د کندهار مرکزی زندان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د کندهار لوی محبس نه مخ گرځېدلی)
د کندهار لوی محبس
اړوند
ډول
برخه د
پته
ناحيه
۷مه ناحيه
اداري سیمه
هېواد
Map
نور مالومات
چلوونکی

د کندهار مرکزي زندان[۱] چې د سرپوزې زندان په نوم هم یادیږي د افغانستان په کندهار ولایت کې د ټیټې کچې امنیت لرونکی زندان دی. دا د پخوا څخه د کندهار ولایت د عامو مجرمینو د زندانې کولو لپاره کارول شوی دی. [۲] په وروستیو دوو لسیزو کې له دغه مرکز څخه د طالبانو او نورو یاغیانو د نیولو لپاره هم کار اخیستل شوی دی. دا زندان د "سرپوزې" په نوم د کندهار ښار په یوه تاریخي سیمه کې موقیعت لري. تر ۲۰۱۷م کال پورې په زندان کې نږدې ۱۹۰۰ بندیان دي او سرپرست یې ډګروال عبدالولی حصارک دی.[۲]

ددې زندان څخه دوې لویې تیښتې هم تر سره شوی دی لومړی یې د ۲۰۰۸ کال په مې میاشت کې په یوه ډلییز برید کې او دوهم یې د ۲۰۱۱ کال په اپریل کې د تونل کښلو تیښتې دي. افغان حکومت د کندهار مرکزي زندان د افغانستان دامان ته د انتقالولو په حال کې دی، چې د ښار له حدودو بهر په جنوب کې موقعیت لري. [۱] د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له خوا د طالبانو د عملیاتو د یوې برخې په توګه د ښار کنټرول تر لاسه کولو وروسته له ۱۰۰۰ څخه زیات بندیان له زندان څخه خوشې شول. [۳]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ (په December 30, 2018 باندې). Kandahar Central Jail should move out of city: Residents. Pajhwok Afghan News
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ (په March 6, 2017 باندې). 60 prisoners released from Kandahar jail. Pajhwok Afghan News
  3. (په August 11, 2021 باندې). [{{{url}}} {{{title}}}].