د کارن خبرې اترې:میرویس ((حقمل))

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خپل وړاندیزونه دلته ولیکۍ[سمول]

تاسو کولی شۍ خپل وړاندیزونه راته ووایۍ او زه به هڅه وکړم چې د امکان تراندازی هغو ته پام وکړم

د پښتو ویکیپیډیا غړي[سمول]

د پښتو ویکیپیډیا نور غړي که کوم وړاندیز لري نو زه یې په سر سترګو منم

members from other wikipedias[سمول]

If you have any suggestion you can kindly post it here.

ستاسې اندېښنې[سمول]

سلامونه پښتو ويکيپېډيا ته ښه راغلۍ!

په انګرېزي ويکيپېډيا کې مو داسې کښلي:

I need help about pashto wikipedia so who can help me??? some one with name of Khangul has blocked people from writing new articles or translating articles from other languages to my country Pashto , so as i am Academic member of Academy of sciences of Afghanistan and have specielity in urology field , i want to write some article or translate some to pashto but i cant create an account or i cant login in ps. Wikipedia. please help me in this case.

I am waiting for your help... (Mirwice Haqmal (talk) 18:43, 25 December 2012 (UTC))

Mirwice, my sympathies. It sounds like you are in a difficult position. This isn't an area I know too much about but it might be that you need to contact the stewards. You can find details of who they are and how to contact them at meta:Stewards. I hope you get things sorted out. NtheP (talk) 21:28, 25 December 2012 (UTC)
I Will try to tel you all story so i hope you may help me: I am using en.wikipedia since long time for finding informations about many topics, so i asked wiki team via these emails to create ps.wikipedia and Afghan people are ready to write Articles or translate Articles from Other languages to their own language Pashto. these two emails replied my email and told me that we have ps.wiki and sent me the link of that page but when i tried to open that page and make an acount their like maked an acount here in en.wikipedia, that page Show me a message that Some one with name of Khangul blocked this (Account creation from this IP address (61.5.196.4) has been blocked by Khangul )so i cant create An acount here, after that i tried to send him an email but i couldnt find his email anwhen i tried to write in his talk page i couldnt do that too because i was not login. It made me realy sad. As i am a doctor and i Know pashto language very well( it is my mother language) i can write many medical Articles and translate many and i can edit many too. I got realy sad when i saw an Article of fever in pashto wrote incorect and i cant edit it.

(Mirwice Haqmal (talk) 7:15, 26 December 2012 (UTC) I need help please who can help me here in wiki??? Mirwice Haqmal (talk) 14:31, 26 December 2012 (UTC)

Hello Mirwice! I'm sorry to hear about your situation, and I'm afraid there's not much I can do. However, if you go to MetaWiki, the coordinating wiki for our projects, and look for someone with the name Khangul there. Or, go to metawiki (linked above), and look for a "Steward". They may be able to go to ps.wikipedia and unblock your IP or create an account for you there. I'm sorry that you have these problems! If anything didn't make sense, feel free to ask me here for clarification! gwickwiretalkedits 17:04, 26 December 2012 (UTC)

ستاسې ای پي پتې 61.5.196.4 باندې هېڅ کوم بنديز نشته. تاسې دلته هر ډول ناپېيلې او بې پرې ليکنه خپرولی شی. --Khangul (خبرې اترې) 00:13, 5 جنوري 2013 (UTC)
ګرانه وروره له تاسو نه یوه نړۍ مننه زه به هڅه وکړم چې د خپل بیسم انترنیت څخه په خپل حساب کې ننوزم. که کومه ستونزه وه نو حتماً زحمت درکوم
(حقمل 08:32, 5 جنوري 2013 (UTC))

د شيدې اړونده سرچينې[سمول]

حقمل خانه السلام عليکم

تاسې د شيدې ليکنې د سرچينو د ورګډولو خبر کړې خو سرچينې مو ما ته نه دي ښودلي. که تاسې خپلې سرچينې ما ته راوښيۍ نو زه به له تاسې سره د هغو په ورګډولو کې مرسته وکړم. کومه ليکنه چې تاسې خپره کړې هغه د نوو او ناثبت شويو کارنانو پر وړاندې له سمون څخه ژغورل شوې. ستاسې ګڼون اوس هم نوی دی که تاسې ۱۰ سمونونه په بېلابېلو مخونو کې ترسره کړۍ او د ګڼوڼ جوړېدو څخه مو ۴ ورځې تېرې شي نو بيا تاسو په ژغورلو مخونو کې هم سمونونه هغه وخت راوستلی شی چې خپل کارن نوم ميرويس حقمل سره غونډال ته ورننوځۍ او بيا به په عادي توګه هر څه کار وکړي. --Khangul (خبرې اترې) 12:12, 26 جنوري 2013 (UTC)

د سرچينو زیاتول[سمول]

وعليکم سلام وروره خوښ يم چې تاسې له خپلې ژبې سره د مينې په خاطر په ويکيپېديا کې هم ليکنې کوی او هر وخت چې وغواړې زه درسره د مرستې لپاره چمتو يم او ماته هيڅ مزاحمت نه کوي.

که غواړي په يوه ليکنې کې سرچينې ورزياتې کړئ نو په لاندې ډول کولای شی.

