د کارن خبرې اترې:اجمل مومند

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد(حفظه الله ) ژوندلیک[سمول]

د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد(حفظه الله ) ژوندلیک

الحمدلله وکفی و الصلوة والسلام علی عباده الذین اصطفی امابعد :

د ۱۳۷۵ هـ ش کال د حمل د میاشتې ۱۶ مه زموږ د مسلمان اولس په تاریخ کې یوه مهمه ورځ ده، نږدې دوه لسیزې وړاندې په همدې ورځ د افغانستان یونیم زر علماء کرامو ، مشایخو او جهادي مشرانو د اسلامي امارت د زعیم په حیث د ملامحمد عمر مجاهد تائید وکړ له نوموړي سره یي د امیر په حیث بیعت وکړ او د امیرالمؤمنین لقب یې ورته اهداء کړ.

دغه ورځ چې داسلامي امارت په رسمي تقویم کې دیوه تاریخي مناسبت په حیث ځای لري، په تیرو کلونو کې یي هم د فرهنګي کمیسیون لخوا د ځانګړو مقالو او مطالبو په نشر سره یادونه شوې.

دا چې د اسلامي امارت د زعیم د مکمل ژوندلیک نشر د ډیرو ملګرو خصوصا تاریخ لیکونکو او څیړونکو غوښتنه وه، فرهنګي کمیسیون وپتېیله چې سږ کال ددې تاریخي ورځي یاد د امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد حفظه الله په مکمل ژوندلیک خپرولو سره ولمانځي.

ددې لپاره چې د ملامحمد عمر مجاهد دشخصي ژوند او مشخصاتو په اړه د یوشمیر دروغجنو لیکوالانو ، تاریخ لیکونکو او مغرضو حلقو د غلطو تبلیغاتو مخه نیول شوي او په دې برخه کې لیکوالانو او ټولو عامو خلکو ته یو وضاحت رامنځته شوی وي د عالیقدر امیرالمؤمنین ژوندلیک په لاندې کرښو کې درته تقدیموو.

   زوکړه او نشأت یې

ملامحمد عمر(مجاهد) د مولوي غلام نبي زوي ،د مولوي محمد رسول لمسی اودمولوي باز محمد کړوسی، په کال ۱۳۳۹ هجري لمریزکې چې له ۱۹۶۰ میلادي سره سمون خوري دافغانستان د کندهار ولایت دخاکریز ولسوالۍ د چاه همت کلي په یوه متدینه اوعلمي کورنۍ کې زیږیدلی دی .دملامحمد عمر(مجاهد) والدمرحوم مولوي غلام نبي صاحب هم په همدې خاکریز ولسوالۍ کې دنیاته راغلی دی او د همدې سیمې په مختلفودیني درسونو اودائروکې خپلې دیني زدکړې ترلاسه کړې ، چې بیا په یاده سیمه کې دتدریس اواسلامي دعوت په چاروکې دزیاراومصروفیت له امله دخلکوپه منځ کې دیو ښه علمي اوټولنیز شخصیت په توګه وځلید .

دملامحمد عمر(مجاهد) له زوکړې دوه کاله وروسته دهغه والد صاحب دکندهارله خاکریز ولسوالۍ څخه ددې ولایت د ډنډ ولسوالۍ دنودې کلي ته ولاړ اوهلته دخپل ژوند ترپایه د سیمې دخلګو د دیني ښونې اوروزنې په چارو بوخت ؤ،نوموړی په۱۳۴۴هجري لمریزکال کې چې له ۱۹۶۵میلادي کال سره سمون خوري په همدې سیمې کې وفات او دکندهار ښار دطالبانوپه پخوانۍ مشهوره هدیره کې خاورو ته وسپارل شو .

ملامحمد عمر(مجاهد) دخپل پلار له وفات وروسته دپنځه کلنۍ په عمر له خپلې کورنۍ سره دکندهار له ډنډ ولسوالۍ څخه د اروزګان ولایت دهراود ولسوالۍ ته ولیږدیده اوهلته یې دخپلو ترونوهریو مولوي محمد انور اومولوي محمد جمعه ترسرپرستي لاندې د ژوند لومړنۍ مرحله پیل شوه .

   زدکړه اوتعلم یې :

ملامحمد عمر(مجاهد) په اته کلنۍ کې د دیني علومودترلاسه کولو لپاره دروزګان ولایت ددهراودولسوالي دشهرکهنه سیمې ابتدایې دینې مدرسې ته شامل شو. ددغې مدرسې سرپرستي هم دملامحمد عمر (مجاهد) دتره مولوي محمد جمعه لخوا ترسره کیده اوملامحمد عمر (مجاهد) هم لومړنۍ دیني زدکړې له نوموړې څخه پیل کړې .

دملامحمد عمر(مجاهد) دواړو ترونو په تیره مولوي محمد انور دنوموړي په دیني روزنې اوپالنې کې خاص رول ترسره کړی .

ملامحمد عمر (مجاهد) دخپل شرعي تعلیم لومړنۍ اومتوسطه دوره په همدغه مدرسه کې په بريالۍ توګه پای ته ورسوله اواتلس ۱۸ کلنۍ ته له رسیدوسره یې په افغانستان کې دمروجه لوړو شرعي زدکړو په تحصیل پیل وکړ ، خو دشرعي لوړو زدکړو دتحصیل مرحله یې په کال ۱۳۵۷ هش ـ۱۹۷۸ م په افغانستان کې د کمونستانو د واک ته رسیدلو له امله نیمګړې پاته شوه.

   کورنۍ يې :

له قبیلوي اړخه دملامحمد عمر (مجاهد)تعلق دپښتنې قبیلې هوتکو په تومزي قوم پوری دی .

