د ښځو د رایو ورکولو د حق مهالیز چوکاټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ښځو د رایو ورکولو حق – په ټاکنو کې د ښځو د ونډې اخیستو حق – د ټولې نړۍ په هېوادونو کې د بېلابېلو مهالونو پر مهال ورکړل شوی. په ډېری هېوادونو کې ښځو ته د رایو د ورکړې حق د عمومي رایو د ورکړې له حق وړاندې ورکړل شوی، چېرې چې ځانګړو ټولنیزو اقتصادي ډلو یا نژادونو ته اړوندو ښځینه او نارینه وو نه شو کولای رایه ورکړي. یو شمېر هېوادونو دواړو جنسیتونو یعنې ښځو او نارینه و ته یو ځای د رایو د ورکړې حق ورکړی. په دغه مهالیزه توضېح کې هغه کلونه یاد شوي چې د ښځو د رایو د ورکړې حق په کې د بېلابېلو هېوادونو له خوا تصویب شوی. یو شمېر هېوادونه په کې له یوځل زیات یاد شوي ځکه چې ښځو ته د دغه حق اړوند د عمر، د ځمکې د مالکیت او نورو مواردو له مخې په کې بدلونونه راغلی. په ډېری مواردو کې د رایو د ورکړې له حق ورکولو وروسته هغوی راتلونکی کال په عملي بڼه رایې ورکړې دي.

په من ټاپو (له جغرافیايي پلوه بریتانیا ته له اړوندو ټاپوګانو څخه دی خو د متحدې پاچاهۍ اړوند نه دی) کې یو شمېر ښځو په ۱۸۸۱ زکال کې د رایو د ورکړې حق ترلاسه کړ.[۱]

نیوزلنډ په نړۍ کې لومړنی خپلواکه (خودمختاره) هېوادو و چې له ۱۸۹۳ زکال وروسته په کې ټولو ښځو په پارلماني ټاکنو کې د رایو د ورکړې حق ترلاسه کړ. ورته مهال ښځو تر ۱۹۱۹ زکال پورې دا حق ترلاسه نه کړ چې په پارلماني ټاکنو کې ځانونه نوماند کړي. [۲]

د سویلي اسټرالیا مستعمرې په ۱۸۹۴ زکال کې ښځو ته اجازه رکړه چې هم رایه ورکړي او هم ځانونه نوماند کړي. په سویډن کې بیا له ۱۷۱۸ زکال څخه تر ۱۷۷۲ زکال پورې د آزادۍ د دورې (age of liberty) پر مهال ښځو ته په مشروط ډول د رایو د ورکړې حق ورکړل شو. خو له دې سره هم تر ۱۹۱۹ زکال پورې په مساوي ډول د رایو ورکولو لپاره زمینه برابره نه شوه، هغه مهال چې نور د ښځینه او نارینه رایه مساوي ګڼل کېده.[۳][۴]

۱۹۰۲ زکال ته اړوند اسټرالیایي د ټول ګټو رایو قانون (Commonwealth Franchise Act 1902) ښځو ته لار برابره کړه چې په فدرال ټاکنو کې رایه ورکړي او همدارنګه د اسټرالیا پارلمان ته ځانونه نوماند کړي او په دې سره یې دغه فدرالی شوی نوی هېواد په لومړني هغه هېواد بدل کړ چې ښځو په کې د رایو د ورکړې او ځان نوماند کولو حق تر لاسه کړ، په داسې حال کې چې یو شمېر بومي یا لرغوني اسټرالیایي ایالتونه له دغې پرېکړې مستثنی و.

په ۱۹۰۶ زکال کې د فنلنډ لوی دوک نشین (Grand Duchy of Finland) چې وروسته د فنلنډ په جمهوریت واوښت په نړۍ کې لومړنی هېواد و چې ټولو ښځو او نارینه و ته یې د رایې او همدارنګه د ځان نوماند کولو حق رکړ. همدارنګه فنلنډ لومړنی اروپايي هېواد و چې ښځو ته یې د رایو د ورکړې حق ورکړ. د نړۍ په کچه لومړنیو ښځینه پارلماني استازو راتلونکی کال د فنلنډ پارلماني څوکۍ خپلې کړې. [۵][۶]

په اروپا کې وروستۍ قضايي حوزه چې ښځو ته یې د رایو د ورکړې حق ورکړ، سویسي ایالت یا کانتون اپنزل اینرهودن و چې په ۱۹۹۱ زکال کې یې دغه کار وکړ. دغه ایالت د سویس تر ټولو کوچنی ایالت دی چې په ۱۹۹۰ زکال کې یې نږدې ۱۴۱۰۰ تنه اوسېدونکي لرل. په سویس کې ښځو په فدرال کچه د رایو د ورکړې حق په ۱۹۷۱ زکال کې ترلاسه کړ چې په ایالتي کچه یې بیا له ۱۹۵۹ زکال څخه تر ۱۹۷۲ زکال پورې ترلاسه کړی و.[۷][۸][۹][۱۰]

