د کارن خبرې اترې:سراج احمد حبیبي
سکالو ورگډولاستاد پوهنیار سراج احمد حبیبي د معلم صاحب سیدالله حبیبي زوی، په (۱۳۶۵) هجري لمریز کال د وردګو ولایت، سیداباد ولسولۍ د منګلیو په کلي کې زیږېدلی دی. نوموړی په (۱۳۸۵) هجري لمریز کال د غزني ولایت د وکیل محمد جان کوچي له عالي لیسې څخه فارغ او په همدې کال د کانکور د آزموینې له لارې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي، پښتو څانګې ته بریالی شو. له دې څانګې څخه هم د څلورو کلونو زده کړو وروسته په (۱۳۹۰) هجري لمریز کال فارغ شو.
نوموړي د هېواد په بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو کې په ډېر صداقت او ایماندارۍ سره خپله دنده مخته وړې ده. دوه کاله یې د خپلې سیمې د انصارالمومنین په عالي لیسه کې د انګلیسي او ریاضیاتو د ښوونکي په توګه، یو کال یې د بادغیس په ولایت کې د (Coar) غیر دولتي موسسې سره د ترینر استاد په توګه او یو کال یې د زابل عالي دارالمعلمین په پښتو څانګه کې د استاد په توګه دنده اجرا کړې ده.
اوسمهال د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه استاد دی، د دغه څانګې بنسټ هم په یاد پوهنتون کې د همده له خوا نه ایښودل شوی دی.
استاد حبیبي د استادۍ ترڅنګ د هېواد د فرهنګي ډګر یو فعال او بریالی غړی هم دی، د شعرونو تر څنګ یې ګڼې مقالې او لیکنې په بېلابېلو خپرونو او انټرنیټي سایټونو کې خپرې شوې دي.
دی د عرفاني موضوعاتو له څېړلو سره ډېره مینه او علاقه لري او په دې برخه کې یې په پښتو ژبه او ادبیاتو کې ډېر کار کړی دی، یو کتاب یې د «عرفاني ادبیات» تر سرلیک لاندې لومړی ځل په هرات کې د قدس خپرندویې ټولنې له خوا او دویم ځل په کابل کې د سمون خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شوی دی، دغه کتاب یې اوس هم د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې تدریسېږي.
د عرفاني ادبیاتو په برخه کې یې له یاد کتاب نه علاوه دا لاندې ځینې علمي مقالې او مضمونونه هم په بېلابېلو علمي خپرونو او انټرنيټي سایټونو کې خپرې شوې دي:
۱ـ د احمد شاه بابا په شعرونو کې د تصوف او عرفان څرکونه
۲ـ د وجودي او شهودي فلسفو ترمنځ د اختلاف لاملونه
۳ـ د عبدالرحمان بابا تصوفي او عرفاني شعرونو ته لنډه کتنه
۴ـ په پښتو ادبیاتو کې د عرفاني افکارو پیدایښت او پایښت
۵ـ د مصطفی سالک د شعرونو تصوفي او عرفاني اړخ
۶ـ د عطایي ملا عرفاني سفر
۷ـ د تصوف او فلسفې ترمنځ کرښې او اړیکې
۸ـ د علي محمد مخلص تصوفي او عرفاني مقام
۹ـ د روښاني طریقې منشاء او ماهیت
۱۰ـ تصوف او ادب
۱۱ـ نقشبندیه طریقه
۱۲ـ چشتیه طریقه
۱۳ـ قادریه طریقه
۱۴ـ سهروردیه طریقه
۱۵ـ قبض او بسط
۱۶ـ د عبدالقادر خان خټک عرفاني نظریات
۱۷ـ د عبدالقادر خان خټک په دیوان کې د ځینو عرفاني اصطلاحاتو شننه
۱۸ـ تصوف پېژندنه
۱۹ـ پر تصوف نیوکې او د هغوی ځوابونه
۲۰ـ د روښاني تصوف مقامات
د پورتنیو چاپ شوو علمي مقالو او کتاب تر څنګ یې لاندې کتابونه هم ناچاپ پاتې دي:
۱ـ باهوت
۲ـ د عرفاني اصطلاحاتو قاموس
۳ـ د عبدالقادر خان خټک د عرفاني شعرونو خواوې
۴ـ ژوند او ژواک
۵ـ غوره ویناوې
د عرفاني او تصوفي موضوعاتو د پورتنیو مقالو او کتابونو تر څنګ د نوموړي په پښتو ادبیاتو او نورو ټولنیزو او سیاسي موضوعاتو کې لاندې مقالې او مضمونونه خپاره شوي دي:
۱ـ هنر او لاشعور
۲ـ د پېچلو لیکلو زیانونه
۳ـ زموږ کلا او د حزب اسلامي کله فیل
۴ـ د کرونا په اړه یوه خاطره
۵ـ د هر مسلک خاوند لیکوال کېدلای شي
۶ـ څه کا دا ناڅیز خو سم څیز وخوت!
۷ـ له غازي امان الله خان نه وروسته د هېواد ازادۍ ته یوه کتنه
۸ـ د اصول صنفي کتابونه څه ډول باید وليکل شي.
له سراج احمد حبیبي سره خبرې اترې پيل کړئ
خبرو اترو مخونه هغه ځايونه دي چېرې چې خلک په ويکيپېډيا کې د منځپانگې غوره کولو په اړه شننې کوي. سراج احمد حبیبي سره د نښلولو او همکارۍ لپاره نوې خبرې اترې پيل کړئ. هغه څه چې تاسو يې ووايئ، دلته به ټولو ته ښکاره شي.