د کارن خبرې اترې:عثمان منصور انصاري/دویم خوندیځ

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

Photo of Nuristani boy[سمول]

Hi. I am improving the Nuristan text in Spanish. Is it possible to put the photograph of the boy in the general commons page so that other people can use it? Thanks!

possibly of interest[سمول]

With apologies for not posting in Pashto, I thought perhaps Baha'i_Faith_in_Afghanistan might be of interest for possible translation or supplementation (along with other nearby regions) ?? Smkolins 23:56, 10 مارچ 2010 (UTC)

عثمان منصور صاحب سلامونه[سمول]

عثمان منصور صاحب السلام عليکم ورحمة الله و برکاته

د الله په امان کې اوسې. قدرمنه تاسې د فلسفې په برخه کې ډېرې ليکنې کړي چې د ستايلو وړ دي خو څو ليکنې مو له عربي او فارسي نه دلته خپرې کړي هغه مو نه دي ژباړلي نو که لطف وکړی او همدا ليکنې وژباړۍ خوښ به مو کړې.

٭د اشراق فلسفه

--Khangul 14:25, 19 می 2010 (UTC)

سلامونه اشنا[سمول]

سلامونه اشنا زما نوم خان ګل دی زه کليم الله نه يم. دا دی تاسو په غوښتنه تاسو لپاره مې ځينې کينډۍ جوړې کړي چې تاسې يې دلته او دلته کتلی شی.

اوس خبره دا ده چې تاسې خپلې ژمنې سره سم تشو مخونه په پښتو ژبه ډک کړۍ او د نړېوال معيار کره مالومات خپاره کړۍ. يو دريځ چې خپل کړی او هغه دا چې د ليکنې ژبه مو بايد ستاسې د افکارو او دريځونو نه اغېزمنه نه شي او ليکنې بايد بې پرې وي.

کور مو ودان


--Khangul 14:53, 31 می 2010 (UTC)

ستاسې د پيغام په ځواب کې[سمول]

خان ګل خانه وروره سلامونه.
د روغتیا په هیله مو، ګرانه هڅه وکړئ چې د څښتن استازو ته رسول او نبي (که نبي وو، نبي ورته ولیکئ او که رسول و، نو رسول) ولیکئ، ځکه پیغمبر د مجوسي قوم څخه راپاتې لفظ دی، او دا د خدای ټکې هم د پارسي آله وو ستایننوم دی، ددې پرځای الله یا څښتن په پښتو کې شته. الله به ځکه ښه وي، چې قرآني نوم یې دی.
په درنښت
یادښت: هیله ده د ایرانایزیشن په مخنیوي کې مو خپله ونډه ونه سپموئ
.

Jalalkut.


ګرانه وروره ستاسو د پيغام په وړاندې دومره وييل غواړم چې هېڅ يوه ژبه هم سوچه نشته او هېڅ داسې ژبه هم نه شته چې د بلې ژبې تر اغېز نه وي راغلې. عربي او فارسي ژبې هم د ګڼ شمېر نورو ژبو نه اغېزمنې شوي او په خپل ځان کې يې هغه لغات ځای کړي او خپل کړي چې په اصل کې د دغو نومېدلو ژبو نه دي. همداراز د خدای کلمه له پارسي ژبې نه نه بلکه له لرغونو ژبو نه اخيستل شوې. چې په پارسي کې ورته خدا وايي او خدای يې مفغنه يا افغاني بڼه ده. د الله کلمه بيا د خدای په مانا په عربي ژبه کې کارېږي. په ويکيپېډيا کې دوه ليکنې بايد په دې نوم وي، لومړی د الله توری چې بشپړ عربي کلمه ده او د هغه لغت ټولې ځانګړنې او د اسلام له نظره يې څرګندونه. دويم د خدای ليکنه بايد په ځان کې د معبود د تعريف ټولې ځانګړتياوې ولري او د بېلابېلو اديانو له نظره د خدای په اړه نظريات په ځان کې رانغښتې ولري. د پيغمبر کلمه هم مفغنه يا افغاني شوې بڼه ده چې له پيامبر پارسي کلمې نه راوتلی. پيامبر، پيغام رسوونکی. نبي په مانا د وياند دی. او استازی په مانا د نماينده يا اجېنټ دی. نو هغه نوم چې په افغاني ټولنه کې دود دی هغه بايد وکارېږي. موږ بايد دې ته فکر و نه کړو چې کوم لغت ايراني او کوم عبراني او کوم عربي دی. دا ځکه چې موږ ليکنې خپلې ټولنې ته کوو او بايد د ټولنې د پوهاوي وړ وي.

