د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
| د محمدالله ولید، خبرو اترو مخ ته ښه راغلئ!
|
السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ!
موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو.
د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.
-- بلوڅ خان اړیکه ۰۰:۲۹, ۲۷ مارچ ۲۰۱۸ (UTC)
ولید اندړ
زوکړه او زده کړه
پوره نوم يي محمدالله او په قلمي نوم (وليد اندړ) سره شهرت لري، د احمدشاه زوی دغزني ولايت اندړو ولسوالي دشېرخان دکلي اوسېدونکی دی په ۱۳۷۳ کال کې په يادکلي کې زېږېدلی، زده کړې يې د اندړو ولسوالي په مرکزي ليسه سلطان شهاب الدين غوري کې ترسره کړي دي په ۱۳۹۱ هـ ل کال کې ترې په اعلی درجه فاريغ شوی لمړی ځل دکانکور په امتحان کې بې نتېجې شوی او بيا د غزني په اداره او حساب داري انيستيتوت کې شامل شوی په ۱۳۹۳ هـ ل کال يې د محاسبې له څانګې نه په کادري نمرو د څوارلسم پاس سند ترلاسه کړي، بيا دکانکور د دويم چانس له لارې د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ته بريالی شوی دی چې اوس مهال په ياد پوهنتون کې د څلورم کال محصل دی، هېره دي نه وي چې وليد د ياد پوهنځي په کادري نمرو لرولو سره سره لاهم بسيا نه ده کړي او له ادبياتو سره په څنګ کې يې خصوصي زده کړې په (لوی ننګرهار روغتيايي علومو انيستيتوت) عالي نرسنګ څانګه کې په درېيم ټولګي کې روانې دي.
د وليد شاعري او ليکوالي
وليد له ۱۳۹۰هـ ل راپه دې خوا شاعري ته مخه کړي ده، دده په وينا تردې دمه يې له ۱۵۰ عنوانه زيات شعرونه ليکلي دي.
چې د( اوښکو کړيکې ) په نامه شعري ټولګه يې له يوه کال راپه دې خوا چاپ ته اماده ده خو د ژوند او محصيلي تنګتياوو او اقصادي ستونزو يي لاهم د چاپ مخه ډب کړي ده.
د هيواد ناخوالو، جګړو اود شعر شخصي زوق يې شاعري ته اړ ايستلی دی، که څه هم شعر يو فطري الهام دی خو په شعر کې له دروېش دراني او پيرمحمد کاروان نه متاثره دی.
وليد کله ناکله د نثر څنډې ته هم لاس او ږدوي خو دشعر غوندي لا دومره وړاندي نه دی پکې تللی؛ تر دې دمه يې د ګوتو په شمار نثري ليکنې کړي چې يوازي څو يې پکې لنډې کيسې دي.
همدارنګه دژباړي په برخه کې يي تازه په تازه قلم ازمويلی دی د (نسخې) په نوم يو روغتيايي اثر ژباړه يي چاپ ده، همدارنګه (Biology 2018 For Afghan Turk Omid Educational Center) يا (۲۰۱۸بيولوژي د افغان ترک ښوونيز مرکز لپاره) تدريسی کتاب يي هم په خوږه پښتو ژباړلی دی.
د شعر نمونه يي:
غزل ۷۲
ګــــــلونــه راسـره دي بــــيابان غـېږه کې مـرم
څه سـوي اسوېلي دي دارمان غـېږه کې مرم
ســـاړه ســـاړه اهـونه اوســړې ســړې ســلګۍ
داوښــــــکو کــتارونه دګـرېوان غـېږه کې مرم
اسمانه ستالمن کې ستوری ورک شودقسمت
دځمکي کور ته لاړم دهجران غېږه کې مرم
کوڅـه کې مې لــيدلي نــن دهــورو نـــنداره
حيران ورته ولاړيم اوحيران غـېږه کې مـرم
(ولــيد) لړزه لړزه وجــود اولاس ترزني د
څېــره دهوري وينم خوانسان غېږه کې مرم
--محمدالله ولید (خبرې اترې) ۰۰:۴۳, ۲۷ مارچ ۲۰۱۸ (UTC)
n
|
|