هوتک د پښتنې قبیلې يو لوى شاخ ، اوهوتکیان دمعاصر افغانستان په تاریخ کې دنومیالي اسلامي شخصیت حاجي میرویس خان هوتک په څیر اسلامپال ،مدبر، ملي اوجهادي اتلان لري .

سترغازي حاجي میرویس خان هوتک رحمه الله چې افغانان یې احتراما د میرویس نیکه په ویاړلي لقب یادوي په کال ١٠٨٨ هـ ۱۷۱۲ م افغانستان له صفوي ظالمانه واکمنۍ ازاد، اودافغانانولپاره يې پکې دیوه خپلواک مقتدراسلامي حکومت بنسټ کیښود.

دملامحمد عمر (مجاهد) کورنۍ له مسلکې اړخه ټول علماء او ددیني علومو مدرسین دي .هغوئ خپل ټول ژوند دالله تعالی ددین خدمت ،دشرعي علومو تدریس او دمسلمانانو دیني اوفکري روزنې ته وقف کړی ،له همدې امله یې په خپله سیمه کې خورا زیات مقبولیت درلوداوپه معنوي لحاظ دټولنې ترټولو،باوقاره او اجتماعي حیثیت لرونکي اشخاص پیژندل شوي دي. دداډول علمي اوروحاني کورنۍ په ماحول کې د ملامحمد عمر(مجاهد) پیدایښت اوبیا دخپلو علمي اوفکري مربیینو (پالونکو) ترمستقیمې پالنې لاندې دهغه نشونما په جهادي اوفکري لحاظ نوموړي ته د دې صلاحیت وروباښه چې دافغاني ټولنې دنورو افرادو په منځ کې دیومخلص، مجاهد، زړه سواند،با احساسه اسلامي ، او ملي شخصیت په توګه راڅرګند ، اوپه خپلو جهادي اواصلاحي هڅو سره خپله ټولنه دفساد ،ظلم اوبی عدالتۍ اوګران هیوادافغانستان دحتمي تجزیې له شره وژغوري .

دملامحمدعمر (مجاهد)جهادي کورنۍ ، وروڼه او ترونه ټول مجاهدین اوتراوسه پوري یې دخپلې کورنۍ څلورتنه شهیدان شوي دي.

په افغانستان باندې دامریکایې یرغل په لومړۍ ورځ ۱۵/۶/۱۳۷۹ـ ۷/۱۰/۲۰۰۱ دملامحمد عمر(مجاهد) تره ملامحمدحنفیا لومړنی شخص وو چې دامریکایي یرغلګرو په بیرحمانه هوایې برید کې په شهادت ورسید.

   جهاد اومبارزه يې.

ملامحمد عمر(مجاهد) دخپل ژوند دریمې لسیزې ته لانه وو ورداخل شوی چې په افغانستان کې کمونستانو دپوځي کودتا له لارې واک ترلاسه کړ .داهغه وخت و چې نور نو دملامحمد عمر(مجاهد) په څير دهیواد ټولو زدکوونکوته دخپلودیني زده کړو استمرار ناشونی ښکاریده؛ځکه دملحدوکمونستانو لومړنۍ مقابله دټول هیواد په کچه له علماوو، طالبانو،محصلینو اومسلمانو منورینوسره وه ، هماغه ؤ چې ملامحمد عمر(مجاهد)هم اړینه وبلله چې خپلې لوړې دیني زدکړې نیمګړې پریږ دي او د خپل شرعي مسؤلیت دترسره کولو لپاره له مدرسې څخه دجهادي جبهې په لوري مخه کړي. ‎

هماغه ؤ چې نوموړي خپل جهادي بهیر د روزګان ولایت ددهراود په ولسوالۍ کې دحرکت انقلاب اسلامي په تنظیم کې پیل کړ.په دغې ولسوالۍ کې له څه وخت تیرولو وروسته نوموړی دروزګان ولایت په کچه دیوه پیژندل شوي زړورجهادي شخصیت په توګه مطرح ،او ددغه ولایت په بیلا بیلو برخوکې يې دکمونیستانو په وړاندې په متعددو پوځي عملیاتوکې فعال رول ترسره کړ؛ هماغه ؤ چې نوموړي ددغه جهادي شهرت اوپه جهادي عملیاتوکې دموفقانه رول له امله په مجاهدینوکي دومره مقبول اوومنل شوچي کله په هغه وخت کې ددهراودپه ولسوالۍ دمختلفوسیمودمجاهدینوله لوري پراخ تعرضي عملیات ترسره کیدل نوملامحمدعمرمجاهدپه همدي عملیاتوکې دټولومجاهدینوپه خوښه دمختلفوجبهاتودمجاهدینومشر او تعرضي قومندان وټاکل شواوښه موفق عملیات یې ترسره کړل چي په همدي عملیاتوکې نوموړی په لومړي ځل زخمي هم شو‎‎،نوموړي تردریوکالوزیات وخت دخپلې سیمې دمجاهدینو سره دیرغلګرو روسانو اوکمونستانو خلاف په ډیرومخامخ جګړوکې ګډون وکړ.

دملامحمد عمرمجاهددجبهي ملګري اومشران وایې چي ملامحمدعمراخندپه هغه وخت یعني جهادپه پیل کې سره له دي چي عمریې کم ووخودهرډول مسئولیت اوکاردترسره کولواستعداداوصلاحیت یې درلوداودډیرښه صحت اوقوت خاوندؤ.

