9 May 2017 at the Wayback Machine., Amnesty International. Retrieved 3 November 2016
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ . 2015-03-06.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 2023-06-28.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . November 5, 2015.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 19 January 2017.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 30 November 2001.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 17 June 2021.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 19 September 2021.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 12 February 2021.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 2018-05-23.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 5 January 2022.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 30 December 2021.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 2021-07-19.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . October 29, 2022.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . February 2, 2023.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 8 March 2023.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 2023-04-20.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help)
- هغه پاڼي چې د P1705 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P137 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P527 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P186 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- CS1 errors: missing title
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- CS1 errors: requires URL
- نخشه لرونکي مخونه