د کارن خبرې اترې:پتمن/تمرین مخ
سکالو ورگډولانګلستان يا (united kingdom) د انګلستان سياسي تاريخ الف: عمومي څرنګوالی : انګلستان د اروپا په شمال لويديځه څنډه کې پروت دی چې له شمالي اتلانتيک سمندر،د انګلينډ کانال ،د کانال ټاپوګانو ،د شمال سيند ،د ايرلينډ سيند،او ايرلينډ سره ګډه پوله لري ،رسمي نوم يې د لويې بريتانيا او شمالي ايرلينډ متحده پاچايي يا united kingdom of great and northern Ireland ،نړيوال نوم يې متحده پاچايي يا united kingdom او لاتيني نوم يې انګلينډ دی،پولي واحد يې پونډ دی،د حکومت ډول يې مشروطه شاهي دی او له اداري پلوه په څلورو ولايتونو انګلينډ،ويلز،سکاتلينډ او شمالي ارلينډ ويشل شوی دی ،څه دپاسه دوه لکه څلور څلويښت زره کيلو متره مربع مساحت لري او له مذهبي پلوه په کې په مسيحيان ،مسلمانان،سکهان،يهوديان او نورې ډېرې مذهبي ډلې په کې اوسيږي. د حکومت ډول يې سلطنتني دی خو د پادشاه مقام صرفا تشريفاتي بڼه لري او اجرايوي واکونه عملا له لومړي وزير او پارلمان سره دي او پارلمان يې له دوه مجلسونو څخه جوړ شوی دی چې عبارت دي د عوامو له مجلس او لردانو له مجلس څخه . په انګلستان کې دوه لوي سياسي ګوندونه موجود دي چې نږدې اويا کاله کيږي چې په نوبت سره په دغه هېواد کې حکومت کوي. يو ګوند محافظه کار(conservative) او بل کارګوند (party labor) نوميږي. د محافظه کار ګوند د انګلستان د پخواني ګوند (تورې) ځای ناستی دی، چې د ۱۹ قرن په لومړيو کې تاسيس شوی و او اشراف او ارستو کراتان په کې راټول شوي ول ،خو اوسنی محافظه کار ګوند ددې باوجود چې د انګلستان د استعماري سياست په دوام او طبقاتي او سرمايه دارې طبقې د امتيآزاتو په ورکولو ټينګار کوي اوس يې تر ډېره حده ځان د عصر له غوښتنو سره عيار کړی دی. د کار ګر ګوند په ۱۹۰۰ ميلادي کال کې د انګليسي کارګري ټولونو له يوځای کېدو څخه رامنځته شو او له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په يو لوي سياسي ګوند بدل شو . دغه ګوند يوځل په ۱۹۲۴ او بيآ په ۱۹۲۶ ميلادي کال کې د لبرال له ګوند سره ايتلاف وکړ او حکومت ته ورسيد. خو د لومړي لپاره په يواځيتوب سره دغه ګوند په ۱۹۴۵ ميلادي کال کې واک ته ورسېد چې په لومړي ګام کې دې ګوند د (اتلي) په مشرۍ هند او پاکستان ته خپلواکي هم ورکړه. ب: تاريخ: د کلونو د تاريخي دوران په پای کې دوه بيلابيلې قبيلې چې د يوې قبيلې د خلکو د مخ هډوکو کې اوږده او د بلې پلن ؤ له خپلو څارويو سره د هسپانيې له اوسنۍ خاورې څخه د انګلستان اوسنی انګلينډ ته ولېږديدل،لرغون پيژندونکی دا دوه ډلې خلک د ايبري په نامه پېژني.ايبريان چې نوم يې له ميلاد څخه شپږ پيړۍ د مخه هم تواريخو کې ليدل کيږي ډيره موده مخکې له افريقا څخه اروپا ته کوچيدلي وو او هلته د ايبري په ټاپو وزمه کې ميشت شوي وو د ۴- ۶ قبلا الميلاد د پيړيو په منځ کې د سلت شپانه قومونه له اسپانيا څخه د ځمکو او څړځايونو د ترلاسه کولو په نيت په انګلينډ وروختل او ايبريان يې له دې ځايه وشړل،تاريخي څېړنې ښايي چې د سلت شپانه قومونه د ميلاد څخه د مخه په دويمه جزيره کې د اوسني المان په جنوب لويديځو او د اوسنی فرانسې په ختيځو سيمو کې اوسيدل او ډېر ژر په ټوله اروپا کې خپاره شول.په انګلينډ باندې د سالت اقوامو وروستی يرغل په ۷۵ قبل الميلاد کال کې شوی دی . مؤرخين وايي چې په هغه وخت کې د سلتيانو دوه غټې څانګې ګال (gale) او بريتون (breton) نوميدې چې لومړۍ يې د راين د سيند په جنوب او دويمه يې د فرانسې د پيرنه په غرونو کې اوسيده . بريتون د هغه خلکو ملک ته وايې چې خالونه به يې وهل . له ميلاد څخه ۵۵ کاله دمخه د روم ستر واکمن ژوليوس سزار د شتو په تمه په انګليند يرغل وکړ ،سزار ددغه سيمې د مشرانو له بې اتفاقۍ څخه ګټه پورته کړه او هلته يې يو څه ځمکې ونيولې ،په انګلينډ باندې د روميانو اصلي يرغلونه په کال ۴۳ ميلادي کال کې پيل شول په دغه يرغلونو کې چې د روم ۵۰۰۰۰ سرتيرو په کې برخه اخيستې وه د انګلينډ ډېری ځمکې د روميانو سره لاسته ورغلې . په دغه اوږد جګړو کې د انګلينډ ډيرو خلکو د روميانو په وړاندې کلک مقاومت وکړ او ډير يې په دغه جګړو کې ووژل له همدې امله د ۲ ميلادي پيړۍ په پيل کې د انګلينډ د جنوبي سيمو ډيري ښيرازه ځمکې د روميانو لاسته ورغلې چې حاصلات يې روم ته وړل کېدل. په ۵ ميلادي پيړۍ کې دروم ستر واکي له کمزورتيا سره مخامخ شوه له همدې کبله د انګلو (angles)او ساکسون (saxons) په نامه دوه قومونه د جرمني له