وروسته په کال ۱۳۶۲ هش ۱۹۸۳ میلادي کې له خپلوجهادي ملګرو سره دجهادي فعالیتونو دانسجام په غرض دکندهار ولایت میوندولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې دحرکت انقلاب اسلامي دتنظیم دمشهورجهادي قومندان فیض الله اخند زاده په جبهه کې دروسي یرغلګرو اودهغوئ دکمونستي تالي څټو په خلاف وسله وال جهاد ته دوام ورکړ .په کندهار ولایت کې هم په بي شمیره جهادي عملیاتوکې دنوموړي دموفقانه رول اوپه پوځي تکتیکونوکې دښې وړتیا اوشهرت له کبله دسیمه ییزو جهادي قومندانانوپه کچه د وخت دجهادي تنظیمونو دپاموړ وګرځیداو د مرحوم مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ دحرکت انقلاب اسلامي دتنظیم لخوا دمستقلې جهادي جبهې مسؤلیت ورته وسپارل شو.

له کال ۱۳۶۲هش ـ ۱۹۸۳ م تر۱۳۷۰- ۱۹۹۱ پوري ملامحمد عمر (مجاهد) دکندهار ولایت دمیوند ، ژړۍ ،پنجوایې او ډنډ ولسوالیوپه مربوطاتوکې چي دشوروي قواوو په ضد دجهاد مهم مرکزونه وو او نږ دې هره ورځ به یې مجاهدین له دښمن سره په جګړه بوخت وو همدارنګه دزابل په ولایت کې دشهرصفااومرکزقلات مربوطوسیموکې دکابل ــ کندهارپه لویه لاره دروسي یرغلګرو په خلاف ډیر موفقانه عملیات ترسره کړل چې په ټولوهغوکې شخصا په مستیقمه توګه سهیم ؤ.دملامحمد عمر (مجاهد) ترټولو خوښه کړای شوې وسله دروسي جنګي شوبلو(ټانګونو) په ضد استعمالیدونکې خورامؤثره وسله « R.P.G.7» توغندی وه چي دمجاهدینو په مینځ کې به راکټ بلل کیده او ده یې په ویشتلوکې ځانګړی مهارت درلود،دیادوني وړ ده چي کندهار په ځانګړي ډول دمیوند،ژړۍ او پنجوایي سیمي دکمونیزم خلاف جهاد کي هغه سیمي وې چي دروسانو دماتي او شکست محوري نقطي بلل کېدې په دې سیمه کې دکندهارهرات په لویه لاره دکمونسانو دومره زیات ټانګونه اونوروسایط تخریب شوي وچي دسرک پر یوه او بله غاړه دښمن دهغو سوځول شویو ټانګونو او پوځي وسائطو دیوالو نه وهلي وه څو دمجاهدینو له بریدونو څخه ځانو نه پري وساتي .

ملامحمدعمر(مجاهد) له روسانوسره دجهادي عملیاتو په مخامخ نښتوکې څلور ځله ټپي شوی او په وروستي ځل ټپي کیدوکې یې خپله ښۍ سترګه هم له لاسه ورکړې ده .

ملامحمد عمر مجاهد دکندهار او همجوارو ولایاتو په سطحه دشوروی یرغلګرو او داخلي کمونیستانو په ضد دجهاد یو وتلی او مخکښ قومندان پیژندل کیده ، چې په خورا ډيرو جهادي عملیاتو کې یې ټاکونکې ونډه او رول درلود ، دلته به دنوموړي دروس ضد جهاد دمهال دملګرو له قوله یو څو خاطرې او یادوني دبیلګې په توګه رانقل کړو .

۱ – دکندهار په ولایت کې ددښمن یوه خورا محکمه پوسته وه چې دبدوانو پوسته یې ورته ویله ددې پوستې سره دښمن په خورا حساس او حاکم ځای کې ټانګ درولی وو چي له انداخت کولو یې مجاهدین ډیر په تکلیف وو ډیرومجاهدینو څوځله کوښښ ورباندي وکړ چي دا ټانګ وولي او مجاهدین یې له شره خلاص کړي خو له بیا بیا هڅو سره سره یې کوم مجاهد په ویشتلو بر یالي نشو بالاخره دسیمې مجاهدینوله سنګ حصار نه دمرستې لپاره ملا محمدعمرمجاهدراوغوښت اوهمدا ټانګ چي دبدوانودپوستي په ټانګ یې شهرت موندلی ووملامحمد عمر مجاهد دخپل آر پي جي راکټ په توسط په نښه اوله منځه یووړ چې داپه هغه وخت کې مجاهدینو ته خورا ستره لاسته راوړنه وه .

۲ – له روسانوسره دجهادپه دوران کي دکندهاردمحله جات په سیمه کي په یوه مخا مخ جګړه کې چې دکندهار یوتن بل وتلی اوغښتلی مجاهد شهیدملاعبیدالله اخند چې وروسته یې داسلامي امارت ددفاع وزیراو دامریکا تر یرغل وروسته دامیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد دنائب په توګه دنده ترسره کوله هم ورسره ملګری و ، ددښمن دومره ټانګونه اوموټروسوځول چي په سبا ورځ له لیري نه کتونکوخلکوچي دا سوزول شوی کتار لید نو ګمان یي کاوه چې قوه اوس هم ولاړه ده ، حال داچې دقوې زیات موټر سوزول شوي او نور یې واپس خپلو مرکزو ته په شا شوي وو

۳ – دروس ضد جهاد په مهال دکندهارهرات په لویه لاره دژړۍ ولسوالۍ دسنګ حصارپه سیمه کې دروسانوټانګونه تیریدل ملامحمدعمرمجاهدچي ملابرادراخند (چي بیاداسلامي امارت نا ئب شو)هم ورسره ودروسانو په قوه دبرید لپاره یوازې دراکټ څلورګولۍ (مرمۍ)ورسره وي دوئ له همغوڅلورو ګولیوسره ددښمن په کتارجنګ شروع کړ چې په ترڅ کې یې په همدي څلورو مرمیوددښمن څلور ټانګونه وویشتل .