د نورو مذاهبو پر وړاندې مې ستاسو دريځ خوښ نه شو. تاسې راته ليکلي چې د اسلام په کينډۍ کې بايد د شعيه ګانو، احمديانو، قاديانيانو او ... نورو وړو فرقو ذکر بايد و نه شي. په اصل کې که تاسې د دغو ټولو فرقو پلويانو سره کښېنۍ نو دوی ټول ځانونه مسلمانان پولي. او داسې کوم معيار او ثبوت نشته چې دوی غير اسلامي وبلل شی. په اسلام کې يو اصل د مستورې خاتمې ده، د دې اصل مانا دا ده چې هېڅوک نه دي خبر چې څوک د ايمان لرونکی دی د الله په وړاندې. نو زه فکر کړم چې د يوه بې طرفه دريځ له مخې دا ټولې فرقې بايد تشريح شي د بېلابېلو ذاويو له مخې او همداراز انسان ته پخپله دا واک په لاس کې ورکړ شي چې خپل شخصي قضاوت وکړي. هر مسلمان باندې دا فرض دی چې خپل ځان په خپل دين پوه کړي. او بايد د يوه او بل تبليغ نه متاثره نه شي آن که هغه د ويکيپېډيا ليکنې هم وي. د ويکيپېډيا لوی دريځ بې طرفي ده او همدا دريځ بايد تل په پام کې ونيولی شي.


--Khangul 04:17, 3 جون 2010 (UTC)

ستاسې د بل پيغام په ځواب کې[سمول]

قدرمنه منصور انصاري صيب السلام عليکم!

زه ستاسې د پيغام په ځواب کې بايد ووايم چې بې شکه چې اسلام يو دی خو اسلام بېلابېلو طريقتونو باندې وېشل شوی او د دې مخنيوی نه تاسې او نه هم زه کولای شم. دا د انسان فطرت دی چې د نظر اختلاف به خامخا کوي، که هغه په دين او يا که په کوم بل کار کې وي، د همدغو اختلافونو پر بنسټ د نړۍ دينونه يو له بل نه بېل شوي او نوي نومونه او نوې طريقې يې خپلې کړي. د اسلام په اړه د عربو خپل دريځ دی، د ايران او د هر بل کوم هېواد بېل بېل دريځونه او انځورونه او تعبيرونه ورته لري. په دې نه ستاسو کنټورل شته او نه زما او يا د کوم بل چا، دا د نظر د اختلافاتو لړۍ به همداسې روانه وي. تاسو په دې سر مه خوږوۍ. د پيغمبر کلمه په افغاني ټولنه کې يوه دود شوې کلمه ده او که چېره مږ استازی وليکو نو استازی د پلاوي او د نماينده په مفهوم خلکو کې تعبير کېږي. او ډېر خلک ورباندې سم نه شي پوهېدلای. د پيغمبر کلمه اوس نه عربي او نه فارسي ده بلکه يوه افغاني کلمه ده. تاسو په خپل پيغام کې داسې راته ليکلي:

بله خبره دا چې تاسې دا ټول مسلمانان ګنئ او هغوی هم ځان مسلمان ګڼي، دا پدې دلالت نه کوي چې موږ د هغوي خبره ومنو. موږ ته دا مهمه ده چې د دوي په اړه اسلام او قرآن څه وایي، او دوي د اسلام په اړه څه آند لري.

