د کاناډا او متحده ایالاتو اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کاناډا او متحده ایالاتو تر منځ اړیکې د دواړو هېوادونو ګډ اصل او پوله ته په پام سره چې په نړۍ کې تر ټولو اوږده ده په تاریخي توګه پراخې دي. دغه راز د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او کډوالۍ لوی کچه، د نامتو او اشرافي کلتور خورا پراخه برخه او په ځانګړي توګه په ۱۹۸۸ز کال کې د کاناډا او متحده ایالاتو تر منځ د ازادې سوداګرۍ تړون لاسلیک کول داسې خوځندونو دي چې د دواړو هېوادونو تر منځ یې نږدې اړیکي رامنځته کړي. [۱][۲][۳]

دواړه هېوادونه د نړۍ تر ټولو اوږده پوله (۸۸۹۱ کیلو مټره (۵۵۲۵ مایله)) او د پام وړ پوځي همکارۍ لري. همدارنګه  د دواړو هېوادونو وروستۍ ستونزې چې په کې پرله پسې سوداګریزې شخړې، د چاپیریال اندیښنې، د تیلو د صادراتو راتلونکي په اړه د کاناډا اندیښنې، د غیرقانوني کډوالۍ مسلې او د تروریزم ګواښ شامل دي، خو په ځانګړی ډول په ۱۹۸۸ز کال کې د (FTA) تړوڼ، په ۱۹۹۴ز کال کې له شمالي امریکا سره د ازادې سوداګرۍ تړون (NAFTA) او په ۲۰۲۰ز کال کې له متحده ایالتو، مکسیکو او کاناډا سره د (USMCA) تړون نه وروسته چې په دوامداره ډول یې دواړه اقتصادونه سره یوځای کړل سوداګړۍ خپلې پراختیا ته دوام ورکړ. همدارنګه همکارۍ به په ډېرو برخو کې لکه د سرحدونو په اوږدو کې د توکو، خدماتو او خلکو د تګ راتګ اسانتیاوي او د ګډو پولو د تفتیش ادارې جوړول نورې هم پراخې شي. دغه راز د نورو معلوماتو شریکول او له خوړو نه تر تولیدي توکو پورې د هر څه په اړه د مقرراتو همغږي کول د متحده ایالتو او کاناډا پیچلتیا نوره هم زیاتوي.[۴][۵][۶][۷][۸][۹]

له سړې جګړې راهیسې د دواړو هېوادونو بهرنۍ تګلاره په بشپړه توګه خپلواکه خو له یو بل سره سمون لري. د بېلګې په توګه کاناډا له کیوبا سره بشپړې اړیکې ساتلې او د ویتنام په جګړه کې او په ۲۰۰۳ ز کال کې د عراق یرغل کې یې له ګډون نه ډډه وکړه. دغه راز په دې اړه چې ایا د شمال لوېدیځ لاره په نړیوالو اوبو کې ده یا د کاناډا تر واک لاندې، ډیپلوماټیک بحث شتون لري.[۱۰][۱۱]

کاناډا او متحده ایالاتو تر منځ سوداګریزې اړیکې [سمول]

په نړۍ کې په دویمه کچه لوی سوداګریزې اړیکې د کاناډا او متحده ایالات تر منځ دي، چې هر کال په لویه کچه مالونه او خلک له پولې تیریږي. دغه راز  په ۱۹۸۷ز کال کې د کاناډا او امریکا تر منځ د ازادې سوداګرۍ تړون لاسلیک کولو راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ پر ډېرو توکو هېڅ ډول تعرفه نه ده لګول شوې.

