د ډیجیټلي پیسو بټوه
د ډیجیټلي پیسو بټوه هغه اله، فزیکي وسیله، سافټویر یا انلاین خدمت دی چې د ډیجیټلي پیسو د راکړې ورکړې لپاره عامه او یا شخصي کیلي ګانې ساتي. د کیلي ګانو د ساتلو تر څنګ، ډېری بټوې د معلوماتو د کوډولو او یا لاسلیک کولو وړتیا هم لري. دا لاسلیک کول کېدای شي د ځیرک تړون اجرا، د ډیجیټلي پیسو راکړه ورکړه، پېژندنه او یا د یو قانوني سند لاسلیک کول وي.[۱][۲][۳][۴][۵]
تاریخچه
[سمول]په ۲۰۰۸م کال کې بیټ کوین د لومړۍ ډيجیټلي پیسو په توګه معرفي شو، د دغو پیسو بنسټ د ساتوشي ناکاموتو په لیکنه (بیټ کوین: له یو بل سره مستقیم برېښنايي نغدي نظام) کې اېښودل شوی و، دا پروژه د داسې برېښنايي راکړې ورکړې نظام په توګه تشریح شوې وه چې د باور پر ځای پر کوډیز ثبوت ولاړه وه. همدارنګه په دې لیکنه کې یادونه شوې وه چې د راکړې ورکړې د تایید او ثبت لپاره به بلاکي ځنځیر کارول کېږي.[۶][۷][۸]
د ډیجیټلي بټوې لومړنی پروګرام بیټ کوین نومېده او کله ناکله ساتوشي کلاینټ هم بلل کېده، دغه پروګرام د ۲۰۰۹م کال د جنورۍ په میاشت کې د ساتوشي ناکاموتو له خوا د ازادې سرچینې په توګه خپور شو. د دې پروګرام په ۰.۵ نسخه کې د کارن ډیزاین د بدلون لپاره نوې بڼه وکارول شوه، دغه نوې بڼه د بیټ کوین کیوټي په نوم یاده شوه. دا پروګرام له ۰.۹ نسخې وروسته، بیټ کوین کور ونومول شو، څو له اصلي شبکې څخه جلا وپېژندل شي. بیټ کوین کور د دې پروګرام تر ټولو پېژندل شوې بڼه ده، بیټ کوین کور بیا نور فورکونو/ څانګې ( بیټ کوین اېکس ټي او بیټ کوین انلېمېټډ) هم لري. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د ډیجیټلي بټو ډولونه
[سمول]سافټویري بټوې
[سمول]سافټویري بټوې د پروګرامونو هغه پراخ ټولګی دی چې کاروونکو ته توان ورکوي چې خپلې ډیجیټلي شتمنۍ وساتي، ولېږي او یا پیغامونه لاسلیک کړي. دا بټوې کېدای شي ګرمي (انلاین) او یا یخې (افلاین) وي، همداراز دا بټوې د کمپیوټر، موبایل، وېبپاڼې او براوزر له لارې کارول کېـږي. سافټویري بټوې بېلابېل حالتونه لري، چې د باور اړتیا او د کمپیوټري ځواک تر منځ متضاده اړیکه لري. سافټویري بټوې د باور نه غوښتنې او محاسبوي اړتیا ترمنځ برعکس اړیکه لري:[۱۵] [۱۶]
بشپړ کلاینټونه:
دا بټوې د بلاکي ځنځير بشپړه کاپي ( اندازه یې تر ۲۰۱۸م کال پورې له ۱۵۰ ګیګابایټو زیاته وه) ښکته کوي او پخپله راکړې ورکړې تاییدوي. دا ډول بټوې پر بل چا باور ته اړتیا نه لري او د بلاکونو قانوني والی پخپله ارزوي. د بلاکي ځنځیر د لویوالي او پېچلتیا له امله، دا بټوې د ټولو وسیلو لپاره مناسبې نه دي.[۱۷]
سپکې بټوې:
دا بټوې د بشپړو نوډونو څخه مرسته اخلي او بلاکي ځنځیر نه کاپي کوي. له همدې امله دا بټوې ژر نصب کېږي او پر کم ځواک او کم انټرنېټ مصرفونکو وسیلو (موبایلونه) کې کار کوي. خو په دې بټوه کې کاروونکی باید پر بشپړو نوډونو باور ولري، ځکه هغوی کېدای شي ناسم معلومات ورکړي. دا ډول بټوې یوازې تر ټولو اوږد زنځیر تعقیبوي او د حتمي سمون تضمین نه ورکوي. [۱۸]
انلاین بټوې یا وېب بټوې بیا درېیم ګړي انټرنېټي خدمتونه دي چې ورته اسانتیا برابروي، خو پکې د کاروونکي کیلي ګانې د هماغه پلټفارم سره ساتل کېږي. په دې حالت کې کاروونکی باید پر دغه پلټفارم بشپړ باور ولري، ځکه که د دغه خدمتونو وړاندې کوونکي پلټفارم باوري نه وي یا یې سرور هک شي، نو شتمني یې غلا کېدای شي، د دې یوه بېلګه د ۲۰۱۱م کال د اېم ټي ګوکس پېښه ده.[۱۹][۲۰]
یخې زېرمه ( افلاین بټوې)
[سمول]یخه زېرمه دې ته ویل کېږي چې د کاروونکو پټې کيلۍ له انټرنېټ څخه لرې وساتل شي، څو د هکرانو له لاسرسي خوندي پاتې شي. دا کيلۍ په بېلابېلو لارو( لکه پر کاغذ لیکل یا په ځانګړو هارډویر بټو کې ساتل) افلاین ساتل کېـږي. [۲۱][۲۲][۲۳]
