د کينډۍ خبرې اترې:عیسویت

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مسيحيت پر ځای عيسويت غوره نوم ځکه دی چې ډېر عام دی. مسلمانان د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم څخه دمخه پيغمبر د عيسی په نامه پېژني او دا ډېر عام نوم دی چې په قران کې راغلی. مسيحيت چې Messiah څخه اخيستل شوی د ژغورونکي په مانا دی او د پاکستان عيسويان ځانونو ته مسيحان وايي. مانا دا چې دوی د عيسی عليه السلام لخوا ژغورل شوي. تر ټولو بې پرې نوم يې عيسويت دی. که څوک د نظر اختلاف لري نو خبرو اترو کې دې راگډ شي. --ANBI (خبرې اترې) 20:30, 7 ډيسمبر 2015 (UTC)

 ملاتړ[سمول]

چېرې چې نامانوسه او سخت الفاظ کارول شوي، د هغو ټولو پر ځای به داسې الفاظ غوره کوو چې ډېر عام پوهاوي وړ اوسي. مثلا جرګه پښتو لفظ نه بلکه تورکي لفظ دی. په پښتو کې مونږ ورته غونډه یا راټولېدنه یا هم بنډار ویلای شو. مګر جرګه ددې لپاره چې اوس د افغاني ټرمېنالوجۍ یوه برخه ګرځېدلې؛ باید د بدلون هڅه یې په سوچه!؟ پښتو ونه کړو! همداسې نور په سلګونو الفاظ دي چې له ګاونډیو، لرې او نږدې ژبو پښتو ژبه کې مدغم شوي لکه: اقتصاد، عدالت، محکمه، قاضي، قضاوت، قرباني او داسې نور چې مونږ یې پر ځای: وټه، نیاوو، بلهاري وغیره کاروو، نو مونږ باید ددې پښتو پر ځای هماغه مروجه مفغنو الفاظو او ټرمنالوجۍ ته لومړیتوب ورکړو چې په ټولنه او لیکوالۍ کې عام دي. -- عثمان انصاري اړیکه 21:09, 7 ډيسمبر 2015 (UTC)

د پښتنو په سیمو (افغانستان، پاکستان او بلوچستان) کې د پښتو ژبی د اوسنی وضعیت سره په کتو باید ووایم چې ډیر سخت او نامفهومه لغات و نه کارول شی، دلته باید عام فهمه پښتو وړاندی سی نه د ډکشنری په شان پښتو، هغه کلمات باید وکارو چې پښتنو لپاره عام سوی او دوی ته ښه مطلب رسولای سی، مثال: یو متعلم یا محصل ته د اقتصاد کلمه تر وټي ډیر آشنا او عام فهمه دی، او مونږتاسی ډیری مطالعه کونکی که وی؛ هغه به هم دغه متعلمین او محصلین وی .--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 22:45, 7 ډيسمبر 2015 (UTC)