منځپانگې ته ورتلل

د کمونيزم تور کتاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کمونيزم تور کتاب د کمونيزم پلويانو د کړنو‌ اړوند يو کتاب دی چې څو ګډو اروپايي پوهنتونيانو ليکلی او مشري يې د سټيفان کورتيو (د فرانسې د ملي څېړنو مرکز رييس) کول. په دې کتاب کې د کمونيزم ايډيالوژۍ پلویانو او کمونيسټي حکومتونو له خوا ترسره شوي ظلمونه، نسل وژنې، د مخالفينو پټ اعدامونه او د دوی د حکومتونو لخوا د رامېنځته شويو بېکاريو او لوږې له امله مړينې رابرسېره شوي.

د کمونيزم تور کتاب
د انګرېزي ژبې ايډيټ شوی پوښ
سموونکیسټيپان کورتوييس
ليکوال(*German edition)
آر سرليکLe Livre noir du communisme
خپرېدو ځایفرانسه
ژبهفرانسوي
سکالو
خپروونکیرابېرټ لفونټ ايډېټېشن
خپرېدو نېټه
د ۱۹۹۷ کال د نوامبر ۶مه
انگليسي خپرېدو نېټه
۱۹۹۹ د اکتوبر ۸مه
د هاروارډ پوهنتون
رسنۍ ډولچاپ
مخونو شمېر۹۱۲
کنکشکينډۍ:ISBNT

دا کتاب په فرانسې کې د Le Livre noir du communisme: Crimes, terreur, répression تر عنوان لاندې په ۱۹۹۷ زېږديز کال کې د رابېرټ لفونټ ايډېټېشن لخوا چاپ او نشر شو. همداراز په امريکا کې د هاروارډ پوهنتون لخوا هم نشر شو. [۱] د کتاب المانۍ برخه د يواخيم ګاوک لخوا ليکل شوې وه هغه کس چې د آلمان ولسمشر شو.

عمومي کتنه

[سمول]

په کتاب کې د وژل شويو کسانو اټکلي شمېرنې:

په دې کتاب کې سټيپان کورتوييس ادعا کول چې کمونيسټي حکومتونو د حکومت ټینګولو او راوستلو لپاره له هېڅ غيرانساني کړنې درېغ نه دی کړی.[۲] د هغه په وينا د کمونيسټي حکومتونو لخوا د وژل شويو انسانانو شمېر ۹۴ ميليونه تنه دی.[۳]

د سټيفان د ادعاوو له مخې لاندې شمېرنې په ډاګه شوي؛

  • ۶۵ میلونه په چين کې
  • ۲۰ میلونه په شوروي (اوسنۍ روسيې) کې
  • ۲ میلونه په کامبوج کې
  • ۲ میلونه په شمالي کوريې کې
  • ۱٫۷ میلونه په ايتوپيا کې
  • ۱٫۵ میلون په افغانستان کې
  • ۱ میلون په په ويتنام کې
  • ۱۵۰٬۰۰۰ په لاتيني امريکا کې (پرته له کوبا)
  • ۱۰٬۰۰۰ وژنې «د کمونيزم ايډيالوژۍ پلويانو په خونړيو لاریونونو کې»[۳]

همداراز سټيپان په خپل کتاب کې دا هم ويلي چې وژنې د اعدامونو سربېره د بېکارۍ او لوږې له امله هم وې.

ملاتړ او نيوکې

[سمول]

له سره؛ دا کتاب د کمونيسټي حکومتونو د ظلمونو او غيرانساني کړنو په تړاو ليکل شوی چې په بشپړه توګه سياسي بڼه لري نو ښايي دلته ډېرې نيوکې او ملاتړونه راپيدا شي. دا چې د کتاب سرچينې او مالومات ترکومه حده کره او ريښتيني دي په اړه يې په غبرګه توګه نشي ويل کېدای خو سياسي موضوعات تل حکومتي اړخونه لري. اروپا او امريکا کې دې کتاب هم حکومتي او سياسي اړخ درلود. نو دلته يوه مهمه خبره دا ده چې غربيان خو د کمونيزم خلاف وو ځکه چې دوی له شوروي اتحاد سره سيالي درلودل.

ځينې کسان په دې باور دي چې دا کتاب يوازې سياسي اړخ لري او غربيانو د شورويانو سره د سیالۍ او د دوی د بدنامولو لپاره ليکلی خو ځينې يې ريښتنی کتاب بولي او مالومات يې کره ګڼي. خو په هر حال د ټول کتاب د سموالي او ناسموالي ادعا هم نشي کېدای ځکه چې ځينې سرچينې يې خورا ځواکمنې دي.

اړونده مخونه

[سمول]

کمونيزم

سرچينې

[سمول]
  1. Ronit Lenṭin, Mike Dennis, Eva Kolinsky (2003). Representing the Shoah for the Twenty-first Century. Berghahn Books. p. 217. ISBN 1-57181-802-2.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  2. Werth او نور، م. ۲.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Werth او نور، م. ۴.