د کوروش اسطوانه
د کورش استوانه یوه تاریخي خټینه ټوټه ده چې د میلاد څخه شپږمې پېړۍ ته اړوند ده او په څو ټوټو وېشل شوې ده. دا استوانه په 1879 کې د عراقي لرغون پېژندونکي هرمز رسام لخوا په بین النهرین کې د بابل په ښار کې کشف شوې او اوس مهال د بریتانیا په موزیم کې ساتل کېږي.
| []|Cyrus Cylinder 4.jpg]]
په برېتانیا موزیم کې د کوروش استوانه | |
| عمومي معلومات | |
|---|---|
| د جوړښت توکي | خټه |
| د جوړېدو نېټه | ۵۳۹ مخکې تر میلاد |
| د موندنې نېټه | مارچ ۱۸۷۹ |
| د موندنې ځای | بابل |
| کلتور / تمدن | هخامنشي امپراتوري |


په دې استوانه کې د اکدی ژبې په کلمو کې یو لیکل شوی متن دی چې د پارس د هخامنشي سلطنت د پاچا لوی کورش ستاینه کوي او د هغه نسب او واکمني تشرېح کوي. په دې متن کې د بابل پاچا نبونید، چې قورش هغې ته ماته ورکړه او واک یې ترې واخیست، د بابل د خلکو د ظالم او شکنجه کوونکي په توګه یاد شوی دی.دا متن د بابل خلکو ته د کورش د واکمنۍ د منلو او د هغه د سولې او نظم د راوستلو لپاره لېکل شوی دی. په دې متن کې دا هم راغلي چې کورش ته د بابل خلکو د یو نوي واکمن په توګه ښه راغلاست ووایه شو او هغه په سوله ییز ډول ښار ته داخل شو.دا متن مردوک خدای ته د کورش او د هغه د زوی قمبیز د ساتنې او مرستې غوښتنه کوي. دا متن د مورش ستاینه کوي چې د بابل خلکو ته یې د ژوند د ښه کولو او د هغوی د کورونو ته د بېرته راستنولو لپاره کار کړی دی او په بین النهرین او نورو سیمو کې یې د مذهبي ځایونو او معابدو بیا رغونه کړې ده.دا متن د دې سره پای ته رسېږي چې قورش د بابل د ښار د دیوال د ترمیم کولو څرنګوالی تشرېح کوي. د دې استوانې په څېر یو بل لېکل شوی متن د یو پخواني پاچا لخوا لېکل شوی دی[۱] [۲] [۳]
د اسطوانې متن په دودیز ډول د بائبلیک علماء لخوا د بابلیانو له اسارت څخه وروسته د یهودو د بیا آبادولو لپاره د کوروش د پالیسۍ د ملاتړ ثبوت په توګه لیدل کیږي او دا مسله د عزرا په کتاب کې د هغه څه ملاتړ کیږي. متن د دوی د عبادت ځایونو بیا رغونه او هغوی د هېواد ته راستنیدل په ګوته کوي، مګر دا تفسیر د شخړو وړ دی، ځکه چې متن یوازې د بین النهرین د عبادت ځایونو یادونه کړې، او یهودان یا یهودیه یا القدس ته اشاره نه کوي.
سرچینې
[سمول]- ↑ ""The Cyrus Cylinder: Unexpected Discoveries and the Rediscovery of Meaning" Irving Finkel (Part 2 of BSS Study )". ninecats.org (in انګليسي). April 24, 2015. خوندي شوی له the original on 7 يوليو 2018. ترلاسهکېدو نېټه 2018-03-30.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ Finkel, Irving (2013-03-26). The Cyrus Cylinder: The King of Persia's Proclamation from Ancient Babylon (in انګليسي). I.B.Tauris. ISBN 9781780760636. خوندي شوی له the original on 2019-12-08.
- ↑ Kuhrt, Amélie (2007). The Persian Empire: A Corpus of Sources of the Achaemenid Period. London: Routledge. ISBN 0-415-43628-1., p. 70, 72