۴ – ملابرادراخند چي له ملامحمد عمر مجاهد سره په جهادي دوره کې نږدي پاته شوی وایي چي ملاصاحب دومره زیات روسي ټانګان ویشتلي چي دکثرت له امله یې له ملګرو څخه شمیر ګډوډ ووچي ټول به څومره وو.

په کال ۱۳۷۱هش، ۱۹۹۲ز کې د نجیب دکمونستي واکمنۍ له سقوط اوپه هیواد کې دتنظیمي جګړوله پیلیدوسره سم ملامحمد عمر(مجاهد) هم دنورورښتینو مجاهدینوپه څیر وسله له اوږې کوزه اوپه خپله جهادي سیمه کندهار ولایت، دمیوند ولسوالۍ دسنګ حصار دګیشاڼو کلي دحاجي ابراهیم د مسجد ترڅنګ یې یوه دیني مدرسه جوړه اوپه همدي مدرسه کې میشت شو اوله ۱۴ ستونزمنو جهادي کلونو وروسته یې دخپلو څوتنو جهادي ملګرو په ملتیا دخپلو نیمګړیو شرعي زدکړو په پوره کولو بیاپیل وکړ.

دا هغه مهال ؤ چې دپلازمېني کابل په شمول ټول هیواد تنظیمي بي هدفه جګړوپه سراخیستی ؤ، دځینو تنظیمي جګړه مارانو دشخصي غرضونواوهوسونو دترلاسه کولو له امله د مقدس جهاد سپیڅلي آرمانونه نیمګړي اودافغان مسلمان ولس دیونیم میلیون شهیدانو پاکې هیلې همداسې ترپښولاندې وې.

   د فساد په وړاندې پاڅون او داسلامي امارت تأسیس

د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته ددې په ځای چې اسلامي نظام تاسیس شي او په دې توګه د مجاهد ملت د کلونو کلونو ارمان پوره شي، خپل منځي جګړي پیل شوي،واقعي مجاهدین دیوې منظمي دسیسي له مخي ضعیفه اویاهم بیخي له صحني وایستل شول،ځینو پخوانیو مجاهدینو هغه کمونیستان چې باید محاکمه شوي وای په څنګ کې ورسره ونیول او ځینو نورو په منظمه توګه دولس په لوټلو، بې آبه کولو او دوطن په چورتالان پیل وکړ.

په دې توګه په درست هیواد کې دهرج ومرج یو داسې تور دوران راغی، چې شاید پخوایي افغانانو نمونه او بیلګه نه وي لیدلي، دمؤمنو هیوادوالو سر ،مال او ناموس هره شیبه له ګواښ سره مخامخ و، دهیواد په لارو او سرکونو د خودسره ، جاهلو او پست صفته ټوپکیانو ځنځیرونه او پاټکونه خپاره شول ، چې هر یوه د خپل مزاج موافق له بې وسه هیوادوالو نه یوازې پیسې اخیستي، بلکې د هیوادوالو په عزت او ناموس یي هم صرفه نه کوله، دهیواد،دملي شتمنیو، مادي او معنوي پانګو، دجهاد د غنائمو او حتی د هیواد د ځنګلونو او کانونو داسې بې رحمانه چورتالان پیل شو، چې پخوا یي کله هم بیلګه نه وه لیدل شوې، مؤمن اولس چې څوارلس کاله یي جهاد کړی و نه تنها دا چې د جهاد ثمره یي دضیاع له خطر سره مواجه وه ، بلکې ورځنی ژوند یي هم له خطر سره مخامخ و.

د هرج ومرج د فتنې له امله ټولنیز فساد، قتل وقتال، چورتالان، ظلمونه ، وحشتونه او د مسلمانانو رنځونه هره شیبه په ډیریدو و، چې دې حالت رښتیني مجاهدین هغوی چې د افغان مؤمن اولس د سوکالۍ ، ازادۍ او سرلوړۍ لپاره یي مبارزه کړې وه سخت ځورول.

ملا محمد عمر مجاهد چې دغه مهال له خپلو مجاهدو ملګروسره دکندهار په میوند ولسوالۍ کې اوسیده، دنورو واقعي مجاهدینو غوندې د دې حالاتو لیدلودی هم ډیرزیات اندیښمن کړی و نوموړي لیدل چې دکندهار – هرات په لویه لاره ګام په ګام پاټکونه جوړ شوي، او ټوله ورځ د هیواد مظلوم مسافر، ښځې او سپین ږیري د بداخلاقه ټوپکیانو په لاس لوټل کیږي ، بې آبه کیږي او وژل کیږي، باید ووایو چې دغه مهال په کندهار کې پاټکونه دومره زیات شوي و، چې د هیواد تجارانو چې له هرات څخه به یي د کندهار دسپین بولدک ولسوالۍ دویش باډر ته مالونه راوړل، ددې په ځای چې په عمومي لاره خپل مالونه انتقال کړي د ډیرو پاټکونو له امله یې له هرات څخه راوړي تجاري اموال په میوند کې ښکته کول او دریګ له لارې یې په دښتو کې په ډیرو تکالفو تر ویش پورې رسول ترڅودپاټکوالوله شره خوندي وي .

ملامحمد عمر مجاهد او دده مجاهدو ملګرو ته دکندهار ښار وضعیت هم ورمعلوم و، چیرته چې خودسره ټوپکیانو ښار کوڅه په کوڅه ترخپل منځ ویشلی و، د بیت المال ملکیتونه یي مسلسل غصبول او په نغدو پیسو یي پلورل او په دولتي ځمکو یي شخصي مارکیټونه جوړول، په دې سربیره یي تر خپل منځ همیشه جګړې کولې چې ترمنځ یي اولس ځپل کیده.

