د ګرافیک کارتونو په واسطه مایننګ (جي پي یو مایننګ)
جي پي یو مایننګ هغه بهیر ته ویل کېږي چې پکې د انځوریز پروسس واحدونو (ګرافیکي کارتونو) له لارې د کار د ثبوت پر بنسټ چلېدونکې ډیجیټلي پیسې، لکه بیټ کوین ترلاسه کېږي. ماینران د ډېرو سختو حسابي کارونو په ترسره کولو سره انعامونه اخلي، د بېلګې په توګه دوی د هشونو محاسبې کوي، دغه محاسبې د راکړو ورکړو د سمون او کره والي لپاره د یو پرانیستي او وېشل شوي حساب په چوکاټ کې کارول کېږي. ګرافیکي کارتونه په دې ډول محاسبو کې ځانګړې چټکتیا او وړتیا لري، ځکه کولای شي په یو وخت کې ګڼ شمېر حسابونه ترسره کړي.[۱]
د جي پي یو مایننګ په اړه انديښنې
[سمول]چاپېریالي اندېښنې
[سمول]په لومړیو کلونو کې د ډیجیټلي پیسو د مایننګ لپاره مرکزي پروسس واحدونه کارول کېدل، خو ورو ورو د لوړې وړتیا له امله ګرافیکي کارتونو د واحدونو ځای ونیو. د ګرافیکي کارتونو په واسطه مایننګ د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره ډېرې برېښنا ته اړتیا لري. د لوبو د عادي کمپیوټرونو برعکس، د ګرافیکي کارتونو په واسطه مایننګ کوونکې دستګاوې زیاتره څو ګرافیکي کارتونه لري چې یو ځای کار کوي، سربیره پر دې ځینې ماینران حتا څو داسې دستګاوې هم یوځای کاروي. د بلومبرګ د یو راپور له مخې، د ۲۰۲۱م کال راهیسې د ډیجیټلي پیسو د مایننګ په لړۍ کې ماینرانو شاوخوا پنځلس میلیارده امریکایي ډالره پر ګرافیکي کارتونو ولګول. همدارنګه شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۰م او ۲۰۲۱م کلونو ترمنځ د بیټ کوین د مایننګ لپاره کارېدونکې شاوخوا اووه شپېته سلنه برېښنا د فوسیلي سونګ له سرچینو تولید شوې وه، په همدې موده کې د بیټ کوین مایننګ ۸۵ میلیونه ټنه زیات کاربن ډای اکساید فضا ته خوشې کړی و.[۲][۳][۴]
امنیتي اندېښنې
[سمول]د جي پي یو مایننګ د زیاتېدونکې غوښتنې له امله، سایبري مجرمانو د خلکو کمپیوټرونو ته د ناقانونه ننوتلو لېوالتیا پیدا کړه، تر څو په پټه د مایننګ وړې چارې ترسره کړي. هکران تر ډېره دغه هکینګ په شالید کې کوي او د ګرافیکي کارت د ځواک شاوخوا پنځه اویا سلنه محدودوي، څو لږه برخه یې د مایننګ لپاره وکارول شي او کاروونکي پرې خبر هم نه شي.[۵][۶]
پر بازار د مایننګ اغېزې
[سمول]د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷م کلونو ترمنځ، هغه وخت چې د ډیجیټلي پیسو ماینرانو د ګرافیکي کارتونو پېر زیات کړ، د دې وسایلو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې. د جي پي یو مایننګ د زیاتې غوښتنې له امله په ټوله نړۍ کې د ګرافیکي کارتونو کمښت رامنځته شو، تر ۲۰۲۱م کال پورې په بازار کې د ګرافیکي کارتونه نشتون محسوس کېدو، خو په ۲۰۲۳م کې بېرته د کارتونو د تولید شمېر د پېرودنکو له غوښتنو سره برابر شو. په دې وروستیو وختونو کې، د مایننګ شرکتونو د بندېدو، د قوانینو د سختېدو او د ډېرو مهمو ډیجیټلي پیسو لخوا د سهم د ثبوت مېکانېزم ته د اوښتو له امله د جي پي یو مایننګ بازار سوړ شوی دی. له همدې کبله، ډېر کارېدلي ګرافیکي کارتونه بېرته بازار ته راوړل شول او یا هم لېـرې ورغوځول شول. اوس مهال په بازار کې جي پي یو مایننګ له پخواني تاوده پړاو څخه نږدې عادي حالت ته راوګرځېد.[۷][۸][۹][۱۰]
د مایننګ اقتصادي ګټې
[سمول]د جي پي یو مایننګ ګټې/ ګټورتیا د څو عواملو پورې تړلې ده. لومړی عامل دا دی چې څومره د ډیجیټلي پیسو انعام ترلاسه کېدای شي. د بېلګې په توګه، د بیټ کوین سیسټم داسې برابر شوی چې هر څلور کاله وروسته یا د هر دوه سوه لس زره بلاکونو له مایننګ کېدو وروسته د انعام اندازه نیمایي کېږي. که څه هم په پیل کې د هر بلاک انعام پنځوس بیټ کوین و، خو د ۲۰۲۰م کال د مۍ میاشت راهیسې دا اندازه شپږ اعشاریه پنځه ویشت بیټ کوین ته راکمه شوه. دویم عامل د ګرافیکي کارت حسابي ځواک دی، ځکه بېلابېل کارتونه بېلابېلې وړتیاوې لري، همداراز د ګرافیکي کارتونو هره نوې لړۍ یا ماډل پیاوړي چپس، ځواکمن پروسیسرونه، زیات هش ریټونه او د برېښنا لږ مصرف لري. په ورته وخت کې د برېښنا بیه هم پر ګټورتیا اغېز لري، ځکه د بېلابېلو سیمو د انرژۍ بیې سره توپیر لري.[۱۱][۱۲][۱۳]
تاریخچه
[سمول]- د بیټ کوین لومړنۍ عامه پلي کېدونکې بڼه د ۲۰۰۹م کال په لومړیو میاشتو کې خپره شوه. په هغه وخت کې د ګرافیکي کارتونو له لارې مایننګ ممکن نه و، ځکه نو ټول مایننګ د عادي پروسس واحدونو پر مټ ترسره کېده.