د چهارتراشو د شخړې په لړ کې متحده ایالاتو د کاناډا د چهارتراشو باندې د هغه څه لپاره تعرفې وضع کړې، ځکه امریکا ادعا کوله چې دا د کاناډا حکومت له خوا غیرعادلانه سبسایډي دي، حال ان چې کاناډا یادې ادعا سره مخالفت کاوو. دا لانجه د څو موافقو او منځګړیتوبونو له لارې حل شوې ده. دغه راز په ۲۰۰۳ز کال کې د متحده ایالاتو په غواګانو کې د لیوني غوا ناروغۍ قضیه وموندل شوه (او څو ورپسې قضیې) چې له امله یې کاناډا د امریکا د غوښې واردولو باندې بندیزونو ولګول، خو له امله یې کاناډایان تر نیوکې لاندې راغله. همدارنګه په کاناډا کې د شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ تړون (NAFTA) د اړخونو په اړه هم  ځینې اندیښنې شتون درلودې.[۱۲]

جسټن ټروډو او بارک اوباما (نومبر ۲۰۱۵ – جنوري ۲۰۱۷) [سمول]

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ز کال نوامبر کې د فیلیپین په مانیلا کې په رسمي توګه د APEC په سرمشریزې غونډه کې، نږدې یوه اونۍ وروسته د اوباما له لوړې وروسته سره ولیدل. دواړو مشرانو د ټروډو د ادارې په دوران کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ د زیاتولو هیله څرګنده کړه، دغه راز ټروډو ژمنه وکړه چې « د کاناډا او امریکا ملګرتیا به زیاته کړي».[۱۳]

په ۲۰۱۵ز کال کې د نومبر ۶مه اوباما اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وړاندیز شوی Keystone XL د تیلو پایپ لاین سیسټم، چې څلورم پړاو یې د کاناډا او متحده ایالاتو ترمنځ تیرېده رد کړ، چې ټروډو په دې اړه ناخوښي څرګنده کړه، خو وویل چې دا به د کاناډا او متحده ایالاتو اړیکو ته زیان و نه رسوي او پرځای یې د همکارۍ او همغږۍ له لارې د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره «نوي پیل» وړاندې کوي او زیاتوي چې «د کاناډا او متحده ایالاتو اړیکې د بلې هرې پروژې په پرتله خورا اړینی دي». اوباما له هغه وخت راهیسې د اقلیم  بدلون ته د لومړیتوب ورکولو لپاره د ټروډو د هڅو ستاینه کړې او دا یې «ډېر ګټور» وباله. [۱۴][۱۵]

که څه هم ټروډو اوباما ته د کاناډا د مکډونیل ډګلاس CF-18 هورنیټ جیټ الوتکو د ایستلو په اړه ویلي و، چې د داعش په وړاندې د امریکا په مشرۍ مداخله کې مرسته کوي، خو ټروډو زیاته کړه چې کاناډا به لاهم په عراق او سوریه کې د کاناډایي ځانګړي ځواکونو روزنې او جګړي په برخه کې له ترهګړو ډلو سره مبارزه کې «له خپلې ونډې نه ډیر کار وکړي». [۱۶]

ټروډو د ۲۰۱۶ز کال د مارچ په ۱۰مه د یوې رسمي غونډې او دولتي ډوډۍ لپاره سپینې ماڼۍ ته لاړ، چې د راپورونو له مخې ټروډو او اوباما د غونډې په لړ کې ګرمې شخصي اړیکې درلودې او مسخره څرګندونې هم لرلې دا چې کوم هېواد په هاکي کې ښه ده او کوم هېواد ښه بیر لري. دغه راز اوباما د ټروډو د ۲۰۱۵ز کال ټاکنیز کمپاین «د امید او بدلون پیغام» او د هغه «مثبت او خوشبینه لید» لپاره ستاینه وکړه. اوباما او ټروډو هم د اقلیم د بدلون او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه ګټورې خبرې اترې درلودې. همدارنګه تروډو اوباما ته بلنه ورکړه چې د کال په وروستیو کې په اوټاوا کې به د کاناډا پارلمان ته وینا وکړي.[۱۷][۱۸][۱۹]

جسټن ټروډو او ډونالډ ټرمپ (جنوري ۲۰۱۷ – جنوري ۲۰۲۱)[سمول]

وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې، ټروډو هغه ته مبارکي ورکړه او هغه ته یې بلنه ورکړه چې په لومړي فرصت کې کاناډا ته سفر وکړي. لومړي وزیر ټروډو او ولسمشر ټرمپ په رسمي ډول د لومړي ځل لپاره په سپینه ماڼۍ کې د ۲۰۱۷ز کال د فبرورۍ په ۱۳مه کې د ټرمپ له لوړې نږدې یوه میاشت وروسته سره ولیدل ، خو ټرمپ له کاناډا سره د چهارتراشو باندې د تعرفو لګولو له امله اړیکې خرابې کړې. [۲۰][۲۱][۲۲]

په ۲۰۱۸ز کال کې ټرمپ او ټروډو د متحده ایالاتو، مکسیکو او کاناډا تړون (USMCA) په اړه خبرې اترې وکړې او په دې توګه د شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ تړون (NAFTA) وروسته دا دویم تړوڼ شو، چې د کاناډا، مکسیکو او متحده ایالاتو ترمنځ د ازاد سوداګرۍ په اړه لاسلیک شو. دا تړون د« NAFTA 2.0»  یا «نوي نفتا» په نوم  وپېژندل شو، ځکه چې د NAFTA تړوڼ ډېری مادې په کې شاملې وې. دغه راز د ۲۰۲۰ز کال د جولای په لومړۍ نېټه د USMCA تړوڼ په ټولو غړو هېوادونو کې نافذ شو.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د ۲۰۱۸ز کال په جون کې وروسته له هغه چې ټروډو څرګنده کړه چې کاناډایانو ته به د کاناډا په المونیم او فولادو باندې د ټرمپ د تعرفو له امله زیان ونه رسیږي، ټرمپ ټروډو «بې انصافه» وباله او هغه یې په ناسمو څرګندونو تورن کړ، که څه هم دا څرګنده نه وه چې ټرمپ د ټروډو کومو څرګندونو ته اشاره کوله. دغه راز بله ورځ ټرمپ وویل چې د ټروډو څرګندونې « د کاناډا خلکو ته به ډېرې ګرانې تمامې شي».[۲۹][۳۰][۳۱]

د ۲۰۱۹ز کال جون میاشت کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورټاګس وویل چې «د کاناډا ادعا چې د شمال لوېدیځ اوبه د کاناډا داخلي اوبه دي د نړیوال قانون سره په ټکر کې دي».[۳۲]

جسټین ټروډو او جو بایډن (جنوري ۲۰۲۱ - اوس مهال)[سمول]

په ۲۰۲۰ کال کې د جو بایډن له بریا وروسته ټروډو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغه د بریا مبارکي وویله، چې دا په کاناډا او امریکا کې د پام وړ پرمختګ په ګوته کوي، ځکه د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې په تېرو کلونو کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال خرابه شوې وې. د ۲۰۲۱ز کال د جنوري په ۲۲مه بایډن او ټروډو خپل لومړي تلیفوني اړیکه ونیوله. ټروډو لومړنی بهرنی مشر و چې د ولسمشر په توګه یې د بایډن نه تلیفوني اړیکه ترلاسه کړ. دغه راز د ۲۰۲۱ز کال د فبروري په ۲۳مه بایډن او ټروډو خپله لومړۍ دوه اړخیزه غونډه وکړه. که څه هم دا دوه اړخیزه ناسته مجازی وه، خو دا د ولسمشر په توګه د بایډن لومړۍ ناسته وه. دواړو مشرانو د نورو موضوعاتو تر څنګ د «کوویډ-۱۹، اقتصادي بیا رغونه، د اقلیم بدلون او د کډوالو او مهاجرت» په اړه هم خبرې اترې وکړې.[۳۳][۳۴]

سرچينې[سمول]

