د کار اهميت
د کار اهميت
[سمول]سريزه :
[سمول]انسان يو ټولنيز مخلوق دی ، ټولنيز ژوند خوښوي او تل کوښښ کوي په ټولنه کې ژوند وکړي ، ځکه پرته له ټولنيز ژوند د انساني اړتياوو پوره کول ناشوني دي ، ځکه د انساني ژوندانه د مادي او معنوي اړتياوو پوره کول هغه شوني دي چې ټولنه شتون ولري ، په هغې کې وګړي ژوند وکړي ، يو له بل سره اړيکې ولري ، او يو د بل اړتياوې سره پوره او د يو بل ستونځې سره حل کړي ، د انساني ژوندانه سهولتونه رامنځ ته کړي او په پايله کې يو پرمختللې او هوسا ټولنه چې په هغې کې ټول انسانان په خوښۍ او پوره هوساينې سره ژوند وکړي رامنځ ته کړي ، چې پورتني حالتونه يوازې په هغه حالت کې شوني دي چې انسانان کار وکړي او اوږه په اوږه سره د ټولنې د پرمختګ او انساني ژوند د هوساينې په لور ګامونه پورته کړي ، مونږ دلته د کار ځنې ارزښتونه او تر څنګ يې کار ته د اړتيا دلايل ذکر کوو:
لومړی : کار د انساني ټولنې يوه اړتيا او د ژوند تېرولو يواځنۍ لار ده .
[سمول]انسانان اړ دي چې د خپل ژوند تېرولو او د روزۍ د لاس ته راوړلو لپاره کار وکړي ، هڅه وکړي او له دې لارې د خپل ژوند اړتياوې پوره کړي ، په ټولنه کې نسبت نورو ته ښه ژوند ولري او ښه شتمني ولري ، نو ددې لپاره اړ دی چې کار وکړي، ځکه له دې پرته د خپل ژوند د مادي اړتياوو پوره کول ناشوني دي.
دويم : کار د انسانانو ترمنځ د اړيکو په رامنځ ته کولو کې رغنده رول لوبوي.
[سمول]کار د انسانانو ترمنځ اړيکې ټينګوي ، ځکه يو شخص د ژوند په ټولو چارو کې برلاسی نه وي او نه داسې څوک به شتون ولري چې ووايي زه د خپل ژوندانه ټولې اړتياوې په خپله پوره کولی شم ، نو ځکه انسانان اړ دي تر څو يو له بله سره په کارونو کې مرسته او همکاري وکړي ، لکه يو څوک طبيب دی هغه د ټولنې د ناروغانو درملنه کوي په مقابل کې يې پيسې تر لاسه کوي، همدارنګه دا طبيب اړتيا لري تر څو يو کور جوړ کړي ددې لپاره چې دی کور جوړ کړي ، نو يو خټګر ته اړتيا لري هغې ته د کار د جوړولو په بدل کې مزد او اجوره ورکوي ، خټګر بيا په خپل وار سره د نورو اړتياوو په ملتيا دې ته اړتيا لري ترڅو جامې واخلي ، نو بزاز ته ځي ټوکر اخلي بيا يې خياط ته وړي ، هغه يې ورته د اجورې په مقابل کې جامې ګنډي او په همدې ډول په يو نه يو ډول په مستقيم او غير مستقيم ډول د ټولنې ټول وګړي يو له بل سره تړلي او پيوست دي ، او په دې ډول د کار کولو له کبله يو له بل سره په اړيکه کې دي چې دا په خپله د کار په ارزښت پورې اړه لري.
درېيم : کار د ټولنې د پرمختګ او د انسانانو د هوساينې لپاره يوه ښه لار ده :
[سمول]په ټولنيزه توګه د ټولنې پرمختګ دې ته اړتيا پيدا کيږي چې په ټولنه کې ابادي او عمراني کارونه ترسره شي لارې ، سړکونه ، ښارونه ، فابريکې او کارخانې جوړې شي ترڅو د انسانانو اړتياوې پوره شي او په دې ډول د انسانانو هوساينه رامنځ ته او د انسانانو د لا ښه ژوند د زمېنې د برابرولو لپاره کار وشي او دا ټول په هغه وخت کې ممکن دي چې په ټولنه کې کار شتون ولري ، ځکه په ټولنه کې يو شخص يو کار جوړوي دويم ورپسې بل او همداسې د يو زنځير بڼه غوره کوي د بېلګې په ډول اډېسن برېښنا رامنځ ته کړه تر هغې وروسته د برېښنا له کبله نن سبا نژدې پنځوس سلنه کارونه د برېښنا په مرسته تر سره کيږي چې د هغوی له جملې د برېښنايي اورګاډو ، په فابريکو کې د حرارت د برابرو د طبي وسايلو د پرمختللې بڼې په رامنځ ته کولو ، د کمپيوټر په رامنځ ته کولو کې چې نن سبا ډېر فکري او عملي کارونه په ډېره چټکۍ او لږ وخت کې په اسانۍ سره تر سره کوي او د انسانانو لپاره يې يو سهولت ، اسانتيا او هوساينه رامنځ ته کړې ده.
څلورم : کار د يو هېواد د اقتصادي پياوړتيا او د وګړو د ژوندانه په پرمخبيولو او لوړولو کې ځانګړی ارزښت لري.
[سمول]کار دی چې له مخې يو هېواد اقتصاد پياوړی کيږي د بېلګې په ډول په هغه هېوادونو کې چې ځوانان يې زيات وي نسبت هغه هېوادونو ته چې په هغوۍ کې د ځوانانو کچه کمه ده ، اقتصاد يې پياوړی دی ،ځکه ځوانان چې د کار کولوښه وړتيا په ځان کې لري زيات کار تر سره کوي او په پايله کې يې هېواد اقتصادي پرمختګ کوي چې د اقتصادي پرمختګ سره د هېواد داخلي حالت ښه کيږي ، دولت خپل تصميمونه په ښه بڼه پلي کوي او په پايله کې يو هوسا ، پرمختللې او له امنه ډکه ټولنه رامنځ ته کيږي چې دا ټول هر څه د کار له برکته دي او د کار ارزښت راپه ګوته کوي.
پنځم : په نړۍ کې د بېلا بېلو کيماوي درملو، وسلو ، موټرونو ، ماشينونو او نور د کار د کولو په پايله کې رامنځ ته شوي:
[سمول]د نړۍ اوسنۍ حالت چې تقريبا دوه پېړۍ دمخه ددې حالت د راتللو هيڅ تمه او فکر هم نه کېده ، خو پل پر پل د انسانانو د هڅو او کار په پايله کې نړۍ اوس داسې حالت ته رسېدلې چې تر مريخه پورې د انسانانو ختلو ته يې زمينه برابره کړه ، د خلکو ترمنځ يې اړيکو ټينګولو په برخه کې مختلفې لارې چارې رامنځ ته کړې چې د هغې له جملې څخه د د موبايل ، انټرنيټ ، فيسبوک ، سکايپ او نورو نومونه چې په ژوندۍ بڼه پرې مونږ خبرې کولای شو ، معلومات سره شريکولای شو او يو بل مخامخ پرې ليدلای که څه هم زمونږ تر منځ په ميلونو ، ميلونو واټن شتون ولري.
شپږم : کار کول دانسان بدن پياوړی کوي او له ناروغی په مقابل کې انسان تندرست ساتي:
په پای کې
1. انسانان د خپل ژوند تېرولو لو لپاره اړ دي چې کار وکړي.
2. کار تر سره کول د انسان يو ټولنيزه وجيبه او ځانګړتياده
3. د نړۍ اوسنی پرمختګ ټول د کار د ارزښت ښکاروندويي کوي.
4. کار دی چې د ټولنې د وګړو د هوساينې سبب ګرځي .
5. کار دی چې د انسان د بدن په پياوړتيا او روغوالي کې ستره ونډه لوبوي .
6. کار د انسانانو ترمنځ د ټولنيزو اړيکو په ټينګولو کې ستره ونډه لوبوي .
7. کار د هېوادونو د اقتصاد په پياوړي کولو کې ستر ارزښت لري.