منځپانگې ته ورتلل

د کارن خبرې اترې:Ehsanullah Nu0ri

مخ منځپانگې په نورو ژبو کې نه ملاتړ کېږي.
سکالو ورگډول
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ! موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو. د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.


-- Af420 اړیکه ۱۴:۵۴, ۹ اپرېل ۲۰۲۲ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

دمعنوي ملکيتونو نړيوال سازمان(WIPO)

[سمول]

دمعنوي يا فکري  ملکيتونو حقوق چي په انګليسي کي ورته (intellectual property) يا(intangible property)ورته وايي چي د فکري يادلمس نه وړ په معنا دي


داهغه حقوقو ته ويل کيږي چي خپلو خاوندانو ته دفکري او ابتکاري فعاليتونو له حق څخه دګټه اخيستلو واک ورکوي, چي دمعاملي او اقتصادي ارزښت درلودونکي دی, ولي موضوع يي يو مادي معين شي نه دی لکه: دمؤلف حق, داختراع حق, تجارتي او صنعتي علائم, تجارتي اسرار ياهم داسي تعريف کوو: دفکري ملکيت حقوق هغه حقوق دي چي دهغه خاوند ته اجازه ورکوي څو دانسان دفعاليت يا فکر له ګټو او ځانګړي شکل څخه ځانګړي ګټه واخلي. يا هم په صنعتي, ادبي او هنري ډګرونو کي دذهني او فکري خلاقيتونو او پديدو له راوتلو څخه عبارت دی. ځيني ليکوونکي وايي: د(فکري ملکيت) نوم ددي حقوقو لپاره غوره دی ځکه منشاء يي ددي حقوقو فکر او انديشه ده, او ځيني نور بيا وايي چي د(معنوي ملکيتونو) نوم غوره دی ځکه ځيني حقوق لکه: سرقفل دفکر او انديشي په سبب نه دي رامنځته شوی ولي يوازي په دي خاطر چي مادي وجود نه لري ددي حقوقو په قلمرو کي ځاي نه لري.

دمعنوي ملکيتونو دحقوقو څخه دملاتړ نړيوال سازمان (WIPO) (World Intellectual Property Organization) داستهلاکم دتوافقنامي دامضأ په ترڅ کي داسازمان دملګرو ملتونو د16 تخصصي څانګو څخه يو څانګه ده, چي داسازمان په 1967م کال دنويو او ظروفو اثارو دتشويق په خاطر دمعنوي ملکيت څخه دحمايت په خاطر په نړۍ کي تاسیس شوی. دمعنوي ملکيت څخه دحقوقو نړيوال سازمان کي اوس 193 هيوادونه عضويت لري او ددي سازمان دفتر اوس دسويس هيواد مرکز جينوا کي شتون لري.

  • دWIPO سازمان دملګرو ملتونو داصلي څانګي(داجتماعي او اقتصادي شواری) لخوا رهبري کيږي.
  • دWIPO نړيوال سازمان په هره مياشت په جينوا کي عمومي غونډه جوړوي او په مهمو موضوعاتو باندي بحث کوي.

دمعنوي ملکيتونو يا هم فکري ملکيتونو په ساحه کي ترټولو مهم جهاني سازمان دWIPO دی, دغه سازمان دکنواسيون په امر چي په 1973م کال کي داستهلاکم په مجلس کي تصويب شو او په کار يي پيل وکړ, او زياتي بين المللي معاهدي لکه داختراع دثبت دهمکارۍ تړون PCT, دليسبون موافقتنامه او دمادريد پروتوکول ددغه سازمان تر نظر لاندي رامنځته شوي.