کاغذي بټوې
[سمول]کاغذي بټوه هغه وخت جوړېـږي، کله چې د کیلي ګانو یوه جوړه په داسې کمپیوټر کې تولید شي چې انټرنېټ ونه لري. دغه پتې کيلۍ بیا پر کاغذ لیکل کېږي او له کمپیوټر څخه ړنګېږي، وروسته دا کاغذ په خوندي ځای کې ساتل کېدای شي.[۲۴][۲۵]
د کاغذي بټوې سربیره فزیکي بټوې هم شتون لري، دا بټوې د فلزي سکو په بڼه وي، د دغه بټوې پټه کیلي د امنیتي نښان لاندې پټه وي. کله چې دا نښان لرې شي، نو دا کیلۍ له منځه ځي او دا ښيي چې دغه کوډ یا کیلي کارول شوې ده. په پیل کې دا سکې له عامو فلزاتو جوړېدې، خو وروسته له قیمتي فلزاتو لکه سرو زرو هم جوړې شوې. ځینې داسې سکې هم جوړې شوې چې ارزښت یې تر زرو بیټ کوینونو پورې رسېده. د بېلګې په توګه، په ۲۰۱۴م کال کې په چین کې د سرو زرو فزیکي بیټ کوینونه جوړ شول چې پټې کيلۍ یې د چټک لوست نښان په بڼه پرې لیکل شوې وې. د دې ډول سکو څو نمونې د بریټانیا په موزیم کې هم موجودې دي، همداراز دا ډول یوه سکه د پیسو په نندارتون کې هم نندرې ته اېښودل شوې ده. په ۲۰۱۳م کال کې، د امریکا د مالي جرمونو څار ادارې د دغو سکو یو تولیدوونکی دې ته اړ کړ چې د فزیکي بیټ کوینونو تر تولید مخکې د پیسو د خدمتونو د شرکت په توګه ځان ثبت کړي. [۲۶]
هارډویر بټوې
[سمول]هارډویر بټوه یو کوچنی او د لېـږد وړ کمپیوټري اله ده چې د کاروونکي په غوښتنه راکړې ورکړې لاسلیک کوي. دا وسایل پټې کيلۍ په خپل دننه کې ساتي او ټول لاسلیک او کوډیز بهیر پخپله ترسره کوي، همداراز له اصلي کمپیوټر سره هېڅ حساس معلومات نه شریکوي، ځکه یوازې هغې راکړې ورکړې شریکوي چې لا دمخه لاسلیک شوې وي او بدلون پکې ناشونی وي. د هارډویر بټوې د دې ځانګړې تګلارې له امله هکران نشي د دې بټوې کیلي ګانو ته لاسرسی پیدا کړي یا یې غلا کړي. د دغه بټوې کاروونکی د بټوې د لومړي ځل کارولو پر مهال یو پټ رمز ټاکي. دا وسایل د لاسوهنې څخه خوندي دي، ځکه که رمز یا کوډ شتون ونلري نو شتمنۍ ته لاسرسی ناشونی دي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
څو لاسیلکه بټوه
[سمول]د عادي کریپټو بټو (یوازې د یوه کس لاسلیک ته اړتیا لري) پر خلاف څو لاسلیکه بټوې د راکړې ورکړې د ترسره کولو لپاره د څو کسانو لاسلیک غواړي. دا ډول بټوې د لا زیات امنیت لپاره جوړې شوې دي. ډېری وخت څو لاسلیکه کړنلاره داسې یو ګډ لاسلیک تولیدوي چې د هر کس د بېل بېل لاسلیکونو له ټولګې څخه کوچنی او اغېزمن وي. د څو لاسلیکه بټو کارونې بېلابېلې ګټې لري، لکه د امنیت لوړول، د ګډو شتمنیو اداره، د شریکانو ترمنځ د باور ساتنه، د ضمانت خدمتونه، د میراث تنظیم، د قانوني غوښتنو پوره کول او د بیک اپ یا بیا ترلاسه کولو اسانتیا رامنځته کولای شي. [۳۱][۳۲]
ټیکنالوژي
[سمول]د شخصي او عامه کیلي ګانو جوړول
[سمول]د ډیجیټلي پیسو بټوه لومړی یو نظري یا تصادفي شمېره تولیدوي، چې اوږدوالی یې د هماغې ډیجيټلي پیسې د کوډیز نظام له اړتیا سره سم وي. دا شمېره بیا د ځانګړي کوډیز الګوریتم له مخې په پټه کيلۍ بدلېږي. د پټې کيلۍ له جوړولو وروسته، د هماغه کوډیز الګوریتم په کارولو سره عامه کيلۍ جوړېږي. پټه کيلۍ د شتمنۍ د مالک له خوا د ډیجیټلي پیسو د لاسرسي او لېږلو لپاره کارول کېږي او باید پټه وساتل شي، خو عامه کيلۍ له نورو سره شریکېږي تر څو هغوی وکولای شي ډیجیټلي پيسې درولېږي.[۳۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ "European Blockchain Services Infrastructure (EBSI)". 2020-12-31. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-10-19.
