من سورة البقرة- آية (286)
فضیلت:رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائی:دسورة بقری اخری دوه ایتونه چه چا په کومه شپه کی ولوستل نودهرڅه نه به ورته کافی شی.
اوپه یوروایت کښی دی:رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائی:چه دا دوه ایتونه الله تعالی ماته دعرش نه لاندی دیوی خاصی خزانی نه راکڔی،دا پخپله هم یاد کڔی اوخپلو زنانو ته ئي هم یادکڔی دامونځ دی او قرآن دی اودادعاء ده.
یادونة:(کفتاه)امام نووی رحمه الله فرمائی: بعضی علماء فرمائي: دقیام للیل نه به ورته کافی شی، اوبعضی وائی: دشیطان نه دحفاظت دپاره به ورته کافی شی.
امام علی قاری رحمه الله فرمائی (کفتاه) معنی دا چه شرک اوبدی به ورنه دفع کڔی، اوچاوئیلی:دقیام اللیل نه به ورته کافی شی، اوچاوئیلی:دټولو اذکارو او او او رادونه به ورته کافی شی.(۱)