تاريخچه: که دفکري(معنوي) ملکيتونو دتغيراتو او تحولاتو ساحه د1880م کالونو ترمينځ تر بحث لاندي ونيسو نو دي واقعت رسيږو چي چي دمختلفو هيوادونو, دولتونو او سياستمداران دمعنوي يا فکري ارزښتونو دمحافظت په خاطر يو مشترکه حل لاره يا هم په بين المللي سطحه دهماهنګۍ په ډول يو مسير وټاکی, چي ددي مسير نتيجه داشوه چي په 1883م او 1886م کلونو کي دپاريس او برن کنوانسیونونه او ددي په ادامه دمادريد موافقتنامه په 1891م کال کي رامنځته شوه. دپاريس کنوانسیون چي دصنعتي ملکيتونو دحمايت په اړه تصويب شو او دخپلو کلنۍ تشکيلاتو او اومورو دمديريت لپاره بين المللي اداره تشکيل يا هم رامنځته کړه. همداسي دبرن(Brene) کنوانسیون چي دادبي او هنري آثارو دحفاظت په اړه فعاليت درلود په پاي کي په 1893م کال کي دانظر مطرح شو چي دالوړ ذکر شوي بين المللي دفاترو له يو بل سره يو ځاي ورسپارل شوي وظايف ترسره کړي ددي تصميم په بنياد نوي دفتر چي دبيرپي(BIRPI) نوم يي درلود دسويس هيواد په برن کي ځای پر ځاي شو. دشلمي پيړۍ په اوله نيمايي کي دفکري ملکيت دمفهوم پراختيا ددي سبب شوه چي بيرپي هم له ځينو تغيراتو سره مخ شي, يعني کله چي په 1960م کال دملل متحد سازمان دفتر ته دنژديوالي په سبب د بيرپي(BIRPI) ځاي جينوا ته تغير شو. يوه لسيزه وروسته او دهغه جلسو وروسته چي په استهکلم(سويس) کي ترسره شوي, يو کنوانسیون د(فکري ملکيت دنړيوال سازمان تأسيس) په نامه دبرن(Brene) او پاريس (Paris) دکنواسيونونو دهماهنګۍ په هدف او دبيرپي دفعاليت دتنظيمولو په موخه رامنځته شو او دمعنوي ملکيت نړيوال سازمانچي نن ورځ په نړيوال ډول دفکري ملکيت په برخه کي په پراخه ډول فعاليت کوي بنياد يي کيښودل شو او دبيرپي نوم په ويپو(WIPO) تبديل شو. وروسته په 1947م کال کي ديوي موافقتنامي په ترڅ کي چي دملګرو ملتونو دسازمان لخوا ترسره شوه د16 اختصاصي څانګو څخه يو څانګه شوه. ويپو(WIPO)دفکري ملکيت دفعاليتونو تنظيمولو, دفني او او صنعتي مهارتونو انتقال په ټولنه کي داقتصادي, اجتماعي او فرهنګي ځانګړتياوو په موخه اسانتياوي برابروي او حقوق يي برپايه کوي. اهداف او وظايف: دمعنوي ملکيت نړيوال سازمان دخپل معرفت په هکله وايي وايپو(WIPO): يو نړيواله سياسي ټولنه ده چي دولتونه, نړيوال سازمانونه, صنعتي ډلي او مدني ټولني ټوله په ګډه دفکري ملکيت مسائل حل اوفصل کوي.

  • غړي هيوادونه بايد په منظم ډول دتصميم په کميټو او ناستو کي مختلفي مقالي وړاندي او ددي حوزي دظرفيت په لوړولو کي خپلي هڅي وکړي.
  • غړي هيوادونه بايد خپل اصلي هدف چي دنويو ظروفو او ابتکاراتو ترويج او تشويق دي پر مخ يوسي.

دويپو(WIPO) سازمان دوه مهم اهداف لري; 1: په نړيواله سطحه دفکري ملکيت په برخه کي دساتني لا هڅي. 2: اداري او اجرايوي همکارۍ او مرستي دفکري ملکيت دحمايت داتحاديو ترمنځ کوم چي دWIPO دشرح څخه رامنځته شوي تضمين وکړي. دوايپو(WIPO) سازمان دي اهدافو ته درسيدو لپاره ځيني فعاليتونه ترسره کوي لکه: 1: اصولي يا دستوري فعاليتونه: داهغه فعاليتونه دي چي دځينو قواعدو او دستورونو له مخي دفکري ملکيت دحمايت اړوند دنړيوالوړمعاهداتو په نظر کي نيولو سره ترسره کيږي. 2: بروګرامي فعاليتونه: دا فعاليتونه مشروع, قانوني او تخنيکي دهمکارۍ ډلي دي, چي دفکري ملکيت په برخه کي فعاليت ترسره کوي. 3: نړيوال ستندردونه او طبقه بنديو فعاليتونه: دصنعتي ملکيتونو ددفترونو ترمنځ همکارۍ په برکي نيسي خاصتأ لکه: تجارتي علائم. 4: دثبتولو او اسنادو فعاليتونه: هغه خدماتو ترسره کول دي چي دنړيوالو غوښتنو لکه داختراع دثبت حقPCT, يا هم دنښانو دثبتولو يا دصنعتي طراحيو ثبتولو ته مربوطيږي.