همدې بې پایه ناخوالو واقعي مجاهدین اړ کړل چې دفساد دورکولو او دمسلمانانو د سراومال د تحفظ په خاطر خپل وس وکړي، مجاهدینو ترخپل منځ مشورې او غونډې پیل کړې، ملامحمد عمر مجاهد او ملګرو یي خپله لومړنۍ غونډه د پنجوایي ولسوالۍ د زنګاوات په سیمه کې د سیمې له مشهورو او پیژندل شویو علماء کرامو سره جوړه کړه، ، د روس ضد جهاد په مهال د کندهار د مجاهدینو د عمومي قاضي مولوي سید محمد صاحب ( چې په مولوي پاسني صاحب یي شهرت موندلی و) په مشرۍ د علماء کرامو دې غونډې ملا محمد عمر مجاهد ته وویل چې باید د فساد په ضد قیام وکړي او دوی ټول یې ملاتړي دي، له همدې غونډې څخه ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي تحریک اساس کیښود او د ۱۴۱۵ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵ نیټه د فساد او ګډوډۍ په ضد یې د مبارزې بنسټ کیښود.

د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ اسلامي تحریک د فسادد مخنیوي په خاطر مبارزه پیل کړه، چې داولس اورښتنیومجاهدینو له پراخ هرکلي سره مخامخ شوه، لومړی یي کندهار ولایت او ورپسې یي دافغانستان زیاتي سیمې له بي بندوباره او فاسدو ټوپکیانو تصفیه کړې،هغه مهال چې دهیواد ډیري سیمې دطالبانو تر تسلط لاندې راغلې وې د ۱۴۱۶ هق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۱۵ مه نیټه دافغانستان دعلماء کرامو یو لوی ټولي چې شمیر یي تر ۱۵۰۰ زیات و، په کندهار کې یي د یوې غونډې په دائرولو سره د ملامحمد عمر مجاهد امارت تائید او نوموړي ته یي د امیرالمؤمنین لقب ورکړ ، د ۱۳۷۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په شپږمه نیټه د افغانستان پلازمینه کابل هم د اسلامي امارت تر تسلط لاندې راغله چې ورپسې د افغانستان د ټولو مرکزي او شمالي سیمو په شمول د هیواد په ۹۵ فیصده خاوره د اسلامي امارت حاکمیت ټینګ شو .

د ملامحمد عمر مجاهد په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د شریعت په اساساتو ولاړ اسلامي نظام رامنځته کړ،له اوږده ځنډ وروسته یي یوځل بیا نړۍ ته داسلامي نظام ژوندۍ بیلګه وړاندې کړه،هیواد یې له تجزیې وژغوره او هم یې دبې مسؤلیته کسانو نه دبیت المال اسلحې را ټولي کړې اویوبي مثاله امن یې راووست دا په داسي حال کي چي ټوله نړۍ دملل متحد په شمول دغه کار ته بې وسه او وارخطا وه خو نړیوال کفري مستکبرینو دا شریعت اوامارت ونه شو زغملی نوځکه یي په وړاندې دښمنانه دریځ خپل کړ او بې ځایه بهانې یې ور ته لټولې ترڅو یې په پای کې ورباندې په ګډه پوځي برید وکړ.

دملامحمد عمر(مجاهد) قیادي شخصیت :

ملامحمد عمر(مجاهد) دیو قیادي شخصیت په توګه د ځانګړي طبیعت اوسلیقې څښتن دی .

نوموړی دنړۍ دنورو چارواکو اولوړرتبه مشرانو برعکس له ځان ښکارونې او تظاهر څخه کرکه لري ،له اړتیا پرته خبرو کولو ته چندانې لیوالتیا نه ښیې ،خو دضرورت په وخت کې یې خبرې بیا ډیرې پخې ،سنجول شوې او معقولې وي .دبیلګې په توګه په افغانستان باندې دامریکایې یرغل په پیل کې چې دامریکا یانو له لوري داسلامي امارت دله منځه وړلو اوپه تبلیغاتي لحاظ دمجاهدینو دمورال کمزوري کولو لپاره امریکایې هڅې ډیرې ګړندۍ روانې وي، او ټولې غربي رسنۍ ،راډیویي اوټلویزوني شبکې ورته وقف وې .

ملامحمد عمر(مجاهد) ددغوټولو شیطاني تبلیغاتي هلو ځلو په وړاندې په خورا مطمئنه او ډاډه روحیه سره په خپلو عام فهمه اوساده خبروکې خپل ملت ته داطمنان او ډاډ ورکولو داسې معنا لرونکی پیغام ورکړ:«الله تعالی په هرڅه قادردی په الله تعالی باندي دامریکا او دیوه میژي (میږتون)دقدرت هیڅ فرق نشته امریکایان اودهغوئ ملګري دي داخبره په غورسره واوري چې اسلامي امارت داسې نظام نه دی چې امیر به یې لکه ظاهر شاه (دافغانستان پخواني پاچا)غوندي روم ته ولاړشي او عسکر ( افراد ) به یې تاسوته تسلیم شي،بلکې دادجهاد منظمې جبهې دي .

که تاسوښارونه اوپای تخت لاندې، او اسلامي حکومت ړنګ هم کړي زمونږ مجاهدین به وطنونه او غرونه درته ونیسي بیا به تاسو څه کوئ؟ بیابه لکه دکمونستانو غوندي په هر ځای کې وژل کیږئ!

