د کندهار سوپيتوس ليکنه


د کندهار د سوفیتوس لیکنه په یوناني ژبه یوه لیکنه ده چي د سوفیتوس لخوا لیکل سوې ده. سوفیتوس په لرغوني یونان کي د ناراتوس زوی وو، او په دوهمه پیړۍ کي یې د افغانستان په کندهار ښار کي استوګنه کړې ده. د نوموړي لیکنه په یوه مربع ډبرینه تخته باندي لیکل سوې ده، چي ښایي د دیوال یوه برخه به وه. دا لیکنه که څه هم په افغانستان کي د وروستیو ناخوالو له امله په نړیوال بازار کي پلورل سوې او لاس پر لاس سوې ده، خو فکر کیږي چي د زاړه کندهار څخه راغلې ده، کوم چي په اراکوزیا کې د لرغوني اسکندریه په نوم یادېدی.
دلیکني متن په لرغونې یوناني ژبه لیکل سوی دی، چي په کندهار کي تر اوسه پوري د لرغوني یونان د پراخ کلتور وړاندوینه کوي، او په لیکنه کي دننه جملې په پیچلي اکروسټچ بڼه کي ځای پر ځای سوي دي. [۱]

سوفیتوس او ناراتوس یوناني نومونه نه دي، او د ځینو تاریخونو له مخي دوی ممکن هنديان وي، او اصلي نومونه یې هم ښایي سبهوتي او ناردا وي. [۱] د "سوفیتوس" نوم د څلورمي او دریمي پیړۍ د یوناني سکې څخه هم پیژندل سوی دی، چي د اراکوزیا (لرغوني کندهار) ساتراپ وو. [۱] ددې ترڅنګ داسي یو احتمال سته چي په لیکنه کي شته سوفیتوس ممکن د ساتراپ سوفیتوس د اولادې څخه یو تن وي. [۲]
د سوفیتوس د لیکني پر بنسټ د نوموړي ژوند او ځواک په لومړيو کي لا ویجاړ سوی وو، خو تر څه زغم تېرولو وروسته یې بخت بیا راژوندی سوی دی.
ځیني لیکوالان په دې اند دي چي د هغه د واکمنۍ ویجاړیدل ممکن په دوهمي مخزیږدیزي پیړۍ کي د یوناني-بکتریایانو لخوا د اراکوسیا د یرغل له امله وي، او داسي فرضیه وړاندي کوي چي سوفیتوس د موریا امپراتورۍ د اراکوسیانو د واکمنۍ په خدمت کي یو یوناني هندی شخص وو. د افغانستان په دې سیمه کي د یوناني او ارامیک ژبو کارول له زیږد څخه مخکي تر دریمي پیړۍ پوري د امپراتور اشوکا د کندهار په ډبرو کي د دوه ژبو لیکنې پر اساس هم تایید سوي دي. [۲]
د سوفیتوس لیکنه هغه حقایق روښانه کوي چي ځیني هنديان د لرغوني افغانستان اړوند د "یوناني" ښار الکساندریا اراکوسیا په سیمه کي اوسېدل، او د یوناني کلتور خورا لوړي ژوري یې لیدلي دي.