پروفیسر اسیر منګل د خپل فن په هنداره کي ستا د ښایست ګلونه ډیر دي ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه پښتو شعر له لرغونو وختونو راهیسې په پښتو ژبه کې ځلېدلی او د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو او پیرونوکی یې وده او پرمختګ کړی او د لوړو پوړيو پر لور یې ګامونه اخیستي دي۰ که د پښتو ادب تاریخ ته ژوره کتنه وکړو او ویې څیړو نو وبه وینو او جوته به شي چې پښتو شاعرانو د شعر او ادب بهیر تل پیاوړی او ځلاند ساتلی او په خپلو نوښتونو او ادبی پنځونو یی پښتو شعر رنګینو او ګلالیومنزلونو ته رسولی او پښتو ژبه یې د شعر ا
پروفیسر اسیر منګل د خپل فن په هنداره کي
ستا د ښایست ګلونه ډیر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه
پښتو شعر له لرغونو وختونو راهیسې په پښتو ژبه کې ځلېدلی او د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو او پیرونوکی یې وده او پرمختګ کړی او د لوړو پوړيو پر لور یې ګامونه اخیستي دي۰
که د پښتو ادب تاریخ ته ژوره کتنه وکړو او ویې څیړو نو وبه وینو او جوته به شي چې پښتو شاعرانو د شعر او ادب بهیر تل پیاوړی او ځلاند ساتلی او په خپلو نوښتونو او ادبی پنځونو یی پښتو شعر رنګینو او ګلالیومنزلونو ته رسولی او پښتو ژبه یې د شعر او ادب په میدان کې د نورو ژبو سیاله کړې ده۰
پروفیسور اسیر منګل د پښتو ادب د نوراني کاروان هغه ځانده او نوماند ستوری دی چې په خپل قلم یې د پښتو د شعر د رزم او بزم میدانونه تاوده او روښانه ساتلی دي او د شعر وړانګی یې د لر او بر پښتونخوا په خپلواکو او سرلوړو غرونو او سردرو کی هرې خواته غزونې کړي دي۰
د ښاغلي اسیر منګل شاعري خوږه، روانه او له فني ښکلاوو ډکه ده او د ټولنې وګړو ته علمي، معنوي، اخلاقي او عرفاني رنګونه او پیغامونه پکې نغښتې دي۰
منګل صاحب په خپله خاوره او وطن مین شاعر دی او د خپل ولس او پښتون قام مینه یې په رګونو کې په څپو او غورځنګونو ده همدا لامل دی چې په هره وینا کې یې د وطن او قام د مینې څرکونه ترسترګو کیږي او د ملي فکر ولولې یې د لوستونکو او اوریدونکو پام ضرور ځان ته را اړوي۰
که د پروفیسور منګل شاعري د فن او هنر په کنډه وتلل شي نو په زغرده ویلای شو چې شاعري یې پخه او په تول پوره ده او ښاغلی منګل د پښتو ژبی د مخکښو شاعرانو په کتار کې د ودریدو حقدار دی
پښتو ژبې او ادب ته د شاغلی منګل صاحب کارونه او خدمتونه د هیچا له سترګو پټ نه دي او ټول پښتانه یې له درانه نوم سره اشنایي لري او دده له علمي او ادبي اثارو ګټه اخلي۰
د محترم منګل صاحب په شاعرۍ کې د مینې اوعاطفې، سوز او ګداز، ګل او بلبل، انسان او ټولنې ، طبیعت او خلقت د بیلابیلو اړخونو ډیره ښکلې عکاسي او انځورګري شوې او د ژوند په ټولو برخو یې خپل ژور نظر ساتلی دی ۰
ښاغلی منګل چې په خپله ټولنه او چاپیریال کې څه لیدلي او ترې متاثر شوی هغه یې قلم ته سپارلي ، د شعر ژبه یې ورکړي او د پښتو ادب د تاریخ برخه یې ګرځولی ترڅو د یوه ادبي میراث په توګه راتلونکې نسل ته پاتې شي او د فکر د روښانه ډیوې له وړانګو او رڼا څخه یې زمونږ ځوان کول د لارې د مشال په توګه کټه واخلي۰
په اخر کې تاسو درنو او خوږو لوستونکو سره د استاد اسیر منګل یو خوږ او په زړه پورې غزل شریکوم هیله ده چې ستاسو د خوښې او پاملرنې وړ وګرځي او درنه منګل صاحب سره د خپلې مینې څرګندونه وکړۍ۰
په ټوله شاعرانه مینه
امان الله نصرت
غزل
په هديره کښې ځان له ګرځم دسکون په هيله
زه دمرګ غېږې له ورځمه دژوندون په هيله
چې تغير شم ارتقا شم حرکت شمه ټول
زه دې وده کلي کښې پروت يمه ديون په هيله
په ما کښې رنګ دادم خان ديوسف خان دموسى خان وګورئ
زه تلے نه يمه صحرا ته دمجنون په هيله
زه چې دخپل ځان نه راوځم جهان و پيژنم
بيا بۀ هيڅوک نه راځي دلته دشب خون په هيله
زه دايمان زه دضمير سودا کؤلے نه شم
تۀ ماته ناست ئې بيا اشنا دکوم مضمون په هيله
نه ئې رمه نه ئې کيږدۍ شته نه ئې غږ دشپيلۍ
يوه موده وشوه چې ګرځمه دشپون په هيله