منځپانگې ته ورتلل

د کارن خبرې اترې:محمودحميدزى

مخ منځپانگې په نورو ژبو کې نه ملاتړ کېږي.
سکالو ورگډول
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمودحميدزى په انګليسي (MahmoodHamidzai) دخيرالله زوى،دحاجي محمداقبال لمسى او په خټه اڅکزى دى. نوموړي د1374هجري شمسي کال دثوردمياشتي په څلورمه نيټه چې د1995زيږديزکال دافريل دمياشتي 24نيټې سرسمون خوري دکندهارولايت دژړۍ ولسوالۍ په سنګحصار کلي کي زيږيدلى دى. حميدزي ديني زده کړې دخپل کلي دملا امامانوڅخه لوستي دي. لومړنۍ عصري زده کړې يې په سنګحصارلېسه کې کړي دي،په 1396 هجري لمريزکال کې دژړۍ ولسوالۍ داسعدسوري لېسې څخه فارغ اودمکتب دوره يې پاى ته رسولې ده. حميدزى اوس محال دډاکټرمامون طاهري دروغتيايي علوموانستيتوت دنرسنګ څانګه کې زده کړې کوي. نوموړى دزده کړوترڅنګ دښوونکي پاکه دنده هم مخته وړي. ښاغلى حميدزى دپښتوژبې سره مينه لري ځکه خودخپلوبوختياو په څنګ کې په پښتوژبه نثراونظم ليکي. نوموړي دپښتوژبې دبډاينې لپاره په نظم اونثرکې بيلا بيلې ليکنې کړي اودټولنيزورسنيودلارې يې خپري کړي دي. حميدزي په بيلا بيلوفرهنګي اوادبي غونډواوناستوکې ګډون کړى اوورته ناستې اوغونډې يې جوړي کړي دي. حميدزى وايي:زما موخه د نظم اونثر دليکلو څخه داده چې زه خپلې خوږې ژبې پښتو اوخپل ټولنې ته ددې لارې څخه دخپل توان سره سم خدمت وکړم. حميدزي دردې محاله په نظم کې يٶه ټولګه (روڼ سيند) ليکلي اوپه نثرکې يې دوې ټولګې ليکلي دي چې د لومړۍ ټولګې نوم يې:(په سمندرکې دملغرولټون) ټولنيزي ستونزې اودحل لاريې. اوددوهمې ټولګې نوم يې (دالماسوپنډ)دپښتومتلونو دويلوځايونه اوعلتونه دى.

له محمودحميدزى سره خبرې اترې پيل کړئ

شننه پيلول