خاورې څخه په انګلينډ يرغلونه وکړل ،په همدې کلونو کې د انګلينډ خلکو لږه کورواکي ترلاسه کړه ،انګلو ساکسونيانو ورو ورو له هغه سلتيانو سره چې په انګلينډ کې د روميانو له تمدن او کړو وړو سره بلد شوي ول ودونه وکړل او تدريجا یې داسې وړې وړې ټولنې رامنځته کړې چې بيا يې وروسته له يوبل سره شخړې کولې. انګلو ساکسونيانو په کال ۸۲۹ ميلادي کال کې د انګلينډ يو والی تامين کړ ا و د ټول انګلينډ لپاه په يو پاچا سلاشول. په کال ۸۷۸ کې نورمنيانو په انګلينډ يرغل وکړ ،که څه هم چې د انګلينډ د هغه وخت پاچا ستر الفرد هغوي ته ماتې ورکړه خو د انګلينډ ځنې شمالي او ختيځې سيمې د دودی لاسته ورغلې . دغه سيمې په لسمه پيړۍ کې بیرته انګلینډ ونيوې او په دې توګه د انګلینډ سياسي يو والي له ډير ځنډ څخه وروسته بيا بشپړ شو . په کال ۱۹۹۱ ميلادي کال کې ډنمارک په انګلينډ يرغل پيل کړ او په دې توګه د ۱۰۱۶ کال څخه تر ۱۰۴۲ کال پورې انګلينډ عملا د ډنمارک په ولکه کې ؤ په ۱۰۴۲ کال دغه واکمني پای ته ورسيده اودويم هارولډ دانګلينډ پاچا شو . د لومړي ادوارد (۱۲۷۲-۱۳۰۷) په دوره کې د ويلز واکمني د انګلينډ لاسته ورغله او د ۱۶ پيړۍ په پيل کې انګلينډ ایرلیند هم ونيوه . د ديارلسمې ميلادي پيړۍ تر اوایلو پورې د برتانيې پادشاهانو په استبدادي ډول په دغه هيواد حکومت کاوه تر دې چې د انګلستان د هغه وخت پادشاه(john) په ۱۲۱۵ کال کې د خلکو د فشار په پايله کې مجبور شو چې يو فرمان امضاء کړي ،دغه فرمان چې په تاريخ کې (لوي منشور يا مګنا کارتا) په نوم پېژندل کېږي ،په دغه هېواد کې د بشري ازادۍ په برخه کې يو مهم سند ګڼل کيږي. په دغه سند کې د لومړي ځل لپاره هغه اشخاصو ته چې د جرم د ارتکاب نسبت به ورته شوی ؤ په يومحکمه کې د محاکمې حق ورکول شو او همدارنګه په دغه منشور کې د (no taxation without representation) اصطلاح هم وکارول شوه چې وروسته بيا همدار اصطلاح د امريکا د اساسي قانون او د نړۍ د نورو هېوادونو په اساسي قوانينوکې هم عينا نقل او درج شوه ،ددې اصطلاح مانا داده چې د خلکو د استازو (پارلمان) له موافقې پرته هيڅ ډول ماليات د منلو وړ نه دي. د ۱۵ ميلادي قرن تر لومړيو پورې انګليسي پاچاهانو د برتانيې او ايرلينډ پر ټاپوګانو سربېره د فرانسې د خاورې په يوه برخه هم حکومت کاوه ،خود فرانسې او انګليس ترمنځ د سل کلنو جګړو په پايله کې چې د ۱۳ قرن له نيمايي څخه پيل او تر ۱۴۵۳ کال پورې يې دوام درلوده ،انګلستان په فرانسه کې خپلې مستعمرې له لاسته ورکړې ددغه جګړو يو لامل د مانش د سيند په څنډو باندې د مالکيت خبره وه ،د جګړې په لومړی پړاو کې (۱۳۳۷-۱۳۶۰) د انګلستان پاچا دريم ادوارد په ټوله فرانسه د ملکيت دعوه وکړه او په کال ۱۳۴۰ او۱۳۴۶ کې د فرانسې سمندري او ځمکنيو پوځونو ماتې ورکړه ،د کال ۱۳۵۶ په جګړه کې د فرانسې پاچا دويم جان اسير شو او په کال ۱۳۶۰ کې دفرانسې او انګلستان ترمنځ داسې تړون لاسليک شو چې د فرانسې لويديځې اوجنوب لويديځې سيمې انګلستان ته پريښودل شوې . ددغه سل کلنو جګړو په دويم پړاو کې به کله فرانسويان او کله هم انګليسان بريالي کيدل ،خو په کال ۱۴۲۹ کې هغه وخت چې د فرانسې ټولې شمالي سيمې د انګليسانو په ولکه کې وې د فرانسې يوې اتلې پيغلې (ژاندراک) د خپل پاچا اوم شارل په مرسته انګليسانو څخه ونيولې ،ژاندراک وروسته د خپلو پرله پسې برياليتوبونو په لړ کې د انګليسانو لاسته ورغله چې د هغوی لخوا وسوځول شوه . په کال ۱۴۵۳ کې د انګليس او فرانسې ترمنځ سل کلنې جګړې په داسې حال کې پای ته ورسيدې چې انګليسانو په فرانسه کې خپلې ټولې خاورې له لاسه ورکړې وي او په همدې کلونو کې پر مالياتو باندې د څار اود وزيرانو ټاکل هم ددغه هېواد د عوامو د جرګې لاسته ورغلل او د انګلستان د پاچا واکونه لږ نور هم محدود شول . د انګليس او فرانسې د جګړې په پای کې د (هانري تودور) کورنۍ پاچاهۍ ته ورسیده ،د همدې کورنۍ يو پاچا (اتم هانري) د خپلې ميرمنې د طلاق د امله له پاپ سره مخالف شو او د هغه له اطاعت څخه يې سرغړونه وکړه او د انګليس مذهب يې رامنځته کړ. ددې کورنۍ وروستنۍ پاچا (لومړی اليزابت) وه چې په نږدې ۴۵ کاله حکومت يې وکړ او دده د سلطنت په دوران انګلستان د نړۍ په يو پياوړي هېواد بدل شو . د نړۍ په مختلفو نقطو کې دوی مستعمرې درلودې چې لمنه يې ان نوې کشف شوې امريکا ته هم ورسيده او په همدې وخت کې دې اصطلاح چې (انګلستان هغه امپراطوري ده چې لمر په کې نه پټيږي ) رواج ومونده په ۶۰۳ کال کې لومړی