د کارن خبرې اترې:فدامحمد منصور
سکالو ورگډولروښان د لوړو زده کړو موسسه په ٢٨/١٠/١٣٩٠ هـ ش نېټه د لوړو زده کړو د وزارت سره په ٥٣٨ ګڼه ثبت او راجستر شوه چې فعلاً د جلال آباد په ښار کې خپل اکاډميک فعاليت پرمخ وړي . روښان د لوړو زده کړو مؤسسه د پنځو پوهنځيو په درلودلو سره په دوه برخو کې عملاً علمي او طبي چارې پر مخ وړي . چې يوه برخه يې مجهز تدريسي روغتون او بله برخه يې پوهنتون دى . د موسسې ودانۍ چې د پوهنتون خپل ملکيت دی د ودانۍ په درې پوړونو کې تدريسي روغتون شتون لري چې په ځمک تل ( زير زميني ) کې تشخيصيه وسايل لکه مجهز عمومي لابراتوار ، دايکسرۍ ډيجيټل او ساده ماشينونه د زړه دناروغيو دتشخيص وسايل لکه ايکوکاردوګرافي آى سي جي ، آى ټي ټي او التراسونډ او پدې نږدې ورځو کې ايم آرآى د ځمکى تل په دويم پوړ کې د ناروغانو کتنځايونه OPD دوه مجهزى عمليات خونې ، د جدي څارنې درې کوټې،ولادت خونه ا و وروسته د ولادت نه د مراقبت خونه موقعيت لري . د ودانۍ په لومړي پوړ کې د ناروغانو لپاره د بستر خونې موجودې دي ، د بستر دغه خونې په دوه ډوله دي چې يو ډول يې يو نفري د ټولو تجهيزاتو او ملحقاتو سره ا و دويمه برخه يې دوه نفري ، درې نفري خونې دى چې هغه هم د ناروغانو لپاره لازم ملحقات لري . د ودانۍ پاتې پوړونه د تدريسي ا و اداري د فترونو صنفونو او لابراتوارونو لپاره ځانګړي شويدي . لکه په لاندې ډول : - په دويم پوړ کې کنفرانس هال چې په يو وخت کې د ١٥٠ تنو د ناستې ګنجايش لري. - ٨ تدريسي خونې چې هره خونه يې په يو وخت کې د ٦٥ تنو زده کوونکو ګنجايش لري . - په دريم پوړ کې د فزيک کيميا ، بيولوژي او اناتومي مجهز لابراتوارونه ، کتابتون ، د غونډو خونه ، کمپيوټر لب ، درياست مقام ،د طب پوهنځی ، حقوقو پوهنځی ، اقتصاد پوهنځی، اداري دفترونه ، مالي ،اداري او دمحصلانو معاونيت موجود دي . - په څلورم پوړ کې ٦ درسي خونې چې هره خونه په يو وخت کې د ١٢٠ تنو زده کوونکو ګنجايش لري . - همدارنګه په پنځم پوړ کې هم درسي خونې چې په يو وخت کې هره خونه د ١٢٠ تنو زده کوونکو لپاره د زده کړى ګنجايش لري او ددې تر څنګ منظم ديپارتمنتونه موجود دي . د ودانۍ په شپږم پوړ کې دوبي خانه موجوده ده چې د روغتون د ناروغانو د جامو ، روجايو د مينځلو چاره پر مخ وړي . او په راتلونکى کې يو مجهز کتابتون په پام کې نيول شويدى .
د يادولو وړ ده چې د روښان د لوړو زده کړو مؤسسه په مجموع کې په يو وخت د ١٤٠٠ تنو محصلينو د تدريس او عملي کار لپاره منظم چاپيريال لري .
له فدامحمد منصور سره خبرې اترې پيل کړئ
خبرو اترو مخونه هغه ځايونه دي چېرې چې خلک په ويکيپېډيا کې د منځپانگې غوره کولو په اړه شننې کوي. فدامحمد منصور سره د نښلولو او همکارۍ لپاره نوې خبرې اترې پيل کړئ. هغه څه چې تاسو يې ووايئ، دلته به ټولو ته ښکاره شي.