  1. د فوټ نوټ يا پاي يادښت د زياتولو لپاره له متن څخه وروسته تاسې :<ref>سرچينه</ref> وليکی. او بيا د سرچينې د سرليک لاندې دا کوډ وليکې <references/>

او که چېرې بيا هم کومه ستونزه په کې لري ماسره اړيکه نيولای شی او دا پورتني نښې تاسې د سمون بکس لاندې په ويکي نښو کې هم موندلای شی. او دلا ډيرو مالوماتو لپاره دا تړنه هم کتلای شی http://en.wikipedia.org/wiki/Wikipedia:Tutorial/Citing_sources

په درناوي --وحیدالله کلیم (خبرې اترې) 11:52, 30 جون 2013 (UTC)

نوې ليکنه پيلول[سمول]

سلامونه او نیکی هیلې وروره هیله ده چې روغ او جوړ اوسې، ما د ځينو بوختتياوو له امله و نشو کړای تر څو ستاسو پيغام په خپل وخت کې ځواب کړم نو د ځنډ لپاره بښه غواړم.

په ويکيپېډيا کې د نوې ليکنو د پيلولو لپاره دوه لارې دي

  1. د لمړۍ مخ په کيڼ اړخ کې د لټون په بکس کې د خپلې ليکنې سرليک وليکی او له لټون وروسته د پايلو په سر کې ستاسو سرليک په سرې کرښې سره ښودل کيږي چې تاسې پرې کليک کړي او په نوي کړکۍ کې مو ليکنه وليکی او خوندي يې کړی.
  2. او يا هم کولای شی چې د ويکيپېډيا په لمړي مخ کې د ابيڅو د لړليک په سر کې د (نوې ليکنه ورګډول) په نوم يوه تڼۍ ده چې هلته بايد تاسې لمړۍ په څنګ چوکاټ کې د ليکنې سرليک وليکي او بيا ورپسې د (نوې ليکنه ورګډول) په تڼۍ کليک کړئ.

د لازياتو مالوماتو لپاره دا پاڼه هم وګورئ http://en.wikipedia.org/wiki/Wikipedia:Create_a_new_page

په درناوي --وحیدالله کلیم (خبرې اترې) 19:40, 9 اګسټ 2013 (UTC)

د گ او ګ اړونده، ستاسې د پوښتنې په ځواب کې[سمول]

گرانه حقمل خانه سلامونه

تاسې چې کومه ليکنه د ګنګسيت په اړه کښلې وه هغه موږ گنگسيت ته ور اړولې ده. د دې سبب دا دی چې په پښتو ويکيپېډيا کې موږ نور ګ نه کاروو او د دې پر ځای گ کاروو او دا ځکه چې گ سمه بڼه ده. موږ د پښتو ژبې لپاره د مايکروسافټ په کيبورډ کې يو څه بدلون راوستلی نو که چېرته تاسې خپل کمپيوټر کې د گ په موندلو کې ستونزې لرۍ، کولی شی چې د لاندې مالوماتو د ترلاسه کولو وروسته خپل کمپيوټر کې نوی کيبورډ نصب کړی او بيا به تاسې د گ په ليکلو کې ستونزه و نه لرئ. د لا نورو مالوماتو لپاره دې پاڼې ته ورشئ.

--ANBI (خبرې اترې) 09:17, 30 سېپتمبر 2014 (UTC)

ستاسې د پيغام په ځواب کې[سمول]

د ډاکټر صيب داود جنبش په زړه پورې ليکنه درسره شريکوم !! د پښتو ( ګ ) ! . پښتو هم په لیکلو کې عربي توري کاروي، لکه فارسي او ځینې نورې ژبې یې چې کوي. هغه توري چې عربي یې نه لري، نورو ژبو له خپلې اړتیا سره سم جوړ کړیدي لکه «پ» یا «ژ» چې په فارسي او پښتو دواړو کې یو شان کارېږي. پښتو د خپلو نورو غږونو د ښودلو لپاره چې په فارسي کې نشته، اضافي نښې منلې دي: لکه «ډ، ړ، ڼ، ټ» او نور. دغو تورو ته چې په اصطلاح پنډک ور لوېدلی زیار صاحب «غبرگژبیز توري» وایي- یعنې هغه غږونه چې په ادا کولو کې یې ژبه د تالو وخواته کږېږي. (تاسې هر یو توری جلا و ازمایئ همدغسې یوې نتیجې ته به ورسېږئ.) تر کومه چې د «گ» خبره ده نو دلته ژبه نه تاوېږي او ځکه «ک» ته د پنډک وراچول چې «ګ» ترې جوړ شي د غږپوهنې له نظره سم نه دی او دا توری باید د ځینو نورو په څیر د پښتو او فارسي تر منځ شریک وبلل شي او «گ» و کښل شي. په بله ژبه د پښتو گاف په نامه کوم شی باید نه وي. ښه مې په یاد دي کله چې د مایکروسافټ تر پېرزو د مخه پښتو فنټونه جلا جلا جوړېدل او خرڅېدل، نو یوه کمپیوټر پوه سوداگر د «ګ» او «گ» د بېلولو په اړه زما د پوښتنې په ځواب کې ویلي و: «په دې یوه ګاف مې د پښتو او فارسي فنټونه جلا کړل، که داسې نه وای نو یوازې پر پښتو فنټونو فارسي هم لیکل کېدلی شوه او ما تاوان کاوه!» هغه سوداگر ښایي هغه مهال مادي گټه کړې وي، خو موږ ته یې دا تاوان راواړاوه چې د مایکروسافټ د پښتو تورو په کتار کې هم «ګ» ورننه وت چې اوس یې ایستل معجزه غواړي.

د ظهير شينواري له فېسبوک پاڼې څخه اخيستل شوی. --ANBI (خبرې اترې) 16:24, 2 اکتوبر 2014 (UTC)