منځپانگې ته ورتلل

د کارن خبرې اترې:Babak Stanikzai

مخ منځپانگې په نورو ژبو کې نه ملاتړ کېږي.
سکالو ورگډول
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ! موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو. د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.


-- Af420 اړیکه ۱۷:۵۱, ۹ فبروري ۲۰۲۵ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

عبدالمالک ستانیزی

[سمول]

شاعر، لیکوال او ټولنیز مبارز ښاغلی ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالمالک ستانیزی د قومي مشر ارواښاد حاجي عبدالمبین زوی د لوګر ولایت د محمدآغې د ولسوالۍ د ُسرخ آباد د حوزې د بهادرخیلو د کلي اوسیدونکی چی په 1366 هجري لمریز کال کی د پاکستان د پښتونخوا د شینکیاری په سیمه کی د ک‌‌‌‌‌‌ډوالۍ پر مهال دې نړۍ ته سترګې غړولي، ابتدايه او متوسطه یې د پیښور د شمشتو کمپ د حضرت قیس بن سعد رض په ښوونځي کی لوستې او د آي، آر، سي له عالې تجربوي لیسې څخه په 1385 هجري لمریز کال کی فارغ شوی، روسته یې د ابوعلي سینا د طبي علومو په انسټيټيوټ او افغان انټرميډيټ میډيکل انسټيټيوټ کی د غاښونو او ناروغ پالنې په برخه کی زده کړې کړي، د دیني زده کړو تر څنګ یی د کمپيوټر، انګلش، لنډ یا د ځمکې د سروې، موبائل اینجینرنګ،ژورنالیزم او اعتیاد په برخه کی هم لنډ مهالې زده کړې کړي، په ۱۳۹۹ لیږديز لمريز کال کښې یې د کابل د دعوت پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځۍ د ادارې او څارنوالۍ د څانګې څخه د لیسانس سند تر لاسه کړی، په طبي او اداري برخو کی لکه اعتیاد او روان درملنه، نرسنګ،‌‌‌‌‌‌ډېنټل، او د ام، سي، پي، اې د ماین پاکۍ له مؤسسې سره د ناروغ پال په توګه کار کړی، تیر کال د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د بورګ د سیمې د ټپيانو د تداوي د مرکز سوپروایزر او فوکول پوائينټ او په [1397] لیږديز لمريز کال د کف د موسسې سره د محمدآغې ولسوالۍ د حفظ الصحې د برخې سوپروایزر وه، او همدارنګه تر دې روسته د کليو او پراختيا وزارت د ښاري تړون په برنامه کی د لوګر ولايت د ټولنيز کارکوونکي په توګه کار وکړ، له وړکتوبه د ادب مینوال پاتې شوی، خو په 2001 کال کی هاغه مهال چی هیواد د نړیوالو ځواکونو تر برید لاندې راغی ‌‌‌‌‌‌ډاکټر مالک ستانیزي د حماسي اشعارو په لیکلو لاس پورې کړ، وخت په وخت به یی د پیښور چاپ له ورځپاڼو لکه سهار، وحدت، خبرونه، شهادت او اونیزو لکه تنویر او همدارنګه له ځينو مجلو لکه، ورځ، هیواد، لمن، څرک، شهامت، سليمان غر او الفت څخه اشعار، سیاسي، ټولنیزې، تحقیقي، او ادبې لیکنې، مقالې،لنډې کیسې او تنقیدي بحثونه نشرېدل، ځينې شعرونه د مختلفو ترانه ویونکو لخوا په ترنم کی هم زمزمه شوي، د تأسف ځای دا دې چی نوموړي خپلې ‌‌‌‌‌‌ډېرې لیکنې د بی غورۍ له امله ورکې کړي، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ستانیزی له پیښوره تر کابله او لوګره په مختلفو غونډو کی په سټیج د یوه اور ژبي ویناوال او د خپلو اوږدو، خوږو، پاروونکو او د مثبت پیغام لرونکو فوق العاده نظمونو د لوستونکي او دکلمه کوونکي په توګه منل شوی او بی ساری دی،طنزیه شاعري يې هم کړې، خو د رومان او غزل تله یی په ټولو برخو درنه ده، د اشعارو تعداد یی له زرګونو اوړي، خو لا هم چاپ شوې ټولګه نلري، د اوږدې مودې راهیسي یی د ژوند د بیړۍ د پرمخ بیولو او مسؤلیتونو له امله ادبي نړۍ سره مخه ښه کړې. ډاکټر عبدالمالک ستانکزي د 2019 په لمړيو کی هيواد پرېښود، لمړی هنداو بيا ايټاليې ته ولاړ، له ايټاليې څخه فرانسې ته ولاړ او دوه کاله د پاريس په ښار کی میشت وه چی بيا د انګوليم ښارګوټي ته انتقال شو، له فرانسې او پاريس څخه يې د هيوادوالو د پوهاوي لپاره د طبي، ادبي، سياسي، ټولنيزو، او ديني ويډيويي پيغامونو سلسله شروع کړه چی په ټوله افغان میشته سيمو او په ځانګړي توګه په پښتنو يی خورا ژور اثر وشينده، چی اوس مهال يو لوی شمير پښتانه ځوانان د دده د فکر پلويان او لارویان دي. Babak Stanikzai (خبرې اترې) ۱۸:۵۲, ۹ فبروري ۲۰۲۵ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)