تاسو دلته وييلي چې ګنې زه هر څوک مسلمان ګڼم. خبر مو سمه نه ده کړې، د کنايې په کارولو مو پر ما هم د ګوزار کوشش کړی خو زه به دا ووايم چې زه تاسې نه پېژنم او نه تاسې ما پېژنی خو الله (ج) ما او تا دواړه پېژني او الله ته زما او ستا د دواړو دريځ ور معلوم دی نو دا به عاقلانه کار نه وي چې څوک نه پېژندلی پر هغه تور څوک ولګوي. زما په اند هر هغه څوک چې د اسلام په ۵ بنسټونو روان او ايمان ولري مسلمان ګڼل کېږي. تاسو د موږ کلمه هم کارولې چې نه پوهېږم تاسو څو کسان ياست چې د چا د خبرو منلو او نه منلو دعوا مو کړې. زه فکر کوم چې د شعيه مذهب او تر دې وروسته مذهبونو په اړه په قران کې هېڅ هم نه دي ليکل شوي. دا ځکه چې دا مذهبونه خو د سياسي اختلافاتو او د ديني واکمنۍ په خاطر رامېنځ ته شوي. اوس خبر دا چې کوم يو يې سم دی يواځې الله ته ور معلومه ده.

بيا مو ليکلي چې:

اسلام یو اسلام دی، نه پکې قادیانی شته، نه شیعه نه بریلی، نه هم اسماعیلی. که پدې خبرو موږ څوک وتلو چې هغوی ځان مسلمان بولي. نو بیا خو باید یهود او عیسایان هم مسلمانان وبولو، ځکه هغوي له ټولو ځان ښه مسلمان بولي. زموږ د کره والي سرچینه باید د هغوي خبرې نه، بلکه د اسلام آند وي.

اسلام به يو مذهب وي لکه ستاسو يو سر، خو ستاسې سترګې، پوزه، خوله او غوږونه بيا چې ستاسې د سر اهم غړي دي نو شعيه، قادياني او نورې مذهبي فرقې ځان د اسلام همداسې څانګې بولي. خو يهوديان او عيسويان د اسلام سره د تړاو کومه ادعا نه لري. دوی وايي چې اسلام د دوی له مذهب نه راوتلی. او وايي چې مسلمانان موږ نه يو.

بيا مو ليکلي:

د شیعه ګانو په اړه ستاسې ناسم پوهاوی د یوټیوب ویډیويي او هم د دوي نور بلاګونه چې په پارسي ژبه خپرونې کوي، لرې کولای شي. هوری به تاسې پوه شئ چې دوی د اسلام په اړه څه آند لري.

قدرمنه څنګه چې يو فرد د پوره ټولنې ښکارندوي نه شي کولای همداسې به د مذهب په اړه هم وي. لکه څنګه چې ظاهره ده که هر څوک د بل و دين ته سپکاوی کوي هغه خپل دين ته هېڅ ضرر نه رسوي، بلکه ځانته پخپله سپکاوی کوي. نو که هر يو څوک راپاڅېږي او يوه فرقه او بله مردوده وګڼي نو دا به د هغو کسانو ذهنونه مغشوشه، نارامه او په تاوتريخوالي راواړوي کوم چې ناپوهه او نالوستي دي. د بېلګې په توګه درته د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم يوه کيسه تېروم. نقل داسې دی چې حضرت محمد چې کله د دين تبليغ په ښکاره توګه پيل کړ نو ګڼ شمېر خلک يې په وړاندې ودرېدل، بيا د کومې لارې نه چې حضرت محمد تېرېده د هغه لارې پر سر د يو کور سره به يوه بوډۍ ناسته وه چې تل به يې ورته ښکنځل کړل. خو محمد به هېڅ ځواب نه ورکاوه، خو دا پېښه به هره ورځ پېښېدله او يوه ورځ چې په همدې لارې پيغمبر د خدای تېرېږي نو چې ګوري چې څوک نشته، بيا يې د کور ور ورته وډباوه او يو څوک راووتل او ورنه يې په قهر پوښتنه وکړه چې ته دلته څه غواړې. پيغمبر د خدای ورته ځواب ورکړ چې هره ورځ چې تېرېږم دلته مې يوه بوډۍ ليدله غوښتل مې چې د هغې له حال نه ځان خبر کړم. سړي ورته ووييل چې هغه خو مړه شوې. نو پيغمبر د خدای ورته د مغفرت لاس پورته کړ. نو دې سړي چې دا چلند د پيغمبر وليده چې هغې بوډې به هره ورځ ورته ښکنځل کول او پيغمبر د خدای د هغې د بخښلو لپاره لاسونه پورته کړل هماغه وو چې دا کافر مسلمان شو او دين د اسلام يې قبول کړ.