- د ۲۰۱۰م کال د اکټوبر په میاشت کې د لومړي ځل لپاره د ګرافیکي پروسس واحدونو پر بنسټ مایننګ رامنځته شو. دا کار هغه مهال شونی شو، کله چې داسې سافټویرانه جوړ شول چې ګرافیکي کارتونه یې د مایننګ د فعالیتونو لپاره برابرولای شوای. [۱۴]
- د ۲۰۱۷م کال د جون په میاشت کې، په هانګ کانګ کې مېشت د سفایر ټکنالوژي شرکت لومړنی بنسټ شو چې داسې ګرافیکي کارتونه یې تولید کړل چې خاص د جي پي یو مایننګ لپاره جوړ شوي وو. ډېری دا کارتونه د انځور ښودلو وړتیا نه لرله او یوازې د مایننګ لپاره کارېدل.[۱۵]
- د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷م کلونو ترمنځ، جي پي یو مایننګ ته د خلکو د سختې لېوالتیا له امله د ګرافیکي کارتونو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې او بازار له سخت فشار سره مخ شو.[۱۶]
- د ۲۰۲۱م کال د مۍ په میاشت کې، چین په رسمي ډول د ټولو ډیجیټلي پیسو پر مایننګ ( د جي پي یو مایننګ هم پکې شامل و) بندیز ولګاوه. دا پرېکړه په اصل کې د چاپېریال او اقتصادي اندېښنو له امله وشوه.[۱۷]
- د ۲۰۲۲م کال د مارچ په میاشت کې، د بیټ کوین بیه په څو میاشتو کې له شاوخوا ۴۶۰۰۰ (شپږ څلوېښت زره) امریکایي ډالرو څخه ۲۰۰۰۰ (شل زره) ډالره ته راولوېده. له همدې امله د ډیجیټلي پیسو د راتلونکې په اړه نوې اندېښنې راپورته شوې.[۱۸]
- د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر په میاشت کې، اېتېریوم د کار ثبوت مېکانېزم څخه د سهم د ثبوت مېکانېزم ته بشپړ توګه واوښت. دې بدلون د حسابي لګښتونو کچه په څرګند ډول راکمه کړه او د جي پي یو له لارې د اېتېریوم مایننګ یې د اقتصادي پلوه بې ګټې کړ. تر دې بدلون مخکې او وروسته، ډېرو ماینرانو خپل ګرافیکي کارتونه په دویم لاس بازار کې وپلورل. په ورته وخت کې ځینې ماینرانو د نورو ډیجیټلي پیسو لکه اېتېریوم کلاسیک مایننګ پیل کړ، خو دا بدیلونه هم ډېر ګټور ثابت نه شول.[۱۹][۲۰]
- د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په لومړیو کې، د مایننګ شرکتونو د خپلو سیسټمونه په بیا برابرولو کار پیل کړ، تر څو د مصنوعي ځیرکتیا د حسابي کارونو لپاره ترې ګټه واخلي. [۲۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ McFadden, Christopher (2023-03-13). "GPU mining 101: a short guide on crypto-mining using graphics cards". interestingengineering.com (in American English). بياځلي په 2024-01-29.
- ↑ Chamanara, Sanaz; Ghaffarizadeh, S. Arman; Madani, Kaveh (24 October 2023). "The Environmental Footprint of Bitcoin Mining Across the Globe: Call for Urgent Action". Earth's Future (in انګليسي). 11 (10) e2023EF003871. Bibcode:2023EaFut..1103871C. doi:10.1029/2023EF003871. ISSN 2328-4277.

- ↑ Joel, Hruska (22 June 2017). "Cryptocurrency Craze Sends GPU Prices Skyrocketing -- Again". Extremetech.

- ↑ Singh, Navdeep (2024-02-19). "Understanding Bitcoin Halving: A key event for Bitcoin investors". The Economic Times. ISSN 0013-0389. بياځلي په 2024-02-20.