د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
| د Qayyum Qayyumi Official، خبرو اترو مخ ته ښه راغلئ!
|
السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ!
موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو.
د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.
-- Af420 اړیکه ۲۱:۴۸, ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۴ (نړیوال وخت)
کيلي او زولنې
قيوم قيومي (خبرې اترې) ۱۲:۴۷, ۱۶ نومبر ۲۰۲۵ (نړۍوال وخت)
په ژوند کې تر ټولو مړاوې هيله هم له ټولو راڼې هيلو غوره وي، که هغه د هغه چا له لورې شوې وي، چې يوازې د ټوکو او تشو شېبو د تېرېدو لپاره درسره ژمن شوي وي.
له ځان پرته، پر هېچا دا باور مه کوه چې نه ماتېدونکی دی؛ ځکه کله ناکله سخت او ټينګ څيزونه، تر پستو او نازکو څيزونو هم ژر ماتېږي.
باور هغه کور دی، چې د ټينګوالي له ژمنتيا سره، د پولادو دېوالونه لري؛ داسې خوندي ور يې جوړ کړی، چې يوازې هغه کسان کولای شي پرانېزي، چې له دې وړاندې يې د باورتيا په مزل کې رښتينی تګ راتګ کړی وي.
په انسانانو کې يوازې هغه څوک ما ليدلای او اورېدلی شي،
چې له ما سره يې دا مزل يوځای کړی وي.
هغه کولای شي،
چې د شپې په تياره کې هم،
بې له ور او اذان څخه،
زما کور ته ننوځي.
که باور د انسان په څېر وجود لرلی،
نو ښايي رښتونې توګه وژل شوی وای،
يوازې د دې لپاره،
چې د انسانانو تر منځ هغه نښلونکی مزی پرې کړي،
چې «باور» نومېږي. قيوم قيومي (خبرې اترې) ۱۳:۲۳, ۱۶ نومبر ۲۰۲۵ (نړۍوال وخت)
|
|