نو موږ په اسلام کې داسې بېلګې لرو. دا تاسو خپل سر د خلکو په ښکنځلو مه خوږوۍ که هغوی صحابه او يا کوم بل ديني مخور ته ښکنځلې کوي نو هغوی خپل ځانونه ټيټوي. تاسو ولې دومره په قهر کېږی.

د خپل پيغام په پای کې مو دا هم ليکلي:

دا شیعه اییزم، اسماعلیزم، او نورو دولس امامیانو لنډیز، هیله ده لدې وروسته خپله فکر وکړئ، چې دوي د اسلام په کینډۍ کې ځای ولري او که له اسلام څخه بر یوه ځانګړې کینډۍ (د منحرفو ډلو) په نامه ورته جوړه کړئ. په درنښت

لاسنیوی د پیر ښه دی، نه د مرید

موږ هېچا ته په پټو سترګو د منحرف او انحراف حق نه لرو. که چېرته ستاسې مور او پلار شعيه او يا قادياني وای نو تاسو به خپل مذهب تر ټولو بهتره ګاڼه. زه فکر نه کړم چې تاسو به دا اجازه چا ته ورکړې وای چې څوک ستاسې دين او مذهب ته منحرف شوی نوم وکاروي. همداراز په پای کې مو د پير او د مريد خبره کړې زه به تاسې ته ووايم چې نه په پير پسې ځۍ او مه په مريد پسې بس خپل ځان پسې ولاړ شۍ، د ځان په لټه شۍ او د ځان پېژندلو په لټه. کله چې څوک ځان وپېژني نو بيا خدای هم پېژندلی شي.

که د خبرو لهجه مې تنده وي او تاسو يې غصه کړي ياست بخښنه دې وي نو.

--Khangul 20:54, 3 جون 2010 (UTC)

پورټالونه[سمول]

عثمان منصوره ياره سلامونه

د اديانو پورټال مې ړنګ ځکه کړ چې غواړم د Portal لغت پښتو ته د تانبه په لغت بدل کړم. نو تر څو چې دا نه وي شوی د پورټالونو د جوړولو رايه چا ته نه ورکوم. دا ځکه چې بيا بېرته پخواني مخونه ړنګوله او نوي مخونه جوړول يو ځل بيا زموږ کارونه ډېروي.

که د لومړي مخ د اديانو ليکنې وژباړۍ نو و به مې ګټې.

--احمد-نجيب-بياباني-ابراهيمخېل 15:08, 12 جون 2010 (UTC)

RE:Hello[سمول]

سلامونه، خدای دې وکړی، چې روغ او جوړ اوسې د القاعدې د متن په مطابق، هغه متن د کارن:Baronnetلخوا تاسیس شو. ما یوازې خپل متن زیات کړ. تاسی باید کوښښ کړی وای د کارن:Baronnet ته ښکایت وکړۍ. لطفا په راتلونکی کې خپل لیک لاسلیک وکړۍ. په درناوی --Darios 05:27, 15 جون 2010 (UTC)

انصاري صيب[سمول]

ګرانه انصاري وروره سلامونه!