اليزابت مړه شوه خو د يادې ملکې په وخت کې د انګلينډ او سکاټلیند اړيکې ښې نه وي. له هغه ځايه چې (اليزابت) وارث نه درلوده نو پاچا يې د تره د لور (ماري استورات) زوی لومړی جيمز ته ورسيده اوپه دې توګه په انګلستان کې د تيودور د کورنۍ ۱۲۰ کلنه واکمني پاي ته ورسيده او ځای يې د سکاتلند د (ستيورات) کورنۍ ونيوه . ددغه کورنۍ د واکمنۍ په مهال (۱۶۰۳- ۱۷۰۹ کلونو کې ) د پاچا او پارلمان مرستې کمزورې شوې او منځنۍ طبقه په هېواد کې ځواکمنه شوه . د جيمز د زوی لومړی چارلز په وخت کې د پاچا او پارلمان ترمنځ جګړه نښته ،په دغه جګړه کې اشراف ،کاتوليکانو ،انګليکانو او ايرلندیانو د چارلز ننګه کوله او پارلمان چې اوليور کرامل يې مشري کوله د سوداګرو ،صنعت کارانو او سکاټلنډيانو له مرستې څخه برخمن شوی و، په دې جګړه کې په ۱۶۴۵ ميلادي کال پاچا ماتې وخوړه او د پارلمان شرايط يې ومنل،چارلز په ۱۶۴۹ کې د خپلو مخالفينو لخوا اعدام شو ا و دا لومړی ځل ؤ چې انګلستان يو پاچا دخلکو له رای سره د مخالفت له امله په اعدام محکوم شو ، همدغه وخت په انګلستان کې پادشاهي پای ته ورسيده او کرامول ددغه هېواد جمهور رئېس وټاکل شو . په دغه وخت کې په ايرلنډ کې خلکو پاڅون کړی ؤ ،کرامول سم له لاسه په ايرلینډ يرغل وکړ او دغه پاڅون يې په خونړۍ توګه غلی کړ ،ده همدا راز په ۱۶۵۰ کال کې د سکاټلینډ د خلکو هغه پاڅون چې د پاچايي نظام د بيا جوړېدو په خاطر يې کړی ؤ رفع کړ . ده په ۱۶۵۳ کال کې د انګلستان پارلمان ړنګ کړ او ټول واک يې په خپله قبضه کې واخست ،دده په وخت کې انګلستان د نړۍ په سياسي صحنه کې ښه وځليده خو دی په ۱۶۵۹ کال کې مړ شو او پرځای يې ځوی ريچارد کرامول کيناست چې په دې توګه جمهوري رياست بېرته په پاچايي بدل شو ،۸ مياشتې وروسته د ستیورات د کورنۍ دويم پاچا چارلز واک ته ورسېده ،ده ۲۵ کاله ديکتاتوری وچلوله اوله ده وروسته دويم جيمز پاچا شو . په ۱۶۸۹ ميلادي کال کې په انګلستان کې پرتمين انقلاب بريالی شو ،ددغه هېواد پارلمان د خپل پاچا واکونه محدود کړل او پرځای يې د مشروطه پاچاهۍ بنسټ کېښوده ،چې له هغې وروسته تر اوسه پاچا له خپل صلاحيت څخه تخطي نده کړي . په ۱۷۰۷ ميلادي کال کې د انګلينډ او سکاټلينډ پارلمانونه سره يوځای شول او په دې توګه د لويې بريتانيا او سکاټلينډ پاچايي دولت منځته راغی. ويل کيږي چې ټوله ۱۸ پيړۍ د انګلستان او فرانسې ترمنځ په جګړو کې تيره شوه او دا ځکه چې دواړه هېوادونه د نوو سيمو او شتمنيو ترلاسه کولو لپاره مريانو او ارزانه کارګرانو پسې ګرځیدل . دې جګړو که له يوې خوا انګلستان له کرنيزه هېواد څځه به يو صنعتي هېواد بدل کړ له بلې خوا يې په مستعمراتو باندې د زياتيدونکو مالياتو له امله لويو لويو پاڅونو ته لاره هواره کړه او د امريکا د لويې وچې ځينې سيمې په همدې وخت کې خپلواکه شوې. په ۱۸۳۷ کال کې په انګلستان کې د ملکه ويکتوريا ۶۴ کلنه واکمني پيل شوه ،چې دغه دوره د انګلستان د برم او ځواکمنتيا ته رسيدلې دوره بلل کيږي ،ملکه ويکتوريا د ۱۸ کلنۍ په عمر سلطنت ته رسيدلې وه او د ۸۲ کلنۍ په عمر مړه شوه ،ملکه ويکتوريا پرته له دې چې په سياسي چارو کې نيغ په نيغ ګډون وکړي ، د انګلستان په سياسي رهبرانو يې نفوذ درلوده .دا وخت چين د انګلستان د پراختيا غوښتونکو تګلارې په مقابل کې يو خنډ بلل کيده . نو له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترياکو نوموتی جګړه رامنځته شوه . انګليسانو د ۱۹ ميلادي پيړۍ له لومړيو څخه د چين جنوبي بندرونه دخپلو تجارتي معاملاتو لپاره استعمالول ،چېن دغه بندرونه خپل ملکيت ګڼل خو انګليسانو دغه غوښتنه مکرر ردوله ،په ۱۸۳۹ ميلادي کال کې چين د انګليسانو د ترياکو يو بيړۍ مصادره کړه ،د انګليس دولت د چين په دغه عمل اعتراض وکړ او اعلان يې وکړه چې چيني محکمې د انګليسانو د اموالو د مصادرې حق نلري او د تاوان غوښتونکي شول خوچين د هغوی دغه غوښتنه رد کړه او په ورپسې اقدام کې چين د انګلستان هغه کښتۍ هم وسوځولې کومو چې د کانتون په بندر کې لنګر اچولی ؤ، انګلستان د چين ددغه عمل په مقابل کې کانتون د توپونو تر بريدونو لاندې راوست او په دې توګه د کانتون او هانګ کانګ بندرونه د انګلستان تر ولکې لاندې راغلل. د ترياکو جګړه په ۱۸۴۲ ميلادي کال کېد دواړو خواووترمنځ د(نانکينګ) د معاهدې په لاسليک کولو سره پای ته ورسيده ،په دغه معاهده کې په چين باندې ډير تحقير اميزه شرايط اېښودل شوي ول چې له مخې د هانګ کانګ بندر د انګلستان په تصرف کې