د ښځې عقل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیکوال: اجرالدین اقبال پته:www.andyal.com

د ښځــې عقـــل قرآن كريم، ښځه داسې يو انسان بولي، چې ګردې انساني ځانګړنې او د انسانوالي لازمې وړتياوې او ځواكونه لري؛ نوځكه په قرآن كې د ښځې د عقل كمى زياتى او څار شوى نه دى؛ بلكې لکه چې وويل شول، ښځه او نارينه د تكامل په پړاوونو كې یو رنګ په عقل پخې ښوول شوې ؛ خو په ځينو احاديثو كې داسې تعبيرونه راغلي، چې د نارينه په پرتله د ښځې د عقل د كمبود ښوونكي دي، په دې باب څو ټكيو ته پاملرنه لازم ده: 1_ په پېژندنه او ښانده كې د عقل نيمګړتيا، ډېرى نورو انسانانو ته ورمنسوب شوې ده، د بېلګې لپاره ځينو وګړيو او طبقو ته اشاره كېږي، چې د اسلام له نظره د عقل پر كمزوۍ او كمعقلۍ اخته شوي، كه ښځه وي که نارينه: 1_ عجب، غاورتوب او ځانمني، د عقل د كمزوۍ او كمعقلۍ نښه ده. حضرت علي (ع) وايي: ((د نارینه ځان ویني يې، د عقل د كمزوۍ (او كمښت) نښه ده )). 2_ هغوى چې له ناپوهانو سره ملګرتوب كوي، له عقله يې كمېږي . 3_ عقلمنو ته غوږ نه نيول، عقل وژني . 4_ (د ژوند له لازم بريده په ور اخوا چاروكي) زياتى كول، د عقل تباهي پرته ده . 5_ تكبر د عقل د كموالي لامل دى . 6_ هغوى چې له يو څيز سره مينه پالي؛ نو په كمعقلۍ اخته كېږي . 7_ شهوتپالنه، عقل له كاره غورځوي . 8_ عقلمن په غوسه كې ځان كابو كوي، كه نه بې عقله دى . 9_ هغه چې تل په چټي چارو لګيا كېږي، كم عقل دى . دا ډول تعبيرونه او څرګندونې، د انسانانو ويښوالي ته دي، چې د خپلې ښاندې او عقلمنۍ د ودې په لار كې پراته خنډونه له منځه يوسي او د خپل عقل د غوړېدا او تكامل لپاره زيار وكاږي . بلخوا، ځينې طبقات عقلمن ګڼل شوي، ان په عقلي كمال او د ښاندې د ځواك په پياوړتيا ستايل شوي ، كه ښځه وي که نارينه. 1_ عقلمن كمال غواړي او ناپوه شتمني غواړي . 2_ عقلمن خپله نظر كره كوي او څه چې ځان ته خوښ كړي، ډاډ پرې نه كوي . 3_ عقلمن د خپلې ښاندې له مخې عمل كوي‎ . 4_ له ځاني غوښتنو سره مخالفت اوچت عقل دى . 5_ عقلمن دينوال او دين باورى دى . 6_ د عقلمنى اوچته ګرايه داده، چې د حق پر وړاندې به عاجز وسې او منې به يې . شك نشته، چې دا ډول تعبيرونه، د انسان د پيدايښت ډول او ذاتي څرنګوالي ته څه اشاره نه لري؛ بلكې چاپېريالي او فرهنګي اغېزې انځوروي؛ ځكه انسان، چې كوم چاپېريال، روزنه او عملي دود خپلوي؛ نو غوړېدا، ودې، تكامل او دننني وړتياوو كارولو ته يې مناسبه لاره چاره ده. په دې اړه هر ډول نيمګړتيا او ناغېړي، د انسان دننني ځواكونه سخت زيانمنوي او تردې بريده وړاندې ځي، چې ځواكونه په ټوليز ډول له كار غورځوي؛ نو ځكه كوم احاديث، چې د عقل د كمښت يا تكامل او ودې په هكله دي، دغسې نانمښتي موضوع ته يې كتلي دي. په انساني نوغي كې د عقل په باب يوه بله موضوع هم د يادونې وړ ده او هغه داچې په احاديثو كې عقلمني له دينوالۍ سره اړخ لګوونكې ګڼل شوې ده: پېغمبر اكرم (ص): ((انسان په عقل ټولې ښېګڼې تر لاسه كولاى شي او څوك چې عقل نه لري دين هم نه لري )). امام صادق (رح) وايي: ((عقلمن، دينوال هم دى )). امام