تاسي پوه شئ چې ګډوډي رامنځ ته کول اسانه ده خوبیرته دګډوډئ له منځه وړل او نظام جوړول خورا ګران کاردی ، مرګ حق دی او هر چاته را ځي نوچې دامریکا په ملګرتیا کې دبي ایمانۍ اوبیغیرتۍ په حالت کې وي دابه ښه وي او که په اسلام کې له ایمانه سره دغیرت په حالت کې به ښه وي ؟ ».

ښایې په هغه وخت کې دملامحمدعمر(مجاهد) په دغه عقیدوي وینا دډیرو ښاغلیو پوره سرنه وي خلاص شوی ،خو اوس چې ددغې نا انډوله حیرانوونکې معرکې له پیل نه قریب څوار لس کاله تیریږې اودامریکایانوپه شمول دناټو تړون اودهغوئ ټول ایتلافیان دملامحمدعمر (مجاهد)دتش لاسو عقیدوي مجاهدینو په مقابل کې له ښکاره ماتې سره مخامخ دي ، دنوموړي د هماغې تاریخې وینا په حقیقت به یې سرخلاص شوی وي .

دغه رازنوموړي دامریکایې یرغل په پیل کې افغان ولس ته دیوې راډیویې ویناپه ترڅ کې یرغلګرواودهغوئ ګوډاګیانوته په اشارې سره وویل چې :«وسلې مرګ کولای شي ،خومرګ ګرځولی نشي »یاده جمله همغه مهال ځینوته یوبې مفهومه ترکیب ښکاریده ،خودادی په تېرودیارلسوکلونوکې دیادمضمون عیني مصداق نړیوالو د سرپه ستوګوولیدچې یرغلګروځواکونو دخپلې پرمختللي ټیکنالوژۍ اووسلوپه زورډیرمرګونه وکړل خوله ځانه یې مرګ ونشو ګر ځولی اودا دیارلس کاله مسلسل دملامحمدعمر(مجاهد)په مشرۍ داتلومجاهدینوپه لاس وژل کیږي ،ژوبل کیږي اونیول کیږي .

اودا یوعیني واقعیت دی چې اوس په پرمختللووسلواوتجهیزاتوسمبال مغروریرغلګرځواکونه هم په افغانستان کې دخپلوزرګونوپوځیانودمرګ ژوبلي ښکاره اعترافونه کوي.

دملامحمد عمر (مجاهد) په نظر ترډیرو ویلو لږ عمل کول ارجحیت لري ، دنوموړي ژوند له تکلفي تشریفاتو ډیر صفااوپاک دی ، سادګي اوبي تکلفه حالت یې دژوند په ټولو اړخونو احتواکړې ، ساده لباس ،ساده خوراک ،بي تکلفه خبرې ،بي تکلفه ناسته ولاړه یې فطري عادت دی ، تکلف ،متکلفین اومتکلفانه کړه وړه يې هیڅ نه خوښیږي .

نوموړی قاطع والی ،تدبراواخلاص دکارونو دپرمختګ له اساسیاتو څخه بولي اودملګرو له منځه یې هغه څوک ډیرخوښیږي چې مدبراخلاصمنداو جدي وي.

همدارنګه نوموړي له مشکلاتو ،مصیبتونو اوکړاونوسره ښه ځان عادت کړی ،دهرډول لويې حادثې اومشکل پیښیدلو په مقابل کې یې وضعیت کاملا عادي وي ، ویره اووارخطایې یې په زړه کې نه ورتیریږي . دخوښۍ او مصیبت ، کامیابۍ اوناکامۍ په مهال کې پرخپل ځان خوراښه کنترول لري اومطمئن وي .

دعلماوو او مشرانو ډیر درناوی کوي ، سنګیني ، وقار،حیاء ،ادب ،متقابل احترام ، خواخوږي ،ترحم اواخلاص یې طبیعي خصلتونه دي ،کلک عزم اوپه ټولو کارونو کې په یوه الله توکل اودهغه په مقدراتو ریښتونی باور یې د ژوند ځانګړي مشخصات دي.

همدالامل دی چې ملامحمد عمر (مجاهد) دخپلو لارویانو اومجاهدینو په زړه کې داسې محبوبیت لري چې د هغه تعلق نه په ظاهري منصب پوري دی اونه په مادي امکاناتو پوري ،اوس چې دیرغلګروله لوري دافغانستان له اشغال نه دیارلس کاله تیریږي دهغه ترمشرۍ لاندې عام مجاهدین ماسوا له دي چې هغه مخامخ وویني یواځې دهغه شفاهي اومکتوبي اوامروته په داسې احترام قائل دي ،چې دتعمیل لپاره يې آن دخپل سر په قربانولو هم باک نه کوي.

   دنړیوالو اسلامي قضایاوپه اړه یې اهتمام

ملامحمد عمر (مجاهد)دطالبانو داسلامي تحريك دمؤسس اودمسلمانانو دیوه مشر په حیث داسلامي امت د قضایاوو په اړه خاص اهتمام لري .

دمسلمانانو دلومړې قبلې مسجد اقصی او دفلسطیني مسلمانانو له برحقې داعیې او د نړۍ په لراوبر کې له داسې نورو اسلامي قضایاوو نوموړي همیشه دفاع کړې اونوموړی له غاصبو صهیونستانوڅخه دمسجد اقصی ازادول دهرمسلمان شرعي مسؤلیت ګڼي.

ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي امت په درد دردمند مشر دی،او له مسلمانانو وروڼو سره اخوت، همدردي ، ایثار او همکاري یې یوازې شعاري نه بلکې عملا یي هم همیشه ثابته کړې ده .

   عقیدوي اوفکري انتماء یې:

ملامحمد عمر(مجاهد)په عقیدوي اوفکري لحاظ دمسلمانانو داهل السنة والجماعة دمنهج لاروی اودحنفي مذهب مقلددی .