اوولسمه پېړۍ[سمول]

۱۶۸۹ زکال[سمول]

  • فریسلنډ: په لرې پرتو سیمو کې ځمکې لرونکو ښځینه و اجازه ومونده د فریسلنډ (د هالنډ له ۱۲ ایالتونو څخه یو دی) په ایالتي ټاکنو کې رایه ورکړي.[۱۱]

۱۸مه پېړۍ[سمول]

۱۷۱۸ زکال[سمول]

  • سویډن: هغه املاکو لرونکو ښځینه و چې د خپلو املاکو مالیات یې ورکول په قانوني اکثریت یې اجازه ومونده د لرې پرتو سیمو په سیمه ییزو ټاکنو کې رایه ورکړي (دغه حق هېڅکله هم وا نه خیستل شو).[۱۲]

۱۷۵۵ زکال[سمول]

  • کراوسیا: ښځو د کرواسیا په خپلواکه جمهوري شورا یا جمهوریت کې د رایې د ورکولو حق درلود (دغه حق په ۱۷۶۹ زکال کې د فرانسې له خوا د کرواسیا له الحاق وروسته لغو شو).[۱۳]

۱۷۷۶ زکال[سمول]

  • نیوجرسي (متحده ایالاتو ته اړوند ایالت):ښځو د رایو د ورکړې حق ترلاسه کړ خو په ۱۸۰۷ زکال کې لغو شو.[۱۴]

۱۹مه پېړۍ[سمول]

۱۸۶۱ زکال[سمول]

  • سویلي اسټرالیا – اسټرالیايي مستعمره: ملکیت لرونکو ښځو ته حق ورکړل شو رایه ورکړي.

۱۸۶۲ زکال[سمول]

  • سویډن: په مالیاتو کې د کسر له رامنځته کېدو وروسته سیمه ییزې کچې ته په محدود ډول د رایو د ورکړې حق ورکړل شو؛ د عامه رایې امتیاز په ۱۹۱۹ زکال کې ورکړل شو او په ۱۹۲۱ زکال کې یې له خپل دغه حق کار واخیست.[۱۵]
  • ارجنټاین: یوازې سیمه ییزو ټاکنو ته په محدود ډول، همدارنګه د سان خوآن باسواده ښځینه وګړو دغه حق درلود.

۱۸۶۳ زکال[سمول]

  • د فنلنډ لوی دوک نشین (د روسیې سترواکي): په لرې پرتو سیمو کې د ښاروالیو په ټاکنو کې مالیاتو ورکوونکو ښځو ته محدود؛ او په ۱۸۷۲ زکال کې یې ښارونو ته هم پراختیا ومونده.[۱۶]

۱۸۶۴ زکال[سمول]

  • ویکټوریا – د ویکټوریا اسټرالیايي مستعمره: ښځو په ناغوښتلي ډول د ۱۸۶۳ زکال د ټاکنو د قانون له مخې د رایو ورکولو حق خپل کړ او راتلونکی کال یې په ټاکنو کې رایه ورکړه. دغه قانون په ۱۸۶۵ زکال کې د تېروتنو د اصلاح په موخه تعدیل شو.[۱۷]

۱۸۶۹ زکال[سمول]

  • د لویې بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي: د ښاروالیو د رایې ورکولو د قانون له مخې هغو مجردو ښځو ته محدود چې د خپلو املاکو مالیات یې ورکول.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
  • متحده ایالات – د وایومینګ متحد قلمرو: ښځو ته د رایو ورکولو بشپړ حق ورکړ.[۲۲]

۲۰مه پېړۍ[سمول]

۱۹۰۵ زکال[سمول]

  • لیتویا، د روسیې سترواکي
  • کوینزلنډ (د اسټرالیا ایالت) (غیر بومي ښځو ته محدود)[۲۳][۲۴]

۱۹۰۶ زکال[سمول]

  • د فنلنډ لوی دوک نشین (د روسیې سترواکي) (د ۱۹۰۵ زکال د روسیې له انقلاب وروسته په اروپا کې د لومړي ځل لپاره د فنلنډ لوی دوک نشین ښځو ته د رایو د ورکړې او پارلمان ته د ځان نوماند کولو حق ورکړ). راتلونکی کال د نړۍ لومړنۍ د پارلمان ښځینه استازې په فنلنډ کې وټاکل شوه.[۲۵]

۱۹۱۰ زکال[سمول]

  • واشنګټن (د امریکا ایالت)

۱۹۱۶ زکال[سمول]