كاظم (رح) وايي: ((هشامه! خداى خپل پېغمبران او استازي راولېږل، چې خلك الهي دين د عقل په مرسته دده له استازيو زده كړي؛ نو څوك چې له دينه غوره ښانده ولري (او خپل عقل يې غوره كارولى وي)؛ نو د پېغمبرانو بلنه يې ښه ځواب كړې ده او څوك چې د خداى له دينه ښه پوه شوى وي، تر نورو عقلمن دى... )) ددې ښوونو په پامنيوي او هغو آيتونو ته په پاملرنې، چې د ښځو ايمان او دينوالي يې منلې او د نارينه و له هغوى سره يې يو رنګ ګڼلې؛ لكه دا آيت [؛ ان.... و القانتات.... ] نو په ډاګه څرګندېږي، چې ښځې پوره له انساني عقله، چې د دين لوړو درجو ته د ورسېدو لپاره لازم دى، برخمنې دي. په دې كې بيخي شك نشته، چېرې چې رښتينی ايمان وي او له خشوع، وېرې، تواضع، پاكلمنۍ، ځان ساتنې، عبادت او.... سره مل وي؛ نو هلته به عقلمني او پوره انساني عقل هم وي. نو ځكه ښايي په ښځه كې د عقل نيمګړتيا، له دې ډول احاديثو ځنې وي، چې مطلب يې د هغه حالت څرګندول دي، چې انسان ته ورپېښېږي او هغه پورته كېدل او را پرېوتل دي، چې انسان يې خپل ځان ته چمتو كوي او داچې دا چارې په يو ډول د انسانانو په بد چلن پورې تړاو لري، د لارې او طريقې په ادلون هم دا حالت اوړي او انسانان خپل انساني طبيعت بيا مومي؛ لكه د كبرجنو د عقل كارونه كمېږي او پر كم عقلۍ اخته كېږي. او چې په روزنه او د نفس په پاكوالي له دننه دا ناوړه ځانګړنې ترې وڅنډل شي؛ نو د عقل د كارونې پر وړاندې دا پراته خنډونه له منځه ځي او بل ځل د انسان طبيعي عقل راغوړېږي او په ښيون او لارښوونې لګيا كېږي. تېرو مطالبو ته په پامنيوي ويلاى شو، چې ښايي په ځينو احاديثو كې د عقل د نقصان او څارېدل، ښايي هغه حالت يې په پام كې وي، چې په هغه پېر كې ډېر ليدل كېدل، چې ښځې ډېرې لږې په انديزو او علمي مسايلو بوختېدې او د خپل عقل غوړېدا ته يې څه پاملرنه نه درلوده او تل ښځې په ځانګړنو مسايلو كې ورډوبې وې؛ نه داچې دا خبره په ښځو كې له يوه تغيير نه منوونكې طبيعته وي. دا موضوع ډېرې بېلګې لري، چې په وګړيو يا ټولنيزو طبقاتو كې ځينې خويونه، ځانګړنې او انځورونه، په هغو خصلتونو او طبيعتونو پورې اړوندېږي، چې په انسانانو كې د چاپېريالي، كورني يا روزنيزو لاملونو له اغېزو رادبرېږي او بدلونېداى او ښه كېداى شي. له دې ټكي په غفلته، دې ډول تعبيرونو ته په شويو كتنو كې، اخلاقي حالات له طبيعي ځانګړنو سره په تېرو كې نيول شوي دي. د موضوع د ښه سپيناوي لپاره د امام علي (ک) يو بل روايت ته اشاره كوو: ((... ښځې د اړتياوو پر مهال پرهېزګارې نه دي او د جنسي تحريك پر وخت صبر نه كوي، ښكلا ورته پکار ده، كه څه عمر يې خوړلى وي، غاوره او كبرجنې دي، كه څه بېوسې (هم) وي او... په هر حال ګوزاره ورسره كوئ او ښه خبرې اترې ورسره لرئ، ښايي كړنې يې (واوړي) او نېك يې كړي )). د امام د وينا روسته برخه (؛ په هر حال ګوزاره ورسره وكړئ، ښه خبرې اترې ورسره ولرئ، ښايي خپل كړه وړه نېك كړي)) څرګندوي . امام، چې ځينو ښځو ته ناوړه خويونه شمېرې، ټوليزوالى نه لري او د دوى د پيدايښت او طبيعت په څرنګوالي پورې تړاو نه لري او كمى زياتى ورته نه جوتوي؛ بلكې دا