د خرافاتو اوبدعتونوسخت مخالف دی ،دمسلمانانو ترمنځ یې مذهبي ، فکري اوتنظیمي اختلافات هیڅ نه خوښیږي .خپلو مجاهدینو اوټولو مسلمانانو ته په خپلو منځونوکې داسلامي وحدت اوفکري همغږي په ټینګولو توصیه اوټینګارکوي ، دمسلمانانوترمنځ عقیدوي وحدت او یو والی دوخت ترټولو اهم ضرورت ګڼي ، دقرآن اوحدیثو په رڼاکې دسلف صالحینو او ائمه مجتهدینو په نقش قدم رفتارکول د اسلامي امت دنجات یوازینی لامل بولي.

   شخصي ژوند یې:

ملامحمدعمر(مجاهد) چې د ژوند زیاته برخه یې ددیني علومو په زدکړه اومطالعه ،جهاد،دعوت اوداسلام دلارې په خدمت کې تیرکړي دافغانستان دمعاصرو چارواکو په جمله کې شاید ترټولو نیستمن او دبیت المال له شتمنیوڅخه نه استفاده کوونکی شخص و بلل شي ؛ځکه نوموړي نه دتیرجهاد په مهال له خپل جهادي نفوذ څخه په استفادې سره دخپل شخصي ژوند دبرابرولو په اړه څه کړي اونه یې په افغانستان باندې دامارت د«۷» کلنې سرتاسري واکمنۍ په مهال کې.

ملامحمد عمر(مجاهد) تراوسه پوري نه کوم داوسیدلو عادي کور په ملکیت کې لري، اونه هم د بهرنیو هیوادونوپه بانکونو کې نغدي شتمنۍ.

په کال۱۳۷۸هش ۱۹۹۹ م کې چې دملګروملتونو دامنیت شورا له لوري په افغانستان باندې ظالمانه یوطرفه اقتصادي بندیزونه ولګیدل اوپه بهرنیوبانکونوکې دطالبانو دمشرانو دمالي حسابونو دکنګل کیدلو حکم و شو ، ملامحمد عمر(مجاهد) دافغانستان داسلامي امارت دامیر په توګه د امارت ترټولو لوړرتبه شخص ؤ چې نه یې دافغانستان په داخل کې اونه له افغانستان نه بهر په کوم بانک کې نه په خپل شخصي اونه هم په مستعارنوم مالي حساب درلود.

دامارت دحاکمیت په مهال چې دنوموړي استوګنځی د دښمنانو له لوري ترمرګونو بریدونو لاندې راغي اود فامیل دنږدي افرادو په شهادت سربیره د ګڼو نوروکسانو دشهادت لامل هم وګرځیده ،نو دامارت ځینو چارواکو دنوموړي دحفاظت په مقصد دکندهارښارپه شمال لویدیځ کې دباباصاحب دغره دکوتل لاندي سیمه کې چې نږدې خواوشایې کومه ولسي ابادي نه وه دنوموړي لپاره یو استوګنځی اوداسلامي امارت دمقام دفترجوړ کړ، چې هغه هم دتصرف په لحاظ دبیت المال له عمومي ملکیتو نوڅخه ګڼل کیده نه دنوموړي شخصي ملکیت .

په کال ۱۳۷۵- هش ۱۹۹۶ م کې چې کله دهیواد دیونیم زرعلماوواومخوروله لوري نوموړي ته داسلامي امارت دامیر لقب ورکړشو نوموړي ددې په ځای چې دامارت دورسپارلو له امله دخوښۍ احساس وکړي دومره وژړل چې خپل داوږي لوي څادر یې په اوښکو لوند اودغونډې په پای کې یې حاضرو علماووته په خپلې تاریخې ویناکې داسې وویل :«اي علماوو ! تاسو دخپل شرعي علم له مخې دحضرت رسول اکرم ص دوارثانوحیثیت لرئ ،تاسوچې نن ماته دغه دروند مسؤلیت په اوږوراواچاوه په حقیقت کې دهغه داستقامت اوانحراف مسؤلیت ټول ستاسو په غاړه دی!

ای زموږاستاذانو درنوعلماوو! که خدای مه کړه له موږڅخه دمسلمانانوپه دې سترامانت کې څه تقصیر اوانحراف پیښیږي دهغه سمونه او اصلاح ستاسو شرعي مسؤلیت دی ،تاسوبه دخپل شرعي علم په رڼاکې دي طالبانوته داستقامت اوپه حقه لاره دتللو حتمي لارښوونه کوئ ،که چیري له دي طالبانوڅخه داسلامي احکامو د تنفیذپه اړه کوتاهي یا انحراف رامنځته کیږي اوتاسو هغه وینئ او داصلاح په اړه یې څه نه وایاست دهغې پړه به دالله په نزد ټوله ستاسو په غاړه وي او زه به دسوال ځواب په ورځ ستاسو ګریوان ته لاس دراچوم ».

   طبیعت اوشخصي مزاج يې:

ملامحمد عمر(مجاهد) د خپلې خاموشي ترڅنګ یوډول خاص ظرافت اوخوش طبعي هم لري نوموړی په هیچا باندې که څه هم په هر لحاظ ترده کشر وي ځان لوړنه ګڼي،له خپلو ملګروسره یې برخورد ډیر مینه ناک ،صمیمانه ، باشفقته اوله متقابل احترامه ډک وي ، په مجالسوکې زیاتره دجهادپه اړه بیان کوي.

   په اوسنیو حالاتوکې یې ورځنی مصروفیت:

اوسنیو ستونزمنو امنیتي شرایطو او ددښمن له لوري سخت جدي تعقیب دملامحمدعمر(مجاهد) په معمولي وظایفو اوداسلامي امارت د زعیم په توګه د جهادي چارو په تعقیب اوتنظیم کې کوم تغیر نه دی راوستی.