خدای دې روغ او جوړ لره. دا راته ووايه چې د لومړي مخ څومره ليکنې دې پښتو کړي؟ تا خو راسره ژمنه کړې، نو اوس دا ګز او دا ميدان. زه خو ستا لپاره د تانبې په جوړولو بوخت يم. خو ډېر کار يې لا پاتې. دا ځکه چې د تانبې چارې لا تر اوسه پورې فعاله نه دي.

نو ته دې هم خپل کارونه مه ځنډوه. ورو ورو ته هم د بېلابېلو مذهبونو ليکنې پښتو کوه له خيره. رښتيا ستا بلاګ مې وليده مبارک دې شه. ډېر ښکلی دې جوړ کړی خو يوه مشوره درته دا درکوم چې د ويکيپېډيا ځينې تخننيکي کارونه هلته ستا په وېبلاګ کې کار نه کوي. نو که چېرته دې کوم متن له ويکيپېډيا نه هلته ليکه بيا يې تخنيکي چارو ته پام ونيسه چې هلته سم کار وکړي.

--احمد-نجيب-بياباني-ابراهيمخېل 23:01, 18 جون 2010 (UTC)

Assalaamu 'alaykum . . .[سمول]

Could you help us brother??? Please see: m:Requests for comment/ace.wikipedia and Prophet Muhammad images. Thank you. Jazaakallaah. -- Si Gam Acèh 05:02, 18 جولای 2010 (UTC)

د Portal د رايو بهير[سمول]

سلامونه

لطفاً د Portal د پښتو انډول لپاره رايه ورکړۍ. د رايې د ورکولو لپاره تاسې دا کوډونه کارولی شی.

  • د portal لپاره د ور د لغت د غوره کولو لپاره دا لاندې کوډ وليکۍ:

| {{ملاتړ}} || {{بډ}}|| {{بډ}}|| {{بډ}} || --~~~~

  • د portal لپاره د تانبه د لغت د غوره کولو لپاره دا لاندې کوډ وليکۍ:

| {{بډ}} || {{ملاتړ}}|| {{بډ}}|| {{بډ}} || --~~~~

  • د portal لپاره د تمبه د لغت د غوره کولو لپاره دا لاندې کوډ وليکۍ:

| {{بډ}} || {{بډ}}|| {{ملاتړ}}|| {{بډ}} || --~~~~

  • د portal لپاره د دړه د لغت د غوره کولو لپاره دا لاندې کوډ وليکۍ:

| {{بډ}} || {{بډ}}|| {{بډ}}|| {{ملاتړ}} || --~~~~

--Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel 20:28, 2 جون 2011 (UTC)

نانسي دوپري او لويېس دوپري[سمول]

نانسي دوپري او لويېس دوپري دوه بېلابېل شخصيتونه ول او دا دواړه مه سره ګډوۍ.

--Khangul 14:37, 16 اکتوبر 2011 (UTC)

Article requests[سمول]

Hi! en:Malala Yousafzai has been in the news lately. Would it be alright if you started a short article in Pashto about her? If you want to try more, would you mind starting short articles in Pashto about en:Brampton, Ontario and the en:Peel District School Board? Thanks WhisperToMe (خبرې اترې) 17:22, 18 اکتوبر 2012 (UTC)

سلامونه[سمول]

سلامونه او نیکی هیلې وروره خوښ شوم چې ما هم وروسته له ډیرې مودې ستاسو پيغام ترلاسه کړ او زه اوس په افغانستان کی نه یم او بهر يم. زما نوی برېښناليک درسره وليکه او هر کله چې انلاين شوې ماته یو برېښناليک راولېږه انشاالله سره به خبرې وکړو.

په درناوي wahidullahkaleem@gmail.com

--وحیدالله کلیم (خبرې اترې) 15:51, 10 اپرېل 2013 (UTC)