راغی او له دې پرته د چين په نور و پنځو بندرونو کې هم د انګليسي کښتيو تګ راتګ ازاد شواو په دې توګه انګليسانو د ترياکو جګړه وګټله اود چين بندرونه د خپلومالونوپرمخ پرانستل. د ۱۸۴۱ او ۱۸۴۲ ميلادي کلونو په منځ کې دانګليس او افغان لومړۍ جګړه هم پيښه شوه دغه جګړه نږدې د ۳۰۰۰۰ انګليسی سرتیرواو د دوی د يو شمير مشرانو لکه مکناټن او ځينې افغاني ملي خاينينو په وژنه او د يو شمير افغاني مجاهدينو په شهادت سره پای ته ورسيده او انګليسانو شرمونکې ماتې وخوړه . د ۱۸۰۵ ميلادي کلونو په لسيزه کې انګليسانو د کريمياپه جګړه کې برخه واخسته او په همدې موده کې يې مصر او يو شمېر افريقايي هېوادونه ونيول. په ۱۸۵۷ ميلادي کال کې په هند کې د انګليسانو په مقابل کې مقاومتونه شروع شول،دانګليس دولت د هغوی په مقابل کې له سخت عکس العمل څخه کارواخست اوپه زرګونه هنديان يې ووژل،په هغه وخت کې د (ختيځ هند ) کمپنۍ د هند په سياسي چارو کې په غير مستقيم ډول مداخله درلوده خوددغه مقاومت تر ځپلو وروسته انګليسانو په مستقيم ډول د هند سياسي چارې په خپل لاس کې واخستې . په ۱۸۷۸ ميلادي کال کې انګليسانو په افغانستان د خيبر ،کرمې او بولان له لارې يو ځل بيا تیری وکړ ،دا ځل انګليسانو دافغانستان له لاسپوڅي پاچا سره د ګندمک شرمونکې معاهده لاسليک کړه او ددغه هېواد په ختيځو او جنوبي سيمو کې يې ترې نه ډېرې سيمې ونیولې ،له دغه يرغل څخه وروسته په ۱۸۷۹ ميلادي کال کې د افغاني غازيانو لخوا د هغوی په مقابل کې مقاومت او جګړې پيل شوې او کيوناری له خپلوکسانو سره ووژل شو او همدا راز انګلستان په کال ۱۸۷۵ کې په مصر کې د سويز کانال ونيوه . ملکه ويکتوريا په ۱۹۰۱ ميلادي کال کې مړه شوه او زوی يې اوم ادوارد پاچا شو ،دده په وخت کې د انګلستان په سياسي تګلاره کې بدلون راغی او اروپا له سياسي پلوه په نوو محاذونو وويشل شوه ،دغه وېش د اروپا د بيلابيلو هېوادونو ترمنځ داسې وسله والې سيالۍ راوپارولې چې لومړۍ نړيوالې جګړې ته يې لاره پرانسته ،په دغه ستره جګړه کې انګليسانو خپله سمندرې لوړتيا وساتله او په افريقا کې يې د المان ټولې مستعمرې ونيولې،په کال ۱۹۷ ميلادي کال د بين النهرين ،اردن ،فلسطين ،سوريې او لبنان هېوادونه هم د انګليسانو لاسته ورغلل چې دا سيمې مخکې د عثماني امپراطورۍ تر تسلط لاندې وې . په کال ۱۹۱۸ م کال کې المان اود هغه ملګرو ماتې وخوړه ،د جګړې تاوان يې ومنه او په دې توګه لومړۍ نړيواله جګړه پای ته ورسيده چې په پايله کې عثماني امپراطوري هم تجزيه شوه اوپه کال ۱۹۱۹ ميلادي کال کې افغانستان هم له برتانيي څخه خپله خپلواکي واخسته. په ۱۹۴۹ کې دويمه نړيواله جګړه پيل شوه ،دهمدې کال د سپتمبر په ۳ نيټه انګلستان له المان سره جګړه اعلان کړه او په دې جګړه کې انګلستان ډير مالي او ځاني زيانونه وليدل ،ددې جګړې په پای کې (۱۹۴۵) کې انګلستان خپل ډېر ځواک له لاسه ورکړ او په پايله کې امريکا د نړۍ په قوي طاقت بدله شوه . په همدغه وخت کې کارګرګوند په انګلستان کې حکومت ته ورسېد ، او دغه ګوند په ۱۹۴۷ کال کې په دوه برخو د هند دنيمي وچې په ويشل کېدو خپله موافقه څرګنده کړه او په دې ترتيب د هند او پاکستان په نوم دوه جلا جلا دولتونه رامنځته شول او په ورپسې لسيز ه ګې له انګلستان څخه ډيرو مستعمرو دولتونو خپلواکي واخسته . په ۱۹۴۹ ميلادي کال کې امريکا او انګلستان د کمونستانو د ورځ په ورځ زياتيدونکې ځواک سره د مقابلې لپاره د شمالي اتلانتيک پوځي بلاک(ناټو) سازمان رامنځته کړ او همدا وخت انګليسانو د فلسطين دولت د ستونزې د حل لپاره له ملګرو ملتونوم څخه مرسته وغوښته اودا مسئله يې هغوی ته ورپريښود ه. په ۱۹۵۶ ميلادي کال کې فرانسې او انګلستان د اسرائيلی نوي دولت د پياوړتيا لپاره د سويز کانال ونيوه خو د امريکا د نه مرستې له امله په شا شول ، په ۱۹۵۷ ميلادي کال کې انګليسانو خپل لومړین اتومي بمب وازمايه او په ۱۹۷۰ کې انګلستان د اروپا د ګډ بازار غړيتوب ترلاسه کړ . په ۱۹۹۰ ميلادي کال کې انګلستان د خليج په جګړه کې د امريکا مرسته وکړه او همدا راز په ۲۰۰۱ م کال کې دغه هېواد به افغانستان باندې د امريکايي پوځونود يرغل په وخت کې دنړيوال ايتلاف له پوځونو سره مرسته هم وکړه او دغه هېواد ته يې سرتيري راوليږل او اوس (۲۰۱۳) کې هم ددغه هېواپوځي سرتيري په افغانستان کې پوځي ماموريت په غاړه لري چې ډيری هغه يې په هلمند ولايت کې ميشت دي اوپه همدې توګه له افغانستان وروسته عرا ق د امريکايي او انګليس پوځونو تر ګډو ګذارونو لاندې راغی.