نوموړی خپله کاري ورځ دالله عزوجل په عبادت اودقرآن کریم په تلاوت پیلوي او دفرصت په مهال دقرآن کریم دبېلابیلوتفاسیرواواحادیثومطالعه کوي ، دیرغلګرو په خلاف دجهادي چارو مراقبت په ډیرجدیت سره کوي ،دجهادي اوپوځي امورو د ترتیب اوسمبالښت په غرض په معینه طریقه جهادي قومندانانوته اوامر اوتوجیهات صادروي،دجهادي نشراتي منابعواونړیوالو خبري رسنیوله تعقیب څخه دیرغلګرو خلاف جهادي بریاوواونوروموضوعاتو جاج اخلي ، اوله همدې لارې دهیواداونړۍ له ورځنيو پیښو ځان خبروي . دغه مصروفیتونه دنوموړي دورځني ژوند اساسي مشغله ده.

   د ملامحمد عمر مجاهدتر مشرۍ لاندې       اسلامي امارت

د ملامحمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې د افغانستان اسلامي امارت چې د ۱۴۱۵هـ ق کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۵ مې نیټه یې دیوه اسلامي خوځشت په حیث بنسټ ایښودل شوی او بیا یي ګڼ پرمختیایي پړاونه وهلي تردې چې د زرګونو علماء کرامو،مجاهدینو او عام مجاهد اولس ملاتړ او دهیواد په ۹۵ فیصده خاوره د اسلامي حاکمیت د نفاذ ویاړ یي ترلاسه کړی دی، د یوه سوچه اسلامي امارت په حیث لا هم د هیواد په زیاترو سیمو سلطه لري او د غرب د کفري یرغلګرو په وړاندې په مسلحه مبارزه بوخت دی .

دافغانستان د اسلامي امارت د اوسني تشکیل په رأس کې امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د زعیم او امیر په حیث قرار لري، د نوموړي تر مشرۍ لاندې د امارت د نیابت مقام، رهبري شوری ، قضایه قوه، نهه اجرائیه کمیسیونونه او دری نور اداري جوړښتونه فعالیت لري ، چې همدا د اسلامي امارت اوسنی جوړښت یا تشکیل دی .

د امارت د نیابت مقام یا مشرتابه ، د ټولو ماتحتو اداراتو په نګرانۍ او مراقبت سربیره د هغوی کاري راپورونه تر امیرالمؤمنین پورې رسوي او د امارت د زعیم هدایات او اوامر و ټولو ذیربطه ادراتو ته رسوي .

د امارت رهبري شوری د شلو تنو په شاوخوا کې غړي لري، اعضاء یې د اسلامي امارت د زعیم لخوا ټاکل کیږي، او د امارت د نائب په مشرۍ غونډې کوي،دغه شورا د ټولو مهمو سیاسي،پوځي،اجتماعي او نورو حادو مسائلو په اړه سلامشورې او پریکړې کوي .

د اسلامي امارت قضایه قوه یو جلا او پراخ تشکیل دی، چې په ابتدایه او مرافعه محاکمو او دتمیز عالي ریاست باندې مشتمل دی او په خپل کاري برخه کې فعالیتونه پرمخ وړي .

اوسنیو شرایطو او د وخت غوښتنو ته په پام سره د اسلامي امارت په تشکیل کې نهه کمیسیونونه جوړ شوي دي، د جهادي جریان ضرورت ته په پام سره د تشکیل له مخې ترټولو لوی کمیسیون نظامي کمیسیون دی چې په لسو حلقو مشتمل دی،دنظامي کمیسیون په تشکیل کي د افغانستان د ۳۴ ولایاتو لپاره نظامي مسؤلین یا والیان ،د ولسوالیو نظامي مسؤلین دغه راز د ولایاتو او ولسوالیو په سطحه کمیسیونونه هم راځي چې د نظامي او ملکي چارو د څارنې مسؤلیت په غاړه لري.

نور کمیسیونونه په لاندې ډول دي، د تعلیم او تربیې کمیسیون، د سیاسي دفتر،فرهنګي کمیسیون،اقتصادي کمیسیون،د صحت کمیسیون ، د دعوت ارشاداوجلب وجذب کمیسیون،د بندیانو د چارو کمیسیون او د مؤسساتو د چارو کمیسیون .

د اسلامي امارت د اداري تشکیل پاتې ادارات د ملکي تلفاتو دمخنیوي اداره ،د شهداء او معلولینو اداره او د ځینوخاصوعوایدو د راټولولو اوتنظیم اداره دي .

د ملا محمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې اسلامي امارت د یوه منظم او برحاله نظام په حیث له تیرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې د افغانستان په ډیره برخه حاکمیت لري، د خپل واک او حاکمیت په ساحه کې یي په رښتیني معنی اسلامي نظام حاکم کړی،امنیت تامین کړی او د مسلمان ملت سر، مال، عزت او ناموس یې په محفوظ کړی دی.

په دې موده کې اسلامي امارت د سیمي د یوازیني برحال اسلامي نظام په حیث له خورا ډیرو ازمویښتونو او مشکلاتو سره مخامخ شوی، خولله الحمد دالله تعالی په فضل او مرحمت تر دامهاله له ټولو آزموینو بریالی او ژوندی وتلی او هر ځل یې په سختو شرایطو کې د ثبات او استقامت ثبوت وړاندې کړی دی .

حفظه الله تعالی و رعاه

پای

ترتیب او ټولونه: د افغانستان اسلامي امارت دفرهنګي چارو کمیسیون د تاریخ څانګه