د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
| د Fazalahmadkhaksar، خبرو اترو مخ ته ښه راغلئ!
|
السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ!
موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو.
د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.
-- امجد خان اړیکه ۰۱:۱۷, ۱۶ جون ۲۰۱۹ (ہ ن و)
لکه شاعر
دا څنګه ترنم کړي ستا بنګړی لکه شاعر
را ويښ یې کړم له خوبه بېګانی لکه شاعر
دا مه ماتوه، دا به دې پکار شي دچا زړه ده
دا دومره قېمتي ده دا غمی لکه شاعر
د ژوند ورستۍ شېبې وې، لا یې نوم د یار په خوله و
الله دې راکوي داسې مرګی لکه شاعر
د قبر په لایحو دې نوم لیکم او ورته ژاړم
زه هم شومه همداسې لېونی لکه شاعر
غزل غزل ځواني دې پرې الهام شیندي له ورایه
د خیال پر زنګانه مې پروت زړګی لکه شاعر
لفظونه یې خواږه دي، اوازونه یې خواږه دي
ستایي مې، یادوي مې یو سړی لکه شاعر
د چا په غم کې ګرځي سوی لوی لا لهانده
"شېکن" دی له مودو نه مړ ژوندی لکه شاعر
.
زموږ پاڼه:
شاعر شېکن خروټی
شاعر شېکن خروټی Fazalahmadkhaksar (خبرې اترې) ۰۱:۱۹, ۱۶ جون ۲۰۱۹ (ہ ن و)
|
|