داستهلکم دکنوانسيون د 3 مادي پر اساس دوايپو (WIPO) سازمان اهداف عبارت دي له:

  • دمعنوي ملکيت يا فکري ملکيت څخه دحمايت اعلان دنړي په هره سطحه کي. *دهيوادونو دهمکارۍ له مخي دپاريس او برن کنوانسیون دټولنو ترمنځ داداري همکاريو تأمين, څو خپل مشخص اهداف چي داستهلکم دکنوانسيون په 4 ماده کي دددغه سازمان لپاره پيش بيني شوي ترلاسه کيږي.
  • دنړۍ په سطحه دفکري ملکيت څخه دمؤثر حمايت د اسانتياوو او تدابيرو پراختيا او ارتقا او دملي قوانينو هماهنګي په دي برخه کي.
  • دپاريس داتحاديو مربوط د اداري وظايفو ترسره کول, همداسي دنورو هغه اتحاديو چي د پاريس اتحاديي ته مربوطيږي پکي شامليږي.
  • دهر هغه بين المللي موافقتنامو په اجرا کي داخليدل يا شراکت کول چي دفکري ملکيت دحمايت او دحمايت او لوړتيا په هدف رامنځته شوي وي.
  • هغو بين المللي قرادادونو ته تشويق چي دفکري ملکيت دپراختيا او حمايت اړوند وي.
  • هغه هيوادونو ته دهکارۍ پيشنيهاد چي دفکري ملکيت په برخه کي دحقوقي او فني مرستي غوښتونکي وي.
  • دفکري ملکيت دحمايت اړوند داطلاعاتو خپرول او جمع کول او هداسي په دي برخه کي دمطالعاتو پراختيا چي په نتيجه کي د لاسته راغليو موادو په چاپ رسول.
  • ددغه سازمان دپراختيا او حمايت اړوند دهر بل غوښتل شوي او لازم اقدام ترسره کول.
  • دفکري ملکيت نړيوال سازمان جوړښت*

دفکري ملکيت نړيوال سازمان ددوو اصلي ارګان درلودونکی دی چي عبارت دي له:

  • صنعتي ملکيت, لکه: تجارتي نښانونه, صنعتي طراحي, داختراع محافظت...
  • دتأليف حق: ادبي آثار, موسيقي, هنرونه....

ددي سازمان جوړښت دلاندي څخه دی:

  • عمومي اسامبله: په دي کي دوايپو دټولو عضوه هيوادونو شموليت او همداسي دبرن او پاريس اتحاديو غړي شامل دي.
  • جلسي: دوايپو ټولو غړيو هيوادونو شموليت بغير له دي چي پاريس يا برن اتحاديو غړي شتون ولري يايي ونه لري.
  • دهماهنګۍ او ګډ کار کميټه: دوايپو ځانګړو غړو لرونکي ده کوم چي دبرن اوړپاريس اتحاديو داجرايوي برخي غړيتوب ولري.
  • بين المللي دفتر: چي دسازمان دمکتوبونو او اسنادو او دوسيو اداره پر غاړه لري.

"ددي سازمان مخکنی مدير Fracis Gurry وو چي په 2008م کال کي وټاکل شو چي په 2014 ميلادي کال کي بيا د6کالو لپاره وټاکل شو تر2020م کال پوري, په 2020م کال کي Daren Tang دسينګاپور هيواد اوسيدونکی د55رايو په درلودلو سره دهماهنګۍ دکميټي لخوا دچين هيواد اغلي Binging Wang په 28رايو سره شکست وروسته مدير وټاکل شو چي تر اوسه پوري خپل وظيفه پر مخ وړي. سستراتيژي او دپرمخ بيولو سياستونه: دهغو معلوماتو له مخي چي دWIPO سازمان اړوند ورکړل شوي هغه هيوادونه چي دWIPO سازمان دعضويت غوښتنه کوي, دلاندي شرايطو څخه ديويي درلودلو سره کولاي شي عضويت تر لاسه کړي:

