د کارن خبرې اترې:103.28.132.52
سکالو ورگډولد پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تېره شپه له خپلې مېرمن بشر یٰ بي بي سره یو ځای پنجاب ایالت پاکپتن سیمه کې د بابا فرید شکر ګنج زیارت ته تللی او د ویډیويي کلیپ له خپرېدو وروسته یې پاکستان کې پر خواله رسنیو یوه پراخه لفظي شخړه پیل شوې ده. بحثونه پر دې تاوده دي، چې عمران خان د زیارت پر درشل تندی ولګاوه. دغه ویډیو لومړی ځايي رسنیو خپره کړه، خو وروسته پر خواله رسنیو خورا ډېره لاس پر لاس شوه. ځینې کسان له مذهبي دلیلونو سره له همدې کبله پر عمران خان نیوکې کوي، خو د عمران خان ګوندي ملګري بیا له هغه نه په دفاع کولو بوخت دي. خبریال مبشر زیدي پر ټویټر لیکلي: د یو چا مذهبي عقیده زما ستونزه نه ده، خو زیارت کې د عمران خان سجده خواشینونکې ده. ځواب کې یې له @diplomat_79 له نومي حسابه لیکل شوي دي، دا د عمران خان د عقیدې موضوع ده، چې زه یا بل څوک یې په اړه د نظر څرګندولو حق نه لرو. عمران خان او مېرمن یې پر زیارت پوښ وغوړاوه او له د زیارت له منجاور عظمت سعید چشتي سره یې ولیدل. يو شمېر کسانو بیا لیکلي، چې عمران خان د زیارت وره کې تندی پر ځمکه نه دی ایښي، بلکې د درشل له ښکولو وروسته ودرید. ځینې کسانو بیا پر عمران خان د نیوکه کوونکو په ځواب کې د پاکستان پیپلزګوند مشر بلاول بوټو زرداري تصویر خپور کړی، چې د هندوانو معبد کې پر یوه بت اوبه شېندي. بټنوک
د خبرو اترو دې مخ ته ښه راغلاست
خبرو اترو مخونه هغه ځايونه دي چېرته چې خلک په ويکيپېډيا کې د منځپانگې د لاښه کولو په اړه خبرې اترې کوي. د دې وېبپتې څخه د شوو سمونونو په اړه د خبرو اترو پيلولو لپاره دا مخ وکاروئ. څه چې تاسو وايئ؛ نو هغه به د نورو کارنانو لپاره په ټوليزه توگه ښکاره شي. ډېری وېبپتې په دوره يي ډول بدلېږې او ډېری وختونه د بېلابېلو وگړو له خوا کارول کېږي.