د انګلستان سياسی تاریخ
[سمول]د انګلستان سياسي تاريخ الف: عمومي څرنګوالی : انګلستان د اروپا په شمال لويديځه څنډه کې پروت دی چې له شمالي اتلانتيک سمندر،د انګلينډ کانال ،د کانال ټاپوګانو ،د شمال سيند ،د ايرلينډ سيند،او ايرلينډ سره ګډه پوله لري ،رسمي نوم يې د لويې بريتانيا او شمالي ايرلينډ متحده پاچايي يا united kingdom of great and northern Ireland ،نړيوال نوم يې متحده پاچايي يا united kingdom او لاتيني نوم يې انګلينډ دی،پولي واحد يې پونډ دی،د حکومت ډول يې مشروطه شاهي دی او له اداري پلوه په څلورو ولايتونو انګلينډ،ويلز،سکاتلينډ او شمالي ارلينډ ويشل شوی دی ،څه دپاسه دوه لکه څلور څلويښت زره کيلو متره مربع مساحت لري او له مذهبي پلوه په کې په مسيحيان ،مسلمانان،سکهان،يهوديان او نورې ډېرې مذهبي ډلې په کې اوسيږي. د حکومت ډول يې سلطنتني دی خو د پادشاه مقام صرفا تشريفاتي بڼه لري او اجرايوي واکونه عملا له لومړي وزير او پارلمان سره دي او پارلمان يې له دوه مجلسونو څخه جوړ شوی دی چې عبارت دي د عوامو له مجلس او لردانو له مجلس څخه . په انګلستان کې دوه لوي سياسي ګوندونه موجود دي چې نږدې اويا کاله کيږي چې په نوبت سره په دغه هېواد کې حکومت کوي. يو ګوند محافظه کار(conservative) او بل کارګوند (party labor) نوميږي. د محافظه کار ګوند د انګلستان د پخواني ګوند (تورې) ځای ناستی دی، چې د ۱۹ قرن په لومړيو کې تاسيس شوی و او اشراف او ارستو کراتان په کې راټول شوي ول ،خو اوسنی محافظه کار ګوند ددې باوجود چې د انګلستان د استعماري سياست په دوام او طبقاتي او سرمايه دارې طبقې د امتيآزاتو په ورکولو ټينګار کوي اوس يې تر ډېره حده ځان د عصر له غوښتنو سره عيار کړی دی. د کار ګر ګوند په ۱۹۰۰ ميلادي کال کې د انګليسي کارګري ټولونو له يوځای کېدو څخه رامنځته شو او له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په يو لوي سياسي ګوند بدل شو . دغه ګوند يوځل په ۱۹۲۴ او بيآ په ۱۹۲۶ ميلادي کال کې د لبرال له ګوند سره ايتلاف وکړ او حکومت ته ورسيد. خو د لومړي لپاره په يواځيتوب سره دغه ګوند په ۱۹۴۵ ميلادي کال کې واک ته ورسېد چې په لومړي ګام کې دې ګوند د (اتلي) په مشرۍ هند او پاکستان ته خپلواکي هم ورکړه. ب: تاريخ: د کلونو د تاريخي دوران په پای کې دوه بيلابيلې قبيلې چې د يوې قبيلې د خلکو د مخ هډوکو کې اوږده او د بلې پلن ؤ له خپلو څارويو سره د هسپانيې له اوسنۍ خاورې څخه د انګلستان اوسنی انګلينډ ته ولېږديدل،لرغون پيژندونکی دا دوه ډلې خلک د ايبري په نامه پېژني.ايبريان چې نوم يې له ميلاد څخه شپږ پيړۍ د مخه هم تواريخو کې ليدل کيږي ډيره موده مخکې له افريقا څخه اروپا ته کوچيدلي وو او هلته د ايبري په ټاپو وزمه کې ميشت شوي وو د ۴- ۶ قبلا الميلاد د پيړيو په منځ کې د سلت شپانه قومونه له اسپانيا څخه د ځمکو او څړځايونو د ترلاسه کولو په نيت په انګلينډ وروختل او ايبريان يې له دې ځايه وشړل،تاريخي څېړنې ښايي چې د سلت شپانه قومونه د ميلاد څخه د مخه په دويمه جزيره کې د اوسني المان په جنوب لويديځو او د اوسنی فرانسې په ختيځو سيمو کې اوسيدل او ډېر ژر په ټوله اروپا کې خپاره شول.په انګلينډ باندې د سالت اقوامو وروستی يرغل په ۷۵ قبل الميلاد کال کې شوی دی . مؤرخين وايي چې په هغه وخت کې د سلتيانو دوه غټې څانګې ګال (gale) او بريتون (breton) نوميدې چې لومړۍ يې د راين د سيند په جنوب او دويمه يې د فرانسې د پيرنه په غرونو کې اوسيده . بريتون د هغه خلکو ملک ته وايې چې خالونه به يې وهل . له ميلاد څخه ۵۵ کاله دمخه د روم ستر واکمن ژوليوس سزار د شتو په تمه په انګليند يرغل وکړ ،سزار ددغه سيمې د مشرانو له بې اتفاقۍ څخه ګټه پورته کړه او هلته يې يو څه ځمکې ونيولې ،په انګلينډ باندې د روميانو اصلي يرغلونه په کال ۴۳ ميلادي کال کې پيل شول په دغه يرغلونو کې چې د روم ۵۰۰۰۰ سرتيرو په کې برخه اخيستې وه د انګلينډ ډېری ځمکې د روميانو سره لاسته ورغلې . په دغه اوږد جګړو کې د انګلينډ ډيرو خلکو د روميانو په وړاندې کلک مقاومت وکړ او ډير يې په دغه جګړو کې ووژل له همدې امله د ۲ ميلادي پيړۍ په پيل کې د انګلينډ د جنوبي سيمو ډيري ښيرازه ځمکې د روميانو لاسته ورغلې چې حاصلات يې روم ته وړل کېدل. په ۵ ميلادي پيړۍ کې دروم ستر واکي له کمزورتيا سره مخامخ شوه له همدې کبله د انګلو (angles)او ساکسون (saxons) په نامه دوه قومونه د جرمني له خاورې څخه په انګلينډ يرغلونه وکړل ،په همدې کلونو کې د انګلينډ خلکو لږه کورواکي ترلاسه کړه ،انګلو ساکسونيانو ورو ورو له هغه سلتيانو سره چې په انګلينډ کې د روميانو له تمدن او کړو وړو سره بلد شوي ول ودونه وکړل او تدريجا یې داسې وړې وړې ټولنې رامنځته کړې چې بيا يې وروسته له يوبل سره شخړې کولې. انګلو ساکسونيانو په کال ۸۲۹ ميلادي کال کې د انګلينډ يو والی تامين کړ ا و د ټول انګلينډ لپاه په يو پاچا سلاشول. په کال ۸۷۸ کې نورمنيانو په انګلينډ يرغل وکړ ،که څه هم چې د انګلينډ د هغه وخت پاچا ستر الفرد هغوي ته ماتې ورکړه خو د انګلينډ ځنې شمالي او ختيځې سيمې د دودی لاسته ورغلې . دغه سيمې په لسمه پيړۍ کې بیرته انګلینډ ونيوې او په دې توګه د انګلینډ سياسي يو والي له ډير ځنډ څخه وروسته بيا بشپړ شو . په کال ۱۹۹۱ ميلادي کال کې ډنمارک په انګلينډ يرغل پيل کړ او په دې توګه د ۱۰۱۶ کال څخه تر ۱۰۴۲ کال پورې انګلينډ عملا د ډنمارک په ولکه کې ؤ په ۱۰۴۲ کال دغه واکمني پای ته ورسيده اودويم هارولډ دانګلينډ پاچا شو . د لومړي ادوارد (۱۲۷۲-۱۳۰۷) په دوره کې د ويلز واکمني د انګلينډ لاسته ورغله او د ۱۶ پيړۍ په پيل کې انګلينډ ایرلیند هم ونيوه . د ديارلسمې ميلادي پيړۍ تر اوایلو پورې د برتانيې پادشاهانو په استبدادي ډول په دغه هيواد حکومت کاوه تر دې چې د انګلستان د هغه وخت پادشاه(john) په ۱۲۱۵ کال کې د خلکو د فشار په پايله کې مجبور شو چې يو فرمان امضاء کړي ،دغه فرمان چې په تاريخ کې (لوي منشور يا مګنا کارتا) په نوم پېژندل کېږي ،په دغه هېواد کې د بشري ازادۍ په برخه کې يو مهم سند ګڼل کيږي. په دغه سند کې د لومړي ځل لپاره هغه اشخاصو ته چې د جرم د ارتکاب نسبت به ورته شوی ؤ په يومحکمه کې د محاکمې حق ورکول شو او همدارنګه په دغه منشور کې د (no taxation without representation) اصطلاح هم وکارول شوه چې وروسته بيا همدار اصطلاح د امريکا د اساسي قانون او د نړۍ د نورو هېوادونو په اساسي قوانينوکې هم عينا نقل او درج شوه ،ددې اصطلاح مانا داده چې د خلکو د استازو (پارلمان) له موافقې پرته هيڅ ډول ماليات د منلو وړ نه دي. د ۱۵ ميلادي قرن تر لومړيو پورې انګليسي پاچاهانو د برتانيې او ايرلينډ پر ټاپوګانو سربېره د فرانسې د خاورې په يوه برخه هم حکومت کاوه ،خود فرانسې او انګليس ترمنځ د سل کلنو جګړو په پايله کې چې د ۱۳ قرن له نيمايي څخه پيل او تر ۱۴۵۳ کال پورې يې دوام درلوده ،انګلستان په فرانسه کې خپلې مستعمرې له لاسته ورکړې ددغه جګړو يو لامل د مانش د سيند په څنډو باندې د مالکيت خبره وه ،د جګړې په لومړی پړاو کې (۱۳۳۷-۱۳۶۰) د انګلستان پاچا دريم ادوارد په ټوله فرانسه د ملکيت دعوه وکړه او په کال ۱۳۴۰ او۱۳۴۶ کې د فرانسې سمندري او ځمکنيو پوځونو ماتې ورکړه ،د کال ۱۳۵۶ په جګړه کې د فرانسې پاچا دويم جان اسير شو او په کال ۱۳۶۰ کې دفرانسې او انګلستان ترمنځ داسې تړون لاسليک شو چې د فرانسې لويديځې اوجنوب لويديځې سيمې انګلستان ته پريښودل شوې . ددغه سل کلنو جګړو په دويم پړاو کې به کله فرانسويان او کله هم انګليسان بريالي کيدل ،خو په کال ۱۴۲۹ کې هغه وخت چې د فرانسې ټولې شمالي سيمې د انګليسانو په ولکه کې وې د فرانسې يوې اتلې پيغلې (ژاندراک) د خپل پاچا اوم شارل په مرسته انګليسانو څخه ونيولې ،ژاندراک وروسته د خپلو پرله پسې برياليتوبونو په لړ کې د انګليسانو لاسته ورغله چې د هغوی لخوا وسوځول شوه . په کال ۱۴۵۳ کې د انګليس او فرانسې ترمنځ سل کلنې جګړې په داسې حال کې پای ته ورسيدې چې انګليسانو په فرانسه کې خپلې ټولې خاورې له لاسه ورکړې وي او په همدې کلونو کې پر مالياتو باندې د څار اود وزيرانو ټاکل هم ددغه هېواد د عوامو د جرګې لاسته ورغلل او د انګلستان د پاچا واکونه لږ نور هم محدود شول . د انګليس او فرانسې د جګړې په پای کې د (هانري تودور) کورنۍ پاچاهۍ ته ورسیده ،د همدې کورنۍ يو پاچا (اتم هانري) د خپلې ميرمنې د طلاق د امله له پاپ سره مخالف شو او د هغه له اطاعت څخه يې سرغړونه وکړه او د انګليس مذهب يې رامنځته کړ. ددې کورنۍ وروستنۍ پاچا (لومړی اليزابت) وه چې په نږدې ۴۵ کاله حکومت يې وکړ او دده د سلطنت په دوران انګلستان د نړۍ په يو پياوړي هېواد بدل شو . د نړۍ په مختلفو نقطو کې دوی مستعمرې درلودې چې لمنه يې ان نوې کشف شوې امريکا ته هم ورسيده او په همدې وخت کې دې اصطلاح چې (انګلستان هغه امپراطوري ده چې لمر په کې نه پټيږي ) رواج ومونده په ۶۰۳ کال کې لومړی اليزابت مړه شوه خو د يادې