  • شوروي قرغزستان (شوروي اتحاد)
  • د لویې بریتانیا او ایرلنډ متحده پاچاهي (له ۳۰ کلونو څخه زیات عمر لرونکو ښځو ته محدود، په داسې حال کې چې دغه شرط د نارینه و لپاره ۲۱ کاله او د هغو نارینه و لپاره چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې جګړه کړې و ۱۹ کاله عمر لرل و؛ د ملکیت اړوند شرایط هم بېلابېل و)

۱۹۱۹ زکال[سمول]

  • د ارمنستان لومړنی جمهوریت[۲۶][۲۷]
  • بلجیم (د ښاروالیو کچې ته محدوده رایه ورکول)
  • ګرجستان
  • د هنګري شوروي جمهوریت: د کاریګري اتحادیې ښځینه غړو ته د عمومي رایې ورکونې حق.[۲۸]
  • د من ټاپو: ټولو بالغو ښځینه او نارینه و د رایو د ورکړې او ځان نوماندولو حق وموند، کونډو او مجردو ښځو د ملکیت لرلو په شرط له ۱۸۸۱ زکال وروسته دغه حق وموند.
  • جامایکا (بریتانوي تاج ته اړونده مستعمره) ۲۵ کلنو او له هغو زیات عمر لرونکو هغو ښځو ته محدود چې په کال کې یې ۵۰ پونډه عاید درلود او ۲ پونډه ټکس یې ورکړی و. (د بالغو وګړو د عمومي رایې حق تر ۱۹۴۴ زکال پورې ور نه کړل شو)[۲۹][۳۰]
  • چکسلواکیا (په سیمه ییزه یا د ښاروالیو په کچه)
  • لوکزامبورګ
  • هالنډ (ښځو د رایو ورکولو حق ترلاسه کړ او په ۱۹۱۷ زکال کې یې د ځان نوماند کولو حق هم وموند)
  • نیوزلنډ (ښځو په ټاکنو کې د رایو ورکولو حق وموند او په ۱۹۱۷ زکال کې د نوماندۍ حق هم ورکړل شو)
  • سویډن: د اساسي قانون پر بنسټ د سویډن د ملي شورا (Riksdag) د دوه لومړیو پرېکړو څخه لومړۍ یې په ملي شورا کې ښځو ته د مساوي رایې ورکولو حق و.

۱۹۴۷ زکال[سمول]

  • ارجنټاین[۳۱]
  • د چین جمهوریت (۱۹۱۲-۱۹۴۹ زکال) (د تایوان په ګډون خو د محدودیتونو په لرلو)
  • مالتا
  • مکسکو (د ښاروالۍ په کچه محدود)
  • هند
  • نیپال
  • پاکستان (د دولت په بنسټ اېښودو کې)
  • سنګاپور

۱۹۴۸ زکال[سمول]

  • ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۲۱مه ماده تصویب کړه[۳۲]
  • بلجیم
  • اسرائیل
  • عراق
  • نایجریا

۱۹۶۴ زکال[سمول]

۱۹۹۶ زکال[سمول]

  • افغانستان (بېرته لغو شو)
  • ۱۹۹۹ زکال
  • قطر
  • کویټ (بېرته لغو شو)

۲۱ مه پېړۍ[سمول]

۲۰۰۱ زکال[سمول]

افغانستان (د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ وروسته بېرته ښځو ته د رایو ورکولو حق ورکړل شو)

۲۰۰۳ زکال[سمول]

  • عمان

۲۰۰۵ زکال[سمول]

۲۰۱۵ زکال[سمول]

  • سعودي عربستان (ښځو ته یې د رایو ورکولو او همدارنګه د ښاروالیو په ټاکنو کې د ځان د نوماندۍ حق اعلان کړ)[۳۷]

۲۰۲۱ زکال[سمول]