  1. "International perspective". www150.statcan.gc.ca. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "About Us | International Boundary Commission". www.internationalboundarycommission.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. John Herd Thompson, Canada and the United States: ambivalent allies (2008).
  4. (په December 7, 2011 باندې). The Canada-U.S. border: by the numbers. CBC/Radio-Canada
  5. "The world's longest border". د اصلي آرشيف څخه پر July 4, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 1, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Cudmore, James. "Canadian military explored plan to fully integrate forces with U.S. – Politics – CBC News". Cbc.ca. د لاسرسي‌نېټه January 4, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hills, Carla A. "NAFTA's Economic Upsides: The View from the United States." Foreign Affairs 93 (2014): 122.
  8. Michael Wilson, "NAFTA's Unfinished Business: The View from Canada." Foreign Affairs (2014) 93#1 pp: 128+.
  9. "Harper, Obama to begin security talks | CTV News". Ctvnews.ca. February 3, 2011. د لاسرسي‌نېټه August 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. See Congressional Research Service. Canada-U.S. Relations (Congressional Research Service, 2021) 2021 Report, by an agency of the U.S. Congress; Updated February 10, 2021.
  11. Bickerton, James; Gagnon, Alain-G. (2014). Canadian Politics (الطبعة 6th). University of Toronto Press. د کتاب پاڼې 423. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4426-0703-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Miller, Eric (2002). The Outlier Sectors: Areas of Non-free Trade in the North American Free Trade Agreement. BID-INTAL. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789507381287. د لاسرسي‌نېټه November 6, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په November 20, 2015 باندې). Trudeau promises Obama an enhanced Canada-US partnership. World Socialist Web Site. International Committee of the Fourth International
  14. (په November 20, 2015 باندې). Trudeau warmly embraced by Obama, but don't expect concessions from U.S.. CBC News. Canadian Broadcasting Corporation
  15. (په November 6, 2015 باندې). Justin Trudeau 'disappointed' with U.S. rejection of Keystone XL. CBC News. Canadian Broadcasting Corporation
  16. (په November 17, 2015 باندې). Justin Trudeau says Canada to increase number of training troops in Iraq. CBC News. Canadian Broadcasting Corporation
  17. (په December 28, 2015 باندې). Barack Obama and Justin Trudeau set a date for first meeting in Washington. Toronto Star.
  18. "Obama welcomes Trudeau to White House, 'About time, eh?'". thestar.com. March 10, 2016. د لاسرسي‌نېټه April 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Obama on growing friendship with Trudeau – 'What's not to like?'". SWI swissinfo.ch. د اصلي آرشيف څخه پر March 18, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 27, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په November 10, 2016 باندې). Justin Trudeau invites Donald Trump to visit Canada during call that marks 'strong beginning'. CBC News.
  21. . It's Trudeau's move after Trump goes from tough talk to action with lumber duties: Chris Hall. CBC News.
  22. (په April 25, 2017 باندې). Prime Minister Justin Trudeau speaks with United States President Donald Trump. Prime Minister of Canada.
  23. "Trump Signs Trade Deal With Canada and Mexico". The New York Times. January 29, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. . The USMCA is finally done. Here's what is in it..
  25. Lea, Brittany De (November 30, 2018). "NAFTA 2.0: What to know". FOXBusiness. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Montes, Juan (February 13, 2019). "Strikes at Low-Wage Plants Signal Revival of Labor Demands in Mexico" – عبر www.wsj.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 2020-01-29 باندې). Trump Just Signed the U.S.M.C.A. Here's What's in the New NAFTA.. The New York Times.
  28. "Under USMCA, Canada rolls with 'new NAFTA'". FreightWaves (په انګلیسي ژبه کي). 2020-07-01. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "'Very dishonest & weak': Trump lashes out at Trudeau following G7 summit". thejournal.ie. Associated Press. د لاسرسي‌نېټه June 10, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Watkins, Eli. "Trump's top economic aide on Trudeau: 'It was a betrayal'". CNN. د لاسرسي‌نېټه June 13, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Dangerfield, Katie. "Donald Trump slams Trudeau (again), says PM will cost Canadians 'a lot of money'". Global News. د لاسرسي‌نېټه June 13, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 27 June 2019 باندې). The US is picking a fight with Canada over a thawing Arctic shipping route. Quartz.
  33. "Readout of President Joe Biden Call with Prime Minister Justin Trudeau of Canada". The White House. 22 January 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Remarks by President Biden and Prime Minister Trudeau of Canada Before Virtual Bilateral Meeting". The White House. 23 February 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)