ملکې په وخت کې د انګلينډ او سکاټلیند اړيکې ښې نه وي. له هغه ځايه چې (اليزابت) وارث نه درلوده نو پاچا يې د تره د لور (ماري استورات) زوی لومړی جيمز ته ورسيده اوپه دې توګه په انګلستان کې د تيودور د کورنۍ ۱۲۰ کلنه واکمني پاي ته ورسيده او ځای يې د سکاتلند د (ستيورات) کورنۍ ونيوه . ددغه کورنۍ د واکمنۍ په مهال (۱۶۰۳- ۱۷۰۹ کلونو کې ) د پاچا او پارلمان مرستې کمزورې شوې او منځنۍ طبقه په هېواد کې ځواکمنه شوه . د جيمز د زوی لومړی چارلز په وخت کې د پاچا او پارلمان ترمنځ جګړه نښته ،په دغه جګړه کې اشراف ،کاتوليکانو ،انګليکانو او ايرلندیانو د چارلز ننګه کوله او پارلمان چې اوليور کرامل يې مشري کوله د سوداګرو ،صنعت کارانو او سکاټلنډيانو له مرستې څخه برخمن شوی و، په دې جګړه کې په ۱۶۴۵ ميلادي کال پاچا ماتې وخوړه او د پارلمان شرايط يې ومنل،چارلز په ۱۶۴۹ کې د خپلو مخالفينو لخوا اعدام شو ا و دا لومړی ځل ؤ چې انګلستان يو پاچا دخلکو له رای سره د مخالفت له امله په اعدام محکوم شو ، همدغه وخت په انګلستان کې پادشاهي پای ته ورسيده او کرامول ددغه هېواد جمهور رئېس وټاکل شو . په دغه وخت کې په ايرلنډ کې خلکو پاڅون کړی ؤ ،کرامول سم له لاسه په ايرلینډ يرغل وکړ او دغه پاڅون يې په خونړۍ توګه غلی کړ ،ده همدا راز په ۱۶۵۰ کال کې د سکاټلینډ د خلکو هغه پاڅون چې د پاچايي نظام د بيا جوړېدو په خاطر يې کړی ؤ رفع کړ . ده په ۱۶۵۳ کال کې د انګلستان پارلمان ړنګ کړ او ټول واک يې په خپله قبضه کې واخست ،دده په وخت کې انګلستان د نړۍ په سياسي صحنه کې ښه وځليده خو دی په ۱۶۵۹ کال کې مړ شو او پرځای يې ځوی ريچارد کرامول کيناست چې په دې توګه جمهوري رياست بېرته په پاچايي بدل شو ،۸ مياشتې وروسته د ستیورات د کورنۍ دويم پاچا چارلز واک ته ورسېده ،ده ۲۵ کاله ديکتاتوری وچلوله اوله ده وروسته دويم جيمز پاچا شو . په ۱۶۸۹ ميلادي کال کې په انګلستان کې پرتمين انقلاب بريالی شو ،ددغه هېواد پارلمان د خپل پاچا واکونه محدود کړل او پرځای يې د مشروطه پاچاهۍ بنسټ کېښوده ،چې له هغې وروسته تر اوسه پاچا له خپل صلاحيت څخه تخطي نده کړي . په ۱۷۰۷ ميلادي کال کې د انګلينډ او سکاټلينډ پارلمانونه سره يوځای شول او په دې توګه د لويې بريتانيا او سکاټلينډ پاچايي دولت منځته راغی. ويل کيږي چې ټوله ۱۸ پيړۍ د انګلستان او فرانسې ترمنځ په جګړو کې تيره شوه او دا ځکه چې دواړه هېوادونه د نوو سيمو او شتمنيو ترلاسه کولو لپاره مريانو او ارزانه کارګرانو پسې ګرځیدل . دې جګړو که له يوې خوا انګلستان له کرنيزه هېواد څځه به يو صنعتي هېواد بدل کړ له بلې خوا يې په مستعمراتو باندې د زياتيدونکو مالياتو له امله لويو لويو پاڅونو ته لاره هواره کړه او د امريکا د لويې وچې ځينې سيمې په همدې وخت کې خپلواکه شوې. په ۱۸۳۷ کال کې په انګلستان کې د ملکه ويکتوريا ۶۴ کلنه واکمني پيل شوه ،چې دغه دوره د انګلستان د برم او ځواکمنتيا ته رسيدلې دوره بلل کيږي ،ملکه ويکتوريا د ۱۸ کلنۍ په عمر سلطنت ته رسيدلې وه او د ۸۲ کلنۍ په عمر مړه شوه ،ملکه ويکتوريا پرته له دې چې په سياسي چارو کې نيغ په نيغ ګډون وکړي ، د انګلستان په سياسي رهبرانو يې نفوذ درلوده .دا وخت چين د انګلستان د پراختيا غوښتونکو تګلارې په مقابل کې يو خنډ بلل کيده . نو له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترياکو نوموتی جګړه رامنځته شوه . انګليسانو د ۱۹ ميلادي پيړۍ له لومړيو څخه د چين جنوبي بندرونه دخپلو تجارتي معاملاتو لپاره استعمالول ،چېن دغه بندرونه خپل ملکيت ګڼل خو انګليسانو دغه غوښتنه مکرر ردوله ،په ۱۸۳۹ ميلادي کال کې چين د انګليسانو د ترياکو يو بيړۍ مصادره کړه ،د انګليس دولت د چين په دغه عمل اعتراض وکړ او اعلان يې وکړه چې چيني محکمې د انګليسانو د اموالو د مصادرې حق نلري او د تاوان غوښتونکي شول خوچين د هغوی دغه غوښتنه رد کړه او په ورپسې اقدام کې چين د انګلستان هغه کښتۍ هم وسوځولې کومو چې د کانتون په بندر کې لنګر اچولی ؤ، انګلستان د چين ددغه عمل په مقابل کې کانتون د توپونو تر بريدونو لاندې راوست او په دې توګه د کانتون او هانګ کانګ بندرونه د انګلستان تر ولکې لاندې راغلل. د ترياکو جګړه په ۱۸۴۲ ميلادي کال کېد دواړو خواووترمنځ د(نانکينګ) د معاهدې په لاسليک کولو سره پای ته ورسيده ،په دغه معاهده کې په چين باندې ډير تحقير اميزه شرايط اېښودل شوي ول چې له مخې د هانګ کانګ بندر د انګلستان په تصرف کې راغی او له دې پرته د چين