خويونه يې له چاپېريال ، ناسمو روزنيزو او اخلاقي مسايلو راولاړې شوې دي؛ ځکه كه دې ناوړو خويونو يې طبيعي لاملونه درلودل او د منځپانګې او ذات يوه برخه يې وه او د دوى له هستۍ، اروا او بدنه راولاړېدل؛ نو د تغيير او اوړېدنې وړ نه وه او د ادلون بدلون شونتيا يې نه وه؛ نو ځكه امام وايي: (( ګوزاره ورسره وكړئ، ښه خبرې ورسره لرئ، چې دوى (په خود راشي) او خپل چلن سم كړي)). نو ځكه دا خويونه له چاپېريال، ټولنې او روزنيزې او فرهنګي روسته پاتېوالې رادبرېږي او په انساني او عاطفي چلنونو يې اړولاى او ناسمې كړنې يې سمولاى شو. نو ځكه د ((عقلي نیمګړتيا)) په تعبير كې ښايي منظور همدا د زمانې دوديزې بې فرهنګۍ وې، چې ډېرى ښځې پرې اخته وې، چې يو ټولنيز او چاپېرياليز واقعيت يې درلود. ب_ ښايي د عقل د نيمګړتيا حديث، د نارينه او ښځې د مغزو د وزن توپير ته اشاره وي او دا يې په پيدايښت كې يو واقعيت دى . په ښځو كې عاطفي او احساسي اړخ غښتلى دى او د هغو كارپېژاندو د څېړنې او تصديق له مخې، چې د ښځو د ژوند په بېلابېلو اړخونو كې يې كړى، په ښځو كې عواطف پياوړي او ښه راغوړېدونكي دي او دا د بشري ټولنې په دې برخه كومه نيمګړتيا نه ؛ بلكې د اولادولۍ، روزنې او كورنۍ د اهميت په پار اړتيا هم ورته ده. د اولاد د وګړې په جوړښت او د كورني چاپېريال په سم سمكۍ كې تر وچې كلكې عقلمنۍ، عاطفي اړخ بنسټيزه ونډه لري؛ نو ځكه ښځې، چې د كورنۍ آريز ځړى او د اولادونو آريزه روزونكې ده، بايد په دې اړخ كې تر نارينه و ډېره پرمختللې او متكامله وي او همدا څيز لاملېږي، چې انديزو او عقلي پېچليو مسئلو ته يې ډېر لږ پام وي او تل مسايل د عقل په كچه نه تلي؛ بلكې ځان د عاطفي لارښوونې او ښيون ته ورسپاري او كورني او ټولنيز ژوند ته تودوخه او مينه وربښي. ج_ د ښځې د عقل د نيمګړتيا حديث له قرآن سره اړخ نه لګوي؛ ځکه په هېڅ ځاى كې يې خبره راغلې نه ده؛ بلكې په ډېرو ځايونو كې يې، چې د انساني نوغي د هسكېدا او ځوړتيا خبرې كړي؛ نو ښځې او نارينه يې يو رنګ او په يوه كچه ګڼلې دي؛ لكه چې د ((ښځې د تکامل)) په برخه كې مو اشاره ورته وكړه. كه دا حديث له نورو رواياتو سره پرتله كړو؛ نو مخالف روايت يې هم تر لاسه كولاى شو. له امام علي (ک) يو روايت شوى، چې د نهج البلاغې كلام مقيدوي: ((له ښځو سره له سلا مشورې ډډه وكړئ؛ خو هغه ښځې، چې عقلي كمال يې ازمېښت شوى وي )). نو ځكه د عقل د نيمګړتيا روايت، له دې ډول رواياتو سره مقيدوالى مومي او د عقلي نقصان د رواياتو ټوليزوالى له منځه وړي ، ټكر او ناسازګاري يې يوې خواته كوي او پايله دا كېږي، چې د نهج البلاغې كلام د ټولو ښځو په هكله نه دى او استثنايي ځايونه لري، چې په هغه پېر كې استثنايي ځايونه ډېر لږ ول او زموږ په پېر كې ډېر دي. له امام صادق (رح) هم يو روايت شوى، چې په ځينو ځايونو كې يې د ښځو د ښاندې او اوچتې پوهېدنې په باب خبره كړې ده: ((رب امراءةٍ افقه من رجال: ډېرې داسې ښځې شته، چې په دين كې تر نارينه و ژوره ښانده لري)). او دا د ښځې او نارينه يو رنګتوب نه؛ بلكې كله نا كله په پوهېدا او ښانده كې د ښځو له غوره والي خبره كوي.