- ↑ Levine, Matt. "The Crypto Story". Bloomberg.com (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2023-12-15. بياځلي په 2023-12-03.
- ↑ Newman, Lily Hay (2017-11-05). "How to Keep Your Bitcoin Safe and Secure". Wired. ISSN 1059-1028. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-03-04. بياځلي په 2019-03-10.
- ↑ Divine, John (1 February 2019). "What's the Best Bitcoin Wallet?". U.S. News & World Report. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 October 2021. بياځلي په 12 March 2019.

- ↑ Davis, Joshua (10 October 2011). "The Crypto-Currency: Bitcoin and its mysterious inventor". The New Yorker. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 November 2014. بياځلي په 31 October 2014.
- ↑ Skudnov, Rostislav (2012). Bitcoin Clients (PDF) (Bachelor's Thesis). Turku University of Applied Sciences. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 18 January 2014. بياځلي په 16 January 2014.
- ↑ Divine, John (1 February 2019). "What's the Best Bitcoin Wallet?". U.S. News & World Report. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 October 2021. بياځلي په 12 March 2019.
- ↑ Divine, John (1 February 2019). "What's the Best Bitcoin Wallet?". U.S. News & World Report. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 October 2021. بياځلي په 12 March 2019.
- ↑ Vigna, Paul (17 January 2016). "Is Bitcoin Breaking Up?". The Wall Street Journal. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 August 2016. بياځلي په 8 November 2016.
- ↑ Divine, John (1 February 2019). "What's the Best Bitcoin Wallet?". U.S. News & World Report. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 October 2021. بياځلي په 12 March 2019.
- ↑ Divine, John (1 February 2019). "What's the Best Bitcoin Wallet?". U.S. News & World Report. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 October 2021. بياځلي په 12 March 2019.
- ↑ Divine, John (1 February 2019). "What's the Best Bitcoin Wallet?". U.S. News & World Report. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 October 2021. بياځلي په 12 March 2019.
- ↑ Divine, John (1 February 2019). "What's the Best Bitcoin Wallet?". U.S. News & World Report. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 October 2021. بياځلي په 12 March 2019.
- ↑ Gervais, Arthur; O. Karame, Ghassan; Gruber, Damian; Capkun, Srdjan. "On the Privacy Provisions of Bloom Filters in Lightweight Bitcoin Clients" (PDF). خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 5 October 2016. بياځلي په 3 September 2016.
- ↑ "MtGox gives bankruptcy details". bbc.com. BBC. 4 March 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 March 2014. بياځلي په 13 March 2014.
- ↑ Divine, John (1 February 2019). "What's the Best Bitcoin Wallet?". U.S. News & World Report. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 October 2021. بياځلي په 12 March 2019.
- ↑ Roberts, Daniel (15 December 2017). "How to send bitcoin to a hardware wallet". Yahoo Finance. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 February 2018. بياځلي په 17 February 2018.
- ↑ Antonopoulos, Andreas M. (2014). Mastering Bitcoin: Unlocking Digital Crypto-Currencies. O'Reilly Media. ISBN 978-1-4493-7404-4.
- ↑ Barski, Conrad; Wilmer, Chris (2015). Bitcoin for the Befuddled. No Starch Press. ISBN 978-1-59327-573-0.
- ↑ Divine, John (1 February 2019). "What's the Best Bitcoin Wallet?". U.S. News & World Report. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 October 2021. بياځلي په 12 March 2019.
- ↑ Antonopoulos, Andreas M. (2014). Mastering Bitcoin: Unlocking Digital Crypto-Currencies. O'Reilly Media. ISBN 978-1-4493-7404-4.
- ↑ Divine, John (1 February 2019). "What's the Best Bitcoin Wallet?". U.S. News & World Report. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 October 2021. بياځلي په 12 March 2019.
- ↑ Divine, John (1 February 2019). "What's the Best Bitcoin Wallet?". U.S. News & World Report. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 October 2021. بياځلي په 12 March 2019.
- ↑ Bellare, Mihir; Neven, Gregory (2006). "Identity-Based Multi-signatures from RSA". Topics in Cryptology – CT-RSA 2007. Lecture Notes in Computer Science. Vol. 4377. pp. 145–162. CiteSeerX 10.1.1.207.2329. doi:10.1007/11967668_10. ISBN 978-3-540-69327-7.