د کانکریټو د اړینو وچو موادو محاسبه او برآورد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کانکریټو د اړینو وچو مواد محاسبه او برآورد. ژوندی مثال : د یو متر مکعب کانکریټو چې مارک یې 250 دي د اړینو او لازمو وچو موادو (سمنټ ، ریگ ، جغل) مقدار په لاس راوړی : حل : د یوه متر مکعب کانکریټو د جوړولو د پاره باید یو نیم چند وچ مواد ولرو یا په بله معنې سره 50 سلنه (فیصده) اضافه وچ موادو ته اړتیا ده ، اوس راځو یو مترمکعب ضرب د 1.5 کوو : متر معکب ضرب د 1.5 مساوي کیږي په 1.5 متر مکعب په 250 مارک کې د سمنټو ، ریگ او جغل اندازې مساوي دي له (M250:1:1:2) : 1 برخه سمنټ ، 1 برخه ریگ او 2 برخې جغل اوس راځو ټولې برخې یا نسبتونه سره جمع کوو = 1+1+2= 4 اوس راځو یونیم یا 1.5 د سمنټو ، ریگ او جغل د نسبتونو په جمع سره چې 4 شوه تقسیموو یې . 1.5 تقسیم پر 4 باندې ، مساوي کیږي په 0.375 باندې اوس دغه قیمت 0.375 د هرو وچو مواد په برخو کې ضربوو نو د هماغه موادو اندازه په مترمکعب سره راکوي . اول : د سمنټو اندازه : سمنټ = (1 برخه سمنټ ) ضرب د (0.375) دا مساوي کیږي په 0.375 مترمکعب سمنټو سره . په کتابونو کې وایي چې د یو مترمکعب سمنټو وزن 1200 کیلوگرامه کیږي یا 24 کڅوړې 50 کیلوگرامه (په ځینوکتابونو کې بیا د یو متر مکعب سمنټو وزن 1440 کیلوگرامه ښودل شودی دی) اوس راځو دغه قیمت (0.375) په 24 کې ضربوو چې څو کڅوړې یا بوجی سمنټ کیږي . (0.375) ضرب د 24 مساوي کیږي په 9 کڅوړو سمنټو سره ، یا 450 کیلوگرامه سمنټو سره . که چیرې د سمنټو کثافت 1440 کیلوگرامه په پام کې ونیسو نو پدې صورت کې د سمنټو مقدار 540 کیلوگرامه یا تقریبا 11 کڅوړې سمنت راځي. دوهم : د ریگ اندازه په متر مکعب سره : ریگ = (1 برخه ریگ ) ضرب د (0.375) دا مساوي کیږي په 0.375 مترمکعب ریگ سره . دریم : د جغل اندازه په مترمکعب سره : جغل = (2 برخه ریگ ) ضرب د (0.375) دا مساوي کیږي په 0.75 مترمکعب جغل سره . څلورم : د اوبو اندازه : د ورکړل شوی مارک له مخې د اوبو اندازه باید د سمنټو د مقدار 62 فیصده وي . د اوبو مقدار = 450 ضرب د 0.62 مساوي کیږي په 280 لیتره اوبه یا 14 بوشکې 20 لیتره اوبه آخري ځواب داده چې د یو مترمکعب کانکریټو د پاره چې مارک یې 250 وي دغه مواد ضروري او اړین دي . سمنټ = 450 کیلوگرامه یا 9 کڅوړې ریگ = 0.375 مترمکعب جغل = 0.75 متر مکعب اوبه = 280 لیتره یا 14 بوشکې 20 لیتره

د یادونې وړ ده د کانکریټو مارک په ښه شکل سره د میکس ډیزاین له لارې ترلاسه کیدای شي ، لدې کړنلارې څخه کیدای شي د برآورد په برخه کې گټه واخلی. د ښه وضاحت د پاره مخکني پوست ته مراجعه وکړی

تړلې لیکنې[سمول]

  1. ودانۍ
  2. د پوړیو سیخ بندي