  • دپاريس دکنوانسيون غړيتوب درلودونکي وي.
  • دصنعتي ملکيت دحمايت اړوند او يا دبرن کنوانسیون غړيتوب درلودونکي وي.
  • دادبي او هنري اثارو دحمايت اړوند غړيتوب درلودونکي وي.
  • دملګرو ملتونو سازمان غړيتوب يا هم ددي سازمان دتخصصي څانګو دغړيتوب لرونکي وي.
  • دوايپو دعمومي اسامبلي لخوا دعضويت غوښتنه وشي.

"په ده سازمان کي ډيره مهمه نقطه, دنورو هغو سازمانو چي دملګرو ملتونو تر نظر لاندي دي تقريبأ دمالي اړخه ددي سازمان خود کفايي ده فرق لري, د2018,19,20 کلونو کي دوايپو سازمان تخميني برآورد 800 ميليونه سويس فرانک وو, په داسي حال کي چي مصارف په هغه وخت کي ددي سازمان 725 ميليونه سويسي فرانک وو, ددي سازمان 95% عايد دنړيوالو سيسټمو کاربرانو Usersته دخدماتو دارئه کولو څخه لاسته راځي لکهPCT, مادريد(دغه سيسټم دتجارتي نښانو دثبت او مديريت لپاره دی۔۔۔

دمعنوي ملکيت دحقوقو اړوند کنوانسيونونه; دمعنوي ملکيتونو اړوند ډير کنوانسيونونه شتون لري, موږ دمثال په توګه ترينه يو څو راخلو: (1): دپاريس کنوانسیون دصنعتي ملکيت نه دملاتړ په موخه رامنځته شوی۔ دغه کنوانسیون دمعنوي ملکيت حقوقو دملاتړ نړيوال سازمان يا دويپو له لوري کنتروليږي (30) مادي لري, دغه کنوانسيون په 1883م کال کي دمارچ دمياشتي په 20 نيټه دفرانسي په مرکز پاريس کي ديوولس(11) هيوادونو (بلجيم, فرانسه, ايټاليا, هالند, سويس...) اونورو لخوا امضاء شو. دجون په 7 نيټه په 1884م کال کي انګلستان(UK), تونس(Tunisia), اکوادور(Ecuadur) هم ددي سازمان غړي شول. ددغه کنوانسیون ځيني وظايف: (1) دصنعتي ملکيت حق دحمايت په اړوند داطلاعاتو راټولول او خپرول. (2) دغه کنوانسیون دصنعتي ملکيت حق دآسانولو په منظور څيړني کوي, او معلومات غړو هيوادونو ته ليږی. (3) دغه کنوانسیون دولتي او غير دولتي سازمانونو ته دکنفرانس زمينه برابروي. -دبرن (Brene) کنوانسیون دآدبي او هنري آثارو دملاتړ په اړه رامنځته شوی. دغه کنوانسیون هم دوايپو(WIPO) له لوري کنتروليږي يوه ضميمه او 38 مادي لري. دغه کنوانسیون دسويس هيواد دبرن په ښار کي په 1884م کال دسپټمبر په 9 رامنځته شو, ددي لپاره چي ددغه کنوانسیون خلاوي او نوقص حل شي څوځله تر څيړني لاندي نيول شوی داول ځل لپاره په 1908م کال کي دبرلين په ښار کي تر نظر لاندي ونيول شو او څوځله نور هم څيړل شوی. دغه کنوانسیون د1887م کال نه تر اوسه 165 غړي لري, چي افغانستان تر اوسه پوري يي غړيتوب ندی ترلاسه کړی. Ehsanullah Nu0ri ([[د کارن خبرې اترې:Ehsanullah Nu0ri|خبرې اترې] دغه ټول معلومات دمختلفو کتابونو څخه راخيستل شوي او ځيني يي له انګليسي ژبي څخه راژباړل شوي.) ۱۴:۵۹, ۹ اپرېل ۲۰۲۲ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)