په نور و پنځو بندرونو کې هم د انګليسي کښتيو تګ راتګ ازاد شواو په دې توګه انګليسانو د ترياکو جګړه وګټله اود چين بندرونه د خپلومالونوپرمخ پرانستل. د ۱۸۴۱ او ۱۸۴۲ ميلادي کلونو په منځ کې دانګليس او افغان لومړۍ جګړه هم پيښه شوه دغه جګړه نږدې د ۳۰۰۰۰ انګليسی سرتیرواو د دوی د يو شمير مشرانو لکه مکناټن او ځينې افغاني ملي خاينينو په وژنه او د يو شمير افغاني مجاهدينو په شهادت سره پای ته ورسيده او انګليسانو شرمونکې ماتې وخوړه . د ۱۸۰۵ ميلادي کلونو په لسيزه کې انګليسانو د کريمياپه جګړه کې برخه واخسته او په همدې موده کې يې مصر او يو شمېر افريقايي هېوادونه ونيول. په ۱۸۵۷ ميلادي کال کې په هند کې د انګليسانو په مقابل کې مقاومتونه شروع شول،دانګليس دولت د هغوی په مقابل کې له سخت عکس العمل څخه کارواخست اوپه زرګونه هنديان يې ووژل،په هغه وخت کې د (ختيځ هند ) کمپنۍ د هند په سياسي چارو کې په غير مستقيم ډول مداخله درلوده خوددغه مقاومت تر ځپلو وروسته انګليسانو په مستقيم ډول د هند سياسي چارې په خپل لاس کې واخستې . په ۱۸۷۸ ميلادي کال کې انګليسانو په افغانستان د خيبر ،کرمې او بولان له لارې يو ځل بيا تیری وکړ ،دا ځل انګليسانو دافغانستان له لاسپوڅي پاچا سره د ګندمک شرمونکې معاهده لاسليک کړه او ددغه هېواد په ختيځو او جنوبي سيمو کې يې ترې نه ډېرې سيمې ونیولې ،له دغه يرغل څخه وروسته په ۱۸۷۹ ميلادي کال کې د افغاني غازيانو لخوا د هغوی په مقابل کې مقاومت او جګړې پيل شوې او کيوناری له خپلوکسانو سره ووژل شو او همدا راز انګلستان په کال ۱۸۷۵ کې په مصر کې د سويز کانال ونيوه . ملکه ويکتوريا په ۱۹۰۱ ميلادي کال کې مړه شوه او زوی يې اوم ادوارد پاچا شو ،دده په وخت کې د انګلستان په سياسي تګلاره کې بدلون راغی او اروپا له سياسي پلوه په نوو محاذونو وويشل شوه ،دغه وېش د اروپا د بيلابيلو هېوادونو ترمنځ داسې وسله والې سيالۍ راوپارولې چې لومړۍ نړيوالې جګړې ته يې لاره پرانسته ،په دغه ستره جګړه کې انګليسانو خپله سمندرې لوړتيا وساتله او په افريقا کې يې د المان ټولې مستعمرې ونيولې،په کال ۱۹۷ ميلادي کال د بين النهرين ،اردن ،فلسطين ،سوريې او لبنان هېوادونه هم د انګليسانو لاسته ورغلل چې دا سيمې مخکې د عثماني امپراطورۍ تر تسلط لاندې وې . په کال ۱۹۱۸ م کال کې المان اود هغه ملګرو ماتې وخوړه ،د جګړې تاوان يې ومنه او په دې توګه لومړۍ نړيواله جګړه پای ته ورسيده چې په پايله کې عثماني امپراطوري هم تجزيه شوه اوپه کال ۱۹۱۹ ميلادي کال کې افغانستان هم له برتانيي څخه خپله خپلواکي واخسته. په ۱۹۴۹ کې دويمه نړيواله جګړه پيل شوه ،دهمدې کال د سپتمبر په ۳ نيټه انګلستان له المان سره جګړه اعلان کړه او په دې جګړه کې انګلستان ډير مالي او ځاني زيانونه وليدل ،ددې جګړې په پای کې (۱۹۴۵) کې انګلستان خپل ډېر ځواک له لاسه ورکړ او په پايله کې امريکا د نړۍ په قوي طاقت بدله شوه . په همدغه وخت کې کارګرګوند په انګلستان کې حکومت ته ورسېد ، او دغه ګوند په ۱۹۴۷ کال کې په دوه برخو د هند دنيمي وچې په ويشل کېدو خپله موافقه څرګنده کړه او په دې ترتيب د هند او پاکستان په نوم دوه جلا جلا دولتونه رامنځته شول او په ورپسې لسيز ه ګې له انګلستان څخه ډيرو مستعمرو دولتونو خپلواکي واخسته . په ۱۹۴۹ ميلادي کال کې امريکا او انګلستان د کمونستانو د ورځ په ورځ زياتيدونکې ځواک سره د مقابلې لپاره د شمالي اتلانتيک پوځي بلاک(ناټو) سازمان رامنځته کړ او همدا وخت انګليسانو د فلسطين دولت د ستونزې د حل لپاره له ملګرو ملتونوم څخه مرسته وغوښته اودا مسئله يې هغوی ته ورپريښود ه. په ۱۹۵۶ ميلادي کال کې فرانسې او انګلستان د اسرائيلی نوي دولت د پياوړتيا لپاره د سويز کانال ونيوه خو د امريکا د نه مرستې له امله په شا شول ، په ۱۹۵۷ ميلادي کال کې انګليسانو خپل لومړین اتومي بمب وازمايه او په ۱۹۷۰ کې انګلستان د اروپا د ګډ بازار غړيتوب ترلاسه کړ . په ۱۹۹۰ ميلادي کال کې انګلستان د خليج په جګړه کې د امريکا مرسته وکړه او همدا راز په ۲۰۰۱ م کال کې دغه هېواد به افغانستان باندې د امريکايي پوځونود يرغل په وخت کې دنړيوال ايتلاف له پوځونو سره مرسته هم وکړه او دغه هېواد ته يې سرتيري راوليږل او اوس (۲۰۱۳) کې هم ددغه هېواپوځي سرتيري په افغانستان کې پوځي ماموريت په غاړه لري چې ډيری هغه يې په هلمند ولايت کې ميشت دي اوپه همدې توګه له افغانستان وروسته عرا ق د امريکايي او انګليس پوځونو تر ګډو ګذارونو لاندې راغی.