د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
| د شاپېټی، خبرو اترو مخ ته ښه راغلئ!
|
السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ!
موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو.
د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.
-- Af420 اړیکه ۰۴:۵۰, ۶ فبروري ۲۰۲۵ (نړیوال وخت)
ښاغلی ښاپېټی خوښ يو چې له موږ سره په پښتو ويکيپېډيا کې د پښتو ژبې د لا ودې او پرمخه برخه اخلئ، خو بايد ووايم چې ستاسو ټولې ونډې ماشيني ژباړې لري چې په اسانۍ د لوستلو او پوهېدلو وړ نه دي چې دا کړنه د پښتو ژبې د ډيجيټلايزېشن لپاره زيانمنه او اغېزمنوونکې ده، هيله لرو چې دې برخې ته پام وکړئ او ژباړې مو د پښتو ليک لوست سره سمې او د پوهېدو وړ وګرځوئ، په درنښت! شاه زمان پټان (خبرې اترې) ۰۴:۵۰, ۱۶ فبروري ۲۰۲۵ (نړیوال وخت)
سلامونه
په پښتو ویکیپېډیا کي ستاسو له همکارۍ زیاته مننه کوو، خو هیله لرو ترڅو لیکني مو پر معیار برابري کړی او له ماشیني ژباړي څخه ډډه وکړی، ځکه پازوالانو ته په جوړولو او لوستونکو ته په ویلو کي زیاتي ستونزي جوړوي.
مننه Subhan Ahmad KDR (خبرې اترې) ۰۷:۵۴, ۳ مارچ ۲۰۲۵ (نړیوال وخت)
پښتو ويکيېډيا کې ستاسو له همکار نړۍ مننه، خو بايد ووايم چې تاسو خورا په لوړه کچه نه بدلېدونکې ماشيني ژباړې څه کار اخلئ، چې د پښتو ژبې لپاره هېڅ گټور نه دی، داسې ښکاري چې دا ژباړه د کوم روباټ له خوا ترسره کېږي، هيله ده چې دې چارې ته پام وکړئ او سمه، روانه او ساده پښتو ژباړه وکړئ، که بياځلي دا ډول چاره ترسره کړئ او له خپل کاره راونه ګرځئ، زه مجبور د يو پازوال په صفت پرتاسو بنديز ولگوم. شاه زمان پټان (خبرې اترې) ۱۳:۲۴, ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵ (نړۍوال وخت)
زه غواړم تاسو ته د ويکيپېډيا اسيا مياشتې ۲۰۲۵ ته بلنه درکړم. او زه دا ھم غواړم چې تاسو ټول نور فعال کاروونکي هم په کې د ګډون لپاره راوبلئ. د مقالې جوړولو معیارونه په اصلي پاڼه کې تشریح شوي او دلته سپارل کیدی شي. Ainty Painty (خبرې اترې) ۰۲:۴۲, ۹ نومبر ۲۰۲۵ (نړۍوال وخت)
|
|