  • افغانستان (پخواني بشپړ حقونه یې لغو کړل او یوازې «لنډ مهاله» محدود حقونه ورکوي)[۳۸][۳۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Tynwald - Parliament of the Isle of Man - Home". www.tynwald.org.im. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "New Zealand women and the vote - Women and the vote | NZHistory, New Zealand history online". nzhistory.govt.nz. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. 1894: Women's suffrage, South Australia, National Museum of Australia
  4. Karlsson Sjögren, Åsa, Männen, kvinnorna och rösträtten: medborgarskap och representation 1723–1866 [Men, women and suffrage: citizenship and representation 1723–1866], Carlsson, Stockholm, 2006 (in Swedish)
  5. Brief history of the Finnish Parliament
  6. Centenary of women's full political rights in Finland
  7. "Bilanz der ständigen Wohnbevölkerung nach Kanton, 1991–2016" (XLS) (official site). Neuchâtel, Switzerland: Federal Statistical Office, FSO. 30 August 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Smith, Bonnie G., المحرر (2008). The Oxford Encyclopedia of Women in World History. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 171 vol 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195148909. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 22 September 2010 باندې). Women dominate new Swiss cabinet. BBC News.
  10. Gorney, Cynthia (December 12, 2015). "In a Historic Election, Saudi Women Cast First-Ever Ballots". National Geographic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Wierdsma Schik, P. (1857). "Akademisch proefschrift over de staatsregtelijke geschiedenis der Staten van Friesland van 1581 tot 1795". Google Books (په ولندیزی ژبه کي). W. Eekhoff. د کتاب پاڼې 18. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Karlsson Sjögren, Åsa, Männen, kvinnorna och rösträtten: medborgarskap och representation 1723–1866 [Men, women and suffrage: citizenship and representation 1723–1866], Carlsson, Stockholm, 2006 (in Swedish)
  13. Karlsson Sjögren, Åsa, Männen, kvinnorna och rösträtten: medborgarskap och representation 1723–1866 [Men, women and suffrage: citizenship and representation 1723–1866], Carlsson, Stockholm, 2006 (in Swedish)
  14. Lucien Felli, "La renaissance du Paolisme". M. Bartoli, Pasquale Paoli, père de la patrie corse, Albatros, 1974, p. 29. "Il est un point où le caractère précurseur des institutions paolines est particulièrement accusé, c'est celui du suffrage en ce qu'il était entendu de manière très large. Il prévoyait en effet le vote des femmes qui, à l'époque, ne votaient pas en France."
  15. P. Orman Ray: Woman Suffrage in Foreign Countries. The American Political Science Review. Vol. 12, No. 3 (Aug. 1918), pp. 469–474
  16. P. Orman Ray: Woman Suffrage in Foreign Countries. The American Political Science Review. Vol. 12, No. 3 (Aug. 1918), pp. 469–474
  17. "Women in Parliament – Parliament of Victoria". Parliament.vic.gov.au. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Female Suffrage before 1918", The History of the Parliamentary Franchise, House of Commons Library, 1 March 2013, د کتاب پاڼي 37–9, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۶, by 1900 the number of women registered for the local government franchise in England was over 1 million الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Heater, Derek (2006). Citizenship in Britain: A History. Edinburgh University Press. د کتاب پاڼې 136. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780748626724. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Women's rights". The National Archives. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Which Act Gave Women the Right to Vote in Britain?". Synonym. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Rea, Tom. "Right Choice, Wrong Reasons: Wyoming women win the right to vote". wyohistory.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Brief history of the Finnish Parliament
  24. Centenary of women's full political rights in Finland
  25. Bourdiol, Julien (1908), Condition internationale des Nouvelles-Hebrides, p 106
  26. Badalyan, Lena (5 December 2018). "Women's Suffrage: The Armenian Formula". Chai Khana. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Harutyunyan, Anahit (8 March 2018). Առաջին խորհրդարանի (1919-1920) երեք կին պատգամավորները. ANI Armenian Research Center (په آرمینیائی ژبه کي). Yerevan: Armenian Research Center for Anteriology. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مې ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۱۹. Three female deputies of the first parliament (1919-1920) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Sulkunen, Irma; Nevala-Nurmi, Seija-L eena; Markkola, Pirjo, المحررون (2009). Suffrage, Gender and Citizenship: international perspectives on parliamentary reforms. Newcastle upon Tyne, England: Cambridge Scholars. د کتاب پاڼي 242–243. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4438-0162-1. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ فبروري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 13 May 2010 باندې). History this week:Constitutional Developments in British Guiana and Jamaica between 1890 and 1945 (Part 3).
  30. (په 17 May 1919 باندې). Continuation of the Session of the Honourable Legislative Council. کينډۍ:Open access
  31. Gregory Hammond, The Women's Suffrage Movement and Feminism in Argentina From Roca to Peron (U of New Mexico Press; 2011)
  32. "The Universal Declaration of Human Rights". www.un.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Wayne, Tiffany K. (29 June 2020). Women's Suffrage: The Complete Guide to the Nineteenth Amendment. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781440871993. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Sankey, Margaret D. (17 August 2018). Women and War in the 21st Century: A Country-by-Country Guide. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781440857669. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Franceschet, Susan; Krook, Mona Lena; Tan, Netina (26 October 2018). The Palgrave Handbook of Women's Political Rights. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781137590749. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په May 16, 2005 باندې). Kuwait grants women right to vote.
  37. (په September 25, 2011 باندې). Women in Saudi Arabia 'to vote and run in elections'. BBC News.
  38. (په September 28, 2021 باندې). Taliban to 'temporarily' adopt monarchy constitution granting women voting rights with riders. India Today.
  39. "East Asia/Southeast Asia :: Brunei — The World Factbook - Central Intelligence Agency". www.cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)